ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ريچارډ بېنيټ: طالبان دې نور د ښځو په نښه کول ودروي

پر افغان مېرمنو د بنديزونو په اړه د نړيوالو غبرګونونو دوام. د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په اړوند ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز په پرېکړه د غبرګونونو په دوام په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، طالبان باید د افغان ښځو په نښه کول ودروي. دغو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې ویلي چې، طالبان دې خپله دغه پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي، ځکه د دوی په وینا د ښځو او نجونو د په نښه کولو، حذفولو او منزوي کولو دوام د ټولو افغانانو ژوند او د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي. د ملګرو ملتونو کارپوهان خبرداری ورکوي چې، د طالبانو وروستی بندیز به پر افغانانو او بشري چارو ناوړه اغېزې ولري او دغه راز ميلیونونه هغو افغانانو ته به د بشري مرستو رسول زیانمن کړي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د دوی په وینا له دغه وضعیت تر ډېره ښځې او نجونې اغېزمنې کېږي. دوی وايي، وروستی بندیز د ښځو پر وړاندې غیر قانوني تبعیض او پر ښځو مستقیم برید دی او په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او د بشري حقونو د نړیوالو تړونونو له اساسي ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې دی. د ملګرو ملتونو کارپوهانو په خپل دغه بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغان ښځو او نجونو سره ودرېږي او له هرې ممکنې لارې کار واخلي، چې طالبان قانع کړي څو له ښځو سره د دوی په ټکو دا د نه‌منلو وړ چلند ودروي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په بشري چارو کې د ښځو ګډون اړین بللی دی. د یاد وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "ښځې په ټوله نړۍ کې د بشردوستانه او د مدني ټولنې په چارو کې اساسي ونډه لري او په ځانګړې توګه په افغانستان کې. یوازې ښځې کولای شي چې ځینو ډېرو زیان منونکو کسانو ته لاس‌رسی ومومي، ځکه چې د ډېری زیانمنونکو کورنیو سرپرستي ښځینه کوي او نارینه مرستندویه کارکوونکي نه‌شي کولای (کورونو ته) ورشي." په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماست وېسټ او په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې لانا زکي نسیبه د پنجشنبې په ورځ ناوخته لیدنه کې د افغانستان د وضعیت، په ځانګړې توګه د د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د وروستي بندیز په اړه خبرې کړې دي. په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازولۍ پر ټویټر د مېرمن نسیبه له قوله لیکل شوي، اوس باید تر بل هر وخت زیات د يوې داسې واحدې نړيوالې تګ‌لارې پر لور حرکت وشي، چې له مخې یې د افغان ښځو او نجونو د بنسټيزو حقونو ساتنه وشي او د عامه ژوند په ټولو برخو کې د هغوی بشپړ ګډون تأمين کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. یو شمېر ولسي وګړي وايي، د طالبانو دا پرېکړه به هغه افغانان چې لا له وړاندې یې ژوند په بشري مرستو ولاړ دی له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ کړي. د ننګرهار اوسېدونکې مرضیې ازادي راډیو ته وویل: "له کله چې بشري مرستې بندې شوي دي، په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شوی دی، د هرې ورځې په تېرېدو فقر او بې‌وزلي زیاتیږي ځکه چې په ښځو کار بند شوی دی." دغه راز د کابل اوسېدونکې ليدا وايي: "په داسې حال کې چې اوس‌مهال له اقتصادي اړخه افغانستان له بحران سره مخ دی، که په ښځو د کار محدودیت همداسې دوام پیدا کړي او ښايي ملګري ملتونه په دې اړه جدي غبرګون وښيي چې له امله به یې په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي ستونزې لا پسې ډېرې شي." په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ وویل، طالب چارواکو خبر ورکړی چې هيڅ یوې ښځې ته اجازه نه‌شته چې په افغانستان کې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي. د ملګروملتونو چارواکو ویلي وو، په دې اړه په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره خبرې کوي او غواړي ورڅخه دا وضاحت ترلاسه کړي چې ولې یې د ملګروملتونو ښځینه کارکونکې له کاره منع کړې دي، خو لا هم د دغه لیدنې په اړه چې ایا ترسره شوې که‌نه کوم جزيیات نه‌دي ورکول شوي. د طالبانو حکومت له دې وړاندې هم په تېره ډسمبر میاشت کې په ټولو ملي او نړیوالو غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کلک بندیز لګوی دی. که څه هم د دوی دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې او ان له امله یې یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولي، خو طالبانو لا هم په خپله پرېکړه کې بدلون نه‌دی راوستی.

07.04.2023 ازادي راډیو

مهاجرت نړیواله اداره: د مرستې رسونې بهیر کې به د ښځینه کارکوونکو پرځای نارینه ونه ګمارل شي

د مهاجرت د نړیوالې ادارې ((IOM رئیس انتونیو ویټورینووايي، خلکو ته د بشري مرستو رسولو کې د ښځو ګډون ډیر ضروري دی او د مرستو په بهیر کې به سړي د ښځو پر ځای ونه ګمارل شي.

