ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د سوډان په جګړه کې ښکېلو غاړو د درې ورځني اوربند د ساتلو ژمنه کړې

واشنګټن – د سوډان په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا لخوا د سختو مذاکراتو وروسته درې ورځنی اوربند شوی. د جګړې دواړو غاړو، د سوډان وسلوالو ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو اعلان کړی چې اوربند به ساتي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن په یو بیان کې ویلي، "د جګړې د دوامداره خاتمې لپاره به امریکا د سیمې او نړیوالو شریکانو او د سوډان له ملکي اړخونو سره په همغږۍ د یوې داسې کمېټې په جوړېدو کې مرسته وکړي چې په سوډان کې به د مذاکراتو، پایلو او د تاوتریخوالي د تل پاتې درېدو او بشري حالاتو څارنه کوي." بلنکن زیاته کړه، چې امریکا به د سوډان له ډلو سره " په سوډان کې د ملکي حکومت د بېرته راتلو د ګډ هدف لپاره" کار وکړي.‌ د ملګروملتونو ادارو ویلي، چې په سوډان کې د جګړې د پيل یعنې د اپرېل له ۱۵ نېټې راهیسې لږ تر لږه ۴۲۷ کسان وژل شوي او تر ۳۷۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي. د ملګروملتونو عمومي منشي انټوني ګوټېریش د ګل یا دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غړو باندې غږ وکړ، چې "له ډلو سره دې د تاوتریخوالي په ختمېدو، د نظم په بېرته راتلو او ډیموکراټیک بدلون ته د لارې د جوړېدو په برخه کې زیاته هڅه وکړي." ټاکل شوې ده چې د امنیت شورا به د نهې یا سې شنبې په ورځ د سوډان په اړه یوه غونډه هم وکړي. ګوټېریش همدارنګه وویل، ملګري ملتونه سوډان نه پرېږدي خو په لنډ مهاله توګه یې خپل په سلګونو کارکونکي د هېواد په دننه او بهر کې نویو ځایونو ته وړي دي. کاناډا،‌ مصر،‌ فرانسه، جرمني، ایټالیا، سویډن او امریکا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې له سوډان څخه د بهرنیو اتباعو په ویستلو کې له الوتکو او کاروانونو کار اخلي. د امریکا د حکومت اکثره هغه کارکونکي چې د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه وېستل شوي وو د ګل یا دوشنبې په ماسپښین واشنګټن ته رسېدلي. د برتانیې د بهرنیو چارو دفتر ویلي، چې دوی د نهې یا سې شنبې په ورځ له سوډان څخه د خپلو کسانو د وېستلو بهیر له خرطوم څخه د باندې له یوه هوايي‌ ډګر څخه پیل کړی. د چین د بهرنیو چارو وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې اکثره کسان یې په خوندي توګه وېستل شوي دي.‌ په ورته وخت کې ځینې سوډانیانو په خپله هم د ځآن د ساتلو لپاره په موټرو او بسونو کې په خطرناکو لارو د تښتېدلو پرېکړه کړې.‌

25.04.2023 ډیوه

اوچا: روان کال کې تراوسه د افغانستان د اړتیا وړ پیسو یوازې ۵.۴ فیصده یې برابرې شوې

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر' اوچا' یو ځل بیا په افغانستان کې په روان میلادي کال کې ۲۳.۷ میلیونو کسانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه ۴.۶۲ ملیاردو ډالرو د مرستې د برابرولو غوښتنه کړې ده.

25.04.2023 امریکا غږ

روسیې په افغانستان کې پاتې شوو امریکايي وسلو ته د تروریستانو پر احتمالي لاسرسي اندیښنه ښودلې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یو ځل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه د پاتې شوو وسلو په شتون اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغو وسلو ته د تروریستانو د زیات لاس رسي او د سیمې د کړکیچ تر اغیزو لاندې برخو کې ورڅخه د کار اخیستلو احتمال شته دی.

