ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


چین ولې له اوکراین سره د روس په جکړه کې د منځګړیتوب هڅه کوي؟

واشنګټن – د چین رهبر شي جینپېنګ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې پېکنګ به اوکراین ته یو استازی واستوي چې له دغه هېواد سره د روس د جګړې په اړه په یو ممکنه سیاسي جوړ جاړي خبرې وکړي. پېکنګ په تېرو وختونو کې د هېوادونو ترمنځ په شخړو کې له ښکېلتیا څخه ډډه کړې خو داسې ښکاري هڅه کوي ځان د یو نړیوال ډېپلوماټیک ځواک په توګه مطرح کړي. پېکنګ په مارچ کې د سعودي عرب او د ایران ترمنځ هم خبرې تنظیم کړې چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ له اوو کالو وروسته ډېپلوماټیکې اړېکې بېرته پر ځای شوې. ولسمشر شي د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي ته په ټیلیفوني خبرو کې وویل، چې یو چینایي استازی به چې روس ته د چین پخوانی سفیر دی له اوکراین او نورو هېوادونو څخه د دې لپاره لیدنه وکړي چې په یو سیاسي جوړجاړي باندې خبرې وکړي. خو هغه نه د روس او نه هم په اوکراین باندې د روس د تېر کال د یرغل یادونه کړې او نه یې دا ویلي چې چینايي پلاوی به ماسکو ته هم سفر وکړي. د شي او زېلینسکي ټیلیفوني خبرو ته د اوږدې مودې راهیسې تمه کېدله کله چې پېکنګ وویل، چې غواړي په دغه جګړه کې د منځګړي رول ادا کړي. ولې دا ارزښت لري؟ چین یواځینی لوی حکومت دی چې له ماسکو سره دوستانه اړیکې لري او هم یې له اقتصادي پلوه توله درنه ده ځکه وروسته له هاغې چې امریکا او متحدینو یې له روس څخه د تېلو او ګازو اخېستل بند کړل نو چین ددغو تېلو او ګازو تر ټولو ستر اخېستونکی شو.‌ پېکنګ چې په نړیوالو چارو کې د امریکا د برلاسۍ سره د مخالفت لپاره ماسکو ته د خپل سیاسي شریک په سترګه ګوري په اوکراین باندې یې د روس پر یرغل باندې نیوکې نه دې کړي او د امنیت شورا له پنځو دایمو غړو څخه د یو په توګه یې په روس باندې ډیپلوماټیک بریدونه هم نه دي کړی. زېلینسکي مخکې ویلي، چې دی د منځګړیتوب لپاره د چین د وړاندیز هرکلی کوي.  چین ولې داسې کوي؟ د شي حکومت په نړیوالې ډپلوماسۍ کې د لوی رول په لوبولو سره غواړي چې د چین د واکمن کمیونېسټ ګوند هغه کمپاین پر ځآی کړي چې د یو سیاسي او اقتصادي رهبر په توګه خپلې نړیوالې پولې داسې جوړې کړي چې د پېکنګ له ګټو سره سمون ولري. دا یو لوی بدلون دې ځکه د لسیزو راهیسې چین د نورو هېوادونو په شخړو کې له ښکېلتیا څخه ډډه کوله او د هغې پر ځای یې د خپل کورني اقتصاد په ودې باندې تمرکز کاوه. په مارچ کې سعودي او ایران په پېکنګ کې له خبرو وروسته حیرانونکی اعلان وکړ چې له اوه کاله ځنډ وروسته به د یو او بل په هېواد کې بېرته خپل سفارتونه پرانیزي.‌ چین له دواړو هېوادونو سره د تېلو د ستر اخیستونکي هېواد په توګه ښې اړیکې لري.‌ د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګېنګ خپل اسرایلي او فلسطیني سیالانو ته ویلي وو چې هېواد یې تیار دی چې د سولې په خبرو کې مرسته وکړي. د اوکراین او روس ترمنځ له منځګړیتوب سره به په ختیځې اروپا کې چې چین هڅه کوي له نورو هېوادونو سره هم اړیکې جوړې کړي خپل حضور زیات کړي. له دې سره ځینو اروپايي چارواکو شکایت کړی چې چین کوښښ کوي چې اروپايي ټولنې باندې برلاسي ولري. خو په نیویارک کې د کولمبیا پوهنتون د پولېټېکل ساینس پروفیسره کېمبرلي مارټین بیا شک څرګندوي چې چین دې په سوله جوړونکي رول کې بریالی شي. هغې وویل، "زه په سخته په دې باندې باور کولای شم چې چین دې سوله جوړونکی رول ولوبولی شي." هغې زیاته کړه، پېکنګ " له روس سره ډېر نېږدی دی." له روس سره د چین څه ډول اړیکې دي؟ چین د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د تجرید شوي حکومت تر ټولو نېږدې او ستر متحد دی. شي او پېکنګ د  کال ۲۰۲۲ د فیبرورۍ د یرغل څخه دمخه یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې د هغوی حکومتونه د ملګرتیا لپاره هېڅ حدود نه لري.‌ پېکنګ کوښښ کړی چې بې پرې څرګند شي خو د یرغل لپاره یې د روس دلایل تکرار کړي. شي په مارچ کې له ماسکو څخه د لیدنې پر وخت له پوتین څخه تود هرکلی ترلاسه کړ.‌ دغه ډول د چین د دفاع وزیر دا میاشت له روس څخه لیدنه وکړه.‌ د لویدیځ لخوا په روس باندې له بندیزونو وروسته چین له روس څخه د تېلو او ګازو اخېستل زیات کړه خو په کمه بیه.‌ که څه هم ددغې راکړې ورکړې زیات جزیات نه دي په ډاګه.‌ مارټین وویل، د شي او زېلینسکي ټیلیفون "روس ته یو ډول څپېړه وه ځکه روس ډېر لیواله وي چې چین خپل متحده وښيي." هغې وویل، د چین او اوکراین مستقیمې اړیکې "ښيي چې چین لږ تر لږه له روس څخه یو قدم اخوا اخلي." د چین اړیکې له اوکراین سره څنګه دي؟ چین د اوکراین د سوداګرۍ یو ستر شریک وو خو بیا هم د چین او د روس ترمنځ له سوداګرۍ څخه په کمه اندازه. په ۲۰۲۱ کال کې اوکراین چینايي کمپنیو ته داسې پلانونه اعلان کړل چې سوداګرۍ پورې تړلې زېربناوې جوړې کړي. د زېلینسکي حکومت د پېکنګ په وړاندې هغه وخت زړه نا زړه شو چې شي کوښښ‌ و نه کړ چې د پوتین جګړه ودروي،‌ خو دواړه غاړې سره دوستان پاتې شوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن په دې میاشت کې اعلان وکړ چې چین به د اوکراین په جګړه کې یوه لوري ته هم وسلې نه ورکوي او دا ژمنه د اوکراین په ګټه وه ځکه هغوی ته له امریکا او اروپايي‌ هېوادونو څخه ټانکونه،‌ راکټونه او نور ډول ډول وسلې ورکول شوي.

