شاته

د بشري حقونو څار ډله: ایراني‌ چارواکو د لاریونونو په ځپلو کې په ماشومانو هم تیری کړی

واشنګټن- د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د ایران امنیتي ځواکونو چې په دغه هېواد کې لاریونونه ځپي، ماشومان هم وژلي، شکنجه کړي او پرې جنسي تیری یې کړی.

هیومن رایټس واچ (اچ ار ډبلیو) د نهې یا سې شنبې په ورځ په یو خپور کړي راپور کې ویلي، "ایراني چارواکو همدارنګه له حقوقي خوندیتوب څخه په سرغړونې، ماشومان هم نیولي،‌ ترې پلټنې یې کړي او شکنجه کړي او قاضیانو د ماشومانو کورنۍ دې ته نه دي پریښي چې د هغوی د دفاع لپاره وکیلانو وګماريي، ماشومان یې په غلطو تورونو محاکمه کړي او د ماشومانو له محکمو څخه د باندې یې د هغوی دوسیې مخې ته وړي."

د بشري حقونو ډلې ویلي، چې ایران د ماشومانو د بېرته خوشې کېدو مخه نیولې چې بېرته ښونځیو ته ولاړ شي او چارواکو د هغوی په کورنیو باندې بندیز لګولی چې د خیر ښېګڼې په ټولنیزو پروګرامونو کې به برخه نه اخلي.

د بشري حقونو د څآر د ډلې لوړ پوړې څېړونکې تارا سپېهري فار په راپور کې ویلي،‌ چې ایران له پولیسو سره د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې د تېرو اوو میاشتو راهیسې په روانو لاریونونو کې حتی "د ماشومانو د خاموشه کولو" لپاره هم له دولتي زور څخه کار اخیستی.

سپېهري فار وویل، "ایراني رهبرانو خپل له ظلمه ډک امنیتي ځواکونه پریښي چې په ماشومانو جنسي تیری وکړي او هغوی شکنجه کړي او ماشومان یې هم له خندونکو غیر عدلانه محاکمو څخه نه دي جلا کړي.‌"

په دغه راپور کې هغه اسناد هم راغلي،‌ چې چارواکي په دې کې پاتې راغلي چې ماشومانو ته طبي مرستې ورسوي لکه د یو ۱۳ کلن ماشوم پښتۍ چې یې د وهلو پر وخت ور ماتې کړې دي.

په راپور کې هغه اسناد هم راخیستل شوی چې د ښونځي یو زده کونکی په نومبر کې له نېول کېدو وروسته د اوږده وخت لپاره شکنجه کېږي ‌او ورته برقي شاتونه ورکول کېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

ذهن ساز خلکو په کولمبیا کې ډیر شهرت تر لاسه کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00