ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د بایډن انتظامیې له افغانستانه په ګډوډۍ سره د عسکرو د انخلا ذمه واري په ټرمپ واچوله

واشنګټن  (اېسوشیټډ پرېس) - د امریکا د صدر جو بایډن انتظامیې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د دفاع وزارت (پنټاګان) لخوا جوړ کړی شوی یو رپوټ جاري کړ چې په هغه کې کال ۲۰۲۱ کې له افغانستانه د امریکایي پوځيانو د هلاکت خېزه او له ګډوډۍ ډکې انخلا ذمه واري په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ اچول شوې ده. په رپوټ کې ویلی شوي چې د مخکېني صدر (ټرمپ) د فیصلو په سبب، صدر بایډن ته زیاتې لارې نه وې پاته نو هغه په دې جګړه کې د امریکا د آینده نسل د ښکېل کولو نه انکار وکړ. په رپوټ کې راغلي چې په کار وه د افغانستان جنګ تر دې وړاندې لا ختم کړی شوی و. د افغانستان څخه د امریکایي قواوو غیرمنظمه انخلا چې په کې خلک هم ووژل شول، د صدر بایډن د صدارتي عهدې یوه تیاره واقعه ګڼل کیږي. وایټ هاوس د امریکا د تر ټولو اوږدمهالې جګړې (د افغانستان جنګ) د ختمولو په اړه د امریکني پالیسو په باب، په دوولسو (۱۲) مخونو مشتمل یو خلاصه رپوټ جاري کړی چې د هغه وخت د اقداماتو د رپوټ لنډيز بلل شوی دی. په دې خلاصه رپوټ کې وایټ هاوس د ډېرو لږو اقداماتو ذمه واري پخپله غاړه اخېستې او په دې ټکي یې زور اچولی چې بایډن د هغو ګامونو ترسره کولو ته "سخت مجبور" و. په دې رپوټ کې دا خبره منلی شوې چې د افغانستان څخه د امریکایي او اتحادي پوځیانو انخلا باید په تېزۍ سره پیله شوې وه، لېکن دا چې په دې کار کې تاخیر راغی، ذمه وار یې ګني د افغانستان پخوانی حکومت، پخوانی افغان پوځ، او د امریکې پوځ او استخباراتي ادارې وې. د رپوټ د نتایجو د خلاصې مسوده کومې آزادې ادارې نه، بلکې د وایټ هاوس د قامي سلامتۍ کونسل تیار کړی دی. د انتظامیې وینا ده چې د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونو له طرفه تفصیلي جائزې یا رپوټونه، کوم چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په خصوصي توګه کانګرس ته لېږلی شوي دي، هغه رازداره درجه بندي شوې دي او د عوامو دپاره یې تفصیل نه جاري کیږي. د وایټ هاوس له خوا په خپور شوي خلاصه رپوټ کې ویلی شوي چې "د افغانستان څخه د انخلا د طریقه کار په لړ کې، صدر بایډن د خپل مخکېني کس (ټرمپ) په ذریعه د پیدا شوو حالاتو په وجه سخت مجبوره پاته و." په خلاصه رپوټ کې دا یادونه شوې چې کله بایډن د صدارت عهدې ته ورسېد، نو هغه وخت "طالبان له پوځي اړخه په ډېر مضبوطه موقف کې وو، او د ۲۰۰۱ کال نه پس، قریب نیم ملک باندې د هغو قبضه وه او یا یې ورباندې د افغان حکومت سره مقابله کوله." همدا شان ویلی شوي چې د جگړې دپاره د افغان پوځ د آمادګۍ په باره کې د امریکا د استخباراتي ادارو اټکلونه هم له حده زیاد خوشبینانه وو. په خلاصه رپوټ کې راغلي چې بایډن د امریکایي قواوو د انخلا دپاره د پوځي کمانډرانو په سپارښتنو عمل وکړ. په انخلا باندې د رېپبلېکنانو تنقید د امریکا په کانګرس کې د رېپبلېکن ګوند سره تعلق لرونکو قانون سازانو، د هغه ځانمرګې چاودنې په حوالې سره چې د انخلا په ورځو کې د کابل په ائیرپوټ وشوه او په کې د دیارلسو (۱۳) امریکایي عسکرو ترڅنګ، څه باندې سل (۱۰۰) افغانان هم مړه شول، په دې انخلا باندې سختې نیوکې کړي دي. د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی افسر ټایلر ورګاس انډریوز چې په هغې چاودنې کې سخت زخمی شوی و، تېره میاشت یې د کانګرس د اورېدنې په یوه غونډه کې وویل چې انخلا "یوه تباهي" وه او بل دا چي هلته "د احتساب داسې کمی و چې د معافی وړ ندی." د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي وویل چې د دې جاري شوي رپوټ مقصد، "احتساب نه دی، بلکې د آینده فیصلو دپاره فهم حاصلول دي." وایټ هاوس دا دعوه لري چې په افغانستان کې د غلطیو په پوهېدلو سره، اوس یې دا سبق حاصل کړی چې په اوکراین کې د روان صورتحال سره څنګه مقابله وکړی شي. په اوکراین باندې د روس د حملې په مقابله کې امریکا د کییف ملاتړ کوي او په دې باندې د بایډن انتظامیې تګلاره ستایل شوې ده. وایټ هاوس وایي چې د ۲۰۲۲ کال په اوکراین باندې د روس د فبرورۍ میاشتې د حملې نه وړاندې یې، په بدترینو امکاني حالاتو غور کړی وو.