25.04.2023 امریکا غږ

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر په څلور ورځني سفر چین ته تللی دی

چین سره دوه اړخیزه پوځي اړیکو ته د ودې ورکولو لپاره دپاکستان پوځي سر لښکر جنرال عاصم منیر دچین په څلور ورځني سفر بیجنګ ته رسیدلی دی. دپاکستان پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپله لنډه اعلامیه کې ویلي چې جنرال عاصم منیر به پخپل دې سفر کې دچین د پوځي سرلښکر اؤ نورو لوړ پوړو عسکر مشرانو سره لیدنې کوي . دپوځ بیان کې ددغه سفر نورې موخې نه دي په ډاګه شوي خو ویل شوي چې دسفر مقصد یې چین سره دوه اړخیزه پوځي تعلقاتو ته وده ورکول دي. دپاکستان وتلي خبریال حامد میر بینجنګ ته دجنرال منیر ددې سفر په اړند  په ټویټر لیکلي د چين او پاکستان پوځونه چمتو دي چې په بېلا بېلو مدونو کې د عملي همکارۍ نوې کچې ته پراختيا ورکړي او هراړخيزې ستراتيژيکي همکارۍ ته نوی تحرک ورکړي. پروسکال په دسمبر میاست کې مخې ته راغلي د چاینا انډیکس په نوم یو تحقیقي رپورټ کې ویل شوي چې دنړۍ 82 هیوادونو کې چین په پاکستان تر ټولو زیات اثر لري. ددغه انډیکس له مخې  دپاکستان په فاعي ځواکونو دچین اثر80 فیصدي دي اؤ په خارجه پالیسۍ یې بیا دا اثر 81.8 فیصدي ښودل شوی ؤ. دپاکستاني پوځ سرلښکر چین ته خپل دا څلور ورځنی سفر په داسې حال کې کړی چې پاکستان دتېرې څه مودې راهسې په سختو اقتصادي کشالو کې راګیر دی اؤ ددغه وضعیت نه د وتلو لپاره دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ترڅنګ دخپلو دوستو هیوادونو نه هم دپیسو ترلاسه کولو لپاره لاس پښې وهي. د روان کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له خپلې دندې ترلاسه کولو وروسته په خپل وړومبي  رسمي سفر دجنورۍ دڅلورمې نه تر لسمې نیټې سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو ته تللی ؤ. تيره اوونۍ دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شريف د دوست ملکونو نه دهغو مالي ژمنو ترلاسه کولو لپاره دپوځ دسرلښکر جنرال عاصم منير دهلو ځلو ستاینه کړې وه چې د نړيوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف لخوا پاکستان ته د پور دپاتې پیسو ورکولو لپاره وروستي شرطونه دي. دحکومتي ايتلافي ګوندونو غونډې ته په وينا کې شهباز شريف ویلي وؤ چې د ایي ایم ایف سره تړون په وروستي پړاو کې دى اؤ "د پوځ مشر په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړې"

25.04.2023 ډیوه

لکي مروت: په وسله واله نښته کې د پولیسو یو افسر او د ټي ټي‌ پي درې وسله وال وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پولیسو او وسله والو تندلارو ترمنځ نښته کې یو پولیس افسر وژل شوی او بل پولیس عسکر ژوبل شوی دی. پولیس وایي چې په دې نښته کې یې د تحریک طالبان پاکستان اړوند درې ترهګر  هم وژلي دي. د خېبر پښتونخوا د پولیسو د مشر یا ایي جي ویاند پخپل بیان کې ویلي چې د استخباراتي معلوماتو په اساس پولیسو دا عملیات تېره ورځ د لکي مروت په لکي بهارخیل تهل سیمه کې ترسره کړي دي. د پولیسو ویاند ویلي کله چې پولیس سیمې ته د عملیاتو په غرض ورسیدل نو د مخالف لوري نه پرې د لاسي بمونو او ډزو برید وشو چې هغې کې د جاوید اقبال په نوم یو انسپکټر او عرفان په نوم پولیس عسکر ژوبل شول خو بیان کې ویل شوي چې ژوبل شوي انسپکټر وروسته هسپتال کې ساه ورکړه. د پولیسو دې بیان کې دعوه شوې ده چې په دغه مهال د پولیسو لخوا شوؤ ډزو کې درې ترهګر وژل شوي چې د دوؤ پېژندګلو په کې د انور عرف خانی او نعمان په نومونو شوې ده . پولیسو ویلي چې دغو ترهګرو د پخواني کرنل مقرب خان د هدفي وژنې ترڅنګ په امنیتي ځواکونو ګڼو ترسره شوؤ بریدونو، هدفي وژنو او قلنګ غوښتنه کې لاس لرلو. د پاکستان د پخواني صدر پایلوټ او د هوايي ځواک پخوانی کرنل مقرب خان اوړمه ورځ په لکي مروت کې نامعلومو کسانو په یو برید کې وژلی ؤ چې وروسته یې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه. د پولیسو په وینا ددې تازه عملیاتو نه وروسته په ګڼ شمیر کې پولیس اؤ دپوځ ځوانان سیمې ته رسیدلي اؤ دلټونې عملیات یې پیل کړې دي. دا په داسې حال کې ده چې پولیس وایي تېر ماسخوتن (ګل/دوشنبه)د سوات کبل سیمه کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو د مرکز دننه یوه چاودنه کې لږ تر لږه 13 پولیس وژل شوي اؤ تر 30ؤ زیات نور ژوبل شوي دي. په دې وروستيو کې د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې په ځانګړي ډول لکي مروت د بدامنۍ د پېښو ښکار پاتې شوي دي او د زیاترو بریدونو زمه وارۍ په کې تحریک طالبان پاکستان منلي دي. د مارچ په 30مه په لکي مروت ضلع کې په يوه چاودنه کې د پوليسو ډي اېس پي اقبال مومند او درې سپاهيان وژل شوي وو. تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري هم منلې وه. د مارچ په 21مه دجنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه د وسله والو په یو برید کې دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي یو لوړپوړی افسر برېګېډیر مصطفی کمال برکي او د هغه ډرایور هم وژل شوي وو. څيړونکي وايي، دا هدفي پېښې چې د پاکستان پوځ لوړپوړي افسران په کې په هدف کیږي دا څرګندونه هم کوي، چې ترهګر او د هغوی استخباراتي نېټ ورک هم فعال او منظم ترتیب لري. خو د لکي مروت د ورستۍ پېښې چې په کې د پولیسو افسر ډي ایس پي وژل شوی وو په تړاوو د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په ټويټر ویلي وو: "ترهګري نه خو د قابو نه بهر ده او نه به په راتلونکې کې داسې وشي زمونږ وسله وال ځواکونه بشپړ پوره توان لري او په پټو معلوماتو هره ورځ د ترهګرو پرضد عمليات کوي، خو د عملیاتو پاوجود د ترهګرۍ خطرې اوس هم شته خو نوغی به یې اوباسو او ټولې ادارې د يو بل سره په مرسته خپل فرض ترسره کوي".

