د امریکې پوځي مامورینو اوکراین سره د اوږد مهاله ملاتړ ژمنه وکړه
د امریکې پوځي مامورینو د جمعې په ورځ په جرمني کې د غونډې په مهال ژمنه وکړه چې امریکا او اتحادیان به د ضرورت په ټول وخت کې روس خلاف د اوکراین مرسته کوي.
د جرمني په رېمسټاین پوځي مرکز کې د اوکراین د دفاع دپاره د رابطه ډلې یا د یوکرېن ډيفېسن کانټېکټ ګروپ، یو ډي سي، د غونډې وروسته د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن او د امریکې د جواېنټ چېفس اف سټاف چېرمېن جنرل مایک مېلي خبري کانفرنس ته وېنا وکړه.
په يوډي سي جي کې د نېټو ترڅنګ ۲۰ نور ملکونو شامل دي چې د اوکراین ملاتړ او د روس د یرغل ښکار ملک ته پوځي ساز او سامان او تربیت ورکوي.
اسټن وویل یو کال مخکې د يو ډي سي جي د جوړېدو راهسې ډلې اوکراین ته د ۵۵ بېلین ډالرو مالیت پوځي امداد ورکړی دی چې په کې د هوايي دفاعي نظام، توپخانه او مزایلې شامل دي.
په نژدو ورځو کې یو ډي سي جي اوکراین ته ۲۳۰ ټېنکونه او ۱۵۵۰ بکتر بند موټرې ورکړي دي.
اسټن د دې خبرې تصدیق هم وکړو چې اوکراین ته به د اکتوبر د میاشت پورې د امریکې جوړ ۳۱ اېبرام ټېنکونه هم ورکول کېږي.
د امریکې پوځي مامورینو ویلي ټېنکونه به لومړی جرمني ته لېږل کېږي چې اول په اوکرایني عسکر چل زده کړي او بیا يې د جنګ په مېدان استعمالولی شي.
جنرل مېلي وویل امې ون ای ون د دنیا بهترین ټېنکونه دي او د جنګ په مېدان به فرق وکړي. خو هغه زیاته کړه یوازې ټېنکونه د اوکراینیانو دپاره جنګ نه شي ګټلی.
اسټن وویل په یو ډي سي جي کې اوکراین ته د ګوله بارود رسد په زیاتولو هم خبرې وشوې.
اسټن وویل په غونډه کې د اوکران د دفاع وزیر د جنګ ورستی صورتحال او د بیړني ضرورتونو حال تېر کړو.
اوکرایني چارواکي د جنګي هوايي جهازونو هم غوښتنه کوي. جنرل مېلي وویل دا د تګلارې معامله ده او په دې اړه به سیاسي مشران فېصله کوي.
د کال ۲۰۲۲ د فېبرورۍ په میاشت کې په روس د اوکراین د یرغل شروع کېدو راهسې امریکې اوکراین سره د ۳۵ بېلین ډالرو مالیت پوځي امداد کړی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې کارله بېب د رپورټ نه اخیستل شوي دي