ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا د لویو احتمالي جګړو د چمتوالي په هدف د درندو وسلو تولید زیاتوي

د متحدو ایالتونو د وسله وال پوځ عمومي لوی درستیز د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) خبرداری ورکړ که متحده ایالات له یو ستر قدرت سره په جګړه کې داخل شي، د درندو وسلو استفاده به فوق العاده زیاته وي.

30.03.2023 امریکا غږ

د عربي متحده اماراتو ولسمشر خپل مشر ځوی د ابوظبي ولیعهد وټاکه

واشنګټن – د عربي متحده اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زید النهیان خپل مشر ځوی شیخ خالد د ابوظبي ولیعهد ټاکلی او خپل ورونه یې هم په لوړو دندو ګمارلي. دغه خبر د یاد هېواد دولتي رسنۍ د شورو یا چهارشنبې په ورځ ورکړی. شیخ محمد تېره کال ولسمشر او د ابوظبي واکمن شو. نوموړی تر هغې مخکې د کلونو لپاره د امریکا د متحد اوپېک د تېلو تولیدونکی و. شیخ محمد خپل ورور شیخ منصور خپل مرستیال او شیخ محمد بن راشد المکتوم د دوبۍ واکمن ټاکلی. دا ټاکنې ښيي چې په ابوظبي کې واک نور هم مرکزي شو. په عربي متحده اماراتو کې چې د تېلو څخه یو ډېر بډایه هېواد دی اوه امارتونه دي او سیاسي‌ سرښار یې ابوظبي ده. دوبۍ بیا د خیلج د سوداګرۍ او سیلګرۍ مرکز دی. شیخ محمد خپل ورونه شیخ تهنوم بن زید النهیان او حضا بن زید النهیان د ابوظبي مرستیال وکمنان ټاکلي. شیخ تهنوم همدارنګه د عربي‌ متحده اماراتو د ملي امنیت سلاکار دی او د دغه سلطنت د سوداګرۍ چارې کنټرولوي. په اروپايي کاونسل کې یو څېړونکي سیزیا بیانکو په ټویټر لیکلي، چې "شیخ محمد د خپلو ورونو په ټاکلو سره د قدرت شریکولو توازن وساته خو یواځې د ابوظبي په النهیان په قبیله کې." د ولیعهد په توګ د شیخ خالد ټاکل په عرب خلیج کې د اکثرو شاهي دولتونو یو دود دی چې غواړي د ورونو په پرتله یې واک نیغ په نېغه ځامنو ته ولاړ شي لکه د سعودي‌عربستان په‌ څېر. په ابوظبي کې ولسمشر د عربي متحده اماراتو له جوړېدو راهیسې یعنې کله چې د شیخ محمد پلار په ۱۹۷۱ کې عربي متحده امارات سره راټول کړل موجود وي.‌ څېړونکي وايي،‌ شیخ محمد چې په MbZ باندې مشهور دی خپل ځوی په امنیت، استخباراتو،‌ اقتصاد او‌ حکومت کې په بېلابېلو څوکیو باندې ځلولی دی. شیخ محمد د کلونو لپاره د خپل ورور لپاره د واکمن په توګه کار کاوه څوک چې په تېرې مې میاشت کې مړ شو. هغه په منځني ختیځ کې له بحرین سره یوځای په ۲۰۲۰ کال کې له اسرایلو سره اړیکې نورمالې کړې تر څو د ایران پرضد یو نوی بلاک جوړ کړی خو لا تر اوسه هم له تهران سره د فشارونو په کمولو باندې کار کوي او پام یې اقتصادي‌ لومړیتوبونو ته دی. عربي متحده امارات همدارنګه له روس او چین سره ژورې اړیکې لري. د لسو میلیونو وګړو دغه هېواد خپل سیاسي او اقتصادي‌ ثبات خپل ویاړ بولي.‌ د دغه هېواد خلک د ټولې نړۍ په پرتله تر ټولو زیاتې پیسې ګټي او په میلیونونو بهرنیان ورته د کار کولو لپاره ورځي.   

