شاته

وړوکي اختر لپاره دپښتو نوي فلمونه،اسټیج شوګانې اؤ نوې سندرې راجوړې شوي

دپاکستان په خېبر پښتونخوا صوبه کې دا ځل په وړوکي اختر دپښتو نوي 2 فلمونه په سینیماګانو نندارې ته وړاندې کړل شوي اؤ په پېښور،صوابۍ اؤ کوهاټ کې په ژوندۍ بڼه داسټیج شوګانو راجوړولو تابیا هم نیول شوې ده.

دفلمونو اؤ اسټیج شوګانو ترڅنګ ګڼ شمیر پښتنو سندرغاړو د اختر لپاره خپلې نوې سندرې هم ریکارډ کړي اؤ په ټولنیزو رسنیو یې خپرې کړې دي.

لس کاله وړاندې دترهګرۍ دبهیر له امله په مردان کې تړل شوې "شاهین" سینیما په دې اختر یو ځل بیا پرانستل شوې اؤ دپښتو نوی فلم پرې نندارې ته وړاندې کړل شوی دی.

داځل خېبر پښتونخوا صوبه کې وړوکی اختر په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په دې وروستیو کې ددې صوبې په بیلابیلو سیمو کې یو وارې بیاد ترهګرۍ لړۍ چټک شوې اؤ دترهګرو په بریدونو کې په سوونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي چې زیاته شمیره پکې دپولیسو اؤ نورو امنیتي ځواکونو ښودل کیږي.

دپښتو فلمونو اؤ ډرامو وتلی ستوری ښاغلی طارق جمال وي او ای ډیوه ته وایي پښتانه که هر څو په دې وروستیو کې دترهګرۍ اؤ کرونا وباء څپو ځپلي دي خو دخپل هنر اؤ فن سره یې مینه نه ده کمه شوې اؤ خپلې سینیماګانې اؤ داختر مېلې یې ودانې ساتلې دي.

طارق جمال که هرڅو په دې وړوکي اختر نندارې ته وړاندې کیدونکو نوو فلمونو کې پخپله کار نه دی کړی خو وایي هغه به په راجوړیدونکو اسټیج شوګانو کې برخه اخلي اؤ پښتنو سره به خپلې داختر خوشحالۍ شریکوي.

نوي فلمونه په کومو سینیماګانو لګیدلي دی؟

داځل چې د اختر لپاره دوه دپښتو کوم نوي فلمونه شوي هغه دپېښور،مردان اؤ سوات په سینیماګانو نندارې ته وړاندې کړل شوي دي.

په دې فلمونو کې "اوس خو مې زړګی شوې" دفلسماز کچکول خان فلم دی چې دپېښور په ارشد اؤ دمردان په شاهین سینیما نندارې ته وړاندې کړل شوی دی.

دمردان شاهین سینیما قابو لس کاله وروسته په وړومبي ځل په دې وړوکي اختر یو وارې بیا پرانستل شوې ده اؤ اوس دا سینیما په دوؤ برخو ویشل شوې چې یوې ته دشاهین ون اؤ بلې ته دشاهین 2 نوم ورکړل شوی دی.

دپاکستان دپوځ دانتظام لاندې فعاله دا سینیما په کال 2013م کې وروسته له هغې تړل شوې وه چې په ګرد هیواد کې دترهګرۍ اؤ تندلاریتوب بهیر چټک شو اؤ ګڼ شمیر سینیماګانې په تېزۍ سره په کاروباري پلازو بدلې شوې.

"اوس خو مې زړګی شوې" فلم کې مرکزي کردارونه شاهد خان، جهانګیر جاني اؤ مهک نور ترسره کړي دي اؤ فلمساز شاهد خان وي او ای ډیوه ته وایي هیله من دی چې دا فلم به یې پښتانه خوښ کړي اؤ ښه بزنس به وکړي.

دسینیماګانو کمي په پښتو فلمي صعنت څه اغېز کړی؟

هغه وایي هرڅو که اوس سینیماګانې ډیرې کمې شوې دي اؤ دیو فلم نندارې ته وړاندې کولو لپاره دسینیماګانو کمی دفلمسازانو لپاره داندېښنې وړ مسله ده ، خو وایي پښتو فلمونه بیا هم جوړیږي اؤ خلک یې ډیر‌ په مینه سینیماګانو کې ګوري.

فلمي ستوری طارق جمال هم وایي چې دا وخت په یو پښتو فلم جوړولو داوو میلیونو روپو نه واخله تر اتوؤ یا نهو میلینو روپو پورې مصرف کیږي خو وایي ددغه مصرف دبېرته راګرځولو لپاره دسینیماګانو شتون ډیر مهم دی.