07.04.2023 ډیوه

د امریکا او ټایوان چارواکو د ملاقات نه پس، چین ویلي چې "زورور" گامونه به اخلي

واشنګټن  - د امریکا د اېوان نمایندګان سپیکر او د ټایوان د صدرې ترمنځ د یو ملاقات نه وروستو، چین د زیارت/پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د ټایوان خلاف به انتقامي اقدامات کوي او ویې ویل چې امریکا په یوه "غلطه او خطرناکه لار" باندې روان دی. د شورو/چهارشنبې په ورځ د ټایوان صدره تسای اېنګ-وېن د امریکا د اېوان نمایندګان د سپیکر، کېوېن مکارټي مېلمنه وه او د امریکايي قانونسازانو د یوې ډلې سره چې په کې ډېموکرېټان او رېپبلېکنان دواړه شامل و، ملاقات وکړ. دې کار وښودله چې امریکا د ټایوان ملاتړی پاته کیږي. ټایوان یوه وړه جزیره ده چې د خودارادیت حیثیت لري او چین ورباندې د مالکیت دعوا لري. د بایډن انتظامیه داسې ښکاره کوي چې امریکا ته د ټایوان د مشرې راتګ څه اشتعال انګیزه کار ندی، ځکه پخوا هم داسې سفرونه ترسره شوي دي. مګر دا ځل د ټایوان مشره په داسې حال کې امریکا ته په دوره راغلې چې د چین او امریکا ترمنځ تعلقات په بې مثاله توګه د تاریخ تر ټولو ښکته کچې ته راټیټ شوي، او دا چې امریکا د ټایوان ملاتړ کوي، د چین او امریکا یوه مهمه اختلافي مسئله همدا ټکی دی. دا ځل د ټایوان د مشرې رسمي هرکلی، او دا چې د هغې سره په ملاقات کې د امریکا د کانګرس ځیني جګپوړي منتخب غړي شامل و، ممکن د دې سبب شي چې چین دې ځل سفر ته په بل نظر وګوري. د هغه وخته چې امریکا په کال ۱۹۷۹ کې د ټایوان سره سفارتکاري تعلقات په رسمي ډول بند کړل، تر اوسه د امریکا د کانګرس هېڅ سپیکر هم د ټایوان د کوم مشر سره ملاقات نه و کړی. دې ملاقات ته په غبرګون کې، بجېنګ وویل چې "د قامي خودمختارۍ او علاقائي سالمیت د دفاع په خاطر به پرعزمه او زورور ګامونه" اوچت کړي. دا خبره د چین خارجه وزیر د زیارت/پنجشنبې ورځې سهار په یو بیان کې وکړه. په بیان کې د امریکا نه غوښتل شوي چې نور دې په "یوه غلطه او خطرناکه لار" قدم نه ږدي. په تېر ډسمبر میاشت کې، د چین پوځ د امریکا د کلني دفاعي بجټ په قانون کې د ټایوان په تعلق سره د ځینو شامل کړی شوو دفعاتو په غبرګون کې سمدستي له قهره ډک غبرګون وښود او د خپل زور په ښکاره کولو سره یې په څلورویشتو (۲۴) ګېنټو کې یو اویا (۷۱) طیارې او اووه (۷) سمندري جهازونه ټایوان خوا ته ولېږل. په دې وروستو کلونو کې په ټایوان باندې د چین د پوځ فشار سېوا شوی دی او د چین د واکمن کمونیست ګوند مشران قریب هره ورځ د ټایوان په طرف طیارې او یا سمندري جهازونه لیږي. چین او ټایوان، مخکې یو ملک و مګر د یوې خانه جنګۍ وروستو په کال ۱۹۴۹ کې سره بېل شول. اوس که څه هم د ټایوان او چین ترمنځ کوم رسمي تعلق نشته دی، مګر د دواړو ترمنځ د بلینونو ډالرو په اندازه هر کال تجارت او سرمایه کاري روانه ده.

