ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سودان کې ۷۲ ساعته اوربند؛ بهرني هېوادونه د خپلو اتباعو د ایستلو هڅه کوي

ډیری هیوادونه په داسې حال کې سودان څخه د سرک، هوا او سمندر له لارې د خپلو اتباعو او دپلوماتانو د ایستلو هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د اردو او ملېشه ځواکونو تر د ۷۲ ساعتونو اوربند اعلان شوی دی.

25.04.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ اشنا ټلویزیون د سې شنبې په خپرونه کې په سوډان کې دلنډمهالي اوربند، په افغانستان کې د بشري مرستو د کموالي او په سوات دره کې د یوې زورورې چاودنې د زیانونو په اړه مهم خبرونه خپروو

25.04.2023 امریکا غږ

سینګاپور کې د یو قاچاقبر د اعدام حکم ته د ملګرو ملتونو غبرګون: پدې حکم بیا غور وکړئ 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر نن د اپریل ۲۵ (غوایي ۵) له سینګاپور وغوښتل چې د یو کیلوګرام چرس د قاچاق په تور د یو سړي په اعدام "سمدستي بیا غور وکړي".

25.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

25.04.2023 امریکا غږ

بایډن د امریکا د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو ته نوماندي اعلان کړه 

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نن د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) د راتلونکي کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته بیا ځان کاندید کړ، د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې کاملا هریس بیاهم د هغه د مرستیالې په توګه انتخاباتي کمپاین ته مخه کوي.

25.04.2023 امریکا غږ

ډبلیو ایچ او: افغانسان کې د ملاریا ۹۰ ٪ پیښې تیر کال ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې وې

د روغتیا نړیواله اداره وايي، چې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اوړم میلادي کال ۲۰۲۱ پرتله په افغانستان کې د ملاریا د ناروغۍ پیښې ۴۵ فیصده زیاتې ثبت شوي، چې نوي فیصده یې ددغه هیواد په څلور ختیځو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

25.04.2023 امریکا غږ

د بشري حقونو څار ډله: ایراني‌ چارواکو د لاریونونو په ځپلو کې په ماشومانو هم تیری کړی

واشنګټن- د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د ایران امنیتي ځواکونو چې په دغه هېواد کې لاریونونه ځپي، ماشومان هم وژلي، شکنجه کړي او پرې جنسي تیری یې کړی. هیومن رایټس واچ (اچ ار ډبلیو) د نهې یا سې شنبې په ورځ په یو خپور کړي راپور کې ویلي، "ایراني چارواکو همدارنګه له حقوقي خوندیتوب څخه په سرغړونې، ماشومان هم نیولي،‌ ترې پلټنې یې کړي او شکنجه کړي او قاضیانو د ماشومانو کورنۍ دې ته نه دي پریښي چې د هغوی د دفاع لپاره وکیلانو وګماريي، ماشومان یې په غلطو تورونو محاکمه کړي او د ماشومانو له محکمو څخه د باندې یې د هغوی دوسیې مخې ته وړي." د بشري حقونو ډلې ویلي، چې ایران د ماشومانو د بېرته خوشې کېدو مخه نیولې چې بېرته ښونځیو ته ولاړ شي او چارواکو د هغوی په کورنیو باندې بندیز لګولی چې د خیر ښېګڼې په ټولنیزو پروګرامونو کې به برخه نه اخلي. د بشري حقونو د څآر د ډلې لوړ پوړې څېړونکې تارا سپېهري فار په راپور کې ویلي،‌ چې ایران له پولیسو سره د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې د تېرو اوو میاشتو راهیسې په روانو لاریونونو کې حتی "د ماشومانو د خاموشه کولو" لپاره هم له دولتي زور څخه کار اخیستی. سپېهري فار وویل، "ایراني رهبرانو خپل له ظلمه ډک امنیتي ځواکونه پریښي چې په ماشومانو جنسي تیری وکړي او هغوی شکنجه کړي او ماشومان یې هم له خندونکو غیر عدلانه محاکمو څخه نه دي جلا کړي.‌" په دغه راپور کې هغه اسناد هم راغلي،‌ چې چارواکي په دې کې پاتې راغلي چې ماشومانو ته طبي مرستې ورسوي لکه د یو ۱۳ کلن ماشوم پښتۍ چې یې د وهلو پر وخت ور ماتې کړې دي. په راپور کې هغه اسناد هم راخیستل شوی چې د ښونځي یو زده کونکی په نومبر کې له نېول کېدو وروسته د اوږده وخت لپاره شکنجه کېږي ‌او ورته برقي شاتونه ورکول کېږي.

