شاته

د امریکا د اعلی درجې خفیه استخباراتي معلوماتو شکمن افشا کوونکی ونیول شو

واشنګټن - د امریکا لوی سرکاري وکیل مېرېک ګارلېنډ وایي چې د سلګونو پاڼو خفیه پوځي استخباراتي دستاوېزاتو د افشا کېدو د قضیې په تحقیقاتو کې، د زیارت/پنجشنبې ورځې په ماسپښین د ماساچوسټس ریاست د فضایي نېشنل ګارډ یو غړی ونیول شو.

ښاغلي ګارلېنډ چې یو پرېس کنفرانس ته خبرې کولې، وویل چې نیول شوی شخص، یوویشت کلن جېک ډاګلاس ټيزيرا نومیږي او د امریکا د فضایي قواوو د نېشنل ګارډ یو غړی دی.

ټاکل شوې ده چې دغه نیول شوی کس به اول ځل په ماساچوسټس کې د امریکا یو ډېسټرېکټ کورټ ته پېش کړی شي.

صدر جو بایډن د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل، تحقیقات دې ته نږدې شوي چې د اعلی درجه خفیه معلوماتو د افشا کولو سرچینه معلومه کړي.

بایډن چې د آېرلېنډ په درې ورځېنۍ دوره تللی دی، د خفیه دستاوېزاتو د افشا کېدو له امله زیات فکرمند نه و. داسې ویلی کیږي چې په وروستیو لسو کلونو کې، دا شاید امریکا کې د مهمو خفیه دستاوېزاتو تر ټولو سنجیده قضیه وي.

صدر بایډن په آېرلېنډ کې خبریالانو ته وویل: "لکه څنګه چې پوهېږئ، په پوره طاقت سره تحقیقات جاري دي چې په کې استخباراتي ادارې او د عدلیې وزارت برخه لري او هغوی [نتیجې ته] نږدې کېدونکي دي، مګر زه کوم جواب نلرم."

د امریکا د خفیه استخباراتي دستاوېزاتو د افشا کېدو خبرونه تېره هفته ورکړی شول، مګر دا اول ځل و چې بایډن یې په اړه څه خبرې وکړې.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ نیویارک ټایمز اخبار رپوټ ورکړ چې د ماساچوسټس ریاست د نېشنل ائير ګارډ نیولی شوی یوویشت کلن تن، د یوې آنلاین ګېم وهلو د چټ ګروپ ډلې مشر پېژندل شوی او افشا شوي دستاوېزات هم د هماغه چټېنګ ګروپ د لارې خپاره شوي دي.

تر دې وړاندې، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د شورو/چهارشنبې په ورځ ویلي و چې د ډېسکورډ په نوم د سوشل مېډیا پلېټفارم په یو ګروپ کې چا ویلي و چې د هغه ګروپ یو غړی د دې دستاوېزاتو افشا کوونکی و، او ګني افشا کوونکي دعوه کړې وه چې د امریکا په یوې پوځي اډې کې کار کوي.

د رسنیو د رپوټونو ترمخه، په افشا شوو دستاوېزاتو کې د اوکراین د پوځ او نورو استخباراتي چارو په اړه معلومات شامل و. د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان یو ویاند د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې افشا شوي دستاوېزات د امریکا "قامي سلامتیا دپاره ډېره سنجیده خطره" پېښولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00