06.04.2023 ډیوه

امریکا له چین وغوښتل په تایوان باندې د فشار په ځای له دپلوماسۍ کار واخلي

 امریکا متحدو ایالتونو نن پنجشنبه اپریل شپږمه (وري۱۷) له چین څخه وغوښتل چې په تایوان باندې د پوځي فشار په ځای له دپلوماسۍ څخه کار واخلي.

06.04.2023 امریکا غږ

بریتانیا له کابل څخه د انتقال شویو نیپالي امنیتي ساتونکو شړل ودرول

د بریتانیا حکومت نن پنجشنبه اپریل شپږمه (وري۱۷) وویل چې د هغو نیپالي امنیتي ځواکونو شړل یې ځنډولي دي‌ چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته بریتانیا ته انتقال کړل شوي وو.  دغه ساتونکي د «ګورخه سرتېرو» متقاعد غړي دي‌ چې په کابل کې یې د بریتانیا او کاناډا د سفارتونو امنیت ساته. دوی د ۲۰۲۱ کال راپدېخوا په بریتانیا کې اوسېږي.  د برتیانیا حکومت تېره اوونۍ په لندن کې د دوی په هوټل باندې د چاپې په مهال لس تنه یې ونیول او ولچک یې کړل. دوی په هوټل کې له افغان کډوالو سره اوسېدل او اشپزي یې کوله.  د مهاجرت مقاماتو هند او نیپال ته د دوی د استولو اسناد ترتبیب کړي خو اوس د بریتانیا حکومت اعلان وکړ چې د دوی د استولو عملیات ځنډول شوي دي.  د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت فرانس پرس اژانس ته ویلي دي: «د دغې ډلې شړل اوس درول شوي او بیا اروزنې ته انتظار باسي.»   د ګورخه ځواکونه په ۱۸۱۵ کال کې په هند کې د بریتانیا د واکمنۍ په مهال د بریتانوي هند د ځواکونو په لیکو کې جنګېدل او په سختې جګړې مشهور وو.    د ګورخه شاوخوا ۲۰۰زره سرتېرو له بریتانوي ځواکونو سره  اوږه په اوږه په دوو نړیوالو جګړو کې او همدغه راز د افغانستان، عراق او فالکلنډ په جګړو کې جنګېدلي دي.   دا مهال د بریتانیا په وسله وال ځواک کې د دوی ۲۷۰۰ سرتېري ثبت دي.  د دوی یو مدافع وکیل جیمي بیل فرانس پرس ته وویل چې د حکومت په دې پرېکړې خوشحال شوی خو موکلینو ته یې کوم ضمانت ورکړل شوی نه دی چې په بریتانیا کې به پاتې کېږي. هغه وویل: «ټول نیول شوي ۱۰ کسان په توقیف کې دي او د کورنیو چارو وزارت باید له دوی سره د چال چلند په اړه ځواب ووايي.»  په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، بریتانیا په دوو پړاوونو کې شاوخوا ۲۵۰۰۰ کسان له افغانستان څخه واېستل. په لومړي پړاو کې یې ښځې، ماشومان او مذهبي اقلیتونه انتقال کړل او په دویم پړاو کې یې هغه افغانان انتقال کړل چې له بریتانوي ځواکونو د بریتانیا له حکومت سره یې کار کړی و. 

