د ایران سني امام وايي د حکومت خلاف احتجاج د ولس حق دی
تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې د ایراني پولیس په ولکه کې د کرد مېرمن مهسا امیني د مرګ په سر ایران کې احتجاجونه راپارېدلي وو. د انساني حقونو تنظیمونه وايي د احتجاج کونکو په ضد د امینتي ځواکونو په اقداماتو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي. ایران په غیر ملکي حریفانو الزام پورې کوي چې مظاهرو ته یې لمن وهله
د یوې کښتۍ پاتې شونې موندل شوي چې د اسټرالیا نږدې ۱۰۰۰ سرتیري پکې ۸۱ کاله وړاندې وژل شوي و
د جاپان یوه ترانسپورتۍ کښتۍ چې د دویم نړیوال جنګ پر مهال د فلیپین په اوبو کې تر ویشتل کیدو وروسته ډوبه شوې وه او د سرتیرو په ګډون پکې د اسټرالیا نږدې زر اتباع وژل شوي و، تر ډوبیدو ۸۱ کاله وروسته وموندل شوه.
د اختري وړلو دود؛ يو شمېر کوژده شوې جوړې: له ډېرو لګښتونو بايد ډډه وشي
ځینې کوژده شوې جوړې غواړي چې د اختري وړلو په مراسمو کې د زیاتو پیسو له لګولو ډډه وکړي. سید عالم ارباب زاده ۲۵ کلن او د بامیان ولایت اوسېدونکی دی، له کوژدې یې دوه میاشتې تېرې شوې دي. هغه وايي، چې د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره د هلک کورنۍ ته ستونزمنه ده، په نوروزي او اختري وړلو، ډېرې پیسې ولګوي. هغه ازادي راډيو ته وویل چې دواړه لوري باید د دا ډول مراسمو په ترسره کولو کې له ډېر لګښت څخه ډډه وکړي. ښاغلی ارباب وايي: "نوی کال لرو، کوچنی اختر لرو، لوی اختر لرو. په نوي کال کې باید جلبۍ، ماهي، کالي او طلا واخلو. د دې ترڅنګ باید یو محفل هم ترسره کړو. په اخترونو کې هم باید ورته کار وشي، چې موږ د دې توان نهلرو. ان ځينې خلک واده نهشي کولای، ځکه په هغه کال کې چې داسې مراسم او محفل ترسره کېږي، واده ته پیسه نه پاتې کېږي." د سمنګان ولایت اوسېدونکې، ۲۴ کلنه کوکي سادات او د سید عالم ارباب زاده نامزادې ازادي راډیو ته وویل، هغه لګښتونه چې کورنۍ یې اوس د اختر په مراسمو کې لګوي د اختر اصلي فرهنګ نهدی. نوموړې وايي: "زما له هېوادوالو څخه غوښتنه دا ده چې په نوروز، روژې او لوی اختر کې له زیاتو پیسو له لګولو ډډه وکړي، هغه دودونه چې اوس مهال خلک لري، چې په لوی لاس لګښت کوي، دا زموږ په کلتور کې نهشته." په همدې حال کې د کاپيسا ولايت اوسېدونکى صالح عطازاده وايي، چې د خپلې نامزادې لپاره د اختري وړلو مخالف نهدى، خو په لګښتونه کې بايد اسراف ونهشي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د نوروزي او اختري وړلو دود د افغانانو په منځ کې عام دی، نجلۍ ډېره خوشاله وي، کله چې ورته اختری ورکول کېږي، ځکه د خویندو او خپلوانو تر منځ يې قدر زیاتیږي. خو له زیات لګښت څخه باید ډډه وشي، داسې څه باید واخیستل شي، چې هم کورنۍ خوشحاله وي هم موږ." د بلخ ولايت اوسېدونکې ګوزل اوزګور وايي، چې په دغه ولايت کې د هلکانو او نجونو کورنۍ د اختر په ورځ يو بل ته اختری وړي. د ګوزل په وینا، که څه هم دا لومړی اختری دی چې د خپل نامزاد له کورنۍ څخه یې ترلاسه کوي، خو د دې په وینا کولای شو په یوې کوچنۍ ډالۍ چې ارزښت یې مهم وي هم یو بل خوشحاله کړو. نوموړې وايي: "که څه هم دا زما د کوژدې لومړی کال دی، یعنې دا لومړی اختری دی چې د نجلۍ او هلک دواړو کورنیو لهخوا یو بل ته وړل کېږي، خو زه د دې طرفداره نه یم چې د افغانستان په دې خراب اقتصادي وضعیت کې، بې ځایه مصرف وشي، او یا ډېره قیمتي ډالۍ واخیستل شي. هو، که وړه ډالۍ هم وي، د نجلۍ او یا هلک لهخوا، ارزښت یې د قېمت په پرتله مهم دی." د اختري وړلو په مراسمو کې د هلک کورنۍ خپلې ناوې ته جامې، د ارایش سامان، وچه او تازه مېوه، کیک او کلچه ډالۍ کوي. له بلې خوا د نجلۍ کورنۍ هم د هلک کورنۍ ته روغن جوشي او جوش کړې هګۍ د اختر د ډالۍ په توګه ورکوي او په ځينو ولايتونو کې د زوم لپاره جامې هم چمتو کېږي. دا دودونه، هر ولایت او سيمې کلتور ته په کتو سره توپیر لري. خو یو شمېر کوژده شوې جوړې وايي، دا مراسم په دې وروستیو کې له خپل دودیز بڼې څخه د کورنیو تر منځ په یو ډول رقابت بدل شوي دي. دوی په دې باور دي چې په افغانستان کې اقتصادي بحران ته په کتو باید کورنۍ د جامو او نورو قیمتي سوغاتو په اخیستلو مالي زیان ونه ویني، بلکې د یوې وړې ډالۍ په اخیستلو سره چې معنوي ارزښت ولري هم کولای شي د اختر دود ترسره کړي.
