ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان: ايتلافي حکومت د عدالتي اصلاحاتو د قانوني مسودې په اړوند د سپريم کورټ حکم رد کړو

د پاکستان ايتلافي حکومت د عدالتي اصلاحاتو په اړوند د سپريم کورټ د [سپريم کورټ پروسيجر اېنډ پرېکټس بل 2023] باندې د عدالت هغه حکم رد کړو په کوم امر کې چې سپريم کورټ په ياده قانوني مسوده عمل کول ودرولي وو.

14.04.2023 ډیوه

امریکا د محرمو استخباراتي معلوماتو افشا کوونکی مشکوک سرتیری نیولی

د متحده ایالاتو لوی څارنوال پنجشنبه اپریل ۱۳ (وري ۲۴) وویل د هوایي ځواکونو د ملي ګارډ یو غړی پدې شک نیول شوی چې سلګونه پاڼې نظامي استخباراتي محرم معلومات یې افشا کړي.

14.04.2023 امریکا غږ

طالبان وايي ۱۵۰ زره کسیز پوځ یې جوړ کړی؛ پخواني پوځیان یې تشه ادعا بولي

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې ۱۵۰ زره کسیز پوځ یې جوړ کړی او په پام کې لري چې دغه شمېره ۲۰۰ زرو ته لوړه کړي. 

13.04.2023 امریکا غږ

د امریکا د اعلی درجې خفیه استخباراتي معلوماتو شکمن افشا کوونکی ونیول شو

واشنګټن  - د امریکا لوی سرکاري وکیل مېرېک ګارلېنډ وایي چې د سلګونو پاڼو خفیه پوځي استخباراتي دستاوېزاتو د افشا کېدو د قضیې په تحقیقاتو کې، د زیارت/پنجشنبې ورځې په ماسپښین د ماساچوسټس ریاست د فضایي نېشنل ګارډ یو غړی ونیول شو. ښاغلي ګارلېنډ چې یو پرېس کنفرانس ته خبرې کولې، وویل چې نیول شوی شخص، یوویشت کلن جېک ډاګلاس ټيزيرا نومیږي او د امریکا د فضایي قواوو د نېشنل ګارډ یو غړی دی. ټاکل شوې ده چې دغه نیول شوی کس به اول ځل په ماساچوسټس کې د امریکا یو ډېسټرېکټ کورټ ته پېش کړی شي. صدر جو بایډن د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل، تحقیقات دې ته نږدې شوي چې د اعلی درجه خفیه معلوماتو د افشا کولو سرچینه معلومه کړي. بایډن چې د آېرلېنډ په درې ورځېنۍ دوره تللی دی، د خفیه دستاوېزاتو د افشا کېدو له امله زیات فکرمند نه و. داسې ویلی کیږي چې په وروستیو لسو کلونو کې، دا شاید امریکا کې د مهمو خفیه دستاوېزاتو تر ټولو سنجیده قضیه وي. صدر بایډن په آېرلېنډ کې خبریالانو ته وویل: "لکه څنګه چې پوهېږئ، په پوره طاقت سره تحقیقات جاري دي چې په کې استخباراتي ادارې او د عدلیې وزارت برخه لري او هغوی [نتیجې ته] نږدې کېدونکي دي، مګر زه کوم جواب نلرم." د امریکا د خفیه استخباراتي دستاوېزاتو د افشا کېدو خبرونه تېره هفته ورکړی شول، مګر دا اول ځل و چې بایډن یې په اړه څه خبرې وکړې. د زیارت/پنجشنبې په ورځ نیویارک ټایمز اخبار رپوټ ورکړ چې د ماساچوسټس ریاست د نېشنل ائير ګارډ نیولی شوی یوویشت کلن تن، د یوې آنلاین ګېم وهلو د چټ ګروپ ډلې مشر پېژندل شوی او افشا شوي دستاوېزات هم د هماغه چټېنګ ګروپ د لارې خپاره شوي دي. تر دې وړاندې، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د شورو/چهارشنبې په ورځ ویلي و چې د ډېسکورډ په نوم د سوشل مېډیا پلېټفارم په یو ګروپ کې چا ویلي و چې د هغه ګروپ یو غړی د دې دستاوېزاتو افشا کوونکی و، او ګني افشا کوونکي دعوه کړې وه چې د امریکا په یوې پوځي اډې کې کار کوي. د رسنیو د رپوټونو ترمخه، په افشا شوو دستاوېزاتو کې د اوکراین د پوځ او نورو استخباراتي چارو په اړه معلومات شامل و. د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان یو ویاند د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې افشا شوي دستاوېزات د امریکا "قامي سلامتیا دپاره ډېره سنجیده خطره" پېښولی شي.

