ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د امریکاغږ اشنا پدې خبري خپرونه کې د افغانستان پر وضعیت د ملګروملتونو راتلونکې غونډې په غبرګونونو او تبصرو راپور لرو. د «طالبانو بیا راتګ» په نوم د کتاب د لیکوال سره ځانګړې مرکه خپرو او په لندن کې د افغانانو په ګډون د مسلمانانو اختریزې مېلې جزیات وړاندې کوو. د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

30.04.2023 امریکا غږ

پاکستاني پولیسو په یو ماشوم باندې د 'جنسي تېري' په تور دوه ملایان نیولي 

د پاکستان د پنجاب په ایالت کې پولیس چارواکي وايي د یوې مدرسې دوه ملایان یې په یو ۱۰ کلن ماشوم باندې د جنسي تېري په تور نیولي دي. 

30.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

30.04.2023 امریکا غږ

هند کې د نامعلومه ګېس له امله یوولس تنان مړه شوي دي

واشنګټن  (اې پي)  - د هند ځایي رسنیو خبر ورکړی چې د هغه هېواد په پنجاب صوبه کې د ګېسو د لیکېدو یا خورېدو له کبله یوولس (۱۱) تنه مړه شوي او څلور تنه هسپتال کې بستري شوي دي. دا پېښه د پنجاب د لوډیانه ښار په یوه صنعتي سیمه کې شوې ده. پولیسو د پرېس ټرسټ آف انډیا خبري رسنۍ ته ویلي دي، تر اوسه معلومه نده چې ګېس له کومه ځایه خور شوی. د هند د آفتونو د مقابلې قامي ادارې د پېښې سیمه چې ډېر خلک هم په کې اوسېدل، کلابنده کړې او له هغه ځایه یې خلک اېستلي دي. په رپوټونو کې د آفتونو د مقابلې قامي ادارې له قوله ویلی شوي چې چارواکي کوشش کوي د خور شوي ګېس ډول معلوم کړي. د لوډیانه ډېپټي کمېشنرې سورابهي ملک، پرېس ټرسټ آف انډیا ته ویلي چې ممکن دا ګېس د مېن هولونو یا هغو سوریو نه راوتلي وي چې ښار کې د ځمکې لاندې د ناولو اوبو سورنګونو ته لار لري. مېرمن ملک ویلي دي: "مونږ به د مېن هولونو نه سېمپلونه واخلو. ډېر امکان یې شته چې په مېن هولونو کې ځینو کیمیایي موادو د مېتهان سره تعامل کړی وي." د هندي پنجاب وزیراعلی بهګوانت مان ویلي چې ګېس د یوې کارخانې نه خور شوی دی، مګر نور تفصیل یې ندی ورکړی.

30.04.2023 ډیوه

په اوزبیکستان کې د ولسمشر د واک زیاتولو لپاره ټولپوښتنه پيل شوې

په اوزبیکستان کې مقامات وايي چې نن یکشنبه اپریل ۳۰ «غوايي لسمه» د دغه هېواد په اساسي قانون کې د تغیراتو راوستلو لپاره عمومي رایه اچوونه او ټولپوښتنه پیل شوې ده، که نوي تغیرات ومنل شي، برحاله ولسمشر کولای شي تر ۲۰۴۰ کال پورې په واک کې پاتې شي.

30.04.2023 امریکا غږ

ډيره اسماعیل خان: پوځي عملیاتو کې د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده

امنیتي سرچینې وایي د خېبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه دوه وسله وال ترهګر وژل شوي دي. د اتوار/یکشنبې په ورځ امنیتي سرچینو ویلي دا پوځي عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس د ډیره اسماعیل خان په چدوان سیمه کې د ترهګرو د موجودیت په اطلاع ترسره شوي دي. سرچینو ویلي عملیاتو کې د وژل شوؤ وسله والو تعلق د عسترانه په نوم دسیمه ییزو تندلارو دیوې ډلې سره دی. په سمدستي توګه نه ده معلومه شوې چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته هم څه زیان رسیدلی دی که نه خو امنیتي سرچینې وایي چې اوس هم په سیمه کې د پاکونې عملیات روان دي. ډیره اسماعیل خان کې د ترهګرو پرضد عملیاتو کې د وسله والو د وژنې دا دعوه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې اوړمه ورځ د پاکستان پوځ د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت سيمه کې د ترهګرو په درېو بريدونو کې د درېوؤ پوځيانو د وژل کیدو پخلی کړی ؤ اؤ دعوه یې کړې وه چې دپوځ لخوا هم په سیمه کې اووه ترهګر وژل شوي دي. په دې وروستیو کې د خېبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده چې په دې بریدونو کې داکثرو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخلي. د پاکستان پوځ اؤ حکومت تېره میاشت منلې وه چې ترهګرو سره نرمې رویې دوي یو ځل بیا منظم کړي دي اؤ نتیجه یې د تازه بریدونو په شکل کې مخې ته راغلې ده. د پوځ اؤ حکومت لوړ پوړو چارواکو دملي امنیت دکمیټې غونډه کې دترهګرو په ضد د هر اړخیزو عملیاتو پیل کولو منظوري هم ورکړې وه خو دعملیاتو داعلان په ضد دپښتونخوا دسیاسي ګوندونو اؤ ولسي تحریکونو لخوا دسخت غبرګون مخې ته له راتلو وروسته پوځ بیا ویلي وؤ چې هیڅ نوي عملیات نه پیل کیږي بلکې وړاندې نه داستخباراتي معلوماتو په اساس د روانو عملیاتو لړۍ به نوره چټک کولی شي.

30.04.2023 ډیوه

بلوچستان: د پشکال بارانونو کې پینځه کسان مړه شوي او ګڼ شمیر کچه کورونه نړیدلي دي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سختو بارانونو له امله په بیلابیلو پېښو کې لږ تر لږه پینځه کسان مړه شوي اؤ چارواکي په دې بارانونو کې ګڼ شمیر کچه کورونو اؤ پلونو ته زیانونه اووښتي دي. پاکستاني رسنیو د اتوار/یکشنبې په ورځ د قدرتي افتونو په وخت د مرستو د صوبایي ادارې پي‌ ډي ایم د چارواکو له خولې ویلي چې د بارانونو له امله بیلابیلو پېښو کې دوه کسان په خضدار، دوه کسان په مچهـ لسبیله اؤ یو تن په کیچ سیمه کې مړ شوی دی. د پي ډي ایم چارواکو ویلي اوسنیو بارانونو په چاغي اؤ پنجګور سیمو کې ګڼ شمیر کچه کورونو ته زیانونه اړولي اؤ هم په بولان ،کوهلو اؤ حب کې ځېنې پلونه په سیلابي اوبو کې لاهو شوي یا هم زیانمن شوي دي . د بلوچستان د سرښار کوټې په ګډون ددغه ایالت زیاتره سیمو کې د تېرو دریو ورځو راهسې بارانونه راښکې شوې دي. ډاڼ ورځپاڼې پخپل رپورټ کې لیکلي چې په بولان کې دیو پل سیلابي اوبو لاهو کړی چې له امله یې د کوټې اؤ سکهر سیمې ترمنځ غځیدلی سړک د ټریفک لپاره بند شوی دی. د افتونو په وخت دمرستو دصوبایي ادارې مشر نصیر خان ناصر ویلي دا مهال دبلوچستان د20نه زیاتې ضلعې دپشکال دبارانونو سره مخ دي اؤ په غو سیمو کې د وړاندې نه مرستندویه فعالین ګمارل شوي دي. ډان ورځپانې ته ښاغلي نصیر خان ویلي دې بارانونو تر ټولو زیات زیانونو دکیچ ضلعې په تربت اؤ نورو پیوست سیمو کې اړولي اؤ دغلته ګڼ شمیر کچه ودانۍ غورځېدلې دي. پروسږکال هم پاکستان کې د پشکال بارانونو په لویه کچه تباهي خوره کړې وه چې پکې په سوونو کسان مړه شوي‌ شوي، په زرګونو کورونه نړیدلي اؤ په زمکو ولاړ فصلونه تباه شوي وؤ.

