شاته

د سوات په چاودنه کې د وژنو شمېره 17 ته رسېدلې، پوليس وايي د پېښې هر اړخيزه پلټنې کوي

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په سي ټي ډي پوليس سټېشن کبل کې د تېر ماسخوتن په چاودنو کې د وژنو شمېره 17 ته رسېدلې او په پېښه کې 51 کسان ژوبل شوي دي، پوليس چارواکي وايي د پېښې هر اړخيزه پلټنې کوي خو ښکاري چې د تاڼې په مالخانه کې موجود بارود او نوره وسله چاودلې او چاودنې شوي دي.

د سوات پولیس په خپله فېس بک پاڼه د وژل شوو او ژوبلو شمېرې شريکې کړي دي چې په چاودنو کې 17 کسان وژل شوي او 51 ژوبل شوي دي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

وي او اې ډیوه سره په شريکو شمېرو کې د سوات پولیس ويلي، په وژل شوو کسانو کې نهه تنه پوليس چې دوه یې سب انسپکټران او يو اسسټنټ سب انسپکټر او نور سپاهيان شامل دي، او درې عام کسان دي چې پکې دوه د دوه کالو او څلورو کالو ماشومان هم دي.

د پولیس شمېرو ترمخه په ژوبلو 51 کسانو کې47 پولیس او څلور ملکي وګړي شامل دي.

د خېبرپښتونخوا پولیس مشر اختر حیات خان د چاودنې په ځای مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، چاودنې د سي ټي ډي په پخوانۍ تاڼه کې شوي دي او د هغې په مالخانه کې موجود ګوله بارود چې په عدالتونو کې یې قضیې روانې وې، په ابتدايي پلټنو کې ښکاري چې په دغو موادو کې یو څيز چاودلی او بيا نورې چاودنې شوي دي.

هغه وویل، دوی د پېښې د هر اړخ نه پلټنې کوي خو تراوسه پورې چې معلومه شوې دوه چاودنې شوي دي، او شواهد راټولولی شي پوره پلټنې به کولی شي.

پوليس مشر زياته کړه، په پولیس تاڼه دوه دروازې دي او دا حساسه علاقه ده او د کېمرو ريکارډنګ هم راټولوي، مالخانې ته د هر چا رسايي نه وي ځکه د پلټنو نه به هر څه معلوم شي.

اختر حیات خان وويل، دا ټول هر څه به معلومولی شي چې ايا په دومره غټه کچه بارودي مواد هم دغلته اېښودل پکار وو که نه وو.

په ټولنيزو رسنيو د چاودنې د ودانۍ ويډيوز خپرې شوي چې پکې ليدل کيږي دغه ودانۍ په مکمله توګه تباه شوې او بهر ولاړ ګاډي هم تباه شوي دي.

په سوات کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 وياندې شفيقه ګل وي او اې ډيوه ته وويل، د چاودنې د وخت نه د دوی اهلکار موقعې ته رسېدلي مړي او ژوبل یې روغتونونو ته منتقل کړي او اوس یې هم اهلکار د ملبې لرې کولو په کار بوخت دي.

هغې وويل، په چاودنه کې د وژل شوو ځینې پولیس اهلکارو مړي یې نن په سوات کې او د سوات نه بهر د شانګلې، بونير، مردان او چترال سيمو ته لېږلي دي.

په پاکستاني مطبوعاتو ویل کیږي چې د سي ټي ډي په تاڼه کې پينځه کسان د پوليسو سره بندي وو هغه هم وژل شوي خو پوليس چارواکو په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

د سوات ضلعې پولیس مشر ډي پي او شفيع الله ګنډا پور تېره شپه د پېښې په اړوند ميډیا سره په خبرو کې ويلي وو، دوی چې څومره معلومات راټول کړي د هغې نه معلومه شوې چې په مالخانه کې چاودنه شوې، د بهر نه د کوم بريد يا ځانمرګي کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د پېښې په اړوند لومړي ټويټ کې ويلي وو په سوات کې د سي ټي ډي په تاڼه د ځانمرګي برید غندنه کوي خو په بل ټویټ کې یې بيا ويلي د چاودنې نوعيت به د پلټنو وروسته معلوم شي او هغه به شريک کړی شي.

نن په سوات کې مظاهرې هم اعلان شوي دي.

په سمدستي ډول د سوات په سي ټي ډي تاڼه کې د چاودنو زمه واري چا نه ده منلې.

له دې وړاندې سږکال په 30مه جنورۍ د پېښور‌ پولیس لاین په جومات کې هم یوه درنه چاودنه شوې وه چې په کې نزدې 100پولیس وژل شوي او تر 200 زیات نور ژوبل شوي وو.

د پېښور د پولیس لاین جومات د چاودنې په اړه هم په مطبوعاتو کې بیلابیلې دعوې مخې ته راغلې وې ،چا دغه برید ته د ډرون حملې نوم ورکړی وو ، چا ویلي وو چاودیدونکي جومات مخکې نه جومات کې ځای پرځای کړل شوي وو خو پولیسو دغه یو ځانمرګي برید بللی وو چې ذمه واري یې هم د پاکستاني طالبانو یوې ډلې په غاړه اخستې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

ذهن ساز خلکو په کولمبیا کې ډیر شهرت تر لاسه کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00