13.04.2023 ډیوه

جو بایډن د ایرلنډ له مشرانو سره وکتل

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ایرلنډ ته د خپل سفر پر مهال، د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۳ (وري ۲۴) ددغه هېواد له ولسمشر مایکل هیګینز او صدراعظم لیو وراډکر سره وکتل او ټاکل شوې چې د ایرلنډ پارلمان ته وینا وکړي.

13.04.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

13.04.2023 امریکا غږ

د سمرقند غونډه کې افغانستان کې د همه شمول حکومت په جوړولو او ښځو د کار او تعلیم په غوښتنې ټېنګار وشو

نن پنجشنبه اپریل ۱۳ (وري۲۴ )اوزبیکستان د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د څلورمې غونډې کوربه و.

13.04.2023 امریکا غږ

قطر او بحرېن سفارتي تعلقاتو د بحالولو اعلان وکړو

په کال ۲۰۲۱ کې د مفاهمت په نتیجه کې د قطر او د نورو ملکونو تعلقات بحال شوي خو په سمندري سیمو کې په سرحد د شخړې په سر د قطر او بحرېن تعلقات د پېچيدګۍ ښکار وو

13.04.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

13.04.2023 امریکا غږ

پېښور يونيورسټۍ د احتجاجونو له امله د 40 ورځو راهسې بنده پرته ده

د خېبر پښتونخوا تر ټولو لوی سرکاري پېښور پوهنتون د تېرو 40 ورځو راهسې د احتجاجونو له امله بند دی او تدريسي عمل پکې ودرېدلی دی، خو د پوهنتون انتظاميه وايي په احتجاج بوخت استازان او نورې عملې سره د ګورنر او د اعلا تعليم محکمې چارواکو په استازيتوب مزاکرات شورو کړی شوي دي. انتظاميه وايي، تمه ده چې ورځ دوه کې به يونيورسټي پرانستل شي. بل لور ته پېښور هايکورټ د روانې مياشتې په 19مه نېټه ټول فريقېن عدالت ته رابللي دي. د پېښور پوهنتون رجسټرار ډاکټر سيف الله خان وايي په احتجاج ناست استازانو سره د ګورنر دفتر چارواکو، د اعلا تعليم محکمي او ځني پخوانيو وايس چانسلرانو په استازيتوب مزاکرات شورو شوي دي او په وړومبي پړاو کې د استازانو او نورې عملې د تنخا ورکولو چارې پېل شوي دي. "د استازانو يوه غوښتنه د تنخا د حوالې سره وه د هغې په حواله ارډ شوی دی خو هغه يو پيچيده عمل دی په هغې عمل شورو شوی دی په ورځ دوه کې به تنخا ورکړی شي". ډاکټر سيف الله ډيوه ته وويل د يونيورسټۍ انتظاميه په مزاکراتو کولو باوري لري او زياته یې کړه دا مهال د خېبر پښتونخوا