ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


روس او اوکراین څه باندې دوه سوه جنګي اسیران تبادله کړل

واشنګټن  - چارواکو د ګل/دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې روس او اوکراین په یو تازه ګام کې، څه باندې دوه سوه (۲۰۰) اسیر شوي عسکر خپل منځ کې تبادله کړي دي. د روس دفاع وزارت وویل چې د دوی یو سل او شپږ (۱۰۶) عسکر د اوکراین له اړخه آزاد شول. بل اړخ ته د اوکراین د صدر ولودیمیر زېلنسکي د دفتر مشر اندري یرماک ویلي چې روس هم د اوکراین سل (۱۰۰) پوځیان آزاد کړي دي. یوې سرچینې هم دا جزئیات ندي ښکاره کړي چې د عسکرو دغه تبادله څنګه ترسره شوې ده. یرماک په ټېلي ګرام پلېټفارم باندې ویلي چې ځیني راخوشې کړی شوي اوکرایني عسکر سخت زخمونه او ناروغۍ لري. هغه زیاته کړې چې د روس سره د جګړې پر مهال، د نیول شوو عسکرو د تبادلې دا وروستۍ معاملې "څه آسانه کار نه و"، مګر نور تفصیل یې ندی ورکړی. د قیدیانو تبادله، د روس او اوکراین ترمنځ د محدودې همکارۍ یوه برخه ده. اوکراین کې د جنګي اسیرانو سره د رویې د هماهنګۍ مرکز وایي، په دې نوې تبادلې کې روس د اوکراین اتیا (۸۰) نارینه عسکر او شل (۲۰) زنانه عسکر آزاد کړي چې دا کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. یاد مرکز دعوه کوي چې په دې سلو کسانو کې، قریب نیمایي یې "سخت ټپونه او مریضیانې لري او یا هم شکنجه شوي دي"، مګر د دې دعوې دپاره یې څه شواهد ندي وړاندې کړي. د روس دفاع وزارت وایي چې د اوکراین د اړخه آزاد شوي روسي عسکر په یو پوځي جهاز کې ماسکو ته لېږدول شوي چې هلته یې تداوي وشي. بېلاروس ضمانتونه غواړي د بېلاروس صدر الېکسندر لوکاشینکو ویلي چې ملک یې د روس نه د امن ضمانتونو ته ضرورت لري. دا خبر د بېلاروس سرکاري خبري ادارې د ګل/دوشنبې په ورځ د لوکاشینکو له قوله خپور کړ. دا خبر داسې حال کې مخې ته راغلی چې د روس دفاع وزیر سېرګي شویګو د بېلاروس په دوره تللی او هلته د لوکاشینکو مېلمه ؤ. د بېلاروس سرکاري خبري ادارې رپوټ ورکړی چې صدر لوکاشېنکو د روس د صدر ولادیمیر پوټین سره د خپلې تېرې هفتې د خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دواړو مشرانو په دې خبرې کړي چې که چېرته په بېلاروس باندې کوم یرغل وشي، نو روس ته په کار ده چې "د خپلې یوې علاقې په شان" د بېلاروس دفاع وکړي. تېره میاشت چې پوټين په بېلاروس کې د ټکټیکي جوهري وسلو د ځای پرځای کولو اعلان وکړ، نو ورباندې تنقیدونه وشول. بېلاروس د اوکراین شمالي ګاونډی ملک دی او کله چې روسانو په اوکراین حمله کوله، نو د هغه لارې په اوکراین ورغلل. هغه وخت کې د حملې نه وړاندې، روس او بېلاروس ویل چې دوی مشترک پوځي مشق ترسره کوي او ګني په اوکراین د حملې پلان نلري. اوس مهال هم د روس او اوکراین ترمنځ جنګ روان پاته دی او د جنګ محاذ د اوکراین ختیځې سیمې دي. روس چارواکو دعوه کړې ده چې د دوی پوځيانو د اوکراین د باخموت ښار پنځه اویا (۷۵) فیصده برخه قبضه کړې ده. روسانو په خارکیف کې هم په نهو سرحدي کلیو باندې ګوله بارۍ کړي دي.

