شاته

ملګري ملتونه وايي د طالبانو استازی آینده اونۍ کې د چین او پاکستان خارجه وزیرانو سره لیدلی شي

واشنګټن (روئټرز) - ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل یوې کمیټې د ګل/دوشنبې په ورځ په دې اتفاق وکړ چې د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي ته اجازت ورکړي چې راتلونکې اونۍ د افغانستان نه پاکستان ته سفر وکړي او هلته کې د پاکستان او چین له خارجه وزیرانو سره وګوري. دا خبره سفارتکارانو کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سېکوریټي کونسل د مخکینۍ فیصلې په بنیاد، د طالبانو په خارجه وزیر امیر خان متقي باندې د سفر بندیز لګول شوی او همدا راز فیصله کې ویل شوي چې د هغه اثاثې دې هم د کنګل کېدو هدف وګرځي.

مګر په ملګرو ملتونو کې د پاکستان مېشن د دغه نړېوال تنظیم امنیت شورا ته چې پنځلس غړي لري، یو خط استولی او په هغه کې یې مطالبه کړې چې متقي ته دې د مې میاشتې له شپږمې تر نهمې (۶-۹) نېټې پورې "د پاکستان او چین د خارجه وزیرانو سره د ملاقات دپاره" د سفر استثنایي اجازت ورکړي.

د پاکستان سفارتکارانو دا نه دي ویلي چې په دې ملاقاتونو کې به خارجه وزیران په څه باندې خبرې کوي، اما دا یې ویلي چې د متقي د سفر ټوله خرچه به پاکستان ورکوي.

د چین او پاکستان چارواکو پخوا ویلي دي چې هغوی د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان ته د سي پېک په منصوبه کې د شاملېدو هرکلی کوي.

افغانستان د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د تجارت او ټرانزیټ په اهمه لار پروت دی او د بلینونو ډالرو په ارزښت د منرالونو قدرتي ذخیرې لري. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې چې امریکایان او نور خارجي قواوې ووتلې، په افغانستان قبضه ولګوله.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا/سېکوریټي کونسل کمیټې تېره میاشت امیرخان متقي ته اجازت ورکړ چې ازبکستان ته سفر وکړي. هلته کې د افغانستان د ګاونډیو ملکونو او د روس او چین خارجه وزیرانو غونډه جوړه کړې وه او د امن، سولې، او استحکام په اړه یې خبرې کولې.

بل اړخ ته د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش د ګل/دوشنبې په ورځ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په هکله یوه غونډه جوړه کړه چې د نهې/سې شنبې په ورځ به هم جاري وي. دې غونډه کې د افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو ځانګړي استازي هم شامل دي. ملګري ملتونه وایي، په دې ناسته کې په دې بحث کیږي چې د طالبانو سره به نړېواله ټولنه څه قسمه رویه کوي.

د دوحې ناسته د بندو دروازو تر شا روانه ده او هلته د طالبانو استازي نشته دي. په غونډه کې د چین، فرانس، جرمني، هند، پاکستان، انډونېشیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغېزستان، ناروې، قطر، روس، سعودي عرب، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عرب اماراتو، برطانیې، امریکا، ازبکستان، یورپي اتحاد او د اسلامي همکاریو د تنظیم استازي ګډون لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00