25.04.2023 ډیوه

د سوات په چاودنه کې د وژنو شمېره 17 ته رسېدلې، پوليس وايي د پېښې هر اړخيزه پلټنې کوي

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په سي ټي ډي پوليس سټېشن کبل کې د تېر ماسخوتن په چاودنو کې د وژنو شمېره 17 ته رسېدلې او په پېښه کې 51 کسان ژوبل شوي دي، پوليس چارواکي وايي د پېښې هر اړخيزه پلټنې کوي خو ښکاري چې د تاڼې په مالخانه کې موجود بارود او نوره وسله چاودلې او چاودنې شوي دي.

25.04.2023 ډیوه

د سوډان په جګړه کې ښکېلو غاړو د درې ورځني اوربند د ساتلو ژمنه کړې

واشنګټن – د سوډان په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا لخوا د سختو مذاکراتو وروسته درې ورځنی اوربند شوی. د جګړې دواړو غاړو، د سوډان وسلوالو ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو اعلان کړی چې اوربند به ساتي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن په یو بیان کې ویلي، "د جګړې د دوامداره خاتمې لپاره به امریکا د سیمې او نړیوالو شریکانو او د سوډان له ملکي اړخونو سره په همغږۍ د یوې داسې کمېټې په جوړېدو کې مرسته وکړي چې په سوډان کې به د مذاکراتو، پایلو او د تاوتریخوالي د تل پاتې درېدو او بشري حالاتو څارنه کوي." بلنکن زیاته کړه، چې امریکا به د سوډان له ډلو سره " په سوډان کې د ملکي حکومت د بېرته راتلو د ګډ هدف لپاره" کار وکړي.‌ د ملګروملتونو ادارو ویلي، چې په سوډان کې د جګړې د پيل یعنې د اپرېل له ۱۵ نېټې راهیسې لږ تر لږه ۴۲۷ کسان وژل شوي او تر ۳۷۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي. د ملګروملتونو عمومي منشي انټوني ګوټېریش د ګل یا دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غړو باندې غږ وکړ، چې "له ډلو سره دې د تاوتریخوالي په ختمېدو، د نظم په بېرته راتلو او ډیموکراټیک بدلون ته د لارې د جوړېدو په برخه کې زیاته هڅه وکړي." ټاکل شوې ده چې د امنیت شورا به د نهې یا سې شنبې په ورځ د سوډان په اړه یوه غونډه هم وکړي. ګوټېریش همدارنګه وویل، ملګري ملتونه سوډان نه پرېږدي خو په لنډ مهاله توګه یې خپل په سلګونو کارکونکي د هېواد په دننه او بهر کې نویو ځایونو ته وړي دي. کاناډا،‌ مصر،‌ فرانسه، جرمني، ایټالیا، سویډن او امریکا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې له سوډان څخه د بهرنیو اتباعو په ویستلو کې له الوتکو او کاروانونو کار اخلي. د امریکا د حکومت اکثره هغه کارکونکي چې د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه وېستل شوي وو د ګل یا دوشنبې په ماسپښین واشنګټن ته رسېدلي. د برتانیې د بهرنیو چارو دفتر ویلي، چې دوی د نهې یا سې شنبې په ورځ له سوډان څخه د خپلو کسانو د وېستلو بهیر له خرطوم څخه د باندې له یوه هوايي‌ ډګر څخه پیل کړی. د چین د بهرنیو چارو وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې اکثره کسان یې په خوندي توګه وېستل شوي دي.‌ په ورته وخت کې ځینې سوډانیانو په خپله هم د ځآن د ساتلو لپاره په موټرو او بسونو کې په خطرناکو لارو د تښتېدلو پرېکړه کړې.‌