07.04.2023 امریکا غږ

بخښنې نړیوال سازمان طالبانو ته: 'ویسا پرته له ځنډ او قیدوشرط څخه' خوشې کړئ

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې د سرپرست عبدالحق وثیق په ادارس په یو خپور کړي غوښتنلیک کې پرته له ځنډ او قیدوشرط څخه د مطیع الله ویسا د خوشې کیدلو لپاره یو کمپاین پیل کړی دی.

07.04.2023 امریکا غږ

پخوانی مرکزي وزیر مشر علي امین ګنډاپور ونیول شو

د پاکستان په تېر حکومت کې مرکزي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مهم مشر علي امین ګنډاپور د ډيره اسماعیل خان سیمې څخه نیولی دی. د ګرفتارۍ په مهال علي امین ګنډاپور رسنیو ته ویلي هغه ته نه ده معلومه چې پولیسو په کوم جرم نیولی خو وایي پولیسو ورته ویلي چې پرضد یې مقدمې درج دي او نیول یې ضروري دي. د ښاغلي ګنډاپور‌ په نیونه پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپل غبرګون کې ویلي چې پاکستان کې په بشپړ ډول د ځنګل قانون پر ځای شوی دی او پي ډي‌ ایم او د هغې مشران د تحریک انصاف د فعالینو او مشرانو د نیولو د یوې نکتې په ایجنډه روان دي. علي امین ګنډاپور په داسې حال کې نیول شوی چې هغه په ډیره اسماعیل خان کې د پېښور هایکورټ ودانۍ ته ورغلی ؤ او هلته د هغه په نیولو پسې ګڼ شمیر پولیس د سهار نه ورټول شوي وؤ خو ښاغلی ګنډاپور یې ماښام د هایکورټ د ودانۍ د مخې نه ونیولو . د نیول کیدو په مهال علي امین ګنډا پور خبریالانو ته ویلي اوړمه ورځ هغه ته ویل شوي وؤ چې پر ضد یې مقدمه درج ده او وایي کله چې یې په دغه مقدمه کې د عدالت نه ضمانت ترلاسه کړو نو نن پرې نورې مقدمې درج کړل شوې او پولیسو ونیولو. هغه وویل هایي کورټ ته د خپلو مقدمو په لړ کې ورغلی ؤ او پولیسو غوښتل چې د هغه په نیولو پسې د وکیلانو خونو او هایکورټ ته ورننوځي نو ځکه یې پخپله ګرفتاري ورکړه خو د هغه وینا وه چې هیڅ نه دی خبر په کوم جرم نیول کیږي. د هغه په نیولو خپل غبرګون کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ټویټر خپل یو بیان کې ویلي چې د ضمانتونو باوجود د علي امین ګنډا پور د نیولو فیصله ډیره د مخکې نه شوې وه . د عمران خان په وینا "د دې هرڅه باوجود به دوی ته په انتخاباتو کې ملاماتوونکی شکست ورکوؤ". تحریک انصاف ګوند په ټویټر خپل یو بیان کې تور لګولی دی چې انتخاباتو کې د بایلات له وېرې د جمعیت علماء اسلام(ف) د مشر مولانا فضل الرحمان په حکم علي امین ګنډاپور پولیسو په داسې حال کې نیولی دی چې هغه په ټولو مقدمو کې ضمانتونه کړي دي. تېره میاشت په علي امین ګنډاپور د پنجاب د بهکر سیمې پولیسو تور لګولی ؤ چې ډیره اسماعیل خان ته د تګ په مهال یې په د اجل امنیتي پوسته په پولیسو ډزې کړې دي. د پولیسو مشر یا ډي پي‌ او محمد نوید رسنیو ته ویلي وؤ‌ چې پولیسو د داجل په امنیتي پوسته د علي امین ګنډاپور ګاډي ته د ودریدو اشاره کړې وه خو وایي هغه د پولیسو سره نښته کړې وه او په پولیسو له ډزو وروسته تښتېدلی ؤ. په دغه پېښه کې د علي امین ګنډاپور څلور ساتونکي هم پولیسو نیولي وؤ. روانه اوونۍ د پاکستان پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان ویلي وؤ په تېرو څو هفتو کې یې حکومت په زرګونو پلویان او د سوشل ميډیا فعالان نيولي دي. عمران خان ویلي وؤ‌ په موجوده وخت کې د پي ټي ايي3100 پلویان او د سوشل ميډیا فعالان په پنجاب، خېبرپښتونخوا او په اسلام اباد کې په جېلونو کې دي. د عمران خان لخوا دخپلو ورکرانو دنیول کیدو دتور جواب کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میریم اورنګزېب ویلي وؤ عمران خان پاکستان د اقتصادي، سیاسي او اييني بحران سره مخامخ کړی دی. مریم اورنګزیب په خپل بیان کې د عمران خان د دې خبرې په جواب کې څه نه وؤ ویلي چې حکومت د پي ټي ايي د پلویانو خلاف اقدامات کوي خو هغې عمران خان مخاطب کړو او ويې وېل تر څو چې يې ملک د هغه په شان د فسادیانو نه وي محفوظ کړی، ارام به و نه کړي.