29.04.2023 ډیوه

استخباراتي ادارو د امریکايي شهریانو څارنه کمه کړې

په کانګرس کې د دغه تشویش باوجود استخباراتي مامورین غوښتنه کوي چې د اې ايي اېس ای د ۷۰۲ ماده دې په ځای وساتل شي ځکه چې دا د ملک دننه د امریکایانو د تحفظ او د ملک نه بهر د امريکې مفاداتو دپاره اهمیت لري

29.04.2023 ډیوه

پاکستان دا دعوې رد کړي چې ګنې د روس پرضد جنګېدو لپاره یې د اوکراین پوځ ته راکټونه ورکړي دي

سږکال د فرورۍ په میاشت کې په پاکستان کې د اوکراین سفیر مارکیان چوچک د پاکستان او اوکراین د دوه اړخیزه تعلق په لړ کې وي او ای ته ویلي وؤ 30کاله مخکې پاکستان په مشکل کې وو نو اوکراین ورته د 300 نه زیات جنګي ټېنکونه ورکړي وو او د ټېنکونو صنعت په قیام کې یې د پاکستان مرسته کړې وه

29.04.2023 ډیوه

تازه شمېرې ښایي پاکستان کې دګرانۍ کچه 46.82 فیصدي ته لوړه شوې ده

څېړونکي وایي پاکستان کې په چټک ډول دګرانۍ سیوا کیدو دنورو وجوهاتو تر څنګ یو علت دا هم دی چې پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابله کې دتاریخ تر ټولو ښکته کچې ته غورځېدلې ده