دطارق جمال په خبره "چې سینیماګانې نه وي نو فلسماز به څنګه په فلم خرچه کوي ځکه چې هغه سره ویره وي چې سبا به خپلې پیسې څنګه راګرځوم؟"

فلمي ستوری شاهد خان وایي دپښتو فلم دبقاء لپاره ضروري ده چې ځاي پځائ وړې جدیدې سینیماګانې جوړې کړل شي اؤ دې لوري ته دحکومت په ځانګړي ډول دکلچر محکمې بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا ده.

په دې وړوکي اختر دفلمي ستورو ارباز خان اؤ جهانګیر خان نوی فلم "ته صرف زما یې" هم نندارې ته وړاندې کړل شوې.

دا فلم دپېښور دصابرینه سینیما ترڅنګ په سوات کې په سوات سینیما اؤ کراچۍ کې په افشین سینیما لګیدلی دی.

په وړوکي اختر راجوړېدونکې شوې اسټیج شوګانې

خو ارباز خان ددې نوي فلم جوړولو ترڅنګ د وړوکي اختر په مهال دپېښور په نشترهال کې دیوې سترې اسټیج شو جوړولو تابیا هم کړې ده.

د"فلمسټار میوزیکل شو" په نوم د وړوکي اختر په دویمه راجوړیدونکې دې اسټیج شو کې به دارباز خان ترڅنګ دپښتو فلمونو هیروین نازو خان اؤ ګڼ شمیر نور سندر غاړي هم برخه اخلي.

ارباز خان پخپله فیس بک پاڼه خپل مینه وال دخپل نوي فلم "ته صرف زما یې" اؤ "فلمسټار میوزیکل شو" کتلو ته رابللي د.

د پېښور نه بهر د صوابۍ په کونړ نیشنل پارک کې هم داختر په موقعه دیوې اسټیج شو تابیا شوې ده چې پکې به د فلمونو اؤ ډرامو وتلي هنرمندان محمد حسین سواتی،زرداد بلل ،نعیم مخلص اؤ ګڼ شمیر نور برخه اخلي.

زرداد بلل په ټولنیزو رسنیو خپله یوه ویډیو کې ویلي چې دا اسټیج شو به داختر د وړومبۍ ورځې نه پیل کیږي اؤ تر دریمې ورځې به دوام ولري.

هغه وایي که خلکو په دې شو کې خوښي ښکاره کړه نو بیا دوي اماده دي چې دا شو داختر څلورمې اؤ حتی پینځمې ورځې ته هم وغځوي.

دملیانو مزاحمت

د ډرامو اؤ فلمونو وتلی هنرمند طارق جمال وایي ، په کوهاټ سیمه کې هم فنکارانو دیوې کلتوري شو تابیا نیولې ده اؤ ځېنې فنکاران به دملک نه بهر هم په دې اختر شوګانې کوي.

طارق جمال وایي په چارسده کې دعابد په نوم یو هنرمند د ودونو دیو تالار دننه داختر لپاره داسټیج شو تابیا کړې وه اؤ دپولیسو دضلعي مشر دفتر ورته ددغه شو اجازه یا این او سي هم ورکړې وه خو وایي دوه ورځې وړاندې دعلاقي ملیان ددغه شو پرضد راپاریدل اؤ وي ویل چې هغوي به چاته دلته دشوګانو اجازه ورنه کړي.

طارق جمال وایي هرڅو که په دغه اسټیج شو کې ښځې فنکارې هم نه وې یوازې نارینه فنکارانو به پکې دخپل هنر ښودنه کوله خو وایي دسیمې دملیانو په فشار د چارسدې د ډي پي او دفتر ددغه شو این او سي یا اجازت نامه کینسل کړه اؤ اوس به دا شو نه کیږي.

ډیوه دچارسدې دپولیسو دمشر د نظر معلومولو لپاره هغه سره دټیلي فون دلارې دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه کامیابه نه شوه.

داختر نوې سندرې

دفلمونو اؤ اسټیج شو ګانو ترڅنګ په دې وړوکي اختر ګڼ شمیر مشهورو اؤ نوو پښتنو سندرغاړو خپلې نوې سندرې هم په ټولنیزو رسنیو ریلیز کړې دي.

وتلي سندرغاړي کرن خان ډیوه ته وویل نن داختر په سهار دهغه د اردو ژبې یوه نوې سندره ریلیز کیږي.

هغه وایي پښتنو ته یوازې داختر په موقعو نه بلکې ټول کال خپلې نوې سندرې وړاندې کوي اؤ پښتانه یې خوښوي چې دې دهغه حوصله لوړه کړې ده اؤ تر دې دمه یې ګڼ شمیر سندریز البمونه مخې ته راوړل .

دلیلي خان نوې سندره د "نن سبا" په نوم داختر په موقعه ریلیز شوې ده اؤ دجام بوایز په نوم د زلمیانو یوې ډلې د "مسافره "په عنوان خپله سندره خپره کړې ده.

ګڼ شمیر نورو نوؤ جینکو اؤ هلکانو سندرغاړو هم دبیلابیلو یوټیوب چینلونو دلارې په دې وړوکي اختر خپلې سندرې مخې ته راوړې دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00