30.04.2023 ډیوه

پاکستان کې د افغانانو لاریون؛ د طالبانو رسمیت پيژندل 'تروریزم ته مشروعیت ورکول' دي

د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره په قطر کې د ملګروملتونو په کوربتوب د جوړیدونکي غونډې په درشل کې په پاکستان کې میشتویو شمیرافغان کډوالو په یو لاریون کې ویلي، د طالبانو په رسمیت پیژندل د تروریزم او ترهګرۍ د مشروعیت په معنی دي.

30.04.2023 امریکا غږ

کراچۍ: د سزا په پوره کولو 56 افغانان له بنده اېله شوي خو پولیسو په تازه عملیاتو کې نور افغان کډوال نیولي

د اسناد نه لرلو په تور د کراچۍ زندان کې بندي نور 56 افغانان له بنده خوشي کړل شوي او بيرته د چمن د لارې افغانستان ته ليږل شوي دي. په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي دخالي/شنبې په ورځ یو ځل بیا پولیسو د لټون عملیاتو کې د کراچۍ ښار نه نهه افغان کډوال نیولي اؤ دهغوی پرضد یې پاکستان کې د غیرقانوني استوګنې له امله مقدمې درج کړي دي. کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرال د نورو افغان کډوالو د نیول کیدو نه بې خبري ښودلې ده. د اپريل په 29مه د شنبې په ورځ د پاکستان دغټ صنعتي ښار کراچۍ د زندانونو نه د 24 ماشومانو په ګډون 56 افغانان چې د بند سزاګانې يې پوره شوې وې، خوشي کړی شوي او بيرته خپل هيواد ته ليږل شوې دي. په کراچۍ کې د طالبانو د کونسلګرۍ مشر مولوي عبدالجبار وي او اې ډيوه ته وويل ، پرون چې کوم 56 افغانان له بنده خوشي شوي دوی په بسونو کې د چمن د لارې افغانستان ته ولېږل شول. مولوي عبدالجبار وويل "له دې مخکې هم د اسناد نه لرلو په تور نيول شوي 2220 کسان چې ښځې او ماشومان په کې شامل وؤ خوشي کړی شوي او بيرته افغانستان ته ليږل شوي دي. هغه وویل دوی خپلې هڅې دوامداره ساتلي چې زندانونو کې پراته نور افغان کډوال هم زر راخوشي کړي او بيرته يې افغانستان ته ستانه کړي. مولوي عبدالجبار زياته کړې دا وخت هم د سيند صوبې په بيلابيلو زندانونو کې نزدې 331 افغانان د اسنادو نه لرلو په تور بنديان دي. بل لوري د پاکستان ايکسپريس رسنۍ خبر ورکړی چې تيره شپه د پوليسو او رينجرز ځواکونو په ګډو عملياتو کې نور 9 افغانان د کراچۍ سایټ سپرهایي وی سیمې نه د غیرقانوني استوګې په تور نيول شوي دي.  خو په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ مشر مولوي عبدالجبار نه ډيوه سره خبرو کې دنورو افغان کډوالو دنیول کیدو نه بې خبري ښودلې اؤ وایي "په دې هلکه زه تر اوسه کره معلومات نه لرم". د نيول شوو افغانانو وکيلې منيزه کاکړ وي او ای ډیوه ته ویلي په دې ورستيو کې ډيرې داسې قضيې د دوي مخې ته راغلي چې اسناد لرونکي افغانان د پوليسو له خوا نيول شوي او پيسې ترينه اخستل شوې دي. د منيزه کاکړ په خبره"په کراچۍ کې د افغانانو پر ضد عمليات په هره دویمه ورځ کيږي - چرته چې دوي مزدوري يا کار کوي هلته يې پوليس ځوروي او پيسې ترينه غواړي او چا سره چې اسناد وي هغه هم نه پريږدي". بلخوا په کراچۍ کې ميشت افغانان هم دا خبره تاييدوي چې داسناد لرونکو افغانانو د نيولو لړۍ که څه کمه شوې خو افغان کډوال اوس هم د پولیسو لخوا د پېسو دپاره تنګول کيږي او پېسې ترې اخستل کیږي. خو د پولیس دپولیسو یو لوړپوړي چارواکي څه مونده وړاندې وي او ای ډيوه ته ويلي وو که دوي ته دغه ډول شکايت ترلاسه شي نو د هغو پوليسو پرضد به قانوني کارروايي کوي څوک چې بې ځايه تنګول کوي. په کراچۍ او د سيند صوبې په بېلابيلو برخو کې د تېر کال راهسې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې وه، او تر 2500 نه زيات افغانان سړي ,ښځې او ماشومان د قانوني اسناد نه لرلو په تور نيول شوي وو. د سيند صوبايي حکومت او پوليس چارواکو وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې دوی هغه کسان نيسي او بيرته یې ليږي څوک چې قانوني اسناد نه لري. په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي د افغانانو د نيولو مسله یې د پاکستان سره شريکه کړې ده.

