ملګري ملتونه وايي د طالبانو استازی آینده اونۍ کې د چین او پاکستان خارجه وزیرانو سره لیدلی شي
واشنګټن (روئټرز) - ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل یوې کمیټې د ګل/دوشنبې په ورځ په دې اتفاق وکړ چې د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي ته اجازت ورکړي چې راتلونکې اونۍ د افغانستان نه پاکستان ته سفر وکړي او هلته کې د پاکستان او چین له خارجه وزیرانو سره وګوري. دا خبره سفارتکارانو کړې ده. د ملګرو ملتونو د سېکوریټي کونسل د مخکینۍ فیصلې په بنیاد، د طالبانو په خارجه وزیر امیر خان متقي باندې د سفر بندیز لګول شوی او همدا راز فیصله کې ویل شوي چې د هغه اثاثې دې هم د کنګل کېدو هدف وګرځي. مګر په ملګرو ملتونو کې د پاکستان مېشن د دغه نړېوال تنظیم امنیت شورا ته چې پنځلس غړي لري، یو خط استولی او په هغه کې یې مطالبه کړې چې متقي ته دې د مې میاشتې له شپږمې تر نهمې (۶-۹) نېټې پورې "د پاکستان او چین د خارجه وزیرانو سره د ملاقات دپاره" د سفر استثنایي اجازت ورکړي. د پاکستان سفارتکارانو دا نه دي ویلي چې په دې ملاقاتونو کې به خارجه وزیران په څه باندې خبرې کوي، اما دا یې ویلي چې د متقي د سفر ټوله خرچه به پاکستان ورکوي. د چین او پاکستان چارواکو پخوا ویلي دي چې هغوی د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان ته د سي پېک په منصوبه کې د شاملېدو هرکلی کوي. افغانستان د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د تجارت او ټرانزیټ په اهمه لار پروت دی او د بلینونو ډالرو په ارزښت د منرالونو قدرتي ذخیرې لري. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې چې امریکایان او نور خارجي قواوې ووتلې، په افغانستان قبضه ولګوله. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا/سېکوریټي کونسل کمیټې تېره میاشت امیرخان متقي ته اجازت ورکړ چې ازبکستان ته سفر وکړي. هلته کې د افغانستان د ګاونډیو ملکونو او د روس او چین خارجه وزیرانو غونډه جوړه کړې وه او د امن، سولې، او استحکام په اړه یې خبرې کولې. بل اړخ ته د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش د ګل/دوشنبې په ورځ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په هکله یوه غونډه جوړه کړه چې د نهې/سې شنبې په ورځ به هم جاري وي. دې غونډه کې د افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو ځانګړي استازي هم شامل دي. ملګري ملتونه وایي، په دې ناسته کې په دې بحث کیږي چې د طالبانو سره به نړېواله ټولنه څه قسمه رویه کوي. د دوحې ناسته د بندو دروازو تر شا روانه ده او هلته د طالبانو استازي نشته دي. په غونډه کې د چین، فرانس، جرمني، هند، پاکستان، انډونېشیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغېزستان، ناروې، قطر، روس، سعودي عرب، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عرب اماراتو، برطانیې، امریکا، ازبکستان، یورپي اتحاد او د اسلامي همکاریو د تنظیم استازي ګډون لري.
امریکا د ترکیې د هغې دعوې تصدیق نه کوي چې وایي د داعش مشر یې وژلی دی
واشنګټن - امریکا تر دې دمه د ترکیې د هغې دعوې د تصدیق نه ډډه کړې چې وایي ترکي ځواکونو د شام په شمال کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې مشر وژلی دی. د ترکیې صدر رجب طیب اردوان دا دعوه د اتوار/یکشنبې په ورځ د خپل ملک د سرکاري تي وي، ټي آر ټي سره په مرکه کې وکړه او ویې ویل چې د داعش مشر ابو الحسین الحسیني القریشي د خالي/شنبې په ورځ، "په شام کې د ترکیې د قامي استخباراتي تنظیم د یو عملیات په لړ کې له منځه یووړل شو." د ترکیې رسنیو د هغه هېواد د امنیتي ذرائعو له قوله خبر ورکړ چې دغه عملیات د شام په شمالي ښارګوټي جندیرس کې ترسره شوي دي. جندیرس د هغو یاغي ډلو په لاس کې دی چې ترکیه یې ملاتړ کوي. ترکي رسنیو ویلي چې د داعش مشر له څه مودې راهېسي د ترکيې د څار لاندې و. یو امریکایي چارواکي، چې غوښتل نوم یې پټ وساتلی شي، وي او اې ته وویل چې تر اوسه واشنګټن هېڅ داسې څه نه دي لیدلي چې وښایي د داعش ډلې مشر دې په حقیقت کې وژلی شوی وي. دغه چارواکي وي او اې ته وویل: "مونږ نه شو کولی چې دا تصدیق کړو. تر دې ورهاخوا، مونږ سره داسې معلومات نشته چې دغه [د ترکیې] دعوې سره اړخ ولګوي." د داعش د اوسني مشر ابو الحسین په اړه، د هغه د کنیه یا لقب نه بغیر څه ډېر معلومات چا سره نشته دی. د هغه نوم اول ځل تېر د نوامبر میاشتې کې یاد شو، کله چې د داعش ترهګرې ډلې هغه په یو پیغام کې خپل نوی قائد معرفي کړ او اعلان یې وکړ چې د ډلې مخکېنی مشر ابوالحسن الهاشمي القریشي وژل شوی دی. امریکایي چارواکو وي او اې ته وویل چې ابوالحسین د مخکیني مشر سره فرق لري او هغه دا چې د داعش ډلې د بنسټ اېښودونکو څخه نه دی پاته شوی بلکې د نوي کهول مشرانو د ډلې دی چې د دغې ترهګرې ډلې تګلاره جوړوي. د تېر یو کال په ترڅ کې چې امریکا او د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو یو لړ عام رپوټونه خپاره کړي دي، دا څرګندوي چې د ابوالحسین غوندې د داعش مشران کوښښ کوي چې ځانونه ډېر مشهوره ونه ساتي او د داعش ضد عملیاتو نه ځانونه وساتي. د ۲۰۲۲ کال د اوایلو نه راپدیخوا تر اوسه د داعش ډلې لږترلږه دیارلس (۱۳) جګپوړي غړي یا وژلی شوي او یا نیولی شوي دي. همدا تېره میاشت د امریکا پوځي ځواکونو وویل چې د شام په شمال کې امریکایي عسکرو یوه حمله وکړه او د داعش ډلې یو اهم غړی عبدالهادي محمود الحاجي علي یې ووژلو. هغه په یورپ کې د حملو د منصوبه بندیو ذمه وار بلل کېدلو. ترکیې په داسې حال کې د داعش د مشر د وژلو دعوه کړې چې صدر رجب طیب اردوان د همدې میاشتې په انتخاباتو کې د بیا ټاکل کېدو کوښښ کوي.