ګورنر، د اعلا تعليم محکمي چارواکو، پخوانۍ د پوليسو مشر سيد اختر علي شاه او ځني ريټايرډ وايس چانسلرانو په استازيتوب د يونيورسټۍ انتظاميې او استازانو ترمينځ خبري روانې دي او زر د مسلې هوارېدو تمه ده. د استازانو اتحاديه وايي، د دوی د نورو غوښتنو سره مهمه غوښتنه دا ده چې په پوهنتون کې استازانو او زده کوونکو ساتنه يقيني کړی شي او د پوهنتون وايس چانسلر دې د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شي. پېښور پوهنتون کې د مارچ په پينځمه نېټه يو سيکيورټي ګارډ د تمانچي په ډز د شخصي امنيتي کمپنۍ مشر ثقلين بنګش وژلی وو. له دغې وړاندې په 19مه فرورۍ د پېښور اسلاميه کالج يونيورسټۍ کې د انګريزۍ څانګې استاز بشير احمد د پوهنتون امنيت ساتونکي اهلکار د نښتي په مهال ويشتلی او وژلی وو. د استاذانو د اتحاديي پيوټا وياند ډاکټر ظفر خان وايي چې د انتظاميې د چارواکو سره مزاکرات شورو کړل شوي دي خو احتجاج به يې تر غوښتنو پوره کېدو پورې دوام لري. "مزکرات لګيا دي روان دي خو اوسه پوري کومه ختمي فېصله نه ده شوې زمونږ احتجاج به تر هغه وخته پورې جاري وي تر څو چې زمونږ مطالبي نه وي منل شوي"‘. ښايسته بي بي د پېښور پوهنتون ريټايرډ ملازمه ده وايي د تېري يوې نيمي مياشتي راهسې د پينشن په تکل يونيورسټۍ ته راځي خو د هړتال له سببه د روژيېپه مياشت کې هم د پينشن د پيسو نه محرومه پاتې شوه. "روژه راباندي ډېره ګډه وډه تېره شوه پيسې نه وي چه نه خو قرض نه شو کولي د يونيورسټۍ ملازمان يو چې سحر شي نهه بجي دلته احتجاج ته راشو او يوه بجه پاسو څوک مو د اواز اورېدو نشته نه څوک انصاف والا شته"‘. پېښور پوهنتون کې د استازانو د هړتال پرضد د اسلامي جميعت طلبا په درخواست نن پېښور هايکورټ کې اورېدنه شوې ده د عدالت دوه کسيزه بينچ په راتلونکي اورېدنه د اپريل په 19مه نيټه د پېښور پوهنتون وايس چانسلر، د پيوټا صدر پشمول د ټولو اتحاديو مشران رابللي دي.

13.04.2023 ډیوه

ناروې د روسیې ۱۵ استخباراتي افسران وشړل 

ناروې نن پنجشنبه اپریل ۱۳ (وري۲۴) اعلان وکړ  چې په مرکز اوسلو کې د روسیې د سفارت ۱۵ «استخباراتي افسرانو» ته یې ویلي چې له دغه هېواد څخه ووځي. 

13.04.2023 امریکا غږ

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په بلوچستان کې يې "درې ترهګر" وژلي دي