30.04.2023 ډیوه

په نړېوالو بازارونو کې د خوراکي موادو بیعې رالوېدلي، خو عام خلک یې لا هم په ګرانه اخلي

واشنګټن  (اې پي)  - د خوراکي توکو ګرانې بیعې، د نړۍ په مختلفو ملکونو کې د خلکو د ژوند په طریقې اثر غورځولی دی. پاکستان کې د اقتصادي ستونزو سره مخ کورنۍ په دې دلیل چې نور د غوښې اخستو توان نه لري، د خپل روزانه خوراک نه یې غوښه لېرې کړې او سبزیانې خوري. د کینیا د مرکز نایروبي رېسټورانټونو خپله د چپاتي ډوډۍ اندازه وړوکې کړې ده، په هنګري کې ځینو رېسټورانټونو د غوړیو او غوښې د ګران قیمت په وجه، د غوایي د غوښې برګرونه او په غوړو کې پاخه شوي فرایز/چپس له خپلې مینیو لېرې کړي دي. د نړۍ په هر ګوټ کې د خوراکي موادو بیعې په دوامداره او دردوونکې توګه لوړې دي. د دې ګرانۍ وجه هم واضحه نده معلومه. په نړېوالو منډیو کې د غله دانې، نباتي غوړیو، د شیدو د پیداوارو او نورو زراعتي پیداوارو بیعې، له ریکارډ کچې رالوېدلي دي. مګر د بیعو دا کموالی، په دکانونو، عامو بازارونو کې نه محسوس کیږي او عام خلک لا هم په دې حیرانه دي چې څنګه ګوزاره وکړي. په کینیا کې د څلورو اولادونو یوه مور، لېنا میوني وایي: "مونږ نشو کولی چې اکثره ورځې د غرمې او ماښام روټۍ وخورو، ځکه مونږ پسې د کور کرایه او د سکولونو فیس هم شته دی." هغه وایي چې د دوه کلوګرامه د جوارو اوړو بیعه د هغې د روزانه تنخوا دوه برابره ده. لېنا په یوې تړې باندې سبزیانې خرڅوي. کله چې روس د تېرکال په فبرورۍ میاشتې کې په اوکراین حمله وکړه، د خوراکي موادو بیعې د وړاندې نه په جګېدو وې، او بیا د غله دانې او د کیمیایي سرې تجارت کې اخلال راغی، او دې سره بیعې نورې هم په بره وختلې. خو په نړېواله کچه ډېر وخت تېر شو چې هغه ګراني ختمه شوې ده. ملګري ملتونه وایي، دا پر له پسې دوولسمه میاشت ده چې د خوراکي توکو بیعې راغورځېدلي دي، ځکه له یوې خوا روس او برازیل په شان ملکونو کې د زراعت پیداوار زیات شوی او بل اړخ ته د جګړې په مهال د اوکراین نه د غله دانې د برامداتو لوظنامه پر ځای شوی ده. د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو او زراعت تنظیم پورې متعلق د خوراکي موادو د بیعې اېنډکس اوس مهال په اوکراین باندې د روس د یرغل د پیل د وخت نه هم راغورځېدلی. مګر د دې سره سره، په ځایي بازارونو کې د خوراکي موادو بیعې په بېساري توګه همداسې په بره روانې دي او عامو خلکو ته یې سخت مشکلات جوړ کړي دي. په لندن کې مېشت یو اقتصادپوه او د عالمي ترقۍ په مرکز کې د یورپي پروګرام یو مشر ایان مېچل وایي، د خوراکي موادو بازارونه دومره د یو بل سره مرتبط دي چې "تاسو د نړۍ په هره برخه کې چې یاست، که په عالمي کچه بیعې لوړې شي، نو په تاسو یې اثر غورځیږي." د امریکا د زراعت وزارت پخوانی ستراقتصادپوه جوزف ګلاوبر وایي چې د ځانګړو زراعتي پیداوارو – لکه مالټو، غنمو، څاوریو – بیعې به تر دې هم ډېرې لوړې شي. په امریکا کې، چېرته چې تېره میاشت د خوراکي موادو د ګرانۍ شرحه د تېر کال د هماغه میاشتې په نسبت اته نیم فیصده لوړه شوې، ګلاوبر وایي کله چې پیداوار د فارمونو نه وېستل کیږي، وروسته ورباندې "پنځه اویا ۷۵ فیصده نوره خرچه راځي. دا د انرجۍ خرچه ده. دا ټول د پروسسنګ خرچه ده. ټوله د ټرانسپورټ خرچه ده، د کاریګرو خرچه ده." د دې خرچو ترڅنګ، په نړېواله کچه بنیادي انفلېشن هم سېوا شوی دی چې په نړېوال اقتصاد کې یې قابو کول مشکل شوي دي. اقتصاد پوه ګلاوبر وایي، د خوراکي موادو بیعې به راکښته شي، مګر دا کمېدل به په کراره کراره وي.