30.03.2023 ډیوه

لکي مروت: په وسله وال بريد او چاودنه کې د پوليسو يو افسر او درې سپاهيان وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې د شپې ناوخته د پوليسو په تاڼه وسله وال برید او بيا چاودنه کې د پوليسو يو افسر او درې سپاهيان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

30.03.2023 ډیوه

چین:د امریکا د استازو مجلس له مشر سره د تایوان د مشرې ملاقات پارونکی دی؛ امریکا:ندی

چین د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) ژمنه وکړه که د تایوان ولسمشره متحدو ایالتونو ته په خپل سفر کې د امریکا د استازو مجلس له رئیس سره ملاقات وکړي، بیجینګ به هم لاس پکار شي.

30.03.2023 امریکا غږ

د هوايي شرکتونو ټولنې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د ۲۹۰ میلینه ډالرو د بندېدو له امله ښايي دغه هېواد ته الوتنې بندې کړي

 واشنګټن – د هوايي شرکتونو نړیوالې ټولنې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړی چې بهرني هوايي شرکتونه ښايي له اقتصادي‌ ستونزو سره مخ پاکستان کې خپل عملیات ودروي ځکه دوی ته د پيسو په ورکولو کې خنډونه رامنځ ته شوي.‌ د نړیوالو شرکتونو سوداګریزې ټولنې په یو بیان کې ویلي، چې پاکستان له بهرنیو شرکتونو څخه د جنورۍ راهیسې ۲۹۰ میلیونه ډالره پوروړی دی، چې دا له نایجیریا وروسته د هوایي شرکتونو د پورونو دوهمه لویه اندازه ده. د نړیوالو شرکتونو د ټولنې سیمیز مرستیال مشر فېلېپ ګاه وویل، "که چېرې دا حالات دوام وکړي چې په یو هېواد کې د عملیاتو اقتصادي اړخ بې ثباته کېږی نو دا تمه کېدای شي چې هوايي شرکتونه خپلې قیمتي الوتکې په نورو هغو ځایونو کې وکاروي چې غوره‌ پایلې ولري." هغه زیاته کړه، ورجن اټلانټېک اېروېز په دې وروستیو کې پاکستان ته خپلې الوتنې بندې کړې دي. د پاکستان د ملکي‌ زر مبادلې کچه په دې وروستیو کې ۴.۶ بیلینه ډالرو ته غورځېدلې چې په سخته د څلورو اونیو د وارداتو یا درامداتو لپاره هم کافي نه ده. له دې سره مرکزي بانکونو ته ستونزمنه شوې چې له هېواد څخه د باندې ډالر واستوي. د هوايي شرکتونو نړیوالې ادارې ویلي، د پاکستان فارن ایکسچینج کنټرول د بهرنیو کمپنیو هغه وړتیا اغیزمنوي چې خپلې پیسې ترلاسه کړي او بیا پرې خپل میاشتني بېلونه ورکړي.‌ دوی ویلي، د ځینو هوايي شرکتونو د ۲۰۲۲ کال د سودا پیسې لا تر اوسه هم په پاکستان کې بندې پاتې دي او زیاتوي،‌ چې د پيسو ترلاسه کول سخت شوي او پروسه یې اوږده شوې.‌ په پاکستان کې د شهباز شریف حکومت د نړیوالې مالیاتي‌ ادارې یا آی ایم اېف سره په خبرو بوخت دی چې پاکستان ته د هغوی د ۲۰۱۹ کال د تړون له مخې د ۶.۵ بیلینه ډالرو پور د ورکړې بهیر بېرته پیل شي. ټاکل شوې وه چې آی اېم اېف په نومبر کې ۱.۱ بیلینه نور ډالره پاکستان ته پرېږدي خو تر اوسه یې دا نه دي کړي او وایي، چې پاکستان باید لومړی منل شوي مالي اصلاحات راولي. د آی اېم اېف پیسې د دې لپاره هم ضروري دي چې د پیسو د نورو بهرنیو سرچینو مخه هم پرانیزي تر څو پاکستان بهر ته د خپلو پورونو د ورکړې ناسم حالت بېرته سم کړي.‌ چین، سعودي عرب او عربي متحده امارات د هغو ګڼو هېوادونو په ډله کې دي چې ژمنه یې کړې چې له پاکستان سره به د پيسو د ورکړې په بهیر کې مرسته وکړي. ښاغلي ګاه د ۲۲۰ میلیونو وګړو دغه هېواد د هوايي شرکتونو لپاره یو له چلنج نه ډک چاپیریال وباله. دا مهال ۲۸ بهرني هوايي شرکتونه پاکستان ته الوتنې کوي.‌ د هوايي شرکتونو د نړیوالې ادارې لخوا یوه شوې څېړنه وايي، چې پاکستان کولای شي تر ۲۰۳۸ کاله پورې هوايي سفرونه ۳۵ میلیونو ته ورسوي چې دا مهال یولس میلیونه دي او له دې سره به بیا ددغه هېواد له جي ډي پي سره ۹.۳ بیلینه ډالره مرسته وشي او اته لکه دندې یا کارونه به ورسره پیدا شي.‌ خو انتقاد کونکي‌ وايي، چې د پاکستان حکومتونو د هوايي چلند دې صنعت ته خاص پام نه دی اړولی. په پاکستان کې د بهرنیو اسعارو کموالی او د کلدراې بې قدره کېدو هم دغه ډګر ځپلی دی.‌ د موټر جوړولو ګڼو کمپنیو د اقتصادی ستونزو له امله د موټرو تولید درولی دی.‌ پاکستان زیاتره په وارداتو تکیه لري، لکه خام توکي چې د درملو جوړولو او د جراحۍ د پیچلو وسایلو لپاره اړین دي، خو د طبي سامان الاتو د رسولو بهیر دا مهال له ستونزو سره مخ دی.          

