شاته

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په بلوچستان کې يې "درې ترهګر" وژلي دي

واشنګټن ــــ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې آی ایس پي په خپاره کړي خبر کې ويل شوي چې امنيتي ادارو د خفيه معلوماتو پر اساس د بلوچستان د اوران ضلعې په ګشکور سیمه کې عملیات کړي دي.

پوځ وایي په عملیات کې يې تر ځوابي ډزو وروسته درې ترهګر وژلي دي او له هغوی څخه "د اصلحې، بارودو او چاودېدونکي موادو لويه زخيره ونيول شوه" .

په بيان کې دعوه شوې چي د هغو ترهګرو د پټنځایونو د ختمولو لپاره يې په سيمه کې عمليات کړي چې پر امنیتي عسکرو او ولسي وګړو یې بريدونه کړي او د تربت پر هوشاب سړک یې لاسي چاودیدونکي مواد ښخ کړي وو.

د خبر په تفصيل کې ليکل شوي چې پوځ په دوامداره توګه د ترهګرو پر ځایونو نظر ساتلی او په سیمه کې يې د ترهګرو د پټنځای د معلومو لپاره پوځي چورلکې يا هيليکاپټر هم استعمال کړي چې د ترهګرو د وتلو لارې ونيسي.

وايي پر هم دې وخت د ترهګرو له لوري پر امنیتي عسکرو ډزې پیل شوې وې چې عسکرو ورباندې ځوابي ډزې کړې دي.

بيان زياتوي چې امنیتي ادارې د صوبې د امنیت خرابوونکو او د صوبې د ترقۍ په مخ کې د خنډ جوړېدونکو پر ضد به له خپلو خلکو سره ولاړ وي.

د پوځ له لوري د عملياتو خبر په داسې وخت کې راغلی چې په تېرو څو ورځو کې د بلوچستان په سر ښار کوټه کې پرله پسې چاودنې او د صوبې په نورو سيمو کې د ترهګرۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی دی.

د دوشنبې- ګل په ورځ په کوټه کې پر پوليسو دوې جلا جلا چاودنې شوې وې چې پکې د دوه پوليس عسکرو په ګډون څلور تنه وژل شوي او 22 تنه ټپي شوي وو.

د دغو چاودنو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې وه.

پوځ چې په کومه سيمه کې د عملياتو دعوه کړې ده په دې سيمه کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالو ډلې زياتره وخت پر پاکستاني پوځي او نيم پوځي عسکرو د برېدونو ذمه وارۍ مني.

تربت، اوران او نورې شاوخوا سيمې د ناامنۍ په حواله د بلوچستان په حساسو سيمو کې ګڼل کېږي.

د بلوچستان د وزیر اعلی ویاند بابر یوسفزي له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، په بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې د تشویش وړ دي خو د بلوچستان حکومت د ناامنۍ د روانو پېښو د مخنیوي لپاره بشپړ انتظامات کړي دي:

"د پاکستان دښمنان دا هڅه کوي چې په صوبه کې حالات خراب کړي خو د بلوچستان حکومت د امنیتي ادارو او د پاکستان د پوځ په مرسته دا کوشش کوي چې دا ټولې [د ترهګرۍ] مسئلې حل کړي".

د پوليسو د رپورټ مطابق په کوټه او د صوبې په بېلا بېلو سيمو کې د اپرېل په روانه مياشت کې په بمي چاودنو او هدفي بريدونو کې شاوخوا 15 تنه وژل شوي او 25 ته نیژدې ټپيان شوي دي.

په وژل شوو کې لس د پوليسو عسکر او دوه د ايف سي عسکر شامل دي. په دغو پېښو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

له تازه پېښو وروسته د بلوچستان د کورنيو چارو د وزير مير ضياء لانګو په مشرۍ تېره ورځ د لوړپوړو چارواکو ځانګرې ناسته شوې ده.

په سرکاري خبر کې ويل شوي چې لانګو له ټولو ادارو غوښتي د امنيت خوندي ساتلو لپاره دې خپلې ذمه وارۍ نورې هم په ښه طريقه د تر سره کړي، ويل شوي چې د پوليس او نورو امنيتي ادارو عسکر د خوندي ساتلو لپاره عسکري ادارو ته د جديدو سهولتونو ورکولو پرېکړه شوې ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00