07.04.2023 ډیوه

د فرانس نه پاکستان ته راګرځېدلی پروفیسر اجمل ساوند په سیند صوبه کې په قبایلي دښمنۍ وژل شوی

پولیس وایي د سیند صوبې کشمور سیمه کې د سکهر ایي بي ای پوهنتون پروفیسر ښاغلی اجمل ساوند په یوه قبایلي شخړه کې وژل شوی دی. په ټولینزو رسنیو ګڼو فعالانو د یاد پروفیسر وژنه یو ظلم بللی او ویلي یې دي پروفیسر اجمل ساوند د فرانسې څخه په ارټیفیشل انټیلیجنس کې د پي ایچ ډي ډګري یا دوکتوره ترلاسه کړې وه او هلته یې ښه خوشحاله ژوند تېریدلو خو خپلو خلکو ته د علم ورکولو لپاره پاکستان ته راغلی و او دلته په یوه زړه قبایلي شخړه کې وژل شو. په سیند صوبه کې د واکمن پاکستان پییلز ګوند مشر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د پروفیسر ساوند د وژنې غندنه کړې او د سیند پولیسو ته یې د پېښې د زرتر زره پلټنو او د هغه د قاتلانو د نیولو امر کړی دی. پاکستاني رسنۍ وایي په اجمل ساوند د زیارت په سهار دکندهـ کوټ په ګهوړا کهاټ سیمه کې څلورو وسله والو ناتاره ډزې کړې او هغه یې وژلی دی. د کشمور د پولیسو مشر یا ایس ایس پي عرفان سمو رسنیو ته ویلي چې پولیسو ته معلومه شوې ده چې هغه په یوه زړه قبیلوي دښمنۍ وژل شوی دی. د پولیسو مشر وایي، د وژل شوي پروفیسر د قاتلانو نیولو لپاره پولیس هڅې چټک کړي او د سندراني قبیلې د ګڼو کسانو د کورونو د تالاشۍ یا لټونې عمل روان دی. ایس ایس پي ویلي چې پولیسو د هغه وژنه کې د لاس لرنې د شک په اساس پینځه کسان نیولي او نامعلوم مقام ته یې منتقل کړي دي. ایس ایس پي وایي په کومو کسانو چې د پروفیسر ساوند د وژلو تور لګول کیږي د هغوي ګڼ شمیر دیرې پولیسو سوځولې دي اؤ ډیر زر به دوي دقانون منګولو ته راوستل شي. د هیواد خارجه وزیر او سیند صوبه کې د واکمن پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو په ټویټر خپل یو بیان کې د پروفیسر اجمل ساوند په وژنه خفګان ښکاره کړی . هغه پولیسو ته امر کړی چې په ددې پېښې باید په سمدستي توګه پلټنې وکړي اؤ پېښه کې لاس لرونکي کسان باید زر تر زره ونیول شي. د ټولنیزو رسنیو فعال پیر ایان عثماني په ټویټر لیکلي چې وژل شوي پروفیسر دفرانس نه په مصنوعي ذهانت کې د پي ایچ ډي ډګري ترلاسه کړې وه اؤ هلته به یې د یو ساعت په لیکچر 30 زره روپۍ اخستې خو فرانس یې په دې خاطر پرېښدو اؤ وطن ته راغلو چې خپلو خلکو ته علم ورکړي. د ټولنیزو رسنیو یوې بلې فعالې عایشه خان په ټویټر لیکلي اجمل ساوند نن په کندهـ کوټ کې په زړه قبایلي شخړه ووژل شو. هغه وایي قبایلي شخړې د سیند صوبې لپاره ډیرې په تاوان دي اؤ تر اوسه په دې شخړو کې په زرګونو انسانانو خپل ژوند بایللی دی. عایشه خان له چارواکو غوښتنه کړې ده چې سیند کې دقبایلي شخړو دختمولو څه لاره چاره ولټوي.

