شاته

جو بایډن د ایرلنډ له مشرانو سره وکتل

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ایرلنډ ته د خپل سفر پر مهال، د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۳ (وري ۲۴) ددغه هېواد له ولسمشر مایکل هیګینز او صدراعظم لیو وراډکر سره وکتل او ټاکل شوې چې د ایرلنډ پارلمان ته وینا وکړي.

نوموړي د ایرلنډ پایتخت ډبلنډ ته له رسېدو سم وروسته د لوث سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د کارلینګفورډ ماڼۍ ولیدله.

د سپینې ماڼۍ د معلومات پراساس، د بایډن نیکه، هووین فینیګن، په ۱۸۴۹ کال کې امریکا ته له کډه کولو مخکې په همدې سیمه کې اوسېده. فینیګین په دغه سیمه کې د موچي توب دنده لرله.

ولسمشر بایډن آیرلنډ د خپلو نیکونو مېنه بولي، په خپل ایرلنډي میراث ویاړ کوي او دغه سیمې ته سفر کور ته د تګ په څېر بولي.

بایډن وویل: "هرکله چې زه راغلی یم، خلک سرکونو ته راوتلي او زموږ تود هرکلی یې کړی. دوی زموږ سره ډېر اخلاص ښيي."

په زرګونو خلک د جو بایډن د لیدو لپاره په کتار ولاړ وو. د مارګریټ خوارډ په نوم یوې مېرمنې وویل: "که څه هم باران وریږي، خو زموږ په زړونو کې لمر ځليږې او د جو بايډن د لیدنې په څېر بله هیڅ ښه ننداره نشته."

بایډن سیمې ته خپل سفر له شمالي ایرلنډ څخه پیل کړ. نوموړي د چهارشنبې په ورځ د شمالي ایرلنډ په بلفاسټ کې، د "ښې جمعې" د تړون پر بنسټ، په سیمه کې د ۲۵کلونو سولې ستاینه وکړه او د ړنګ شوي ایتلافي حکومت د بیا جوړولو لپاره یې غږ وکړ.

د دې تړون له مخې، د شمالي ایرلنډ د برخلیک په سر د انګلستان او ایرلنډ ترمنځ شخړه پای ته ورسېده.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک چې د بایډن ملتیا یې کوله، د هغه پیغام بدرګه کړ. هغه وویل: "موږ په شمالي آیرلینډ کې د پانګې اچونې دپاره له هغو شرکتونو سره خبرې کړي چې غواړي دلته پانګونه وکړي. زه فکر کوم چې دا خورا په زړه پورې ده."

په پام کې ده چې بایډن د ایرلنډ په لویدیځه برخه کې په خپل پلرنۍ سیمه، بالینا کې د جمعې په ماښام له وینا وروسته دغه سفر پای ته رسوي.