شاته

سودان کې ۷۲ ساعته اوربند؛ بهرني هېوادونه د خپلو اتباعو د ایستلو هڅه کوي

ډیر هیوادونه په داسې حال کې له سودان څخه د سرک، هوا او سمندر له لارې د خپلو اتباعو او دپلوماتانو د ایستلو هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د اردو او ملېشه ځواکونو تر د ۷۲ ساعتونو اوربند اعلان شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اعلان وکړ چې تر جدي خبرو اترو وروسته، د سیالو خواوو تر منځ دا اوربند د دوشنبې له نیمې شپې څخه پیل شو.

د ملګرو ملتونو یو کاروان توانیدلی چې له پلازمینې خرطوم څخه چې جګړه پکې روانه ده، ۷۰۰ کسان د ۸۵۰ کیلومتره خطرناک سفر وروسته، د سودان د سره سمندر ساحل ته ورسوي.

د امریکا پوځ د شنبې په ورځ درې شینوک چورلکي واستولې څو په خرطوم کې د خپل سفارت کارکوونکي وباسي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وویل: "موږ د خپل سفارت د کارکوونکو په بې ساري ژمنتیا چې خپل وظایف یې په میړانه او مسلکي ډول ترسره کړل، ویاړو. او موږ د خپلو پوځیانو په بې ساري مهارت خوښ یو چې په بریالي ډول یې هغوی خوندي ځای ته راوستل."

سلیوان دغه راز د جیبوټي، ایتوپیا او سعودي عربستان څخه مننه وکړه چې د تخلیې په دغو عملیاتو کې یې له متحده ایالاتو سره مرسته وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې څومره امریکایان په سودان کې پاتې دي او د حل لارې چارې څه دي، وویل چې دقیق شمیر نلري او امریکا هڅه کوي خپل ټول اتباع د نورو هیوادونو له خوا د تنظیم شویو کاروانونو سره یوځای کړي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ بې له شکه د هغو امریکایانو په شمیر پوهیږو چې زموږ سره ثبت دي او له هغو کسانو سره چې موږ په نږدې تماس کې یو. او له دغو کسانو، ویلای شم چې په لسګونو تنو یې د وتلو لپاره لېوالتیا ښکاره کړې ده."

بلینکن د سودان په جګړه کې د بهرنۍ لاسوهنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې د روسیې د واګنر ډلې د جنګیالیو پر ښکېلتیا جدي اندېښنه وښوده.

هغه وویل: "هغوی د افریقا په ډیرو هیوادونو کې دي او هغه عناصر چې ښکیل شي، نو په ساده شکل د مړینو او ورانۍ کچه زیاتوي. او دا ډېره مهمه ده چې موږ یې په سودان کې تر دې زیاته ښکېلتیا ونه وینو او زه پوهېږم چې یو شمېر هیوادونه په دې هکله او ددغه امکان له امله ډېر اندېښمن دي."

سودان کې د روسیې ښکېلتیا

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز یوه شنونکي کامیرون هډسن، امریکا غږ ته ویلي چې د راپورونو له مخې د روسیې د حکومت له ملاتړ څخه برخمن واګنر ګروپ اوس په سودان کې د چټک ملاتړ ملېشو ته وسلې ورکوي. د هغه په وینا دا کولای شي لوبه بدله کړي.

نوموړي وویل ممکن واګنر، د انتقال وړ هوایي دفاعي سیستم، د اوږې د سر راکټونه، د ټانکونو له منځه وړونکي او دې ته ورته وسلې او مهمات مهیا کړي وي چې هڅه وکړي د سودان وسله وال ځواکونه او زغره وال په نښه کړي.

هډسن وویل: "که دا ریښتیا وي، او هغوی دې جګړې ته استولي وي، نو دا کولای شي جریان د ملیشه ځواکونو په ګټه واړوي."

نوموړي زیاته کړه چې مصر په ښکاره ډول د جګړې د بل اړخ چې د سودان وسله وال پوځ دی، ملاتړ کوي.

د کینیا د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له واګنر ګروپ او نورو بهرنیو قدرتونو څخه وغوښتل چې سودان ته د وسلو له استولو او د جګړې له زیاتولو ډډه وکړي. هغه د نوم له اخیستلو پرته د منځني ختیځ هیوادونه هم پدې کار کې تورن وګڼل.

په سودان کې دغه تاوتریخوالی ۱۱ ورځې وړاندې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د ملېشه‌ ځواکونو قومندان دی، پيل شوی دی.