25.04.2023 ډیوه

اوچا: روان کال کې تراوسه د افغانستان د اړتیا وړ پیسو یوازې ۵.۴ فیصده یې برابرې شوې

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر' اوچا' یو ځل بیا په افغانستان کې په روان میلادي کال کې ۲۳.۷ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه ۴.۶۲ ملیاردو ډالرو د مرستې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

25.04.2023 امریکا غږ

روسیې په افغانستان کې پاتې شوو امریکايي وسلو ته د تروریستانو پر احتمالي لاسرسي اندیښنه ښودلې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شوو وسلو په شتون اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغو وسلو ته د تروریستانو د زیات لاس رسي او د سیمې د کړکیچ تر اغیزو لاندې برخو کې ورڅخه د کار اخیستلو احتمال شته دی.

25.04.2023 امریکا غږ

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر په څلور ورځني سفر چین ته تللی دی

چین سره دوه اړخیزه پوځي اړیکو ته د ودې ورکولو لپاره دپاکستان پوځي سر لښکر جنرال عاصم منیر دچین په څلور ورځني سفر بیجنګ ته رسیدلی دی. دپاکستان پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپله لنډه اعلامیه کې ویلي چې جنرال عاصم منیر به پخپل دې سفر کې دچین د پوځي سرلښکر اؤ نورو لوړ پوړو عسکر مشرانو سره لیدنې کوي . دپوځ بیان کې ددغه سفر نورې موخې نه دي په ډاګه شوي خو ویل شوي چې دسفر مقصد یې چین سره دوه اړخیزه پوځي تعلقاتو ته وده ورکول دي. دپاکستان وتلي خبریال حامد میر بینجنګ ته دجنرال منیر ددې سفر په اړند  په ټویټر لیکلي د چين او پاکستان پوځونه چمتو دي چې په بېلا بېلو مدونو کې د عملي همکارۍ نوې کچې ته پراختيا ورکړي او هراړخيزې ستراتيژيکي همکارۍ ته نوی تحرک ورکړي. پروسکال په دسمبر میاست کې مخې ته راغلي د چاینا انډیکس په نوم یو تحقیقي رپورټ کې ویل شوي چې دنړۍ 82 هیوادونو کې چین په پاکستان تر ټولو زیات اثر لري. ددغه انډیکس له مخې  دپاکستان په فاعي ځواکونو دچین اثر80 فیصدي دي اؤ په خارجه پالیسۍ یې بیا دا اثر 81.8 فیصدي ښودل شوی ؤ. دپاکستاني پوځ سرلښکر چین ته خپل دا څلور ورځنی سفر په داسې حال کې کړی چې پاکستان دتېرې څه مودې راهسې په سختو اقتصادي کشالو کې راګیر دی اؤ ددغه وضعیت نه د وتلو لپاره دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ترڅنګ دخپلو دوستو هیوادونو نه هم دپیسو ترلاسه کولو لپاره لاس پښې وهي. د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له خپلې دندې ترلاسه کولو وروسته په خپل وړومبي  رسمي سفر دجنورۍ دڅلورمې نه تر لسمې نیټې سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ته تللی ؤ. تيره اوونۍ دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شريف د دوست ملکونو نه دهغو مالي ژمنو ترلاسه کولو لپاره دپوځ دسرلښکر جنرال عاصم منير دهلو ځلو ستاینه کړې وه چې د نړيوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف لخوا پاکستان ته د پور دپاتې پیسو ورکولو لپاره وروستي شرطونه دي. دحکومتي ايتلافي ګوندونو غونډې ته په وينا کې شهباز شريف ویلي وؤ چې د ایي ایم ایف سره تړون په وروستي پړاو کې دى اؤ "د پوځ مشر په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړې"