06.04.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

06.04.2023 امریکا غږ

تحریک انصاف له سپریم کورټ نه غوښتي په پښتونخوا کې دې انتخابات نه ځنډول کېږي

اسلام اباد/ واشنګټن ــــ پاکستان تحريک انصاف د زيارت- پنجشنبې په ورځ سپريم کورټ کې خواست جمع کې چې اعلی عدالت دې د پاکستان ټاکنو کميشن ته امر وکړي چې په خيبر پښتونخوا کې په 90 ورځو کې دننه ټاکنې وکړي. د پي ټي ای په خواست کې ويل شوي چې د ټاکنو غزولو د خيبرپښتونخوا د ګورنر غلام علي نوټيفيکيشن يا اعلاميه دې کالعدم وګرځوي چې په صوبه کې یې تر پينځو مياشتو پورې د ټاکنو د ځنډېدو ویلي او اليکشن کميشن ته دې امر وکړی شي چې دغلته دې په ٩٠ ورځو کې دننه انتخابات وشي. سپریم کورټ د مارچ په وړومبۍ نېټه امر کړی وو چې پنجاب او خيبر پښتونخوا کې دي په نوي ورځو کې ټاکنې وکړی شى خو د مارچ په څوارلسمه د خيبر پښتونخوا ګورنر د مې په ٢٨مه د ټاکنو وړانديز کړی وو. خو وروستو چې د ټاکنو کميشن د پاکستان د صدر عارف علوي لخوا په پنجاب کې د اپريل په ٣٠مه د ټاکنو د نېټې اعلان کولو وروسته په 22م مارچ د ټاکنو نېټه د اکتوبر تر ٨مې پورې وغزوله. د دې وروسته د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي هم د اتم اکتوبر وړانديز وکړ او ويلي یې وو چې صوبه کې د امنيت وضع خرابه ده او امنيتي چارواکو باندې پرله پسې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان له خوا بريدونه کيږي. د پي ټي ای په خواست کې ويل شوي، د ګورنر دا وړانديز د سپريم کورټ د وړومبي مارچ د پرېکړې اپوټه وو. د تحريک انصاف دريځ دی چې د ټاکنو کميشن سره په اییىن کې د بدلون اختيار نه شته چې ۹۰ ورځې وروسته دې ټاکنې وکړي او نه ورسره د سپريم کورټ پرېکړې ته د بياکتنې يا د کالعدم ګرځولو اختيار شته. په خواست کې ويل شوي چې نګران يا غيرمنتخب حکومت د نوي ورځو څخه زيات په واک کې نه شي پاتې کېدای او دا چې امنيتي يا مالي ستونزې څه عذر نه شي کېدای. د پي ټي ای له خوا په سپريم کورټ کې دا خواست څو ورځې وروسته له هغې شوی چې سپریم کورټ په پنجاب کې د ټاکنو ځنډولو لپاره د ټاکنو کميشن پخوانۍ پرېکړه " غيرایينى" اعلان کړه او دغلته ته یې د مې په ١٤مه د ټاکنو کولو امر کړی. په دې لړ کې وزيراعظم شهباز شريف د جمعې په ورځ د اپريل اوومه باندې د قامي سلامتيا کميټۍ يوه مهمه غونډه رابللې ده. مطبوعات د خپلو سرچينو له خولې وایي، په دې غونډه کې به د هېواد لوړپوړي سېول او پوځي مشران ګډون وکړي او د هېواد د استخباراتي ادارو مشران به د ملي امنيت په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي. د این ایس سي په غونډه کې به د دفاع وزیر، داخله وزیر، د اطلاعاتو وزیر، د مالیې وزیر او د کابینې نور مهم غړي په شمول لوړپوړي پوځي او ملکي مشران د جمعې په ورځ سهار ۱۱ بجې په وزیراعظم هاؤس کې ګډون کوي. د ځواکمنې ادارې دا ډله په هیواد کې د ژور آییني بحران پس منظر مخې ته راځي ځکه چې وفاقي حکومت د پنجاب د ټاکنو په اړه د سپریم کورټ له پرېکړې منلو څخه انکار کړی دی. د دې وړاندې قامي اسمبلۍ د سپریم کورټ د هغې اعلامیې په وړاندې یو قرارداد منظور کړ چې په پنجاب کې د ټاکنو ځنډولو لپاره د پاکستان د ټاکنو کميشن پریکړه "غیرقانوني" وه.