واشنګټن ــــ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې آی ایس پي په خپاره کړي خبر کې ويل شوي چې امنيتي ادارو د خفيه معلوماتو پر اساس د بلوچستان د اوران ضلعې په  ګشکور سیمه کې عملیات کړي دي. پوځ وایي په عملیات کې يې تر ځوابي ډزو وروسته درې ترهګر وژلي دي او له هغوی څخه  "د اصلحې، بارودو او چاودېدونکي موادو لويه زخيره ونيول شوه" . په بيان کې دعوه شوې چي د هغو ترهګرو د پټنځایونو د ختمولو لپاره يې په سيمه کې عمليات کړي چې پر امنیتي عسکرو او ولسي وګړو یې بريدونه کړي او د تربت پر هوشاب سړک یې لاسي چاودیدونکي مواد ښخ کړي وو. د خبر په تفصيل کې ليکل شوي چې پوځ په دوامداره توګه د ترهګرو  پر ځایونو نظر ساتلی او  په سیمه کې يې د ترهګرو د پټنځای د معلومو لپاره پوځي چورلکې يا هيليکاپټر هم استعمال کړي چې د ترهګرو د وتلو لارې ونيسي. وايي پر هم دې وخت د ترهګرو له لوري پر امنیتي عسکرو ډزې پیل شوې وې چې عسکرو ورباندې ځوابي ډزې کړې دي. بيان زياتوي چې امنیتي ادارې د صوبې د  امنیت خرابوونکو او د صوبې د ترقۍ په مخ کې د خنډ جوړېدونکو پر ضد به  له خپلو خلکو سره ولاړ وي. د پوځ له لوري د عملياتو خبر په داسې وخت کې راغلی چې په تېرو څو ورځو کې د بلوچستان په سر ښار کوټه کې پرله پسې چاودنې او د صوبې په  نورو سيمو کې د ترهګرۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی دی. د دوشنبې- ګل په ورځ په کوټه کې پر پوليسو دوې جلا جلا چاودنې شوې وې چې پکې د دوه پوليس عسکرو په ګډون څلور تنه وژل شوي او 22 تنه ټپي شوي وو. د دغو چاودنو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې وه. پوځ چې په کومه سيمه کې د عملياتو دعوه کړې ده په دې سيمه کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالو ډلې زياتره وخت پر پاکستاني پوځي او نيم پوځي عسکرو د برېدونو ذمه وارۍ مني. تربت، اوران او نورې شاوخوا سيمې د ناامنۍ په حواله د بلوچستان په حساسو سيمو کې ګڼل کېږي. د بلوچستان د وزیر اعلی ویاند بابر یوسفزي له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، په بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې د تشویش وړ دي خو د بلوچستان حکومت د ناامنۍ د روانو پېښو د مخنیوي لپاره  بشپړ انتظامات کړي دي: "د پاکستان دښمنان دا هڅه کوي چې په صوبه کې حالات خراب کړي خو د بلوچستان حکومت د امنیتي ادارو او د پاکستان د پوځ په مرسته دا کوشش کوي چې دا ټولې [د ترهګرۍ] مسئلې حل کړي". د پوليسو د رپورټ مطابق په کوټه او د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې د اپرېل په روانه مياشت کې په بمي چاودنو او هدفي بريدونو کې شاوخوا 15 تنه وژل شوي او 25 ته نیژدې ټپيان شوي دي. په وژل شوو کې لس د پوليسو عسکر او دوه د ايف سي عسکر شامل دي. په دغو پېښو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. له تازه پېښو وروسته د بلوچستان د کورنيو چارو د وزير مير ضياء لانګو په مشرۍ تېره ورځ د لوړپوړو چارواکو ځانګرې ناسته شوې ده. په سرکاري خبر کې ويل شوي چې لانګو له ټولو ادارو غوښتي د امنيت خوندي ساتلو لپاره دې خپلې ذمه وارۍ نورې هم په ښه طريقه د تر سره کړي، ويل شوي چې د  پوليس او نورو امنيتي ادارو عسکر د خوندي ساتلو لپاره عسکري ادارو ته د جديدو سهولتونو ورکولو پرېکړه شوې ده.

13.04.2023 ډیوه

د نړیوال بېنک مشر وایي د طالبانو راتګ وروسته افغانانو سره مرستې ډېرې ګرانې شوې دي