30.03.2023 ډیوه

واشنګټن کې د ډیموکراسۍ د سرمشریزې پیل پر اوکراین متمرکز دی

په روانه اونۍ کې د ډیموکراسۍ تر عنوان لاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د سرمشریزې پیل په اوکراین متمرکز دی.

29.03.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

29.03.2023 امریکا غږ

بلینکن: د افغان ښځو او نجونو حمایت ته ژمن یو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو حمایت او په نړۍ کې جنسیتي مساواتو ته ژمن دی.

29.03.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

29.03.2023 امریکا غږ

پاکستان نژاد حمزه یوسف د سکاټ لېنډ لومړی وزیر منتخب شو

ای پي وايي درې واړه سیاسیتدانان د برطانيې په سیاست کې د زیاتېدونکي تنوع عکاسي کوي او د ملک نوابادیاتي ماضي په ځینو وختونو کې په غیريقیني او دردونکي ډول د ملک د ګڼ نسلي موجوده وخت سره رایوځای کوي

29.03.2023 ډیوه

د طالبانو نه ليدل کېدونکی مشر په افغانستان کې بې ساری طاقت لري

واشنګټن ـــ د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په سرکاري توګه د افغانستان د اسلامي امارت او د مومنانو امير او د قران او حديث شيخ بلل کيږي. د هغه وينا که په ليکلې بڼه وي که په ويلو پخپل ځای لوی قانون دی او سملاسي پرې په داسې هېواد کې عمل کيږي چې ايين نه لري او د امير د حکم د منلو نه څوک انکار نه شي کولی. د څو لوړپوړو طالبانو مشرانو دعوه ده چې دوی پخپلو سترګو ليدلی ګنې د عمر په اويا کلنۍ کې اخوندزاده د افغانانو او نړۍ د پاره يو راز دی ځکه چې کوم سړی په افغانستان راج کوي نه يې څوک ويني، نه منتخب دی او نه چاته جوابده دی. په ميډيا کې يو داسې تصوير ګرځي چې باور کيږي د هبت الله اخوند دی او د نوي په لسيزه کې اخستل شوی. ويل کيږي چې د تورې اوږدې ږيرې دا عکس د پاسپورټ جوړولو د پاره هغه ويستلی وو خو دا هم په سرکاري توګه تايد شوی نه دی. دې مياشت اخوندزاده چې د طالبانو په وينا په کندهار کې اوسي امر کړی د هغه نه پرته به بل هيڅ څوک نه دولتي مځکه تقسيموي او نه خرڅوي چې د هېواد ټوله بيوراکريسي يې تر کابله بې واکه کړې ده. د طالبانو په واک کې د وزيرانو او قاضيانو د ټاکلو نه واخله تر ولسوال د ګمارلو پورې هر څه د اخوند په خله کيږي. کله به افغانو جينکو ته پوهنځيو ته د تګ او ښځو ته د کار کولو اجازت ورکول کيږي دا به يواځې د اخوند ذاده په خوښه کيږي. د طالبانو د معدنياتو وزير شهاب الدين دلاور يو افغان خبريال ته د اخوندزاده د کريشمې په اړه ويلي: “وړومبی خو دا چې هغه د الله نه وېرېږي، دويم دا چې هغه په احاديثو پوهيږي او د قران بيانوونکی دی. هغه فقيه دی او په دې تېر جهاد کې د هغه زوي د ځانمرګۍ قرباني ورکړه چې دی پخپله امير وو”. د هغه د زوي چې ځانمرګی بريد يې کړی پېژندګلو نه ده شوې او نه د هغه د نورې کورنۍ په اړه معلومات شته خو ويل کيږي چې دوې ښځې لري او يوولس بچي يې دي خو د دې هم تايد لا ترديد په سرکاري توګه نشته. د امير