06.04.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

06.04.2023 امریکا غږ

فلسطيني وسله والو جنوبي اسرایل په راکټو وېشتلی

د روژې میاشت د شروع کېدو راهسې فلسطینیان کوښښ کوي چې په الاقصا جومات کې شپه تېره کړي. د دې اجازت په عمومي توګه د روژې په اخېرۍ عشره کې ورکول کېږي

06.04.2023 ډیوه

په امریکې کې د مسلمانانو او یهوديانو د شریک روژه ماتي هدف څه ؤ؟

امرېکې ته د ګڼو قومونو او مذهبونو مننونکو شریک هیواد ویلو یوه بېلګه دسرښار واشنګټن سره جوخت په میري لینډ ریاست کې د مسلمانانو او یهوديانو په شریک روژه ماتي کې لیدل کیدله. ددغه روژه ماتي انتظام د یهودیانو د عبادت په مرکز سینیګاگ کې د مسلمانانو او یهودیانو ځاي تنظیمونو کړی ؤ، خو ددې هدف څه ؤ؟ د اذان سره سم چې مسلمانانو روژه ماته کړه او لمونځ یې ادا کولو نو یهودیان او د نورو مذهبونو مننونکي ورته په احترام کې غلي ناست وو. د لمانځه پس یهودیان او مسلمانان په شریکه ډوډئ ته کېناستل. زما لپاره دا کومه ډیره ناشونې خبره ځکه نه وه، چې په امریکه کې دغه شان دستورې اکثره کېږي. خو ددې دستورې تابیا کونکو راته وویل،  غونډه یې د یو ځانګړي هدف په خاطر جوړه کړې، د یهودیانو د یو تنظیم مشر او استاد سټیورټ وایتبیلټ په خیال: "خدای طرف ته د تللو لارې مو ځان ځانله دي، خو د کار هدف مو یو شان دی، او دغه هدف د امن او د زغم پیغام ورکول دي" په امریکا د القاعده ترهګرې ډلې د ناین الیون د حملو ورستو دلته د ځیني امریکایايي مسلمانانو خیال ؤ هغوي ته هغه وخت د شک په سترګه کتل شوي وو. د بین المذهبي شورا د ښځو د پرمختګ څانګې مشره انیله علي وايي دوي له یهودیانو زده کړل چې د کرکې مقابله به څنگه کوي: "د ناین الیون د پېښې ورستو زمونږ د نسلي او مذهبي کرکې په مخ نیوي کې تر ټولو ستره ښېګړه یهودیانو کوله، او مونږ د دويي نه زده کړل چې د کرکې مقابله څنګه کیدی شي" د تاریخ تر مخه یهودیان د جرمني نازیانو د جبر نه پرته د نړۍ په یو شمیر ریاستونو کې د نسلي او مذهبي کرکې ښکار شوي. پاکستان البته د نړۍ یواځینې هیواد دی چې په خپل پاسپورټ یې لیکلي، "اسرایل ته پرې سفر نشي کیدلې" د امریکې په قانون کې بې له ژبې، رنګ، نسل او مذهب له توپیره ټولو امریکایانو ته یو شان تحفظ او د بیان د اذادۍ حق حاصل دی، البته دلته سول سوسایټي یا ځاي تنظیمونه دا خپله ټولنیزه ذموارۍ ګڼي چې د بیلو بیلو ټولنو خلک د یو بل سره معارفي کړي. په میري لینډ کې د یهودیانو په یو مرکز کې د دستورو جوړولو د څانگې د مشرې لیسلي واین په خیال تنظیمونه باید یو داسې کرادا ادا کړي لکه یو پل: "مونږ نن دلته پخپل دې مقدس مرکز کې د ټولو میلمستیا ځکه کوله چې نه يواځې د بیلو بیلو مذهب مننونکو تر منځ بلکې دلته د مېشتو ټولو ټولنو تر منځ رابطې قایم شي". په نړیوالو رسنیو کې داسې خبرونه خپریدل څه نوې خبره نه ده چې د یو بل نه د کرکې یو سبب خپل مذهب ته درانه کتل او بل ته سپک کتل هم جوړېږي خو ځیني بیا فکر کوي د مذهبونو تر منځه د احترام او زغم هلې ځلې د انسانیت د بقا یو زیری دی. ستوان سنګھ خالصه په امریکې کې د سري سنګھ کارپورېشن مشر دی: "زه د مختلفو مذهب مننونکو تر منځ دې قسمه شرېکو غونډو ته د اتحاد او په مسقبل کې د انسانیت د بقا د یو زیري په سترګه ګورم" د امرېکې په صدارتي ماڼۍ وایټ هاوس کې د روژه ماتي یا کرسمس دستورو نه پرته دلته په زیاترو ریاستونو کې شرېکې مذهبي غونډې وخت په وخت روانې وي. د کلتوري تاریخي چارو د پوهانو په خیال، هم دغه د گڼ توکمیزه امرېکې یو روښانه مخ دی.  