25.04.2023 ډیوه

لکي مروت: په وسله واله نښته کې د پولیسو یو افسر او د ټي ټي‌ پي درې وسله وال وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پولیسو او وسله والو تندلارو ترمنځ نښته کې یو پولیس افسر وژل شوی او بل پولیس عسکر ژوبل شوی دی. پولیس وایي چې په دې نښته کې یې د تحریک طالبان پاکستان اړوند درې ترهګر  هم وژلي دي. د خېبر پښتونخوا د پولیسو د مشر یا ایي جي ویاند پخپل بیان کې ویلي چې د استخباراتي معلوماتو په اساس پولیسو دا عملیات تېره ورځ د لکي مروت په لکي بهارخیل تهل سیمه کې ترسره کړي دي. د پولیسو ویاند ویلي کله چې پولیس سیمې ته د عملیاتو په غرض ورسیدل نو د مخالف لوري نه پرې د لاسي بمونو او ډزو برید وشو چې هغې کې د جاوید اقبال په نوم یو انسپکټر او عرفان په نوم پولیس عسکر ژوبل شول خو بیان کې ویل شوي چې ژوبل شوي انسپکټر وروسته هسپتال کې ساه ورکړه. د پولیسو دې بیان کې دعوه شوې ده چې په دغه مهال د پولیسو لخوا شوؤ ډزو کې درې ترهګر وژل شوي چې د دوؤ پېژندګلو په کې د انور عرف خانی او نعمان په نومونو شوې ده . پولیسو ویلي چې دغو ترهګرو د پخواني کرنل مقرب خان د هدفي وژنې ترڅنګ په امنیتي ځواکونو ګڼو ترسره شوؤ بریدونو، هدفي وژنو او قلنګ غوښتنه کې لاس لرلو. د پاکستان د پخواني صدر پایلوټ او د هوايي ځواک پخوانی کرنل مقرب خان اوړمه ورځ په لکي مروت کې نامعلومو کسانو په یو برید کې وژلی ؤ چې وروسته یې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه. د پولیسو په وینا ددې تازه عملیاتو نه وروسته په ګڼ شمیر کې پولیس اؤ دپوځ ځوانان سیمې ته رسیدلي اؤ دلټونې عملیات یې پیل کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې پولیس وایي تېر ماسخوتن (ګل/دوشنبه)د سوات کبل سیمه کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو د مرکز دننه یوه چاودنه کې لږ تر لږه 13 پولیس وژل شوي اؤ تر 30ؤ زیات نور ژوبل شوي دي. په دې وروستيو کې د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې په ځانګړي ډول لکي مروت د بدامنۍ د پېښو ښکار پاتې شوي دي او د زیاترو بریدونو زمه وارۍ په کې تحریک طالبان پاکستان منلي دي. د مارچ په 30مه په لکي مروت ضلع کې په يوه چاودنه کې د پوليسو ډي اېس پي اقبال مومند او درې سپاهيان وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري هم منلې وه. د مارچ په 21مه دجنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه د وسله والو په یو برید کې دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي یو لوړپوړی افسر برېګېډیر مصطفی کمال برکي او د هغه ډرایور هم وژل شوي وو. څيړونکي وايي، دا هدفي پېښې چې د پاکستان پوځ لوړپوړي افسران په کې په هدف کیږي دا څرګندونه هم کوي، چې ترهګر او د هغوی استخباراتي نېټ ورک هم فعال او منظم ترتیب لري. خو د لکي مروت د ورستۍ پېښې چې په کې د پولیسو افسر ډي ایس پي وژل شوی وو په تړاوو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو: "ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي زمونږ وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي، خو د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته خو نوغی به یې اوباسو او ټولې ادارې د يو بل سره په مرسته خپل فرض ترسره کوي".

25.04.2023 ډیوه

امریکا په ۱۱ ایراني چارواکو بندیزونه ولګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه اپریل ۲۴ (غوایي۴) د ایران د حکومت په ۱۱ چارواکو بندیزونه لګولي چې شک پرې دی د سوله ایزو مظاهره چیانو په ځپلو، نیول کیدو او وژلو کې یې لاس درلود.

25.04.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د پولیسو په تهاڼې کې په چاودنې کې ۱۲ تنه وژل شوي

په پاکستان کې چارواکي وایي د دې هیواد د سوات په درې کې د پولیسو په یو مرکز کې د مهماتو په یوې ډیپو کې څو چاودنې شوې او لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې وژل شوي.

25.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more