ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان په موجوده وضعیت امریکا وایي پاکستان کې خپلو شرکت دارو سره نیغ په نیغه تماسونو کې ده

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي امریکا پاکستان کې خپلو شراکت دارو سره نیغ په نیغه تماسونو کې اوسي اؤ دا چې ټولې خبرې په ډاګیز ډول مخې ته نه راوړل کیږي. دا خبرې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټيل د پاکستان د سیاسي وضعیت په اړه د مطبوعاتي خبرو په مهال د یوې پوښتنې ځواب کې کړې دي. د امریکایي ویاند نه پوښتنه وشوه، په داسې حال کې چې د پاکستان دننه پوځي عدالتونو کې په عامو وګړو د مقدمو چلولو خبرې روانې دي، خبریالان لادرکه کیږي، د 80 کالو د عمر پخواني چارواکي نیول کیږي، امریکا د بشري حقونو په دې سرغړونو ولې غلې ده؟ مرستیال ویاند ویدانت پټیل یې په ځواب کې وویل "په داسې چارو چې د امریکا لپاره مهمې دي، اؤ د سیمې په سلامتۍ اؤ ثبات کې ارزښت لري، مونږ دخپلو پاکستاني شراکت دارو سره نیغ په نیغه خبرې کوؤ". د هغه په وینا "څنګه چې مې مخکې وویل، پرته له کوم شک څخه مونږ یو خوشحاله اؤ با ثباته پاکستان لیدل غواړو چې دا د امریکې اؤ پاکستان د اړیکو په ګټه تمامیږي اؤ کله چې مونږ د نیغ په نیغه تماسونو خبره کوؤ نو زمونږ د سفارتي تماسونو ټولې خبرې په ډاګیز ډول مخې ته نه شي راوړل کیدای". دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په نهم مې د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو پرضد د تحریک انصاف ګوند پلویانو قهرژن احتجاجونه کړي وؤ اؤ د دغو احتجاجونو په مهال پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته اورونه لګول شوي وؤ چې له هغې راپدیخوا ملک کې د پي‌ ټي آی دمشرانو اؤ فعالینو د نیولو اؤ د هغوي پرضد د عملیاتو لړۍ دوامداره ده. د پاکستان حکومت اعلان کړی چې دنهم مئ پېښو کې دککړو سویلین یا ملکي وګړو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کیږي. د ایمنسټي انټرنیشنل په څېر دبشري حقونو سازمانونو په عامو وګړو پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول د بشري حقونو خلاف ورزي بللې ده خو امریکا په دې لړ کې دریځ لري چې ټولې چارې باید دقانون په چوکاټ کې دننه ترسره شي اؤ دا چې امریکا په پاکستان کې د کوم یوازیني فرد یا ګوند ملاتړ نه کوي. کله چې دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نه پوښتنه وشوه، ایا دا ممکن ده چې امریکا کې بندي پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي دي پاکستان کې امریکایي سي ایي ای سره دمرستې په تور دبندي ډاکټر شکیل اپریدي په بدل کې خوشې کړل شي؟ په جواب کې یې ویدانت پټيل وویل په دې معامله کې هم ځواب قانون نافذ کوونکي چاروکي ورکولی شي اؤ دا چې دی په مفروضو خبره نه شي کولی.   (د وي او ای اردو په مننه)

06.06.2023 ډیوه

جنوبي وزیرستان: وسله والو سره په نښته کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی دی

افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې وسله والو سره په نښته کې د پاکستاني پوځ یو عسکر وژل شوی دی. د ګل یا دوشنبې په ورځ پوځ پخپل بیان کې ویلي دا پېښه د جنوبي وزیرستان په لدها سیمه کې رامنځته شوې ده. پوځ وایي امنیتي ځواکونو ته معلومه شوې وه چې په لدها کې ترهګرو خپله ځاله جوړه کړې ده اؤ دغلته پټ شوي دي اؤ چې کله ځواکونو د هغوي پرضد سیمه کې عملیات وکړل نو په دغه مهال ترهګرو سره نښته کې د محمد صابر په نوم یو پوځي ووژل شو. پوځ پخپل بیان کې نه ده روښانه کړې چې دغه نښته کې ترهګرو ته هم څه مرګ ژوبله اوښتې ده که نه؟ تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې په شمالي وزیرستان کې هم ترهګرو سره نښته کې پوځ د خپلو دوؤ عسکرو د وژل کیدو اؤ دوؤ نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی ؤ. د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي آر پخپل بیان کې دعوه کړې وه چې شمالي وزیرستان کې ترهګرو سره نښټه کې یې دوه وسله وال هم وژلي دي. همدا شان د خالي یا شنبې په ورځ دبره دیر براول سیمه کې د یو امنیتي چیک پوسټ ترڅنګ دپوځ ګاډی ترهګرو په چاودیدونکو موادو الوځولی ؤ چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ. په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان او داعش خراسان په غاړه اخستې ده. د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سکیورټي اسټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال د وړومبیو پینځو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي، وژنو کې 39 فیصدي اؤ ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه شوې ده. رپورټ وایي د تېرې مې میاشت کې د پاکستان دننه 40 ترهګریزو بریدونو کې48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي دي. د رپورټ شمیرې ښایي چې د تېرې مې میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي. د رپورټ له مخې د پاکستان دننه د مې میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر ترنیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي دي.