په حيث د هغه ټاکل د نارينه طالبانو يوې شورا په کال 2016 کې د پخواني امير اختر محمد منصور د وژنې وروستو وکړو چې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د امريکايي ډرون په بريد کې په نخښه شوی وو. طالبان وايي د شورا پرېکړه د امير په ټاکلو کې جايز ده ځکه د اسلامي حکم سره سم د امير بيعت کيږي. په نيويارک کې د قرطبه هاوس صدر او فقيه امام فيصل عبدالروف وايي وړاندې به مسلمانانو فقهاوو ويل د امير د ټاکلو وروستو به هغه د خپلو خلکو تايید حاصلوي. روف وايي: “نن ډېر د عصر فقها دا ګڼي چې جمهوري انتخاب د بيعت بديل دی. د بيعت نه پرته به د امير نور خصوصيات هم وي. هغه به ريښتونی او پرهېزګار وي”. د طالبانو د حکومت د ليکلي قانون د نشتوالي له کبله دا نه ده معلومه چې تر څو به يو امير په اختيار کې وي، ايا هغه به بدلېدلی شي او ايا هغه خپل ځایناستی هم ټاکلی شي؟ په نړيواله کچه د طالبانو حکومت په رسميت څوک نه پېژني او نه يې مسلمان هېوادونه مني بلکې د افغانستان دننه او بهر افغانان د اخوند ذاده حکومت زورواکه او غير قانونه رجيم بولي. کله چې دا پوښتنه د بي بي سي خبريال د طالبانو د وزير خارجه امير خان متقي نه وکړه چې منتخب حکومت نه لري نو هغه وويل هر يو هېواد خو هم انتخابونه نه کوي او افغانستان دغه رنګ يو هېواد دی.  شمالي کوريا، شام او سعودي عرب داسې هېوادونه دي چې د زورواکه او غير منتخب حکومتونو په نوم پېژندل کېږي، هغلته انتخابونه نه کيږي. د اخوندزاده تر واک لاندې افغانستان نن هيڅ اداره نه لري، ايين معطل دی، ملي سرود بند دی، د بشري حقونو څانګه تړل شوې او پارلمان او د انتخاباتو اداره ختم کړل شوي دي.

29.03.2023 ډیوه

صدر بایډن د جمهوریت په موضوع د نړیوالې غونډې پرانېسته کوي

صدر بایډن او د جنوري کوریا صدر یون سک یوېل د سمېټ د شروع کېدو دپاره په مشترکه بیان کې وویل د داسې شفاف او احستاب ته د حاضر حکومتدارۍ د جوړول د وخت ضرورت دی چې د ولس ملاتړ ورسره وي

29.03.2023 ډیوه

څېړونکي: د ټي ټي پي سره نورې ډلې يو ځای کېدل به رياست ته دغه چېلنج نور سېوا کړي

څېړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې د وړاندې نه موجودې وسله والې ډلې د خپل وجود په ځای ساتلو دپاره په تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] کې شامليږي، دوی وايي دې سره به د لاقانونه ګرځول شوې ډله تحريک طالبان پاکستان نور هم پياوړې شي او د رياست پرضد خپل عمليات نور سېوا کړي.

29.03.2023 ډیوه

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ د آشنا تلوېزیون د چهارشنبې په خپرونه کې د تعلیم د فعال مطیع الله ویسا د خوشې کولو لپاره د روانو هڅو، دډېموکراسۍ د نړیوالې سرمشریزې او د امریکا په ورجېنیا ایالت کې د یوه لوي جومات د پرانېستل کېدو په اړه مهم رئپوټونه خپرېږي.

29.03.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

29.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more