ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

04.06.2023 امریکا غږ

یوګېنډا وایي په صومالي کې د مسلمانو تندلارو په حمله کې یې 54 امن ساتونکي وژل شوي

واشنګټن  - د یوګېنډا صدر یووېري موسیویني وایي، تېره هفته چې کله د الشباب ډلې اسلامي تندلارو په صومالي کې د افریقايي اتحاد په یوې اډې باندې حمله وکړه، څلور پنځوس (54) یوګېنډایي امن ساتونکي عسکر په کې ووژل شول. دا په جنګ ځپلي صومالي کې د الشباب جګړه مارانو یو تر ټولو مهلک برید بلل شوی دی. د یوګېنډا صدر د خالي/شنبې په ماښام پخپل ټوېټر کې ولیکل: "مونږ د 54 وژل شوو عسکرو جسدونه وموندل، چې په کې یو کمانډر هم شامل و. د تېر اګست میاشتې راهېسي، د صومالي د حکومت ملاتړو ځواکونو، د افریقایي اتحاد د ځواکونو په مرسته چې اې ټي اېم آی اس نومیږي، د الشباب ډلې په ضد حملې شروع کړي دي. خو د الشباب د تېرې هفتې برید، د تېر اګست میاشتې راهیسي تر ټولو مهلکه برید بلل شوی دی. بله نوې خبره په کې دا ده چې د افریقایي اتحاد یو غړي هېواد په نایابه توګه د خپل ګڼ شمېر عسکرو د وژلو تصدیق کړی دی. الشباب، چې د څه باندې یو کال راهېسي د صومالي کمزوره مرکزي په وړاندې یې مهلک بغاوت مخ ته وړی دی، د مې میاشتې د 26 نېټې د حملې ذمه واري منلې ده او دعوه یې کړې چې د افریقایي اتحاد په پوځي اډې یې یرغل وروړی او 137 عسکر یې وژلي دي. مګر الشباب ډله همیش د خپلو حملو په باب مبالغه آرائي کوي او د پروپګېنډه په توګه یې کاروي. بل پلو د افریقایي اتحاد ملکونه چې خپل امن ساتونکي عسکر یې صومالي ته لېږلي، ډېر کم وختونه د خپلو عسکرو د وژل کېدو خبرونه تصدیق کوي. ځایي اوسېدونکو او د صومالي د پوځ یو کمانډر د اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي چې دمې په 26مه نېټه د الشباب جګړه مارانو د صومالي په بولومارېر سیمه کې په پوځي اډې باندې یو موټربم ورووست، او د چاودنې وروسته، وسله والو په پوځي اډې باندې یرغل ورووړ. د یوګېنډا صدر دعوه کړې چې په دې حمله کې شاوخوا اته سوه (800) د الشباب جګړه مارانو برخه اخېستې وه او په اډې کې دننه ځيني عسکر ډېر وارخطا شوي و او هسې چې توقع یې کېدله، هسې ونه جنګېدل. د یوګېنډا صدر وویل، هغه دوه کمانډران چې عسکرو ته یې د شاته تګ امر کړی و، د هغو خلاف به په پوځي عدالت کې کاروایي وشي. په هغې پوځي اډې باندې د الشباب ډلې د حملې نه یوه ورځ وروستو، امریکا هم هغه ځای ته نږدې هوایي بمبارۍ وکړې. امریکا وویل چې په دې حمله کې یې هغه وسلې او پوځي وسایل چې په غیرقانوني توګه الشباب ډلې اخېستي و، تباه کړي دي.

04.06.2023 ډیوه

امریکا او سعودي عربستان د سودان جنګي ډلې سولې ته وهڅولې 

متحدو ایالتونو او سعودي عربستان یو ځل بیا د سودان جنګي ډلې د سولې خبرو اترو او اوربند کولو ته وهڅولې.

04.06.2023 امریکا غږ

کریم بنزیما له ریال مادریډ سره مخه ښه کوي او سعودي ته ځي 

د نړۍ او اسپانیا د فوټبال د مشهور ټیم ریال ماډریډ بریدګر کریم بنزیما د یوې طلایي دورې وروسته د لوبو د روان فصل په پای کې له دې ټیم سره مخه ښه کوي. 

04.06.2023 امریکا غږ

د چین دفاع وزیر: له امریکا سره شخړه به یو "نه زغمونکی ناورین" وي 

د چین د دفاع وزیر لی شانګفو د یکشنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۴) وویل چې له امریکا سره شخړه به یو "نه زغمونکی ناورین" وي، او هیواد یې د مقابلې پر ځای د خبرو اترو هڅه کوي.

04.06.2023 امریکا غږ

کرکټ؛ سري لانکا افغانستان ته ماتې ورکړه او د دریو لوبو لړۍ ۱-۱ شوه 

د سري لانکا د کرکټ لوبډلې افغانستان ته د دریو لوبو د لړۍ په دویمې لوبې کې د ۱۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره دا لړۍ ۱-۱ مساوي شوه. درېیمه لوبه یې د چهار شنبې په ورځ ده. د یکشنبې د ورځې جون څلورمه (جوزا۱۴) لوبه د سري لانکا د هامبانتوتا په میدان کې وشوه چې کوربنې لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته د منډو کولو پرېکړه وکړه. سري لانکا د اولې لوبې له بایللو وروسته، په لوبډلې کې تغیرات راوستي وو او څلور لوبغاړي یې بدل کړي وو. د لوبې په پای کې معلومه شوه، چې دا تغیرات یې په ګټه وو. د سري لانکا د کرکټ لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۳۲۳ منډو لوی هدف وټاکه او افغانستان یې په ځواب کې یوازې ۱۹۱ منډې وکړې. د سري‌ لانکا په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې مندې کوسال مندېس وکړې چې ۷۸ وې، خو نورو توپ وهونکو یې هم ملا وتړله او افغانستان ته یې ښه هدف وټاکه. په افغان توپ اچوونکو کې محمد نبي او فرید احمد د سري لانکا دوه-دوه لوبغاړي او مجیب الرحمن او نور احمد یو- یو لوبغاړي وسوځول. د افغانستان په توپ وهونکو کې بیا تر ټولو ډېرې ۵۷ منډې کپتان حشمت الله شهیدي وکړې. بل لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ هم ۵۴ منډې وکړې خو د سري لانکا توپ اچوونکو نور افغان توپ وهونکي پرېنښودل چې ډېرې منډې وکړې او هدف ته ځان ورسوي. د دغې لوبې غوره لوبغاړی د سري لانکا دنانجا ډي سیلوا شو چې په توپ وهنې کې یې ۲۹ منډې وکړې او په توپ اچوونې کې یې درې افغان لوبغاړي وسوځول. د سري لانکا او افغانستان ترمنځ د دریو لوبو دا دوستانه لړۍ د شنبې په ورځ پیل شوه. افغانستان به له سري لانکا سره تر لوبو وروسته بنګله دېش ته د سیالیو لپاره ورځي.

04.06.2023 امریکا غږ

کرکټ؛ سري لانکا افغانستان ته ماتې ورکړه او د دریو لوبو لړۍ ۱-۱ شوه 

د سري لانکا د کرکټ لوبډلې افغانستان ته د دریو لوبو د لړۍ په دویمې لوبې کې د ۱۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره دا لړۍ ۱-۱ مساوي شوه. درېیمه لوبه یې د چهار شنبې په ورځ ده.

04.06.2023 امریکا غږ

پنجاب پوليس د تحریک انصاف د ياسمين راشد د بري کېدو فېصلې چېنلج کولو ويلي

د پاکستان د پنجاب صوبې پوليسو ویلي، "د نهمې مې په پېښو کې لاس لرونکې ډاکټر ياسمين راشد او نور به د قانون منګولو ته راولي". ياسمين راشد د تحریک انصاف ګوند مشره او پنجاب صوبه کې د ياد ګوند په تېر حکومت کې وزیره وه هغه د نهمې مې په پېښو کې د ککړتيا په تور نيول شوې او پرون عدالت بري کړې وه.

04.06.2023 ډیوه

د شام څخه د داعش 50 جنګيالي او 168 خپلوان یې عراق ته منتقل کړی شوي

د شام څخه د تندروه ډلې داعش 50 غړي او د دوی د 168 پورې خپلوان عراق ته منتقل کړی شوي دي، ويل شوي پرضد به یې د جرمونو پلټنې کيږي.

04.06.2023 ډیوه

څيړونکي: حکومت دې د نوې سرشمېرنې په حساب لسم قامي مالياتي اېوارډ اعلان کړي

څيړونکي وايي، پاکستان کې په وروستۍ سرشمېرنه کې د ملک ابادي نزدې 24 کروړو ته رسېدلې او وخت راغلی مرکزي حکومت دې د نوې سرشمېرنې په حساب لسم اېن اېف سي يا د قامي مالیاتي کمېشن اېوارډ اعلان کړي او وفاقي وسيلو امدن صوبو ته ورکول دې د نوې سر شمېرنې په بنياد تر سره شي.

