د ایران سني امام وايي د حکومت خلاف احتجاج د ولس حق دی
د ایران یو سني امام په زاهدان کې د جمعې په ورځ د اختر په خطبه کې وویل چې د حکومت خلاف احتجاج د ولس حق دی او حکومت ته پکار دي غوږ ورته ونېسي.
د مولوي عبدالحمید اډیو پېغام د هغه په ټېلېګرام چېنل خپور شوی او هغه په کې وايي چې ولس خواهش کوي چې سیاسي قېدیان دې ازاد کړی شي او حکومت دې د زیاتره ایراني قوم په ارزوګانو غور وکړي.
تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې احتجاج کونکو په ضد اقداماتو ته په اشاره، مولوي عبدالحمید وویل د زاهدان ولس انصاف او هغو کسانو ته د سزاګانو غوښتنه کوي چې په خلکو يې د ډزو امر کړی و. هغه زیاته کړه چې د ولس حقونه به د پامه نه غورځوي.
تېر کال د سېپټمبر په ۳۰ نېټه په زاهدان کې د جمعې په لمانځه پس د امنیتي ځواکونو او د احتجاج کونکو جکړه وشوه. د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په تشدد کې قریباً ۱۰۰ کسان ووژل شوو او تر ۳۰۰ پورې زخمیان شول.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه سنيانو په ۱۶ نمبر پولیس سټېشن حمله وکړه چې په نتیجه کې يې د امنیتي ځواکونو سره جنګ شروع شو.
د اختر په خطبه کې مولوي عبدالحمید د ایرانیانو د اقتصادي مشکلاتو ذکر وکړو او ویې وېل هر څوک قرضدار او د دباو دلاندې دی. هغه غوښتنه وکړه چې حکومتي مامورینو ته پکار دي چې په پراخه د ولس عدم اطمینان ته پام وګرځوي.
هغه وویل چې د ولس خاموشي دا معنا نه لري چې قوم مطمین دی. هغه وویل حکومت ته پکار ده چې د ولس غږ واوري او د ولس مسلې د ولس د اطمینان سر سم حل کړي.
تېر کال مولوي عبدالحمید د شیعه مسلک د ایران تر ټولو لوې قم مدرسې او د حکومت نه غوښتلي وو چې د احتجاج کونکو اوازونه دې واواري.
تېر کال د سېپټمبر په میاشت کې د ایراني پولیس په ولکه کې د کرد مېرمن مهسا امیني د مرګ په سر ایران کې احتجاجونه راپارېدلي وو. د انساني حقونو تنظیمونه وايي د احتجاج کونکو په ضد د امینتي ځواکونو په اقداماتو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي. ایران په غیر ملکي حریفانو الزام پورې کوي چې مظاهرو ته یې لمن وهله.
د وي او ای د فارسۍ څانګې د رپورټ نه دا نه معلومېده چې ایا د ایران حکومت د مولوي عبدالحمید وېنا ته څه جواب ویلې دی او که نا؟ د انساني حقونو تنظیمونه وايي چې د سنیانو په شمول نور مذهبي اقلیتونه په شیعه اکثریت ایران کې زورول او د حقونو نه محرومه ساتل کېږي.
زاهدان د ایران د سیستان بلوچستان صوبې مرکزي ښار دی. دغه صوبه د پاکستان بلوچستان صوبې او د افغانستان سره هم پولې لري.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د فارسۍ څانګې نه اخیستل شوي دي