30.04.2023 ډیوه

ګوتیریش یو ځل بیا پر افغان میرمنو د لګیدلو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د جوړیدونکي غونډې یو ورځ وړاندې یو ځل بیا په دغه هیواد کې د ښځو پر کار د لګیدلو محدودیتونو په لغوه کیدو ټینګار کړی دی.

30.04.2023 امریکا غږ

کاظمي قمي: ایران پر طالبانو د ملګرو ملتونو د نورو بندیزونو لګولو په اړه اندیښنه لري

اافغانستان په چارو کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی او کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي وايي، چې بشري حقونو مسلو سره د طالبانو تعامل ته په کتنې ایران پر طالبانو د لازیاتو بندیزونو لګولو په اړه اندیښنه لري.

30.04.2023 امریکا غږ

رئیسي: منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو شتون د سیمې امنیت ته مزاحمت کوي

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو په شتون انتقاد وکړ او وې ویل چې شتون یې ګټور ندی.

30.04.2023 امریکا غږ

پاکستان د نیویارک ښاري حکومت ته خپل روزویلټ هوټل دریوؤ کالو لپاره په کرایه ورکوي

دپاکستان دمرکزي کابینې اقتصادي رابطه کمیټې دامریکې په نیویارک ایالت کې دپاکستان روزویلټ هوټل دریوؤ کالو لپاره دنیویارک ښاري حکومت ته په کرایه د ورکولو منظوري ورکړې ده. تېره ورځ دخزانې دمرکزي وزیر اسحاق ډار په مشرۍ دکمیټې راجوړې شوې غونډې ته ویل شوي چې دهوټل1025 خونې به په کرایه ورکول کیږي اؤ دهرې خونې دیوې ورځې کرایه به 200 ډالر وي چې حکومت ته ترې دیو کروړ اؤ 80لکو ډالرو دګټې ترلاسه کېدو هیله ده. د مطبوعاتي رپورټونو له مخې داقتصادي رابطه کیمټې غونډې ته ویل شوي چې دنیو یارک ښاري حکومت دریوؤ کالو لپاره د روز ویلټ هوټل د1025 خونو یا کوټو په کرایه د اخستو وړاندیز کړی اؤ غواړي په دغو خونو کې کډوال ځائ پځائ کړي. ډان ورځپاڼه کې دخپور شوي رپورټ له مخې غونډه کې دنیویارک دښاري حکومت ددې وړاندیز منظوري ورکړل شوې اؤ دنیو یارک دښاري حکومت اؤ دیاد پاکستاني هوټل دمزدورانو داتحادیې سره دمذاکراتو لپاره څلور کسیزه کمیټي ټاکل شوې ده. غونډې ته ویل شوي چې دنیو یارک سټي حکومت ته د روز ویلټ هوټل دکمرو په کرایه د ورکولو تړون به د15مئ نه عملي کیږي په وړومبي کال به دنیو یارک حکومت دیوې خونې د ورځې کرایه 200 ډالر ورکوي،په دویم کال