شاته

د پښتونخوا په ځینو برخو کې د جمعې په ورځ اختر نمانځل شوی

د نور کله په څېر په پاکستان کې يو ځل بيا جدا جدا اخترې شوي دي، د خېبر پښتنونخوا په بېلا بېلو برخو کې د جمعې په ورځ وړوکیاختر نمانځل شوی خو د پاکستان نورو برخو کې به سبا له د خالي/شنبې په ورځ اختر لمانځل کيږي.

د مومندو سرو مېنځني کلي کې ځايي خلک وايي په دې کلي کې نزدې 200 کورونه دي، چې د نيمايي پکې اختر او د نيمو روژه وہ.

فدا مومند او کورنۍ هم اختر کړی دی، وايي دوي د ډېر کلونو راهسې د سعودي عرب سره يو ځای اختر او روژه کوي او پاتې د کلي خلکد مسجد قاسم علي خان په اعلان روژه او اختر کوي.

"اصل خبره د اعتماد ده، زمونږ په دغه د رويت په کمېټو اعتماد نشته، او بل دلته د پښتنو سيمو نه شهادتونه لاړ شي خو هغه نه منلکيږي، ځکه بيا مونږ سعودي عرب سره يو ځای اختر او روژه کوو"

په پاکستان کې د میاشت لیدنې دولتي او غېر دولتي کمیټیو اعلانونه کړي چې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه اختر به د خالي پهورځ وي. خو بيا هم د افغان کډوالو په کېمپونو کې د خېبر پښتونخوا په مومندو، باجوړ، شمالي وزيرستان او د بنو زياتره سيمو کې اوبعضې ځايونو کې ځای په ځای اختر وو.

د اختر په موقع په حجرو کې خپل خپلوان راټول شوي وو او يو بل ته يې اومبارکۍ ورکولې، ملک ريحان شاه وايي که اختر په ټول هېوادکې په يو ځای وشي نو د اختر خوشالۍ به لا نورې زياتې شي.

"د ملک په یو ګوټ کې د اختر خوشالي وي او بل ځايې کې نه وي، نو دا د بدقسمتۍ يوہ خبره ده، مونږ غواړو چې اختر او روژه يو ځایوشي".

د مومندو په وړو لويو بازارونو کې ماشومان او ځوانان بازارونو ته راوتي وو، د لوبو سامانونه يې اخستل او خوراکونه يې کول.

خو راضي خان وايي چې پکار دې چې اختر او روژې په ورځ وکړې شي.

"زما شخصي دا سوچ دی چې روژه او اختر او روژه په يو ورځ شي نو دا به د خوشالۍ خبره شي".

د پاکستان د میاشت لیدنې د دولتي کېټۍ په اسلام اباد او په پېښور کې په مسجد قاسم علي خان جمات کې غونډه پرون شوې، د دواړوکميټو مشرانو ويلي وو د شوال مياشت نه ده ليدل شوې او د خيالي په ورځ يې د اختر اعلان کړی دی.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00