07.04.2023 ډیوه

د لبنان څخه اسرایل باندې داغل شوي راکېټونو د جګړې خطره راپېدا کړې ده

واشنګټن  - د اسرایل دفاع وزارت وایي چې په لبنان کې موجودو تندلارو د زیارت/پنجشنبې په ورځ په اسرایل باندې د ګڼ شمېر راکېټونو حمله وکړه چې له وجې یې د اسرایل شمالي سرحد ته نږدې سیمو کې خلک مجبوره شول چې د بمونو پناهګاهو ته وتښتي. اسرایلي چارواکي وایي چې د دې راکېټونو له امله لږ تر لږه دوه تنان زخمیان شوي دي. دغې راکېټي حملې سیمه کې تناو په داسې حال کې سېوا کړی چې د اسرایل پولیسو په بېت المقدس کې مسجد الاقصی باندې یرغل کړی او سخت غبرګونونه یې راپارولي دي. د اسرایل پوځ وویل چې د پولې له هغې غاړې د لبنان له خاورې څلوردېرش (۳۴) راکېټې په اسرایل داغل شوي چې د هغو د جملې نه پنځه وېشت (۲۵) راکېټه د اسرایل د وسپنیزې ګونبذې په نوم دفاعي سیسټم په فضا کې ویشتلي او راغورځولي یې دي. د اسرایل امنیتي ذرائع وایي، پنځه نور راکېټه د اسرایل په خاوره کې لګېدلي او معلومه نده چې په پاته نورو راکېټو باندې څه شوي دي. د لبنان په زیاترو جنوبي سیمو کې د حزب الله ډله واک اختیار په لاس کې لري چې ایران یې ملاتړ کوي. حزب الله ډله د اسرایل سخته دښمنه بلل کیږي، او په اسرایل باندې د لبنان د جنوبي سیمو څخه د راکېټو باران دا وېره پیدا کړي چې سیمه کې یو ځل بیا د جګړې اور بل نشي. بل اړخ ته په بیت المقدس/یورشلیم کې مسجد الاقصي سره د پېښ شوي تشدد او همدا راز د اسرایل او غزې ترمنځ سرحد باندې د مخ ته راغلو واقعاتو له امله، په تېرو دوو ورځو کې کشیدګۍ ډېرې زیاتې شوې دي. د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د زیارت/پنجشنبې په ماښام، ژمنه یاده کړې چې "جارحانه ځواب" به ورکړي. نېتنیاهو په یو بیان کې ویلي دي: "مونږ به پخپل دښمن باندې حمله وکړو او هغوی به د خپل هر جارحانه عمل یو قیمت ادا کړي." د اسرایل وزیراعظم زیاته کړې چې که څه هم اسرایليان پخپل منځ کې سیاسي اختلافات لري، مګر د خارجي خطرو په مقابله کې متحد پاته دي. د اسرایل د پوځ یو ویاند رېچرډ هېخت چې د خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې پوځ یې د لبنان نه د داغل شوو راکېټونو او په بیت المقدس کې د وروستو نارامیو ترمنځ یوه واضحه رابطه ګوري. هغه دعوه کړې چې حزب الله ډله او د لبنان حکومت خبر و چې څه واقع شوي او ذمه واري یې هم د دوی په غاړه ده. ریچرډ هېخت دا ونه ویل چې د اسرایل انتقامي کاروایي به څه وي، مګر دا یې وویل چې دا اقدام په مختلفو طریقو سره ممکن ترسره شي. د زیارت/پنجشنبې ورځې په سهار وختي او د شورو/چهارشنبې په شپه، په غزه تراډه کې تندلارو فلسطینیانو هم څو راکېټه د اسرایل خوا ته وداغل او په دې توګه یې په الاقصی جومات باندې د اسرایلي پولیسو د یرغل په وړاندې خپل احتجاج ښکاره کړ. د حزب الله ډلې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په الاقصی مسجد باندې د اسرایل یرغل "په سپینو سترګو خلاف ورزي" وبلله. په لبنان کې هېڅ کومې ډلې تر اوسه په اسرایل باندې د راکېټي حملې ذمه واري په غاړه نده اخېستې. د لبنان یو امنیتي چارواکي چې غوښتل نوم یې پټ وساتل شي، خبریالانو ته ویلي د لبنان امنیتي ځواکونه په دې باور دي چې په اسرایل باندې راکېټونه، د حزب الله له طرفه نه بلکې د یوې فلسطیني تندلارې ډلې له اړخه داغل شوي کوم چې په لبنان کې اوسي.

07.04.2023 ډیوه

د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره نوې ضابطه اخلاق: په پوځ، عدلیه او الیکشن کمیشن باندې نیوکې بندې دي

د پاکستان الیکشن کمیشن پنجاب کې په 14مه د مئ د اعلان کړل شوؤ لانجمنو ټاکنو لپاره د اخلاقو ضابطه خپره کړې ده او ویلي یې دي چې د الیکشن کمپاین کې به د پوځ،عدلیې اؤ الیکشن کمیشن په ضد په خبرو بندیز وي. ضابطه اخلاق کې ویل شوي شوي د هیواد صدر، وزیراعظم او وزیران به انتخابي حلقو کې په سیاسي فعالیتونو کې برخه نه شي اخستی. د الیکشن کمیشن په بیان کې ویل شوي چې کمیشن د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره د ضابطه اخلاق په اړوند د ټولو سیاسي، پارلیماني ګوندونو سره مشورې کړې دي او دې لړ کې یې په 9مه د فرورۍ د اسلام اباد په سیکرټریټ کې یوه غونډه هم کړې ده. الیکشن کمیشن پخپل جاري کړي ضابطه اخلاق ویلي چې سیاسي ګوندونه به د عدلیې، پوځ او نه به هم دالیکشن کمیشن سپکاوي کوي. د ضابطه اخلاق له مخې د ووټونو په ورځ به سیاسي ګوندونه دقانون نافذونکو ادارو سره مرسته کوي او د دې ترڅنګ به هیڅ یو امیدوار د رشوت په ورکولو د انتخاباتو نه لاس په سرولو ته نه مجبورول کیږي. همدا شان ضابطه اخلاق کې په عمومي څوکیو ښځو ته پینځه فیصدي برخه ورکول لازمي ګرځول شوي دي. ضابطه اخلاق کې د جلسو جلسونو په مهال د وسلو په ښودلو ،په پولنګ سټیشن کې 400 میټره دننه په انتخابي کمپاین، الیکشن لپاره دشیډول جاري کیدو نه وروسته دترقیاتي منصوبو په اعلان هم بندیز لګول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سپریم کورټ الیکشن کمیشن ته په 14مه مئ دپاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې د الیکشن کولو حکم کړی دی اؤ حکومت ته یې لارښوونه کړې ده چې دغه انتخاباتو لپاره باید الیکشن کمیشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي. خو د پاکستان حکومت د سپریم کورټ ددې پرېکړې منلو نه انکار کړی دی او پرون د زیارت په ورځ قامي اسمبلۍ د سپریم کورټ د فیصلې خلاف قرارداد هم منظور کړی دی. په دغه قرارداد کې په حکومت ټینګار شوی دی چې پنجاب کې دانتخاباتو په اړوند باید دسپریم کورټ فیصلې ته غاړه کښېنږدي. د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ټویټر لیکلي دا خبره په بشپړ ډول په ډاګه شوې ده چې پي ډي‌ ایم په هرحال کې د انتخاباتو نه تېښته کول غواړي خو وزیراعظم شبهباز شریف بیا ویلي چې سپریم کورټ دې خپلې فیصلې ته کتنه وکړي اؤ فل کورټ دې جوړ کړي بیا چې هره فیصله کوي حکومت به یې مني. حکومت دریځ لري چې هیواد کې انتخاباتو ته حالات سازګار نه دي اؤ دټول هیواد انتخابات باید په یو ځائ وشي خو سپریم کورټ پخپله فیصله کې ویلي چې داسمبلۍ ماتېدو نه وروسته دایین له مخې په 90ورځو کې انتخابات ضروري دي.

