قطر او بحرېن سفارتي تعلقاتو د بحالولو اعلان وکړو
قطر او بحرین ویلي دواړه ملکونه متفق شوي چې په کال ۲۰۱۷ کې منقطع شوي سفارتي تعلقات بحال کړي.
د قطر خارجه وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په سعودي عرب کې د خلیجي ملکونو تنظیم ګلف کواپرېشن کاونسل په مرکزي دفتر کې د مذاکراتو په نتیجه کې د بحرېن او قطر مفاهمت وشو.
په کال ۲۰۱۷ کې بحرېن د سعودي عرب، مصر او متحده عرب اماراتو سره یو ځای شو او قطر سره يې سفارتي تعلقات ختم کړل.
د قطر خارجه وزارت وویل بحرېن او قطر به د متحده قومونو د منشور په اصولو سفارتي تعلقات بحال کړي.
وزات په یو بیان کې وویل تعلقاتو د بحالولو ګام د دواړو ملکونو د دې خواهش نه راپورته شوی چې دوه اړخیزو تعلقاتو او د خلیج اتحاد او یو والي ته وده ورکړي.
د بحرېن سرکاري خبري ادارې وویل د بحرېن خارجه وزارت هم دغه شان بیان جاري کړو.
په کال ۲۰۱۷ کې د انتهاپسند تنظيمونو د مبینه ملاتړ په الزام سعودي عرب، مصر، بحرېن او یو ای ايي په قطر اقتصادي بندیزونه هم ولګول. څلورو واړو ملکونو قطري هوايي جهازونه د خپلو فضايي حدودونو نه او سمندري جهازونه د خپلو اوبو نه هم منع کړل.
په کال ۲۰۲۱ کې د مفاهمت په نتیجه کې د قطر او د نورو ملکونو تعلقات بحال شوي خو په سمندري سیمو کې په سرحد د شخړې په سر د قطر او بحرېن تعلقات د پېچيدګۍ ښکار وو.
د قطر او بحرېن نه علاوه په خلیج کې دوو نورو اهمو ملکونو سعودي عرب او ایران هم په کال ۲۰۱۶ کې قطع شوي سفارتي تعلقات بحال کړل.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي