شاته

کرکټ؛ سري لانکا افغانستان ته ماتې ورکړه او د دریو لوبو لړۍ ۱-۱ شوه 

د سري لانکا د کرکټ لوبډلې افغانستان ته د دریو لوبو د لړۍ په دویمې لوبې کې د ۱۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره دا لړۍ ۱-۱ مساوي شوه. درېیمه لوبه یې د چهار شنبې په ورځ ده.

د یکشنبې د ورځې جون څلورمه (جوزا۱۴) لوبه د سري لانکا د هامبانتوتا په میدان کې وشوه چې کوربنې لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته د منډو کولو پرېکړه وکړه.

سري لانکا د اولې لوبې له بایللو وروسته، په لوبډلې کې تغیرات راوستي وو او څلور لوبغاړي یې بدل کړي وو. د لوبې په پای کې معلومه شوه، چې دا تغیرات یې په ګټه وو.

د سري لانکا د کرکټ لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۳۲۳ منډو لوی هدف وټاکه او افغانستان یې په ځواب کې یوازې ۱۹۱ منډې وکړې.

د سري‌ لانکا په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې مندې کوسال مندېس وکړې چې ۷۸ وې، خو نورو توپ وهونکو یې هم ملا وتړله او افغانستان ته یې ښه هدف وټاکه.

په افغان توپ اچوونکو کې محمد نبي او فرید احمد د سري لانکا دوه-دوه لوبغاړي او مجیب الرحمن او نور احمد یو- یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان په توپ وهونکو کې بیا تر ټولو ډېرې ۵۷ منډې کپتان حشمت الله شهیدي وکړې. بل لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ هم ۵۴ منډې وکړې خو د سري لانکا توپ اچوونکو نور افغان توپ وهونکي پرېنښودل چې ډېرې منډې وکړې او هدف ته ځان ورسوي.

د دغې لوبې غوره لوبغاړی د سري لانکا دنانجا ډي سیلوا شو چې په توپ وهنې کې یې ۲۹ منډې وکړې او په توپ اچوونې کې یې درې افغان لوبغاړي وسوځول.

د سري لانکا او افغانستان ترمنځ د دریو لوبو دا دوستانه لړۍ د شنبې په ورځ پیل شوه. افغانستان به له سري لانکا سره تر لوبو وروسته بنګله دېش ته د سیالیو لپاره ورځي.