06.06.2023 ډیوه

ټانک کې وسله والو دوه سرکاري سکولونه سوځولي دي

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې د هلکانو دوه سرکاري سکولونه نامالومو کسانو سوځولي دي. دسیمې پولیس او انتظامیې وي او اې ډیوه ته دا پېښه تایید کړه او وئ یې ویل د هلکانو یو مډل او بل پرایمري سکول د ټانک ضلعې په کوټ کټ سیمه کې سوځول شوي دي. د پېښو ذمه واري د دې رپورټ تر خپرېدو چا نه ده منلې. په کوټ کټ سیمه کې د مئ په 19مه د دوو کسانو څخه د جاسوسۍ په تور سرونه غوڅ کړی شوي وو او د هغوي دمړو ترڅنګ غورځول شوي کاغذ کې ګواښ شوی وؤ چې نور داسې کسان په هدف دي چې امنیتي ادارو او پوځ ته جاسوسي کوي. کوټ کټ د ټانک ښار نه نیزدې 10 کلومیټره لرې شمال ختیز ته پرته په سلګونو کورونو مشتمله سیمه ده او وروستي راپورټونه وایي تر دغې پېښې وروسته خلکو خپل کورونه پریښي دي. د ټانک ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او وقار احمد ډيوه ته وویل کوټ کټ سیمه کې د شپې ناوخته نامالوم کسان راغلي او د سکولولو ودانیو ته یې اورونه لګولي دي. هغه وویل د سکولونو سوځولو په دغه پيښه کې دکومې مرګ ژوبلې اطلاعات نه دي ترلاسه شوي خو د سکولونو ودانیو کې کلاس رومونه سوځیدلي ندي. د هغه وینا وه مقدمه یې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې یې پېل کړي دي. ډی پي د خلکو د کورونو پریښولو په اړه وویل د خلکو د امنیت د پاره پولیس او نورې امنیتي ادارې موجود دي باید ولس په وخت امنیتي ادارو ته خبر ورکوي پولیس به د ورانکارو پرضد کاروایی کوي . په ټانک ضلعه کې امنیتي ځواکونو د مئ په 20مه د وسله والو پرضد عملیات کړي وؤ او د دوو عسکرو په تاوان یې د دریوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه. له دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې د خېبرپښتونخوا په قبايلي او بندوبستي سيمو کې د تندلارو لخوا په سوونو سکولونه په بمونو الوځول شوي دي. په بمونو سره د سکولونو الوځولو وروستې پېښه د مئ په 22 د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې رامنڅته شوې وه چې دغلته وسله والو د جینکو دوه سرکاري سکولونه الوځولي وو. هغه وخت د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتین ددغې پېښې غندنه کړې وه او ویلي یې وؤ د سکولونه په وېجاړېدو نه وزیراعظم او نه هم بل کوم سیاسي مشر افسوس وکړو. د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم په شمالي وزیرستان کې د نجونو پر دوو سکولونو بمي حملې غندلې وې او دا یې یو "غیرانساني عمل" بللی و، دا په په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اقتدار ته له رسېدو وروسته طالبانو د جینکو په تعلیم بندیز لګولی دی. په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوو قبایلي ضلعو کې د کال 2020م نه وړاندې بیلابیلو وختونو کې نزدې 1500 سکولونه د بدامنۍ ښکار شوي زياتره پکې په بمونو الوځول شوي وو او په زرګونو ماشومان د سکولونو نه محرومه کړی شوي وو. د چارواکو په وينا په يادو سکولونو کې زيات بيرته جوړ کړی شوي او فعال کړی شوي دي. د امریکې نړيوالې مرستندویه ادارې [يو اېس اېډ] تېر کال د نومبر په میاشت کې ويلي وو، په خېبرپښتونخوا کې يې د ترهګرۍ او قدرتي افتونو څخه اغېزمن شوي 229 سکولونه جوړ کړي او 1000 نه زيات يې بحال کړي دي.