10.04.2023 ډیوه

په کوئټه کې په یوه ورځ دوه چاودنې - بل اړخ ته په سوراب ضلع کې هم څلور لېویز مړه شوي دي

د بلوچستان صوبي په مرکز کوئټه کې په یوه ورځ، دوه بمي چاودنې شوي چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده. په قندهاري بازار کې په پولیسو باندې د چاودنې نه پس، په کوئټه کې پر پولیسو یو بله بمي  چاودنه وشوه چي په کې څلور تنان ټپیان شوي دي. د پولیس چارواکو په خبره، دا دویمه چاودنه د کوئټې د سریاب سيمې منیر احمد سړک سره د پولیسو پر ګزمه کوونکي موټر شوې چي په کي څلور اولسي وګړي ژوبل شوي دي. د کوئټې د سېول روغتون ویاند ډاکټر وسیم بېګ ډیوه ته وویل، په پېښه کې څلور تنه ټپیان یې سېول روغتون ته وروړي چې لومړۍ درمنلې یې رواني دي او حالت یې له خطر څخه وتلی دی. د دې رپوټ تر برابرېدو پورې، چا د پېښي ذمه واري نه ده منلې خو تر دې وړ‎اندې د ګل/دوشنبې په مازدیګر د کوئټې په قندهاري بازار کې د پولیسو پر موټر د چاودنې پړه ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې - بي اېل اې منلې وه. د پولیسو د چارواکو په وینا د قندهاري بازار په چاودنه کې د یوې ماشومې په ګډون دوه پولیس عسکر او یو بل تن وژل شوی او 18 تنه نور ټپیان شوي دي. دوی وايي د چاودنې هدف د لوړ پوړي پولیس افیسر موټر وو. د پولیسو وینا ده چې په چاودنه له دوه څخه تر درې کلو ګرامه پورې چاودېدونکي مواد په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای کړل شوي وو چې له امله یې نزدې دوکانونو او ګاډو ته هم زیان رسېدلی دی. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو یاده چاودنه غندلې او د پېښي په اړه یې رپورټ طلب کړی دی. لانګو زیاته کړې چې په داسې حملو، ترهګر د هغوی حوصلې نه شي ټيټولی. تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ د بلوچستان سر ښار کوئټې ته څیرمه د کچلاغ په کلي سپین سیمه کې پر موټر سایکل ګزمه کوونکې  ایګل سګواډ پولیس پر عسکرو د ناپېژندل شويو وسلوالو ډزې کړې وې چي په کې دوه پولیس عسکر مړه او دوه نور ټپیان شوي وو.  د رواني میاشتي د اپرېل پر پنځمه ھم د کچلاغ په جلوګیر سیمه کې د ایف سي پر پوسته ډزي شوي وې چي پکې 2 د ایف سي عسکر وژل  شوي وو. د هغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. په سوراب ضلع کې د څلورو لیویزو مرګ په بلوچستان کې د بمي چاودنو ترڅنګ، پولیسو ویلي چې د کلات کمېشنر د ګاډو قافله د یوې ټرافیکي واقعې سره مخ شوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده. پولیسو ځایي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د ګل/دوشنبې په ورځ د بلوچستان په سوراب ضلع کې شوې ده. د پولیسو وینا ده چې د کلات د کمېشنر داوود خلجي د قافلې یو ګاډی خوژدار ضلعې ته روان و چې د مخامخ نه ورباندې یو ټرالر ورغی او ټکر واقع شو. پولیس تصدیق کړې چې په دې پېښه کې لږ تر لږه څلور لیویز عسکر مړه شوي او دوه نور زخمیان دي. د سوراب ضلعې پولیس چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې د کلات کمېشنر داوود خلجي ته څه نقصان ندی رسېدلی. دوه تنه زخمي لیویز د سوراب ضلعې سېول هسپتال ته لېږدول شوي دي. تېره میاشت هم د کوئټه او ژوب ترمنځ لویې لارې باندې یو ګاډی او یو ټرک سره جنګېدلي و چې په کې څلور تنان مړه او درې نور زخمیان شول.  

