شاته

افغانستان کرکټ بورډ دوه نوي هندي ‌روزونکي وګمارل 

د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه مۍ لومړۍ (غوايي۱۱) اعلان وکړ چې د افغانستان د ملي لوبډلې او داخلي لوبغاړو د صحي روزنې لپاره یې دوه نوي هندي‌ روزونکي مندیپ سینګ او راجېش چوهان ګمارلي‌ دي.

دا دوه نوي هندي روزونکي به د افغانستان «د ملي کرکټ اکاډمۍ اړوند د لوبغاړو د ظرفیت لوړونې څانګې» کې کار کوي.

افغان کرکټ بورډ څه موده مخکې دوه پاکستاني روزونکي رانا نویدالحسن او عمران فرحت هم په دغې څانګې کې د روزونکو په توګه وګمارل. نوید الحسن د پاکستان پخوانی تېز توپ اچوونکی او فرحت پخوانی توپ وهونکی دي.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې «منديپ سینګ، چې د ماسټرۍ ترکچې زده کړې او له ۱۳ کالو ډېره تجربه لري، د فیزیوتراپسټ او راجیش چوهان چې د زمبابوې، مالیزیا، سنګاپور، راجستان رایلز او ګڼ شمېر نورو لوبډلو سره د دندې تجربه او لوړې زده کړې لري، د فزیکي تکړښت د روزونکي په توګه» کار کوي.

اعلامیه وايي چې دوی دواړه د ځینو هېوادونو د کرکټ له لوبډلو او بېلابېلو اکاډمیو سره هم کاري تجربې لري.

دا دوه هندي روزونکي به لوبغاړو ته د توپ وهنې او توپ اچونې او یا فیلډینګ په برخو کې روزنه نه ورکوي، بلکې د دوی سر او کار به د لوبغاړو د فزیکي وړتیا او صحت له ښه والي سره وي. د افغانستان د کرکټ په ملي اکاډمۍ کې د ملي لوبډلې، د ۱۹ کلنو او دا ډول یو شمېر نور داخلي لوبغاړي لوبې او تمرین کوي.

د کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې «له دغو ګمارنو سره به د افغانستان کرکټ بورډ په دې وتوانېږي چې لوبغاړي د درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته ونه لېږي او په هېواد کې د ننه به یې بشپړه درملنه وکړي چې ورسره به زیات شمېر مصارف کم شي او د پیسو په سپما کې به اغېزمن رول» ولوبوي.

معلومه نه ده چې دوی به کله په کابل کې خپلې دندې پیلوي او له دوی سره د شوي قرارداد ډېر جزیات هم نه دي اعلان شوي.