07.04.2023 ډیوه

د مهاجرت نړيوالې اداره: پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو نوی بنديز بې‌سارې سرغړونه ده

د مهاجرت د نړیوالې ادارې (IOM) عمومي رئيس انتونیو ویترینو د طالبانو له لوري د ملګروملتو د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز په کلکه وغانده. ده په دې اړه په یوه بیان کې ویلي، له څه باندې یو کال راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو خلاف محدودوونکي اوامر په زیاتېدو دي چې له کبله یې هغوی د ژوند په ټولو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې له ګډونه راګرځول شوې دي. د ۲۰۲۲ د دسمبر په ۲۴ طالبانو په نړیوالو او کورنیو ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه. تر دې وړاندې یې په نورو فرمانونو کې ښځې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتوني زده کړو منع کړې وې. د ای‌او‌ایم د مشر په وینا د طالبانو وروستی بندیز د ښځو د حقونو خلاف بې سارې سرغړونه، د بشرپالو اصولو او د ملګروملتو د مصونیت او امتیازونو په اړه د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. د ملګروملتو د مهاجرت د نړیوالې ادارې رئیس همداراز ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان له بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی، دا ډول بندیزونه به هغه خلک، چې سخت محتاج دي، له اساسي مرستو محرومه کړي.   ده زیاته کړه، نه یوازې د اصولو له مخې ښځې باید د مرستو په رسولو کې ونډه ولري، بلکې د عملیاتي چارو د اغېزمنتوب لپاره یوه ضروري چاره ده ځکه چې د ای‌او‌ایم له لوري د مرستو په رسولو کې ښځې اساسي رول لري. ویترینو دا هم ویلي چې، د ای‌او‌ایم او ملګروملتو ښځینه کارکوونکو ته به د معاش ورکړه دوام وکړي او د هغوی پر ځای به نارینه ونه ګومارل شي. له بلې خوا د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما د ملګروملتو په دفترونو کې د افغان کارکوونکو د منع کېدو په اړه د طالبانو پرېکړه په کلکه غندلې ده. د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دې سازمان د ښځو د برخې اجرايیوي مشرې سیما باهوس هم دا بندیز غندلی او له طالب چارواکو يې غوښتي چې ژر تر ژره له دې پرېکړې په شا شي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکرترک په یوه اعلامیه کې ویلي دي، د طالبانو د سرپرست حکومت دا پرېکړه په افغانانو "بې رحمانه" او سیستماتیک برید دی چې له امله به یې د افغانستان د نیمايي وګړو ظرفیتونه راټیټ او هغوی به وګواښل شي. د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل ویلي، که طالبان دا پرېکړه بېرته وانه‌خلي نو میلیونونه خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، له مرستو بې برخې شي. د طالبانو پر دې اقدام امریکا، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو هم عکس العمل ښوولی دی.

07.04.2023 ازادي راډیو

سپینه ماڼۍ: له افغانستان څخه په بې نظمه وتلو ټرمپ پړ دی

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو پړه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غاړه اچولې ده.  وګاڼه.