10.04.2023 ډیوه

حقوقي ستونزې ښايي ټرمپ او د هغه سیاسي راتلونکي ته جدي پایلې ولري - کارپوهان

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مدافع وکیلانو له هغه وروسته د خپل موکل د دفاع دپاره هلې ځلې پیل کړې چې نوموړی د ۳۴ تورونو په تړاو محکمې ته حاضر شو.

10.04.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

10.04.2023 امریکا غږ

امریکا کې د افغان ډاکټرانو ټولنه وايي د تازه راغلیو کډوالو وړیا درملنه کوي

په متحده ایالاتو کې د افغان ډاکترانو ټولنه (امپا) وايي، امریکا ته د هغو تازه راغلیو افغانانو دپاره وړیا روغتیايي خدمتونه چمتو کوي چې د روغتیايي بیمې د اخیستلو توان نلري.

10.04.2023 امریکا غږ

د امریکې په کېنټکي ریاست کې څلور کسان په ډزو وژل شوي دي

ای پي وايي د ۲۰۰۹ راهسې دا لومړی ځل دی چې د یو کال په لومړو ۱۰۰ ورځو کې د ماس شوټنګ یا د خلکو په ګڼه د ناتاره ډزو ۱۵ واقعات شوي دي. د ۲۰۰۹ د اپرېل د میاشت پورې د ماس شوټنګ ۱۶ پېښې شوې وې

10.04.2023 ډیوه

پولیس: د کنټاکي په ایالت کې څلور تنه په ډزو کې وژل شوي 

د کنټکي ایالت د لویسویل په سیمه کې پولیس مقامات وايي چې په یو بانک کې دننه په ډزو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او شاوخوا اته تنه نور ژوبل دي.

10.04.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

10.04.2023 امریکا غږ

سوشل ميډیا: بي اېل ای په کوټه کې د بم چاودنې ذمه واري ومنله

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ د بلوچ نېشنلسټ ارمي نومې ډلې د مبینه غړي د نیول کېدو په اړه خپل بیان کې د هغه پېژندګلو د ګلزار امام په نامه وکړه چې د شامبی په نامه هم یادېږي. پوځ د هغه ګرفتاري تنظیم ته سنګین ګزار وبللو

10.04.2023 ډیوه

د ملګرو ملتونو مشر ته د افغان خبریالانو پرانیستی لیک: له طالبانو سره تعامل مکوئ، بندیزونه پرې ولګوئ 

د «افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان» د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ته په یو پرانیستي لیګ کې له هغه غوښتي چې په افغانستان کې د رسنیو اوسنی وضعیت د «یوې بشري فاجعې په توګه په رسمیت» وپېژندل شي. 

10.04.2023 امریکا غږ

هندوستان کې تاریخ پوهانو د نصاب نه د اسلامي دور حوالې لرې کول غندلي

د هندوستان انډین اېکسپرېس اخبار تېره هفته په خپله اداریه کې وویل نصاب نه مواد حذف کول دا الزام راپارولی شي چې حکومت د ناخوښه حقایقو نه فرار غواړي او نه غواړي چط زدکونکي د سماجي او سیاسي حقیقتونو ته په تنقيدي رویه کتنه وکړي

10.04.2023 ډیوه

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ آشنا تلویزیون په نننۍ خپرونه کې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز د دوام اغیزې سپړو. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف سره مو د تي‌تي پي‌او افغان طالبانو پر اړیکو خبرې کړي اود شخصي پوهنتونونو د مسولینو او استادانو اندېښنې هم په یوه بل رپوټ کې وړاندې کیږي خو ددې ترڅنګ نور سیمه اییز او نړیوال مطالب هم تعقیبولای شئ.

10.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

10.04.2023 امریکا غږ

یوناما: نرګس سادات او ذکریا اصولي د طالبانو له بند څخه خوشې شول

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر [یوناما] د طالبانو له بند څخه د پوهنتون د استاد ذکریا اصولي او د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات د خوشې کېدو د راپور هرکلی کړی دی.

10.04.2023 امریکا غږ

کویټه کې په یوې چاودنې کې څلور تنه وژل شوي 

د بلوچستان په پلازمینه کویټه ښار کې په یوې بمي چاودنه کې څلور تنه وژل شوي اته تنه نور ټپيان شوي دي، پولیس وایي د بريد هدف د پوليسو موټر و.

10.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more