25.04.2023 ډیوه

امریکا په ۱۱ ایراني چارواکو بندیزونه ولګول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه اپریل ۲۴ (غوایي۴) د ایران د حکومت په ۱۱ چارواکو بندیزونه لګولي چې شک پرې دی د سوله ایزو مظاهره چیانو په ځپلو، نیول کیدو او وژلو کې یې لاس درلود.

25.04.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د پولیسو په تهاڼې کې په چاودنې کې ۱۲ تنه وژل شوي

په پاکستان کې چارواکي وایي د دې هیواد د سوات په درې کې د پولیسو په یو مرکز کې د مهماتو په یوې ډیپو کې څو چاودنې شوې او لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې وژل شوي.

25.04.2023 امریکا غږ

د اروپایي پارلمان غړې: طالبان د ښوونځیو په تړلو او مدرسو جوړولو سره د جهادیانو نوی نسل روزي

د اروپایي پارلمان یوه غړې وایي دا چې طالبان ښوونځي تړلي او غواړي په ټول افغانستان کې مدرسې جوړې کړي، پدې کار سره هغوي د "جهادي ډلو نوی نسل" روزي.

25.04.2023 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو پخواني سېکرېټري جنرل بان کي مون په ناڅاپي سفر میانمار ته تللی دی