ملګرو ملتونو له سودان څخه د ۸۰۰ زرو کسانو د تېښتې خبرداری ورکړی
د سودان په مرکز خرطوم کې په داسې حال کې د دوشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۱) د تازه نښتو راپورونه خپاره شوي چې ددغه هېواد دوو سیالو پوځي ډلو یوه ورځ وړاندې ژمنه وکړه چې د ۷۲ ساعتونو دپاره د اوربند موده غځوي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
افغانستان کرکټ بورډ دوه نوي هندي روزونکي وګمارل
د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه مۍ لومړۍ (غوايي۱۱) اعلان وکړ چې د افغانستان د ملي لوبډلې او داخلي لوبغاړو د صحي روزنې لپاره یې دوه نوي هندي روزونکي مندیپ سینګ او راجېش چوهان ګمارلي دي.
سپینې خبرې
د بشري حقونو د څار ادارې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د غونډې له ګډون کوونکو څخه غوښتي چې افغانستان کې د بشري حقونو په مسایلو پورې اړوند بحث کې خپل دریځ قوي وساتي. تاسو دغه غونډه څنګه ارزوئ؟
امریکا: په افغانستان کې د دیني ازادیو وضعیت خراب دی
په نړۍ کې د مذاهبو د ازادۍ په چارو کې د متحدو ایالتونو کمېسیون په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ادیانو او مذاهبو د ازادۍ وضعیت په دوامداره ډول خراب شوی.
د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه
په قطر کې نن او سبا د افغانستان د وضعیت د ارزولو دپاره نړیواله غونډه راسپړو. بل پلو سودان ته طبي لمړنۍ نړیوالې مرستې ورسېدې. ددې هیواد جګړې د زرګونو ملکي خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کړی چې پکې خوارځواکه سوډاني ماشومان هم شامل دي. افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ۱۷سلنه زیاتوالی څیړو خو دغه هیواد ته بیا د افغانستان صادرات ډېر نه دي. علت یې څه دی؟ دا به په رپوټ کی وګورئ.
امريکايي رپورټ: تېرکال په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ حالات نور خراب شوي وو
د یو اېس سي ايي ار اېف رپورټ ته د پاکستان رد عمل لا مخې ته نه دی راغلي خو پاکستاني حکومتونه عموماً دا خبره ردوي چې په ملک کې يې د اقلیتونو مذهبي ازادۍ چقول کېږي
امریکا کې د موندل شويو ډیناسورانو اسکلیټ په شپږ میلیون ډالرو وپلورل شو
د امریکا د متحدو ایالتونو د مونټانا او وایومنګ په ایالتونو کې د موندل شویو دریو ډیناسورانو له هډوکو جوړ اسکلیټ په سویس کې په ۶.۱ میلیون ډالرو وپلورل شو.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
اوزبیکستان په ټولپوښتنې کې د ولسمشر د واک او کاري مودې زیاتول تائید کړل
په اوزبیکستان کې په قاطع اکثریت سره د ولسمشر شوکت میرضیایوف د واک د غځولو لپاره د اساسي قانون تعدیل تائید شو.
د کرکټ لوبغاړی جېسوال له بې کورۍ څخه د آی پي ایل تر اتلولۍ څنګه ورسېد؟
ياشاسوي جېسوال یو وخت په خیمه کې ژوند کاوه او په لاس ګاډي کې یې خواړه پلورل خو اوس د هند غوره ليګ سياليو (ای پي ایل) تکړه لوبغاړی دی.
امریکايي چارواکی وايي د اېمېګرېشن کېسونو به په چټکتیا فېصله کولی شي
مایورکس د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اېن بي سي ميټ دي پرېس پروګرام ته وویل امریکې ته رارسېدونکي کورنۍ به د اېميګرېشن قانون د نافذ کولو په عمل کې شاملول کېږي او که د مرستې دپاره خواست کوي نو په خواست به يې فېصله په چټکتیا کولی شي
فریډم نېټ ورک: پاکستان کې په جرنلسټانو د بريدونو او ګواښونو 140 پېښې رپورټ شوي
د فريډم نېټ ورک ترمخه د ملک پلازمينه اسلام اباد د جرنلسټانو دپاره تر ټولو خطرناک ګرځېدلی او په 140 پېښو کې په اسلام اباد کې 56 پېښې رپورټ شوي دي، په دويم نمبر پنجاب کې 35 او په سيند صوبه کې 32 پېښې مخې ته راغلي، په خېبرپښتونخوا کې 13 او بلوچستان کې درې پېښې رپورټ شوي دي.