07.04.2023 امریکا غږ

حکومت نن د قامي سلامتیا د کمیټې غونډه رابللې - عمران خان وایي پوځ عدلیې او ولس ته مخامخ ودرول شوی

د پاکستان پنجاب ایالت کې د انتخاباتو پر سر د پېدا شوي سیاسي تاوتریخوالي په ترڅ کې مرکزي حکومت نن د جمعې په ورځ د قامي سلامتۍ د کمیټې غونډه رابللې ده. پاکستاني رسنۍ وایي (نن) د جمعې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ راجوړیدونکې دې غونډه کې پوځي او د استخباراتي شبکو مشران حکومتي چارواکو ته هیواد کې د قامي سلامتۍ په اړوند احوال تېروي. د حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیر اعظم عمران خان وایي د حکومت لخوا د قامي سلامتۍ د غونډې رابللو دا ګام به مسلح ځواکونه یوازې د عدلیې نه بلکې د ټول قام مخې ته ودروي. عمران خان په ټویټر خپل یو بیان کې ویلي دي چې حکومت دا غونډه د انتخاباتو د ځنډولو په موخه رابللې ده او غواړي چې د هیواد امنیت د انتخاباتو وروسته کولو لپاره د یو جواز په توګه مخې ته راوړي. پاکستاني رسنیو د زیارت په ورځ ویلي د قامي سلامتۍ د کمیټې کېدونکې غونډه کې به په دې خبره غور کولی شي چې پاکستان کې انتخاباتو ته لاره هواره ده او که نه ؟ رسنیو ویلي یاده غونډه کې به په نورو مهمو قامي چارو هم سلا مشورې او غور کولی شي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سپریم کورټ الیکشن کمیشن ته په 14مه مئ دپاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې د الیکشن کولو حکم کړی دی اؤ حکومت ته یې لارښوونه کړې ده چې دغه انتخاباتو لپاره باید الیکشن کمیشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي. خو د پاکستان حکومت د سپریم کورټ د دې پرېکړې منلو نه انکار کړی دی او پرون د زیارت په ورځ قامي اسمبلۍ د سپریم کورټ د فیصلې خلاف قرارداد هم منظور کړی دی. په دغه قرارداد کې په حکومت ټینګار شوی دی چې پنجاب کې دانتخاباتو په اړوند باید دسپریم کورټ فیصلې ته غاړه کښېنږدي. دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ټویټر لیکلي دا خبره په بشپړ ډول په ډاګه شوې ده چې پي ډي‌ ایم په هرحال کې د انتخاباتو نه تېښته کول غواړي. هغه ویلي حکومت دسپریم کورټ په اړه یو غیراییني قانون مخې ته راوړی اؤ هم یې دعدلیې پرضد دقرارداد دقامي اسمبلۍ نه منظور کړی دی. خو دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف بیا ویلي چې سپریم کورټ دې خبلې پرېکړې ته کتنه وکړي، فل کورټ دې جوړ کړي اؤ بیا چې هره فیصله کوي حکومت به یې مني. اسلام اباد کې د وکیلانو یوې غونډې ته خپله وینا کې وزیر اعظم شهباز شریف ویأي هیڅ یو سیاسي ګوند دانتخاباتو نه تېښته نه شي کولی اؤ کوم سیاسي ګوند چې له انتخاباتو تېښته وکړي نو سیاست به یې هم په هغه ورځ دفن شي.

07.04.2023 ډیوه

د بایډن انتظامیې له افغانستانه په ګډوډۍ سره د عسکرو د انخلا ذمه واري په ټرمپ واچوله