به دا کرایه 205 اؤ په دریم کال به 210 ډالر وي. کمیټې ته ویل شوي چې دنیویارک سټي حکومت به دهوټل ټول ټیکسونه اؤ ادائیګۍ هم پخپله غاړه اختلي اؤ هره میاشت به دکرایې 17 لکه اؤ 40 زره ډالر دمیاشتې په پیل کې په ایډوانس کې پاکستان ته ورکوي. په نیویارک کې دپاکستان دملي هوایي شرکت پي‌ ایي ای ملکیت روز ویلټ هوټل زیاتره وختونو کې دپاکستان په سیاسي اؤ صحافتي حلقو کې هم د بحث موضوع پاتې شوې ده اؤ په دې وروستیو کې داسې رپورټونه هم په مطبوعاتو کې خپاره شوي وؤ چې ګنې دپاکستان حکومت دا مهمه ملي پانګه پلورل غواړي. دامریکې دپخواني صدر ډانلډ ټرمپ په تېر حکومت کې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي وؤ چې ټرمپ ددې تاریخي ودانۍ په اخستلو کې خوښي لري‌ خو نه هغه وخت ډانلډ ټرمپ یا دهغه انتطامیې په دې هکله څه ویلي وؤ اؤ نه دپاکستان حکومت تر دې مهاله په غوڅه توګه ددې هوټل دخرڅولو اعلان کړی دی. د روزویلټ هوټل تاریخ داستوګنې دپاره غوره اسانۍ لرونکی دا هوټل د نیویارک ښار په ختیز کې دمیډیسن ایونیو اؤ په45مه کوڅه کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ نه یوازې څو کوڅې وراخوا پروت دی. دنیویارک ښار ځلېدونکی ټائم اسکوایر هم ددې هوټل سره نزدې دی اؤ له دغه ځایه یې واضحه ننداره کیږي. ددې هوټل پرانسته په کال 1924کې شوې وه اؤ دا اوس د مهمو ډپلوماټانو اؤ سیلګرو د استوګنې دپاره مشهور دی ځکه چې دې هوټل کې پاتې کیدونکي میلمانه هر ډول عصري اسانتیاوې لري. دلرګیو دفرنیچر نه جوړ دا هوټل یو زر اؤ 25 خونې لري اؤ ددې ترڅنګ پکې پراخه 25 دفلیټونو په څېر خونې یا کوټې هم دي چې ددې هوټل ارزښت یې سیوا کړی دی. ددې خونو تر څنګ په روز ویلټ هوټل کې یو صدارتي وداني یا اپارټمنټ هم شته چې په څلورو خونو،یوه اشپزخانه اؤ یوه حجره یا بیټک سمباله ده اؤ ډائننګ روم هم لري. روز ویلټ هوټل په کال1947 کې دنیویارک ښار د هغه وړومبي هوټل ویاړ هم لري چې په ټولو خونو کې یې ټي وي ګان لګیدلي وؤ. په تاریخي توګه دا هوټل د1943 نه کال 1955 پورې د نیویارک د ګورنر تهامس ډیوي د ارام خونه یا سرکاري دفتر هم پاتې شوی دی. هغه د کال1948 دټولټاکنو پایلې هم ددې هوټل په1527 نمبر خونه کې اوریدلې وې، دغه ټاکنو کې هیري ټرومین هغه ته په غیراحتمالي ډول په ماتې ورکولو دامریکا صدر جوړ شوی ؤ. نیویارک کې دنیمې پیړۍ راهسې دمیشت خبریال افتخار علي له مخې ملګرو ملتونو کې د چین د شاملولو په مهال د چین پلاوي هم په دې هوټل کې استوګنه لرله اؤ هغه مهال به روزانه ددې هوټل مخې ته د چین په پلوۍ اؤ مخالفت کې مظاهرې کیدلې . روزویلټ کله دپاکستان ملکیت شو؟ دپاکستان هوایي شرکت پي‌ ایي ای دخپلې پانګونې دڅانګې دلارې روز ویلټ هوټل په کال1979 کې په ټېکه ترلاسه کړی ؤ، هغه مهال د شوي تړون له مخې پي‌ ایي ای دا حق لرلو چې شل کاله وروسته دا هوټل په بیعه واخلي اؤ بیا یې همدغسې وکړل. پي ايي‌ ای کال 1999 کې په درې کروړه اؤ 56لکو ډالرو دا هوټل واخستو، دهوټل تر اخستو وړاندې پي‌ایي ای دهوټل دمالک پال ملسټین نه دا عدالتي جګړه هم ګټلې وه چې هغه محکمې ته عریضه کړې وه چې د هوټل بیعه اوس دمارکیټ له حسابه ډیره لوړه شوې ده. هوټل کې دسعودي شهزاد برخه کال 1979کې چې کله پي ایي ای دا هوټل واخستو نو هغه مهال د سعودي شهزاده فیصل بن خالد بن عبدالعزیز هم په دې کې پانګونه کړې وه. پي ايي ی بیا په کال 2005م کې په څلور کروړه ډالرو اؤ دسعودي ریاض ښار کې دخپل ملکیتي هوټل هالي ډي په بدل کې دا هوټل په بشپړ ډول ترلاسه کړو، اوس دې هوټل کې 99 فیصده دملکیت برخه دپاکستان اؤ یو فیصد دسعودي شهزاده ده. کال 2008م کې پي ایي ای ددې هوټل په ډول سینګار شپږ نیم کروړه ډالر مصرف کړې وې اؤ هوټل کې یې ټولې عصري اسانۍ برابر کړې وې. دهوټل دانتظامي واک د پي‌ ايي‌ ای لاسو ته له ورتلو وروسته چې د ملګرو ملتونو غونډو کې دپاکستان نه دلوړې کچې څومره هییتونه امریکا ته سفر کوی نو په دغه هوټل کې پاتې کیږي. کال 2020م کې ددې هوټل د راتلونکي په اړوند هغه مهال شخره راولاړه شوې وه چې دپاکستان دهغه وخت د مرکزي کابېنې د نجکارۍ یا شخصي څانګې کمیټې ددې هوټل دپلورلو دپاره یوه ډله وټاکله . خو دهیواد دهوابازۍ دمحکمې لخوا دقانوني اعتراضونو راپورته کولو وروسته دغه کاري ډله بیا ختمه کړل شوه.

30.04.2023 ډیوه

چین ته د امریکا خبرداری: د فلیپین په وسله والو ځواکونو هر ډول برید به د امریکا د ځواب سبب شي

متحده ایالاتو شنبه اپریل ۲۹ (غوایي۹) د چین څخه غوښتي چې د چین په جنوبي بحیرې کې د پاروونکو او ناخوندي" کړنو څخه لاس واخلي.

30.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more