06.04.2023 ډیوه

له ملیشیا په زور پاکستان ته لېږل شوی خبريال په خپل ژوند ويريږي

واشنګټن - دا داسې پرواز دی چې هغه به يې کله هېر نه کړي. د دوو پاکستاني استخباراتي افسرانو په څنګ کې ناست سيد فواد علي شاه د مليشيا نه اسلام اباد ته د مسافرو تلونکي يو جهاز ته په زور واچول شو. هغه نزدې لس کاله وړاندې د پاکستان نه تښتېدلی و او وايي په دې سوچ به وبوږنېدو چې په رسېدو به ورسره څه کيږي. هغه وايي “چې کله يې جهاز ته راوستم ما وګڼل دا مې د ژوند اخري ورځ ده ځکه چې دوی به ما وژني”. په اګست کې پاکستان ته د راوړلو وروستو دا د فواد علي شاه وړومبۍ خبري مرکه ده چې هغه پکې د وي او ای سره خپلې تجربې شريکې کړې دي. شاه د مليشيا نه د خپلو تښتولو او پينځه مياشتې په تياره ځايونو کې د ساتلو تفصيل وايي چې څنګه د تفتيش په وخت کې پرې تشدد وشو. اوس په ضمانت پرېښودی شوی خو يوه اوږده مقدمه يې په سر ده. په جلاوطنۍ کې شاه هر وخت بيداره اوسېدلو خو په 23 اګست چې په پيټرول پمپ کې يو دم د ده په خوا کې ګاډي ودرېدل نو دی پوهه شو چې دا سړي هم په ده پسې راغلي دي. هغه وايي “زه وتښتېدم او هغوی راپسې شو” او زياتوي چې په تادۍ کې څنګه راپرېوت او ځان يې خوږ کړو خو دغې کسانو دی ونيولو. د نيولو وروستو يې شاه پوتراجايه ښار ته بوتلو چې د سرښار کواللمپور نه 37 کيلوميټر سويل ته پروت دی او هغلته ورته وويل شو “پاکستاني استخباراتي ايجنسيانې د دوی نه غوښتنه کوي چې تا بيرته پاکستان ته ورکړو”. دوه ورځې وروستو شاه د پي ايي ای په پرواز کې سور کور کړل شو. هغه وايي دی د سفر د پاره ذهني طور تيار و خو شاه ته څه داسې ناشنا انجېکشن ولګول شو چې په جهاز کې نه ګرځېدلی شو او نه يې خبرې کولی شوې. شاه په کال 2011 کې مليشيا ته تښتېدلی و او د ميډيا د حقونو د څار اداره رپورټرز وېداوټ بارډرز (ار ايس ايف) وايي د دې نه څو مياشتې وړاندې هغه د پاکستان د استخباراتو د ادارو په اړه په تنقيدي ليکنو د يادو استخباراتو لخوا تښتول شوی و. هغه پاکستان ته مطلوب و او په نيولو کې يې کامياب شو. د مليشيا حکومت په جنورۍ کې ويلي وو شاه يې د پاکستان په غوښتنه بيرته ورکړی چې په اړه يې اسلام اباد ويلي وو هغه يو پوليس افسر دی او د ډسپلن د خلاف ورزۍ په جرم کې ورته پکار دی. شاه وايي کله يې هم د پوليس سره کار نه دی کړی. کله چې د پاکستان د خارجه چارو د وزارت نه په دې اړه پوښتنه وشوه نو وياندې ممتاذ زهرا بلوچ وويل: “زه په دې خبره نه کوم ځکه دا مقدمه په عدالتونو کې ده او نه غواړم کومه فيصله د شاه او لا د چا بل چا ان د ميډيا په حقله وکړم. عدالت به شواهد واوري او پرېکړه به وکړي”. شاه وايي د نيولو وروستو يوه مياشت ډېره سخته وه ځکه چې وهل ټکول يې خوړل او تفتيش کوونکو د هغه نه په ايي ايس ايي کې د هغه د رابطو په اړه معلومات غوښتل: “چې کله مې ورته انکار وکړو نو زه يې وټکولم او د بجلۍ شارټونه يې راکړل”. د شاه د دعوې د ازادو سرچينو نه تصديق شوي نه دي.