واشنګټن  (اېسوشیټډ پرېس) - د امریکا د صدر جو بایډن انتظامیې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د دفاع وزارت (پنټاګان) لخوا جوړ کړی شوی یو رپوټ جاري کړ چې په هغه کې کال ۲۰۲۱ کې له افغانستانه د امریکایي پوځيانو د هلاکت خېزه او له ګډوډۍ ډکې انخلا ذمه واري په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ اچول شوې ده. په رپوټ کې ویلی شوي چې د مخکېني صدر (ټرمپ) د فیصلو په سبب، صدر بایډن ته زیاتې لارې نه وې پاته نو هغه په دې جګړه کې د امریکا د آینده نسل د ښکېل کولو نه انکار وکړ. په رپوټ کې راغلي چې په کار وه د افغانستان جنګ تر دې وړاندې لا ختم کړی شوی و. د افغانستان څخه د امریکایي قواوو غیرمنظمه انخلا چې په کې خلک هم ووژل شول، د صدر بایډن د صدارتي عهدې یوه تیاره واقعه ګڼل کیږي. وایټ هاوس د امریکا د تر ټولو اوږدمهالې جګړې (د افغانستان جنګ) د ختمولو په اړه د امریکني پالیسو په باب، په دوولسو (۱۲) مخونو مشتمل یو خلاصه رپوټ جاري کړی چې د هغه وخت د اقداماتو د رپوټ لنډيز بلل شوی دی. په دې خلاصه رپوټ کې وایټ هاوس د ډېرو لږو اقداماتو ذمه واري پخپله غاړه اخېستې او په دې ټکي یې زور اچولی چې بایډن د هغو ګامونو ترسره کولو ته "سخت مجبور" و. په دې رپوټ کې دا خبره منلی شوې چې د افغانستان څخه د امریکایي او اتحادي پوځیانو انخلا باید په تېزۍ سره پیله شوې وه، لېکن دا چې په دې کار کې تاخیر راغی، ذمه وار یې ګني د افغانستان پخوانی حکومت، پخوانی افغان پوځ، او د امریکې پوځ او استخباراتي ادارې وې. د رپوټ د نتایجو د خلاصې مسوده کومې آزادې ادارې نه، بلکې د وایټ هاوس د قامي سلامتۍ کونسل تیار کړی دی. د انتظامیې وینا ده چې د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونو له طرفه تفصیلي جائزې یا رپوټونه، کوم چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په خصوصي توګه کانګرس ته لېږلی شوي دي، هغه رازداره درجه بندي شوې دي او د عوامو دپاره یې تفصیل نه جاري کیږي. د وایټ هاوس له خوا په خپور شوي خلاصه رپوټ کې ویلی شوي چې "د افغانستان څخه د انخلا د طریقه کار په لړ کې، صدر بایډن د خپل مخکېني کس (ټرمپ) په ذریعه د پیدا شوو حالاتو په وجه سخت مجبوره پاته و." په خلاصه رپوټ کې دا یادونه شوې چې کله بایډن د صدارت عهدې ته ورسېد، نو هغه وخت "طالبان له پوځي اړخه په ډېر مضبوطه موقف کې وو، او د ۲۰۰۱ کال نه پس، قریب نیم ملک باندې د هغو قبضه وه او یا یې ورباندې د افغان حکومت سره مقابله کوله." همدا شان ویلی شوي چې د جگړې دپاره د افغان پوځ د آمادګۍ په باره کې د امریکا د استخباراتي ادارو اټکلونه هم له حده زیاد خوشبینانه وو. په خلاصه رپوټ کې راغلي چې بایډن د امریکایي قواوو د انخلا دپاره د پوځي کمانډرانو په سپارښتنو عمل وکړ. په انخلا باندې د رېپبلېکنانو تنقید د امریکا په کانګرس کې د رېپبلېکن ګوند سره تعلق لرونکو قانون سازانو، د هغه ځانمرګې چاودنې په حوالې سره چې د انخلا په ورځو کې د کابل په ائیرپوټ وشوه او په کې د دیارلسو (۱۳) امریکایي عسکرو ترڅنګ، څه باندې سل (۱۰۰) افغانان هم مړه شول، په دې انخلا باندې سختې نیوکې کړي دي. د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی افسر ټایلر ورګاس انډریوز چې په هغې چاودنې کې سخت زخمی شوی و، تېره میاشت یې د کانګرس د اورېدنې په یوه غونډه کې وویل چې انخلا "یوه تباهي" وه او بل دا چي هلته "د احتساب داسې کمی و چې د معافی وړ ندی." د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي وویل چې د دې جاري شوي رپوټ مقصد، "احتساب نه دی، بلکې د آینده فیصلو دپاره فهم حاصلول دي." وایټ هاوس دا دعوه لري چې په افغانستان کې د غلطیو په پوهېدلو سره، اوس یې دا سبق حاصل کړی چې په اوکراین کې د روان صورتحال سره څنګه مقابله وکړی شي. په اوکراین باندې د روس د حملې په مقابله کې امریکا د کییف ملاتړ کوي او په دې باندې د بایډن انتظامیې تګلاره ستایل شوې ده. وایټ هاوس وایي چې د ۲۰۲۲ کال په اوکراین باندې د روس د فبرورۍ میاشتې د حملې نه وړاندې یې، په بدترینو امکاني حالاتو غور کړی وو.

07.04.2023 ډیوه

د امریکا او ټایوان چارواکو د ملاقات نه پس، چین ویلي چې "زورور" گامونه به اخلي

واشنګټن  - د امریکا د اېوان نمایندګان سپیکر او د ټایوان د صدرې ترمنځ د یو ملاقات نه وروستو، چین د زیارت/پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د ټایوان خلاف به انتقامي اقدامات کوي او ویې ویل چې امریکا په یوه "غلطه او خطرناکه لار" باندې روان دی. د شورو/چهارشنبې په ورځ د ټایوان صدره تسای اېنګ-وېن د امریکا د اېوان نمایندګان د سپیکر، کېوېن مکارټي مېلمنه وه او د امریکايي قانونسازانو د یوې ډلې سره چې په کې ډېموکرېټان او رېپبلېکنان دواړه شامل و، ملاقات وکړ. دې کار وښودله چې امریکا د ټایوان ملاتړی پاته کیږي. ټایوان یوه وړه جزیره ده چې د خودارادیت حیثیت لري او چین ورباندې د مالکیت دعوا لري. د بایډن انتظامیه داسې ښکاره کوي چې امریکا ته د ټایوان د مشرې راتګ څه اشتعال انګیزه کار ندی، ځکه پخوا هم داسې سفرونه ترسره شوي دي. مګر دا ځل د ټایوان مشره په داسې حال کې امریکا ته په دوره راغلې چې د چین او امریکا ترمنځ تعلقات په بې مثاله توګه د تاریخ تر ټولو ښکته کچې ته راټیټ شوي، او دا چې امریکا د ټایوان ملاتړ کوي، د چین او امریکا یوه مهمه اختلافي مسئله همدا ټکی دی. دا ځل د ټایوان د مشرې رسمي هرکلی، او دا چې د هغې سره په ملاقات کې د امریکا د کانګرس ځیني جګپوړي منتخب غړي شامل و، ممکن د دې سبب شي چې چین دې ځل سفر ته په بل نظر وګوري. د هغه وخته چې امریکا په کال ۱۹۷۹ کې د ټایوان سره سفارتکاري تعلقات په رسمي ډول بند کړل، تر اوسه د امریکا د کانګرس هېڅ سپیکر هم د ټایوان د کوم مشر سره ملاقات نه و کړی. دې ملاقات ته په غبرګون کې، بجېنګ وویل چې "د قامي خودمختارۍ او علاقائي سالمیت د دفاع په خاطر به پرعزمه او زورور ګامونه" اوچت کړي. دا خبره د چین خارجه وزیر د زیارت/پنجشنبې ورځې سهار په یو بیان کې وکړه. په بیان کې د امریکا نه غوښتل شوي چې نور دې په "یوه غلطه او خطرناکه لار" قدم نه ږدي. په تېر ډسمبر میاشت کې، د چین پوځ د امریکا د کلني دفاعي بجټ په قانون کې د ټایوان په تعلق سره د ځینو شامل کړی شوو دفعاتو په غبرګون کې سمدستي له قهره ډک غبرګون وښود او د خپل زور په ښکاره کولو سره یې په څلورویشتو (۲۴) ګېنټو کې یو اویا (۷۱) طیارې او اووه (۷) سمندري جهازونه ټایوان خوا ته ولېږل. په دې وروستو کلونو کې په ټایوان باندې د چین د پوځ فشار سېوا شوی دی او د چین د واکمن کمونیست ګوند مشران قریب هره ورځ د ټایوان په طرف طیارې او یا سمندري جهازونه لیږي. چین او ټایوان، مخکې یو ملک و مګر د یوې خانه جنګۍ وروستو په کال ۱۹۴۹ کې سره بېل شول. اوس که څه هم د ټایوان او چین ترمنځ کوم رسمي تعلق نشته دی، مګر د دواړو ترمنځ د بلینونو ډالرو په اندازه هر کال تجارت او سرمایه کاري روانه ده.