06.06.2023 ډیوه

ایران تر ۷ کالونو وروسته په سعودي کې خپل سفارت بیا پرانیزی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه جون ۵ (غبرګولي۱۵) ویلي چې په همدې روانې اوونۍ کې په سعودي عربستان کې خپل دپلوماتیک ماموریت بیا پرانیزي.

06.06.2023 امریکا غږ

د ټرمپ مرستیال ځان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړ

د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس دوشنبه جون ۵ (غبرګولي۱۵) د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د خپلې کاندیدۍ اسناد د انتخاباتو فدرالي کمیسیون ته وسپارل.

06.06.2023 امریکا غږ

ماسکو اقتصادي فورم ته د "غیردوستانه" خبریالانو په ورتګ بندیز ولګولو

واشنګټن  - ماسکو وایي هغه خبریالان چې د روس په نظر کې د "غیردوستانه ملکونو" څخه دي، هغوی به سږکال په سېنټ پېټرزبورګ ښار کې کېدونکي نړېوال اقتصادي فورم ته د ورتګ اجازت ونلري. دا د روس د خبرونو د کورېج دپاره د مغربي ملکونو د خبریالانو کار ته خنډ اچولو کې د کرملېن تازه ګام بلل کیږي. اقتصادي فورم چې د 1997 کال راهیسي د روس په کوربه توب هر کال جوړیږي، د سویټزرلېنډ په ډاوس ښار کې د کلني نړېوال اقتصادي فورم په شان دی. صدر ولاډیمیر پوټین دا فورم، چې د روس یو له شانداره دستورو څخه دی، نړېوالو سرمایه کارانو ته د خپل ملک د اقتصاد ښودلو دپاره استعمالوي. سږکال به د روس اقتصادي فورم د جون له 14 تر 17 نېټې پورې روان وي. د روئټرز خبري اداره وایي چې مغربي خبریالان هېڅ کله هم په داسې ټولیزه طریقه د یاد فورم نه منعه کړی شوي نه دي. مګر دا بندیز – چې د خالي/شنبې په ورځ اعلان شوی – په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د روس او مغربي ملکونو ترمنځ بې مثاله تناوونه راپېښ شوي. په دې لړ کې مغربي ملکونو په اوکراین کې د روان جنګ په وجه، په روس باندې پراخې پابندۍ لګولي دي. د کرملېن ویاند دیمتري پېسکوف د خالي/شنبې په ورځ د ټاس سرکاري خبري ادارې ته وویل: "دا فیصله وشوه چې اېس پي آی اي اېف ته دا ځل د غېردوستانه ملکونو مېډیا ادارو ته اجازت نامې ورنکړی شي." اېس پي آی اي اېف د روس د اقتصادي فورم مخفف نوم دی. د کرملېن له نظره "غېردوستانه ملکونه" هغه ملکونه دي چې په اوکراین کې د جګړې له امله یې په روس باندې بندیزونه لګولي دي. پېسکوف همدا راز زیاته کړه: "اېس پي آی اي اېف ته دلچسپي درلودل همیش ډېره غوره خبره ده، ټول خبریالان به په هغه ځای کې سره کار کوي. ځینو مغربي خبریالانو ته د وړاندې نه اجازت نامې ورکړی شوې وې چې د سږکال فورم نه رپوټونه جوړ کړي. په ماسکو کې د روئټرز ادارې ته د زیارت/پنجشنبې په ورځ د اجازت نامې تصدیق ورسېدو، لاکن یوه ورځ وروستو ورته آګاهي ورکړی شوه چې د هغې ادارې د خبریالانو اجازت نامې لغوه شوې دي. له هغه وخته چې روس په اوکراین باندې تېر کال حمله وکړه، تر اوسه خارجي خبریالان ډلې ډلې د خپل تحفظ د ېرې د روس نه بهر ته ځي. هغه جرنلسټان چې ویې غوښتل پاته شي، هغوی د سېوا کېدونکو خطرو سره مخ دي، په شمول د غیرقانوني ګرفتارۍ. امریکایي خبریال اېوان ګېرشکوویچ، کوم چې د والسټریټ جرنل دپاره کار کوي، د څه باندې دوه میاشتو راهیسي په روس کې حراست کې دی او ورباندې د جاسوسۍ تورونه لګېدلي دي، مګر هغه او د امریکا حکومت دا تورونه ردوي.