06.04.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د ملګرو ملتونو سازمان کې د ښځو پر کار بندیز ته ګڼ شمېر شدید او پراخ غبرګونونه ښودل شوي. د ملګرو ملتونو تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي طالبان باید د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه بیرته واخلي. تایوان او امریکا د نویو همکاریو ژمنې کوي خو د چین په تړاو هم ځینې اندېښنې ښیي. او د اقلیمي بدلون پر ناوړه اغېزو د کروند ګرو نظر، دا او نور د امریکا غږ د نن ورځې په خپرونه کې لیدلای شئ.

06.04.2023 امریکا غږ

هند او چین د خپلو هېوادونو خبریالانو ته د کار د ویزو له کبله سره وران شوي‌ دي

واشنګټن ـــــ د هندوستان او چین تر منځ له دې کبله تازه سفارتي شخړه پیل شوې چې په نوي ډیلي او بېجینګ کې یې خپلو خبریالانو ته د ویزو ورکولو په ستونځه باندې پر یو بل تورونه لګولي دي.   دواړو دا تورونه په داسې وخت لګولي چې هند څو ورځې مخکې د چین پر هغه اقدام اعتراض وکړ، چې د هند په شمال ختیځ ارونچل پردېش ایالت کې یې د 11 ځایونو نومونه بدل کړل یا یې "معیاري" کړل، چین دې ایالت ته تبت وایي او د ملکیت دعوه یې کوي. د هندوستان ورځپاڼو په روانه اوونۍ کې وویل چې دوه هندي خبریالان چې په چین کې کار کوي او خپلو کورونو ته راغلي وو، له هنده بیرته بېجنګ ته خپلو کارونو ته تلو خو د چین چارواکو یې مخه نیولې ده. له دې مسئلې خبرې یوې هندي سرچینې رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د «دي هندو» اخبار او د سرکاري نشریاتي ادارې «پرسار بهارتي» خبریالانو ته د نهې- سه شنبې په ورځ وویل شول چې د دوی ویزې ځنډول شوې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ وایي، له چینایي خبریالانو سره په هند کې له ډېرې مودې غیرمنصفانه او توپیري چلند کېده او د سینهوا خبري ایجنسۍ خبریال ته په دې وروستیو کې ویل شوي وو چې د مارچ تر 31مې له هندوستانه ووځي. ماو نینګ د پنجشنبې- زیارت په ورځ وويل، چين تل د هند له خبريالانو سره ښه چلند کړی دی، وایي چارواکي یې د هندوستان له حکومت سره په دې اړه خبرې کوي خو تر اوسه یې د هغوی له خوا جواب نه دی تر لاسه کړی او نه هغوی خپله "تېروتنه" سمه کړې ده: "چین باید د خپلو قانوني ګټو د ساتنې لپاره جوابي اقدامات وکړي. چین د هندي خبریالانو هرکلی کوي چې په چین کې کار کوي. که هند خپلې غلطۍ سمې کړي، چین تیار دی چې هندي خبریالان کار ته پرېږدي." د رویټرز د خبر له مخې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارندم باګچي په نوي ډیلي کې ویلي چې هندوستان هیله لري "چینايي چارواکي به د دوی [د خبریالانو] ته په دوامداره توګه له چین څخه د خبریالۍ کولو ته لاره برابره کړي." د اېشیا د دغو دوو لویو اېټمي طاقت لرونکو هېوادونو ترمنځ اړیکې د کال 2020م له نیمایي راهیسې هغه وخت خرابې شوې، چې د هندوستان او چین پوځیانو تر خپل منځ د لانجمنې سیمې همالیا پر پوله جګړه وکړه او 24 کسان پکې ووژل شول.

