شاته

امریکا: په افغانستان کې د دیني ازادیو وضعیت خراب دی 

په نړۍ کې د مذاهبو د ازادۍ په چارو کې د متحدو ایالتونو کمېسیون په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ادیانو او مذاهبو د ازادۍ وضعیت په دوامداره ډول خراب شوی.

د کمېسیون په تازه راپور کې راغلي دي‌ چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته «جابرانه» او «له تعصب» څخه ډکه واکمني کړې ده او دا اوسنۍ واکمني یې د ۱۹۹۶-۲۰۰۱ د واکمنۍ سره توپېر نلري. وايي طالبانو د همه شمول حکومت د جوړولو او تغیراتو راوستلو په برخو کې هم په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

راپور وايي چې د اسلام په اړه د طالبانو سخت دریځ په افغانستان کې د اقلیتونو، ښځو، «همجنسبازانو» او داسې نورو ډلو مذهبي او فکري ازادي ځپلې او تر پښو لاندې کړې ده.

په مذهبي چارو کې د امریکا دغه کمېسیون نه دي ویلي چې په افغانستان کې «څومره همجنسبازان» شته او یا وو. د دوی راپور دا هم وايي چې د اسلام په اړه د طالبانو سخت تعبیر د [شیعه مسلمانانو] په څېر د هغو خلکو ازادي هم تر پښو لاندې کړې ده چې اسلام بل ډول تعبیر او تفسیر کوي.

د دغه کمېسیون په تازه راپور کې دا هم ویل شوي چې طالب مشرانو یو لړ فرمانونه، چې یوازې طالبانو ته د منلو دي، خپاره کړي او دغو فرمانونو په مشخص ډول د ښځو ازادي په نښه کړې چې د ښځو په سفر، جامو اغوستلو په ډولونو او زده کړو یې بندیزونه لګولي او ورزشي کلپونو ته یې ورتګ، د کار کولو حق او صحي وقایه هم محدود کړي دي.

دا هغه فردي او بشري ‌ازادۍ وې چې په تېرو شاوخو دوو لسیزو کې ښځو او نجونو [په جمهوریت کې] په افغانستان کې لرلې. کمېسیون وايي چې د «طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر» وزارت هم له خلکو سره «بد او سخت چلند» کړی دی.

په راپور کې همدغه راز یادونه شوې ده چې طالبانو د مذهبي‌ اقلیتونو او توکمونو د ساتنې ژمنه کړې وه خو حکومت یي د افراطي اسلامي ډلو لکه د طالبانو او داعش-خراسان څانګې له بریدونو څخه خلک ونشول ساتلای او یا یې لیوالتیا نلرله. راپور د اپریل په میاشت کې په کابل کې د «خلیفه صاحب» په خانقاه او په کندز کې د مولوي سکندر په خانقاه باندې بریدونه یاد کړي چې په کې شاوخوا ۸۰ تنه ووژل شول.

په نړۍ کې د دیني ازادۍ په چارو کې د متحدو ایالتونو کمېسیون وايي طالبانو په افغانستان کې مسیحیان، احمدیان او دا ډول ځینې نورې مذهبي ډلې قصدا په نښه کړي‌ او له هغوی سره یې له تعصب څخه کار اخیستی او یا یې موجودیت نه مني.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمن کېدو وروسته ژمنه کړې وه،‌ چې د افغان سیکانو او هندوانو ساتنه به کوي، خو له بریدونو وروسته، دا خلک د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې له افغانستان څخه ووتل او دا مهال یې شاوخوا ۱۰۰ تنه د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې پاتې دي.

وړاندیزونه

دې کمېسیون وړاندیز کړی چې د دیني ازادیو څخه د روانې او سیستماتیکې سرغړونې له کبله د طالبانو تر واک لاندې افغانستان باید «د ځانګړې اندېښنې وړ هېواد» وګڼل شي.

دغه کمېسیون همدغه راز د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې افغانانو او په ځانګړي ډول مذهبي اقلیتونو ته د ویزو او له افغانستان څخه د وتلو اسانتیا برابره کړي. کمېسیون وايي چې باید له طالبانو سره د دیني او عقیدتي ازادیو په اړه خبرې وشي او د داعش او طالبانو له لوري دومداره تربګنۍ باید په ښکاره وغندل شي. وايي باید د طالبانو په مشرتابه باندې له دې پلوه ډېر ټېنګار وشي او هغوی چې سرغړونه کوي،‌ باید له بندیزونو سره مخامخ شي.

دغه کمېسیون د امریکا له کانګرس څخه غوښتي دي چې ددیني اقلیتونو پیروانو ته، چې د طالبانو له لوري له خطر سره مخامخ دي، د ځانګړو ویزو د دویم لومړیتوب پروګرام دې په قانوني شکل رامنځ‌ ته کړي. دا پروګرام د هغو خلکو لپاره دی چې ځانګړی حالت ولري او کولای شي چې له دې لارې په موقت ډول په امریکا کې استوګن شي.