شاته

امریکا کې د موندل شويو ډیناسورانو اسکلیټ په شپږ میلیون ډالرو وپلورل شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د مونټانا او وایومنګ په ایالتونو کې د موندل شویو دریو ډیناسورانو له هډوکو جوړ اسکلیټ په سویس کې په ۶.۱ میلیون ډالرو وپلورل شو.

د شاوخوا ۶۵ میلیونه کالونو دا زاړه هډوکي په نهو لویو کارتنونو کې له امریکا څخه په سویس کې د زوریخ د داوطلبۍ بازار ته لیږدول شوي دي.

دا اسکلیټ د یو امریکايي وګړي له خوا په شخصي توګه پلورل شوی چې نوم یې ندی ښودل شوی او په اروپا کې د عصري هنرونو او ډیناسورانو سره د تړلیو اثارو یو راټولوونکي پېرلی دی.

دا څلور متره لوړ او ۱۲ متره اوږد اسکلیټ په نړیواله کچه د ډیناسورانو درېیم اسکلیټ دی چې په بازار کې پلورل کیږي. دا ډول یو اسکلیټ په ۱۹۹۷ کې په ۸.۴ میلیون ډالر او په ۲۰۲۰ کې یې یو بل په نږدې ۳۲ میلیون ډالرو وپلورل شو.

په سویس کې د تازه پلورل شوي ډیناسورانو د اسکلیټ هډوکي د امریکا د وایومینګ او مونټانا په ایالتونو کې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کالونو ترمنځ د ځمکې د کیندنو پر وخت موندل شوي دي.

یو شمېر کارپوهانو په بازار کې د ډیناسور د هډوکو د پلورلو سره مخالفت ښودلی. د مریلنډ د پوهنتون د هډوکو استاد توماس هولټز د څو مختلفو ډیناسورانو هډوکي یو ځای کول او ورڅخه یو اسکلیټ جوړول هم "غلط او ګمراه کوونکی" کار بولي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د ډیناسور د هډوکو دا ډول شخصي سوداګري به دغو اثارو ته د څیړونکو لاسرسی محدود او ساینس ته زیان پېښ کړي.

خو ددې اسکلیټ د داوطلبۍ د بازار کارکوونکي وايي، د هډوکو په یو ځای کولو او د اسکلیټ په جوړولو کې استعمال شوی مهارت د پام وړ دی. د زوریخ د داوطلبۍ د بازار کارکوونکي کرسشن لینک وايي، په نړۍ کې د ډیناسورانو د موندل شویو هډوکو ۹۵ سلنه دا وخت په موزیمونو کې دي.