شاته

امريکايي رپورټ: تېرکال په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ حالات نور خراب شوي وو

په نړیواله کچه مذهب د ازادۍ په اړه د امریکې د حکومت ادارې یوناټېډ سټېټس کمېشن ان انټرنېشنل رېلېجس فريډم، یو اېس سي ايي ار اېف، په خپل کلیز رپورټ کې ویلي په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ حالات مخ په خرابېدو وو او د احمدي ټولنې، عیسايي، هندو او سېک ټولنې غړو.

د ۲۰۲۳ دپاره رپورټ چې د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شو، یو اېس سي ار اېف وویل په پاکستان کې په کال ۲۰۲۲ کې د هدفي وژنو، د اجتماع دلاسه خلکو د وژل کېدو، په زور د خلکو د مذهب بدلولو او د اقلیتونو د عبادت ځایونو او د مقبرونو د بې حرمتۍ پېښې کېدلې.

د یو اېس سي ايي ار اېف رپورټ ته د پاکستان رد عمل لا مخې ته نه دی راغلي خو پاکستاني حکومتونه عموماً دا خبره ردوي چې په ملک کې يې د اقلیتونو مذهبي ازادۍ چقول کېږي.

پاکستان وايي د هېواد ايين د اقلیتونو په شمول د ټولو شهریانو د مذهبي ازادیو ضمانت ورکوي.

يو اېس سي ايي ار اېف په خپل رپورټ کې وايي په ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه د حملو، دړکو او د اقلیتي ټولنې ښځي د جنسي تشدد او په زور مذهب د بدلولو د دړکو سره مخامخ وې.

رپورټ وویل د شېعه مسلمانانو، احمدیه، عيسايي، هندو او سېک ټولنو غړي د پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون لاندې د قانوني ګامونو لارې هم د ویرې سره مخامخ وو.

رپورټ وايي په پاکستان کې په اکثریتي ټولنه کې د مذهبي سخت درېځۍ رجحان مخ په زیاتېدو وو چې له امله يې اقلیتونو سره تعصب او امتیازي سلوک کېدلو.

رپورټ وویل د وزیراعظم شهبازشریف موجوده حکومت د مذهب د سپکاوي په ضد قانون لکه د وسلې په څېر د پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه د کابېني د غړو خلاف استعمال کړو.

يو اېس سي ايي ار اېف د غوښتنه وکړه چې د پاکستان د بلېسفمي یا د مذهب د سپکاوي خلاف قوانینو کې دې اصلاحات وکړی شي.

یو اېس سي ايي ار اېف په افغانستان کې د مذهب د ازادۍ حالاتو ته هم کتنه کړې او ويې وېل چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د مذهب د ازادۍ حالات خراب شوي دي. رپورټ وویل د دې لوظ باوجود چې ټول شمولیت ته به وده ورکوي، طالبان د زور او عدم برداشت دلارې حکومت کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00