06.04.2023 ډیوه

نړيوال مرستندويه بنسټونه: طالبان دې پر افغان ښځو د کار بنديز پرېکړه بېرته واخلي

د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو په کار د طالبانو له وروستیو محدودیتونو وروسته شپږو نړیوالو مرستندویه بنسټونو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې په افغان ښځو دې بنديزونه ژر تر ژره لرې کړي. شیرینه محمدي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې یې کار کاوه وايي، مخکې له دې چې طالبانو په ملګرو ملتونو کې د افغان مېرمنو پر کار کولو بندیز ولګاوه، له سختو محدودیتونو سره سره یې کار ته دوام ورکاوه. د شيرينه محمدي په وینا، د طالبانو د بنديزونو له امله، لومړی د حجاب اغوستلو ته اړې شوې، د ښځو دفترونه او د کار ورځې بېلې شوې، تر دې چې په پای کې يې ښځې له کار کولو منع کړې. هغې ازادي راډيو ته وويل: "تر کله به افغان مېرمنې قرباني ورکوي؟ په څلوېښت کالو جګړو کې ښځې کونډې شوې او یا د کورنۍ غړي يې مړه شول، ښځې په افغانستان کې تر ټولو زیاتې زیانمنونکې دي. زه د ټولو نړیوالو بنسټونو څخه غواړم چې خپلواکه واوسي او د هیڅ حکومت او هېواد د پرېکړو تر اثر لاندي رانه‌شي او افغان ښځو ته باید د کار او زده‌کړې حق ورکړل شي." وروسته له دې چې د طالبانو حکومت، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چهارشنبې په ورځ له خپلو ټولو کارکوونکو وغوښتل چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو کار ته حاضر نه‌شي. دې مسلې د هغو زرګونو کسانو اندېښنې زیاتې کړې چې بشري مرستو ته اړتیا لري. نيلوفر چې د کابل ښار اوسېدونکې او د دوو ماشومانو مور ده، ازادي راډيو ته وويل، که بشري مرستې هغې ته چې بې‌کاره ده او بل ډوډۍ راوړونکی هم نه‌لري، ونه رسيږي، ژوند به ورته ډير ستونزمن شي. نيلوفر وايي: "زمونږ ستونزې ډېرې دي، اقتصاد مو ضعیف دی، په کور کې ډوډۍ نه‌لرو، دوه ماشومان لرم، کار نه‌لرم، خاوند مې په ایران کې دی، بل ډوډۍ راوړونکی نه‌لرم. د ایران پیسو نرخ هم ډېر کم دی، که زه په کورونو کې کار ونه‌کړم ماشومان مې وږي پاتې کېږي. که داسې وشي، ډېره به ستونزمنه شي، خلک به مړه شي، مرستې ته باید دوام ورکړل شي، که دا مرستې ونه‌شي، خلک به څه کوي؟ مونږ له مرستو راضي یو، پرته له مرستو به څه کوو؟ کار نه‌شته، دنده نه‌شته." دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د ساتنې مؤسسې سېف ده چلډرن، د ناروې او د ډنمارک د کډوالو شوراګانو، اېنتر سوس، د لوږې پر وړاندې اقدام او ورلډ ويژن يا نړيوال ليد،مشرانو په يوه ګډه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي چې، په افغانستان کې د ښځو پر کار محدوديتونه پای ته ورسوي. په دې ګډې اعلاميه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه ويل شوي: "د ښځينه کارکوونکو پرته، بشري ټولنه نه‌شي کولای په موثره توګه ښځو او نجونو سره مرسته وکړي، دې ټکي ته په پاملرنې سره چې ۲۸ ميليونه خلک د ژوندي پاتې کېدلو لپاره اړينو مرستو ته اړتيا لري. دا اقدام به د هغوی د ژوند لاره پای ته ورسوي." ومو غوښتل چې د يادو سازمانونو د اعلامیې او د ښځو د غوښتنو په اړه د طالبانو حکومت نظر ولرو، خو د دوی ویاند ذبیح‌الله مجاهد زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. تر دې مخکې، د طالبانو حکومت د ښځو پر ازادۍ، کار او زده‌کړو د محدودیتونو ترڅنګ، د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۳ مه په ملي او نړیوالو نادولتي دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

06.04.2023 ازادي راډیو

اذربایجان د ایران سفارت څلورو مامورانو ته ویلي له دغه هېواد څخه ووځي

د تهران او باکو ترمنځ د مخ په خرابېدونکو اړیکو په ترڅ کې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه اپریل شپږمه (وري۱۷) اعلان وکړ چې د ایران د سفارت څلور کارکوونکي یې شړلي دي.

06.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

06.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more