04.06.2023 ډیوه

هند کې د رېل ګاډي د مهلک ټکر وجه، د الکټرانېک سېګنلنګ خرابي وه

واشنګټن   - په هند کې چارواکو د رېل ګاډو د جمعې ورځې د ټکر وجوهات بیان کړي او ویلي یې دي چې یو رېل ګاډی د الکټرانېک سېګنلنګ سیسټم د خرابې له امله په غلطه پټلۍ روان و چې په نتیجه کې یې مهلک ټکر وشو او قریب درې سوه (۳۰۰) تنان په کې مړه او د زرو (۱۰۰۰) نه زیات نور زخمیان شول. د هند د رېلوېز وزیر اشویني وېشناو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د نیوډیلي ټي وي سره په یوه مرکه کې وویل، "دا چې چا دا کار کړی او دلیل یې څه و، دا هرڅه به د تحقیقاتو په نتیجه کې معلوم شي." کله چې د ژغورنې عملیات تکمیل شول، د هغه نه وروستو په رسمي توګه د ټکر د وجوهاتو د تفصیل په اړه یو رسمي بیان ورکړل شو. کارکوونکو اوس خپله توجو دې ته اړولې ده چې رېل پټلۍ پاکې کړي او د رېل ګاډو د تګ راتګ سروسز له سره پیل شي. د رېل ګاډو د ټکر دا مرګونې پېښه د جمعې په ورځ د کلکتې ښار نه دوه سوه و شل (۲۲۰) کلومټره لېرې جنوب پلو، رامنځته شوه. وزیر اعظم مودي د خالي/شنبې په ورځ د پېښې ځای ته ورغی او د ژغورنې عملیات یې له نږدې وڅارل او د ژغورنې له کارکوونکو سره یې د نږدې خبرې وکړې. پس د هغه، مودي یو هسپتال ته ولاړ او هلته یې د زخمیانو د حال پوښتنه وکړه. مودي خبریالانو ته وویل چې حکومت به یې خپل ټول وس او توان استعمال کړي چې د زیانمنو شوو کسانو سره مرسته وکړي او هغه کسانو ته سزا ورکړي کوم چې قصورواره وپېژندل شي. چارواکي وایي چې په دې مهلک ټکر کې لږ تر لږه درې رېل ګاډي شامل و او د ټکر په نتیجه کې، شاوخوا پنځلس (۱۵) رېل ډبې له پټلۍ اوړېدلي دي. په هند کې د رېل ګاډو د ټکر پېښې معمول دي، ځکه د رېلوې بنیادي اډانه یې ډېره زړه شوې ده. د شمېرو ترمخه، هره ورځ څه باندې دوولس (۱۲) میلینه خلک د هند په بېلابېلو برخو کې رېل ګاډي استعمالوي. په همدې حال کې ټاکل شوې وه چې وزیراعظم مودي به د ممبئ او ګوا ښارونو ترمنځ یو تېزرفتاره رېل پرانیزي، مګر د هند په ختیځ صوبه، اودیسا کې د رېل ګاډو د ټکر له امله، د ممبئ او ګوا تېزرفتاره رېل د پرانېستې دستوره هم وځنډېدله.

04.06.2023 ډیوه

افغانستان تیرکال په ۲۹۹ میلیونو ډالرو له خپلو څلورو ګاونډیانو څخه بریښنا اخیستې

د افغانستان د بریښنا شرکت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي وايي، چې په تیر ۲۰۲۲ کال کې یې د منځنۍ اسیا د دریو هیوادونو او ایران څخه د ۲۹۹ میلیونو ډالرو په ارزښت بریښنا اخیستې ده.

04.06.2023 امریکا غږ

طالبان: پاکستان سره د جنس په جنس سوداګرۍ په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي، چې د پاکستان سره د جنس په جنس سوداګرۍ په برخه کې تراوسه لا وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

04.06.2023 امریکا غږ

د چین خبرداری: آسیاـ آرام سمندر سیمه کې ناټو ته ورته ائتلافونه شخړې پیدا کوي

د چین د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې د آسیا آرام سمندر په سیمه کې د ناټو په شان ائتلافونه جوړول او یا یې هڅه کول به پدې سیمې کې د شخړې پیدا کیدو سبب شي.

04.06.2023 امریکا غږ

بنو: نښته کې دوه پاکستاني پوځيان او دوه ترهګر وژل شوي دي

د خېبرپښتونخوا د بنو په جاني خېلو سيمه کې په يوه نښته کې دوه پاکستاني پوځيان او دوه ترهګر وژل شوي دي. د خالي په ورځ باجوړ کې امنیتي چیک پوستې ته شګه وړونکي ګاډي باندې بمي چاودنه کې دوه وروڼه وژل شوي دي.

04.06.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more