د امریکې سپریم کورټ حمل د ختمولو دوا ته لاس رسی په عارضي ډول برقرار وساتلو
د ډاکټرانو او د ابورشن مخالفینو دریځ و چې فوډ اېنډ ډرګ اېډمېنسټرېشن یا اېف ډي ای چې د دوایانو د معیار څارنه کوي، د مېفه پرېسټون د ګټو او نقصاناتو په اړه په مکمله کچه مطالعه نه ده کړې او په کال ۲۰۰۰ کې يې د دې د استعمال اجازت ورکړی دی
دپاکستان مرکزي حکومت اؤ تحریک انصاف ګوند په 26م اپریل په مذاکراتو کولو سلا شوي
دپاکستان سپریم کورټ پنجاب صوبه دمئ په 14مه نیټه دانتخاباتو کولو امر کړی خو حکومت غواړي چې ټول هیواد کې باید په یوه ورځ انتخابات وشي اؤ ددې لپاره ددفاع وزارت اؤ الیکشن کمیشن سپریم کورټ ته عریضه هم کړې وه
وړوکي اختر لپاره دپښتو نوي فلمونه،اسټیج شوګانې اؤ نوې سندرې راجوړې شوي
دپښتو فلمونو اؤ ډرامو وتلی ستوری ښاغلی طارق جمال وي او ای ډیوه ته وایي پښتانه که هر څو په دې وروستیو کې دترهګرۍ اؤ کرونا وباء څپو ځپلي دي خو دخپل هنر اؤ فن سره یې مینه نه ده کمه شوې اؤ خپلې سینیماګانې اؤ داختر مېلې یې ودانې ساتلې دي
امریکايي پوځ سوډان کې د امریکې سفارتخانه خالي کولو دپاره تیاری کوي
د امریکې د پوځ مشر جنرل مارک مېلي د جمعې په ورځ د سوډان د پوځ مشر جنرل عبدالفتح البرهان سره په سوډان کې امریکایانو د خېر خېريت په اړه ټېلې فون خبرې وکړې. دا خبره د جنرل مېلې دفتر وکړه
مطبوعات: بایډن سه شنبه د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندیدي اعلانوي خو پخپله بایډن وایي خبر ندی
سره لدې چې په امریکا کې د واشنګټن پوسټ مشهورې ورځپاڼې په ګډون ګڼ شمیر مطبوعاتو ویلي چې ښایي جمهور رئیس جو بایډن به راتلونکې سه شنبه د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندید کیدو اعلان وکړي خو سپینې ماڼۍ دا خبر نه تائید او نه هم رد کړی.
هندي عدالت هغه ۶۹ کسان بري کړل چې د ۱۱ مسلمانانو د وژلو الزام پې لګول شوی و
د وي او ای د رپورټ ترمخه، دغه وژنې په احمداباد ښار کې د ۲۰۰۲ د فېبرورۍ په ۲۸ نېټه د هندو زایرینو په رېل ګاډي د اور لګېدو وروسته شروع شوي فساداتو په مهال شوي دي. د رپورټ ترمخه هندوستان د ازادېدو نه پس دغه د ملک تر ټولو خونړۍ مذهبي فسادات وو
د امریکې پوځي مامورینو اوکراین سره د اوږد مهاله ملاتړ ژمنه وکړه
د کال ۲۰۲۲ د فېبرورۍ په میاشت کې په روس د اوکراین د یرغل شروع کېدو راهسې امریکې اوکراین سره د ۳۵ بېلین ډالرو مالیت پوځي امداد کړی دی
امریکايي سناتور: طالبان ظلم کوي، حکومتونه نشي کولای پدې ډول ډېر دوام وکړي
د امریکا جمهوريغوښتونکی سناتور بیل کاسیډي وايي، پوهیږي چې په افغانستان کې دننه طالبان "ډېر ظلم کوي" او حکومتونه نشي کولای پدې ډول ډېر دوام وکړي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د پښتونخوا په ځینو برخو کې د جمعې په ورځ اختر نمانځل شوی
د نور کله په څېر په پاکستان کې يو ځل بيا جدا جدا اخترې شوي دي، د خېبر پښتنونخوا په بېلا بېلو برخو کې د جمعې په ورځ وړوکیاختر نمانځل شوی خو د پاکستان نورو برخو کې به سبا له د خالي/شنبې په ورځ اختر لمانځل کيږي.
د حایل اونیزه خپرونه
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ویلي دي چې د ظلم په اساس جوړ شوي حکومتونه بقا نلري. ایا د ملا هبت الله دا څرګندونې د طالب مشرانو د ظلم او ستم او بې عدالتیو په اړه اندېښنه ده؟ ایا د طالبانو حکومت توانېدلی عدالت تطبیق کړي؟ د حایل د دې اوونۍ په ځانګړې خپرونه کې په همدې اړه د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد او د مخکني حکومت د سولې له یو مذاکره کوونکي محمد ناطقي سره تود بحث لرو. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه
د امرکا غږ د ۳۰ دقیقو په دې خپرونه کې د کوچني اختر په اړه رپوټ او له میلمه سره مرکه او په دوحه کې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا د ترسره کېدونکې غونډې په اړه رپوټ کتلای شئ