واشنګټن ــــ د نړیوال بېنک مشر ډیویډ مالپاس په افغانستان کې د طالبانو حکومتي واک اختياراخستل "یو وېروونکی بدلون" بللی او ويلي یې دي چې اوس نړيوالو مالياتي ادارو ته ډېره ګرانه شوې ده چې د افغانستان د خلکو سره کومک جاري وساتي. په واشنګټن کې د زيارت- پنجشبنې په ورځ سهار يو خبري کانفرنس ته په وېنا کې ډيویډ مالپاس وويل “افغانستان کې یو وېروونکی بدلون راغلی دی چې د ښځو او نجونو ازادي یې ختمه کړې او دا کار زموږ په پروګرام اغېز کوي” ډيویډ مالپاس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په افغانستان کې دغو وروستيو بدلونونو د نړيوال بېنک کار ډېر ګران کړی دی. مالپاس وويل: “مونږ د افغانستان د بیارغونې ادارې له لارې خپل کار کوو کوم چې افغانستان ته د مرستو جاري ساتلو يو څه لاره پيدا کړې ده”. ښاغلي مالپاس وويل “مونږ په دې کار کوو چې څنګه د خوراکي توکو مرستې داسې یو هیواد ته راوړل شي چېرې چې د پیسو تادیه سیسټم کار نه کوي”. ښاغلي مالپاس د دغه وينا په وخت زياته کړه چې د افغانستان سره اوس کار کول ډېر د ستونزو ډک دی، خو د مشکلاتو باوجود يې د بشري ناورين سره مخ خلکو سره د مرستو هڅې يې په څه نه څه ډول جاري ساتلې دي. د نړيوال بېنک مشر وويل چې د طالبانو د واک لاندې افغانستان سره خپلو کارونو ته هره اوونۍ کتنه کوي او دا سې لارې لټوي چې که چېرې د جينکو د زدکړې لپاره کوم څه تر سره کېدی شي. په خپله وينا کې په اخره کې مالپاس دا هم وويل چې د افغانستان د خلکو لپاره د زړه له کومې اندېښمن دی. افغانان په بد اقتصاد کې ښکېل دي د طلبانو حکومت تر اوسه په نړۍ کې کوم يو هيواد هم په رسميت نه دی پېژندلیاو د نړيوال بېنک او نړيوالې مالياتي ادارې په کلنیو غونډو کې د افغانستان په نمايندګۍ هيڅ څوک هم نه ليدل کېږي. نړيوال بينک په خپله ويبپاڼه ورکړل شوو تازه معلوماتو کې ويلي دي چې د افغانستان اقتصاد ډېر کمزوری دی. د نړيوال بينک د تازه شمېرو تر مخه افغانستان د مالي کال 2022-23 په لومړنیو يوولس مياشتو کې 1.95 بیلينه ډالره ماليه راغونډه کړې ده، خو په دې کې 57 فیصده برخه په پولو د تجارتي ماليو نه تر لاسه شوې ده. د نړيوال بېنک ترمخه د افغانستان اقتصاد د ځینو بنيادي ​چيلنجونو سره مخ دی. د افغانستان مالي نظام محدود دی، تجارت یې اکثره د غیر رسمي لارو ترسره کیږي. د کال 2022م شمېرې ښیي چې د افغانستان د لږ تر لږه 40 میلينه ټولې ابادې دریمه برخه نه شي کولی خوراکي او د ژوند نور بنيادي توکي واخلي.

13.04.2023 ډیوه

د افغانستان کلي والي سيمې د بشري ناورين سره مخ دي، د متحده قامونو چارواکی 

رين پالسن د افغانستان د سفر نه بيرته تللی او د وي او ای سره په يوه مرکه کې يې ويلي د خوراک د ضروري توکو کمی دی، د ګروندګرو سره د تخم بندوبست نشته چې فصلونه وکري او د څاروو ساتلو د پاره خلکو ته د ګيا هم ضرورت دی

13.04.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا تلویزویون د پنجشنبې(اپریل ۱۳) خپرونه کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هیوادونو غونډه راسپړو چې پکې د ازبکستان، چین، روسیې، ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي. طالبانو هم ویلي‌چې پلاوی یې ازبکستان ته رسیدلی دی. د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن ایرلنډ ته رسیدلی دی. د هغه د سفر مهم ټکي او په پاکستان کې د نویو پوځي عملیاتو په تړاود پښتنو ملتپالو اندېښنې هم درسره شریکوو. خو په اخر کې به په امریکا کې د بیلو مذهبونو تر منځ د همکارۍ پر څرنګوالي رڼا واچوو.

13.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more