شاته

طالبان وايي ۱۵۰ زره کسیز پوځ یې جوړ کړی؛ پخواني پوځیان یې تشه ادعا بولي

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې ۱۵۰ زره کسیز پوځ یې جوړ کړی او په پام کې لري چې دغه شمېره ۲۰۰ زرو ته لوړه کړي.

ددغه وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي چې د پوځ لپاره یې لویه بودجه ترلاسه کړې او هڅه کوي چې د دافع هوا سیستم هم جوړ کړي.

نوموړي رویټرز اژانس ته وویل: "له دوو کلونو په کمه موده کې موږ ښه پرمختګ کړی، د اسلامي ملي اردو په چوکاټ کې مو شاوخوا ۱۵۰ زره کسان ثبت کړي، خو دا وروستی هدف نه دی."

د طالبانو لوی درستیز نه وايي چې دا شمېر اردو یې څنګه جوړه کړې، خو یو شمېر پخواني پوځیان د طالبانو دا څرګندونې تشه ادعا بولي او وايي د اردو جوړول یوازې یونیفورم او کلاشینکوف لرل نه، بلکې د مسلکي کسانو روزلو ته اړتیا لري.

د افغان پوځ پخوانی جنرال صلاح الدین حمیدي وايي، پوځ ډېر تخنیکي او مسلکي اړخونه لري او دا ممکنه نه ده چې په دومره کمه موده کې دې ټولې چارې چمتو شي.

نوموړی وايي: "په پوځ کې خو پیاده، لوجستیک، توپچي، ټانک، مخابره،‌ انجینري، همدا شان په هوايي برخه کې مختلفې برخې دي چې هغه پیلوټي ده، جیټ طیارې دي، هیلکوپټرې دي، تخنیکي برخې دي، کشاف محل دی،‌ کشاف هوايي دی، او د لوژستیک برخې دي، دا ټول تخصص غواړي."

که څه هم طالبان وايي چې په پوځ کې یې پخواني افسران هم شامل دي، خو یو شمېر شنونکي وايي واک ته له بیا رسیدو وروسته طالبانو پخواني‌ مسلکي‌ پوځیان چې په هیواد کې پاتې وو، له دندو ګوښه کړې دي.

د پرنسټن پوهنتون استاد آرین شریفي وايي، د طالبانو د پوځ جوړولو ادعا ځکه ناسمه ده چې دوی پخوانی پوځ منحل کړی دی. نوموړی وايي: "دوی یوازې خپل کسان ګمارلي. هغوی یوازې په نامنظمې جګړې، بلواګرۍ، او ترهګریزو تکتیکونو باندې پوهیږي او د اردو په اصولو نه پوهیږي."

شریفي وايي، مخکې له دې چې پوځ جوړ کړي باید مشروع حکومت رامنځته کړي.

د افغانستان د پوځ پخوانی افسر عبیدالله ساپی وايي، طالبان یوازې غواړي نړۍ ته وښيي چې دوی اردو لري. نوموړی زیاتوي: "په پیل کې دوی د پخوانیو پوځیانو له طریقه خپل یو تعداد عساکرو ته په کابل او مزارشریف کې روزنه ورکړه، یوازې یې غوښتل نړۍ ته وښيي چې زموږ تعلیمات هم ادامه لري."

څه موده مخکې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد وویل چې په افغانستان کې ډرون یا بې پیلوټه الوتکې ګرځي،‌ خو د مخنیوي دپاره یې هیڅ هم په وس کې نشته.

د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي دوی هڅه کوي چې دا ستونزه له دپلوماتیکې لارې هواره کړي. نوموړی وايي: "موږ نه غواړو چې هیچا ته ضرر ورسوو او د هیچا ضرر هم منلی نشو. دا چې د کوم هیواد له لوري زموږ د هیواد د هوايي حریم څخه سرغړونه کېږي، دا چې د هر هیواد له لارې راځي، د منلو وړ نه ده."

طالبانو په داسې وخت کې د پوځ د جوړولو ادعا کړې چې د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس، په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې د داعش په ګډون د یو شمېر ترهګرو ډلو فعالیت زیات شوی دی. طالبانو دا راپور رد کړی دی.