شاته

د یوې کښتۍ پاتې شونې موندل شوي چې د اسټرالیا نږدې ۱۰۰۰ سرتیري پکې ۸۱ کاله وړاندې وژل شوي و

د جاپان یوه ترانسپورتۍ کښتۍ چې د دویم نړیوال جنګ پر مهال د فلیپین په اوبو کې تر ویشتل کیدو وروسته ډوبه شوې وه او د سرتیرو په ګډون پکې د اسټرالیا نږدې زر اتباع وژل شوي و، تر ډوبیدو ۸۱ کاله وروسته وموندل شوه.

د مونتيویدیو مارو په نامه دا کښتۍ د ۱۹۴۲ میلادي کال د جولای د میاشتې په لومړۍ نیټې د یو امریکایي اوبتل لخوا چې عملې ته یې معلومه نه وه په کښتۍ کې د جګړې اسیران سپاره دي، وویشتل شوه او په سمندر کې ډوبه شوه.

د Silentworld Foundation په نامه ډله چې په سمندر کې د لرغونو آثارو په هکله معلومات راټولوي او د دې کښتۍ د پیدا کولو د ماموریت بندوبست یې هم کړی و، ویلي چې د کښتۍ پاتې شوني څه باندې څلور کیلو مټره لاندې د سمندر په تل کې پیدا شوې.
د دې کښتۍ ډوبیدل په اسټرالیا کې په سمندرې پیښو کې تر ټولو ناوړه پیښه وه او اټکل دا دی چې ۹۷۰ اسټرالیایي اتباع پکې وژل شوي و چې لږ تر لږه ۸۵۰ یې سرتیري و.
په کښتۍ کې ټول ۱۰۶۰ تنه وژل شوي و چې پاتې نور یې د دیارلسو هیوادنو ملکي اتباع و خو په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دا کسان د کوم هیواد یا هیوادونو اتباع و.

د دې کښتۍ د لټولو او پیدا کولو چارو تقریباً پنځه کاله وخت ونیوه.

د اسټرالیا صدراعظم انتوني البانیز د کښتۍ د پاتې شونې تر پيدا کیدو وروسته په خبري کنفرانس کې وویل، " بالاخره د مونتیویدیو مارو د ورکو شویو ارواوو لپاره د آرام ځای وموندل شو".

تر پنځو کالونو پلان جوړولو وروسته پلټونکو د جنوبي چین د سمندر په شمال ختیځ کې د فلیپین د لوزون په ټاپو کې دا کښتۍ په دولسو ورځو کې پیدا کړله.

هغوي د ټکنالوژۍ د پرمختللو وسایلو څخه کار اخیست او داسې موټر څخه یې هم پکې کار اخیسته چې پخپله د اوبو لاندې تګ کوي او د غږ کشف کولو پواسطه شیان پیدا کوي.
د دې کښتۍ پاتې شونې د Titanic څخه هم ژورې پرتې دي او د Silentworld Foundation مسؤلینو ویلي چې په کښتۍ کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د درناوي له کبله به دا کښتۍ د ځمکې له تل څخه ونه خوځول شي او نه به هم ترې وسایل او د انسانانو پاتې شونې لیرې شي.