واشنګټن  - د ملګرو ملتونو پخوانی سېکرېټري جنرل بان کي مون، د اېلډرز په نوم د پخوانیو سیاستدانانو د یوې ډلې په استازیتوب چې په نړۍ کې د امن راوړلو او بشري حقونو په برخه کې فعالیت کوي، په ناڅاپي سفر میانمار ته تللی دی. دا خبر د میانمار یوې ځایي رسنۍ او همدا شان د جنوبي کوریا یو سفارتکار د ګل/دوشنبې په ورځ ورکړ. په میانمار کې پوځيان حکومت چلوي او د ګل/دوشنبې په ماښام د هغه هېواد سرکاري ټي وي، اېم آر ټي وي رپوټ ورکړ چې د اېلډرز تنظیم نایب بان کي مون د میانمار په پایتخت نېپيداو کې له پوځي مشر جنرل مېن آنګ لېنګ سره ملاقات کړی دی. په رپوټ کې وویل شول چې دواړو کسانو په یو دوستانه، مثبت او پرانېستي بحث کې د میانمار د اوسني صورتحال په اړه خپل خیالات تبادله کړل. د میانمار سرکاري ټي وي د دې ملاقات نور جزئیات نه دي څرګند کړي خو ویلي یې دي چې په دې کتنه کې د هغه هېواد د دفاع او خارجه چارو وزیران هم موجود وو. د رپوټ ترمخه، بان کي مون د اتوار/يکشنبې په ورځ د یو وړوکي وفد سره میانمار ته ورسېد او هلته کې د خارجه او دفاع نایب وزیرانو هرکلی ویلی دی. سرکاري ټي وي دا هم ویلي چې ښاغلی بان کي مون د ملاقاتونو وروستو، د ګل/دوشنبې په ماښام بېرته واپس تللی دی. بان کي مون، پخوا د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل و او یو وخت د جنوبي کوریا خارجه وزیر هم پاته شوی و. میانمار ته اوس د هغه د سفر نه په یقین ښکاري چې توجو یې د هغه هېواد جاري سیاسي بحران ته و. د جنوبي کوریا یو سفارتکار چې غوښتل نوم یې پټ وساتلی شي، خبریالانو ته ویلي چې میانمار ته د بان کي مون دا وروستی سفر، د اېلډرز په نوم د پخواني سیاستدانانو د تنظیم له اړخه و او د جنوبي کوریا حکومت په کې هېڅ قسمه کردار نلري. هغه زیاته کړه چې دا کوم رسمي سفر نه و. د اېلډرز تنظیم په ۲۰۰۷ کال کې د جنوبي افریقې د پخواني مشر نېلسن منډېلا له خوا جوړ کړی شو چې اکثره ممبران یې د نړۍ ریټایرډ شوي سیاستدانان دي. دې ډلې تر اوسه د بان کي مون د سفر په اړه څه جزئیات ندي څرګند کړي. د میانمار د پوځي حکومت ترجمان د بي بي سي خبریال ته ویلي چې ښاغلي بان کي مون د میانمار د پخواني صدر ټین شین سره هم ملاقات کړی دی. د بي بي سي د رپوټ ترمخه، د آنګ سان سوچي سره یې ملاقات ندی کړی. آنګ سان سوچي د ۲۰۲۱ کال د فبروري میاشتې راهیسې د پوځ په حراست کې پاته ده. له هغه وخته چې په میانمار کې د آنګ سان سوچي په حکومت باندې کودېتا شوې او پوځ واک اختیار په لاس کې اخېستی دی، هغه هېواد د ناامنۍ او تشدد ښکار پاته شوی دی.

24.04.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

24.04.2023 امریکا غږ

د نړۍ پوځي لګښتونه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي - رپوټ 

د سویډن یوې څیړنیز مرکز د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوایي ۴) وویل، په ۲۰۲۲ کال کې په اروپا کې د پوځي لګښتونو په خورا زیات لوړوالي سره د پرله پسې اتم کال لپاره نړیوال پوځي لګښتونه ۲.۲۴ ټریلیون ډالرو ته ورسیدل، چې عمده دلیل د روسیې او اوکراین د جګړې لګښتونه دي.

24.04.2023 امریکا غږ

د امریکا سترې محکمې د حمل د سقط درملو ته د لاسرسي حق خوندي کړ

د امریکا قانون جوړوونکو ددغه هیواد د سترې محکمې هغه پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې د حمل د سقط درملو ته د ښځو د لاسرسي حق یې خوندي کړی دی.  

24.04.2023 امریکا غږ

په سوات کې د پولیس په مرکز کې چاودنو لږ تر لږه اته کسان وژلي

په ورستیو ورځو کې په خېبرپښتونخوا کې په پولیس ګڼ شمېر حملې شوي او ځینې پکې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، منلي

24.04.2023 ډیوه

سپینې خبرې

یو شمیر افغان سیاسیون نن د اتریش د تحقیقاتی انستیتوت په بلنې، په ویانا کې غونډ شوي دي ترڅو د افغانستان په معضلې بحث وکړي. دغسې غونډې به د افغانستان د بحران حل ته څومره گټه وکړي ؟

24.04.2023 امریکا غږ

سېپري: تېرکال د دنیا پوځي اخراجات د تاریخ تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلي وو

د امریکې، چین او روس نه پس هندوستان د دنیا څلورم ملک و چې پوځي اخراجات يې زیات وو. د هندوستان د لګښت مالیت ۸۱ اشاریه څلور بېلین ډالر و چې د ۲۰۲۱ په مقابل کې يې اضافې شرحه شپږ فیصد وه

24.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more