شاته

هند کې د رېل ګاډي د مهلک ټکر وجه، د الکټرانېک سېګنلنګ خرابي وه

واشنګټن - په هند کې چارواکو د رېل ګاډو د جمعې ورځې د ټکر وجوهات بیان کړي او ویلي یې دي چې یو رېل ګاډی د الکټرانېک سېګنلنګ سیسټم د خرابې له امله په غلطه پټلۍ روان و چې په نتیجه کې یې مهلک ټکر وشو او قریب درې سوه (۳۰۰) تنان په کې مړه او د زرو (۱۰۰۰) نه زیات نور زخمیان شول.

د هند د رېلوېز وزیر اشویني وېشناو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د نیوډیلي ټي وي سره په یوه مرکه کې وویل، "دا چې چا دا کار کړی او دلیل یې څه و، دا هرڅه به د تحقیقاتو په نتیجه کې معلوم شي."

کله چې د ژغورنې عملیات تکمیل شول، د هغه نه وروستو په رسمي توګه د ټکر د وجوهاتو د تفصیل په اړه یو رسمي بیان ورکړل شو. کارکوونکو اوس خپله توجو دې ته اړولې ده چې رېل پټلۍ پاکې کړي او د رېل ګاډو د تګ راتګ سروسز له سره پیل شي.

د رېل ګاډو د ټکر دا مرګونې پېښه د جمعې په ورځ د کلکتې ښار نه دوه سوه و شل (۲۲۰) کلومټره لېرې جنوب پلو، رامنځته شوه.

وزیر اعظم مودي د خالي/شنبې په ورځ د پېښې ځای ته ورغی او د ژغورنې عملیات یې له نږدې وڅارل او د ژغورنې له کارکوونکو سره یې د نږدې خبرې وکړې. پس د هغه، مودي یو هسپتال ته ولاړ او هلته یې د زخمیانو د حال پوښتنه وکړه.

مودي خبریالانو ته وویل چې حکومت به یې خپل ټول وس او توان استعمال کړي چې د زیانمنو شوو کسانو سره مرسته وکړي او هغه کسانو ته سزا ورکړي کوم چې قصورواره وپېژندل شي.

چارواکي وایي چې په دې مهلک ټکر کې لږ تر لږه درې رېل ګاډي شامل و او د ټکر په نتیجه کې، شاوخوا پنځلس (۱۵) رېل ډبې له پټلۍ اوړېدلي دي.

په هند کې د رېل ګاډو د ټکر پېښې معمول دي، ځکه د رېلوې بنیادي اډانه یې ډېره زړه شوې ده. د شمېرو ترمخه، هره ورځ څه باندې دوولس (۱۲) میلینه خلک د هند په بېلابېلو برخو کې رېل ګاډي استعمالوي.

په همدې حال کې ټاکل شوې وه چې وزیراعظم مودي به د ممبئ او ګوا ښارونو ترمنځ یو تېزرفتاره رېل پرانیزي، مګر د هند په ختیځ صوبه، اودیسا کې د رېل ګاډو د ټکر له امله، د ممبئ او ګوا تېزرفتاره رېل د پرانېستې دستوره هم وځنډېدله.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00