06.04.2023 ډیوه

امریکا له چین وغوښتل په تایوان باندې د فشار په ځای له دپلوماسۍ کار واخلي

 امریکا متحدو ایالتونو نن پنجشنبه اپریل شپږمه (وري۱۷) له چین څخه وغوښتل چې په تایوان باندې د پوځي فشار په ځای له دپلوماسۍ څخه کار واخلي.

06.04.2023 امریکا غږ

بریتانیا له کابل څخه د انتقال شویو نیپالي امنیتي ساتونکو شړل ودرول

د بریتانیا حکومت نن پنجشنبه اپریل شپږمه (وري۱۷) وویل چې د هغو نیپالي امنیتي ځواکونو شړل یې ځنډولي دي‌ چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته بریتانیا ته انتقال کړل شوي وو.  دغه ساتونکي د «ګورخه سرتېرو» متقاعد غړي دي‌ چې په کابل کې یې د بریتانیا او کاناډا د سفارتونو امنیت ساته. دوی د ۲۰۲۱ کال راپدېخوا په بریتانیا کې اوسېږي.  د برتیانیا حکومت تېره اوونۍ په لندن کې د دوی په هوټل باندې د چاپې په مهال لس تنه یې ونیول او ولچک یې کړل. دوی په هوټل کې له افغان کډوالو سره اوسېدل او اشپزي یې کوله.  د مهاجرت مقاماتو هند او نیپال ته د دوی د استولو اسناد ترتبیب کړي خو اوس د بریتانیا حکومت اعلان وکړ چې د دوی د استولو عملیات ځنډول شوي دي.  د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت فرانس پرس اژانس ته ویلي دي: «د دغې ډلې شړل اوس درول شوي او بیا اروزنې ته انتظار باسي.»   د ګورخه ځواکونه په ۱۸۱۵ کال کې په هند کې د بریتانیا د واکمنۍ په مهال د بریتانوي هند د ځواکونو په لیکو کې جنګېدل او په سختې جګړې مشهور وو.    د ګورخه شاوخوا ۲۰۰زره سرتېرو له بریتانوي ځواکونو سره  اوږه په اوږه په دوو نړیوالو جګړو کې او همدغه راز د افغانستان، عراق او فالکلنډ په جګړو کې جنګېدلي دي.   دا مهال د بریتانیا په وسله وال ځواک کې د دوی ۲۷۰۰ سرتېري ثبت دي.  د دوی یو مدافع وکیل جیمي بیل فرانس پرس ته وویل چې د حکومت په دې پرېکړې خوشحال شوی خو موکلینو ته یې کوم ضمانت ورکړل شوی نه دی چې په بریتانیا کې به پاتې کېږي. هغه وویل: «ټول نیول شوي ۱۰ کسان په توقیف کې دي او د کورنیو چارو وزارت باید له دوی سره د چال چلند په اړه ځواب ووايي.»  په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، بریتانیا په دوو پړاوونو کې شاوخوا ۲۵۰۰۰ کسان له افغانستان څخه واېستل. په لومړي پړاو کې یې ښځې، ماشومان او مذهبي اقلیتونه انتقال کړل او په دویم پړاو کې یې هغه افغانان انتقال کړل چې له بریتانوي ځواکونو د بریتانیا له حکومت سره یې کار کړی و. 

06.04.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

06.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more