05.06.2023 ډیوه

د امریکا او چین د دفاع وزیرانو یو بل د تایوان د کړکیچ په زیاتولو تورن کړي

د چین او امریکا پوځي مشرانو په سنګاپور کې د یوې غونډې په ترڅ کې د یو بل په تګلارو نیوکې کړي او دواړو لوریو د تایوان په تنګي کې د ناکراریو پړه پر یوه بل اچولې ده.

05.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

05.06.2023 امریکا غږ

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

05.06.2023 ازادي راډیو

خبرها و گزارش‌های

خبرها و گزارش‌های

05.06.2023 ازادي راډیو

روس وايي په دونېسک سیمه کې يې د اوکراین حمله تمبولي ده

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د هرې ورځې شبینه تقریر کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل چې هغه ماشومان دې یاد وساتل شي چې په اوکراین د روس په یرغل کې وژل شوي دي

05.06.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

05.06.2023 امریکا غږ

بلینکن د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو په عادي کېدو ټېنګار وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن دوشنبه جون پنځمه (جوزا۱۵) وویل چې د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د اړیکو عادي کېدل د واشنګټن لپاره ډېر مهم دي. انتوني بلینکن د «امریکا-اسرائیل د عامو اړیکو کمېټې» ته، چې د اسرائیل یو ملاتړی لابي ګروپ دی، دا هم وویل چې ایران ته به هېڅکله اجازه ورنکړل شي چې اتومي وسلې ترلاسه کړي. هغه وویل: «متحده ایالتونه د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي‌ کېدو په ترویج کې رښتینې ملي ګټه لري. موږ په دې باور یو او په حقیقت کې  کولای شو چې [د اړیکو] په پرمختګ کې مهم رول ولوبو.» انتوني بلینکن زیاته کړه چې د امریکا اوسنی حکومت د مخکني ولسشمر جوبایډن په مهال د «ابراهم تړون» ته ژمن دی، په هغه تړون کې عرب هېوادونه هڅول شوي دي، چې د اسرائيل له دولت سره رسمي روابط پيل کړي. سره له دې چې سعودي عربستان اسرائيل ته د تجارتي پروازونه اجازه ورکړې او ورسره یې تماسونه نیولي دي، خو د رسمي‌ اړیکو د پیلولو په اړه یې لا اقدام نه دی کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «په سیمه کې د اسرائيل نور ګډېدل د سیمې په ثبات، امنیت او سوکالۍ کې مرسته کوي.» نوموړي وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لپاره کار کوي او «د سعودي عربستان او اسرائيل ترمنځ د روابطو» د عادي کېدو لپاره د نتیجې ترلاسه کولو په هدف کار کولو ته ژمن دي. ټاکل شوې چې هغه دا اونۍ د سعودي‌ عربستان ته ولاړ شي او هلته به د خلیج هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرنو سره هم وویني. د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود ویلي دي چې له اسرائیلو سره د سعودي روابط به تر هغه عادي نشي، چې د دواړو هېوادونو-اسرائیل او فلسطین- حل موندل شوی نه وي. نوموړي د بلومبرګ رسنۍ ته ویلي دي: «واقعي عادي روابط او واقعي ثبات فلسطین ته د یو دولت د ورکولو له لارې رامنځ ته کېدای شي.» خو بلینکن ویلي دي چې د اسرائيل او سعودي ترمنځ د اړیکو د عادي کولو او د دوی د یو ځای کېدو هڅه د «اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د پرمختګ بدیل نه دی» او نباید په دې قیمت تمام شي. انتوني بلینکن یو ځل بیا د واشنګټن دا ژمنه تکرار کړه چې ایران ته به اجازه ورنکړل شي اتومي وسلې جوړ کړې. بلینکن وویل: «د متحدو ایالتونو او اسرائيل روابط د اسرائیل امنیت ته د امریکا د ژمنې په اساس دي. په دې ژمنې خبرې نشي کېدای، دا نه بدلېدونکې ده. که ایران د دپلوماسۍ لاره رد کړه، هاغسې چې ولسمشر بایډن واضح کړي‌، ټول انتخابونه د میز په سر پراته دي چې ډاډ ترلاسه شي ایران اتومي وسلې ترلاسه نکړي.»

05.06.2023 امریکا غږ

په کوټه کې ځنډول شوی پوليو کيمپېن پرانيستل شو

د کوټې يو اوسېدونکی احسان الحق چې د پرانيستې غونډې ته يې خپل ماشوم راوستی، وايي پوليو داسي ناروغي ده، چې هيڅ علاج نه لري، ځکه نو ټولې ميندې بايد خپلو ماشومانو ته دوې قطرې ورکړي، چې ماشومان يې د تل له معذورۍ خوندي شي

05.06.2023 ډیوه

این حق من است

این حق من است

05.06.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more