29.04.2023 ډیوه

په سوډان کې د ډزبندۍ باوجود سختې نښتې شوي دي

ای پي د علاقي د اوسېدونکو له قوله وویل د جمعې په ورځ د خرطوم په شمنه علاقه کې کفور کې درنه جګړه وشوه، سختې ډزې او درې چاودنې اورېدل کېدې او هوايي جهازونو د ار اېس اېف په محاذ بمباري کوله

29.04.2023 ډیوه

د پاکستان د پوځ لوی درستیز چین ته د اړیکو قوي کولو لپاره تللی

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر جمعه اپریل ۲۸ (غوایي۸) په څلور ورځني رسمي سفر بیجنګ ته رسیدلی دی.

29.04.2023 امریکا غږ

لاهور:پولیسو دچوهدري پرویز الهي نیولو لپاره دهغه په کور عملیات کړي

پرویز الهي چې دتحریک انصاف په تېر حکومت کې د پنجاب صوبې وزیراعلا ؤ ،په نزدې وختونو کې یې خپل ګوند پاکستان مسلم لیګ(ق) په تحریک انصاف ګوند کې ورګډ کړی اؤ عمران خان دخپل ګوند صدر ټاکلی دی

29.04.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: د دوحې په غونډې کې د طالبانو په رسمیت پیژندنه د خبرو موضوع نده

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وایي د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په هکله په غونډې کې د طالبانو په رسمیت پیژندنه د بحث موضوع نده بلکې د غونډې هدف د افغانستان په هکله د دوامدار مخکې تګ لپاره د نړیوال تعامل بیا پیاوړي کول او ګډو اهدافو لټول دي.

29.04.2023 امریکا غږ

هندوستان: ترهګري او د ترهګرۍ ملاتړ د انسانیت خلاف لوی جرم دی

هندوستان د ډیر وخت راهسې وايي چې پاکستان د هندوستان د اتنظام لاندې کشمیر کې ازادي پسند ډلو ته تربیت، وسله او نور وسایل ورکوي او په هندوستان کې د ترهګرۍ مرسته کوي. پاکستان نه یوازې د هندوستان دریځ ردوي بلکې وايي هندوستان په پاکستان کې د وسله والو امداد کوي

29.04.2023 ډیوه

امریکايي تلویزیون فاکس نیوز د ناسمو ادعاوو خپرولو له امله ۷۸۷ میلیونه ډالر جریمه ومنله

د امریکايي خبرې شبکې فاکس نیوز حقوقي قضیه چې روانه میاشت یې د ګڼو امریکایانو پام ځان ته اړولی و، د محاکمې څخه د ژغورل کېدو په موخه په جوړجاړي پای ته پای ته ورسېده.

28.04.2023 امریکا غږ

پاکستان د دوایانو په قیمتونو کې د ۲۰ فیصد اضافې منظوري ورکړې 

د دوا جوړونکو کمپنو اتحاد پاکستان فارماسېوټیکل مېنوفېکچرنګ اېسوسي اېشن د دوایانو په قیمتونو کې د اضافې غندنه وکړه او ویې وېل د نرخونو زیاتوالی يې د توقع نه کم دی

28.04.2023 ډیوه

متقاعد امریکايي جنرال: له افغانستان څخه امریکا ته د ګواښ امکان شته

پخوانی امریکايي جنرال پېټریک راینرټ چې په افغانستان کې یې خدمت کړی وايي، په افغانستان کې دا وخت فضا بې نظمه ده او دا حالت د امریکا د خوندیتوب دپاره ګواښ کېدای شي.

28.04.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

28.04.2023 امریکا غږ

شکریه بارکزۍ : د دوحې د غونډې په درشل کې د م.م د امنیت شورا پریکړه لیک مهم دی

د دوحې ناستې په درشل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو هیوادونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر بندیز وغنده او د بښنې نړیوال سازمان بیا ویلی چې له طالبانو سره دې د ښځو او بشري حقونو د سرغړونې په اړه حساب کتاب وشي.

28.04.2023 ازادي راډیو

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

28.04.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more