ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بدخشان کې د طالبانو د والي مرستیال او د هغه ډرایور په بمي چاودنه کې وژل شوي، شپږ تنه ټپیان

واشنګټن ــــ د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې نن سهار یوه بمي چاودنه شوې ده چې د طالبانو په وینا د دوی د دې صوبې د والي یا ګورنر مرستیال نثار احمد احمدي پکې وژل شوی دی. په بدخشان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي نن د سه شنبې- نهې په ورځ سهار شاوخوا اته بجې یو ځانمرګي بریدګر ددغه ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال موټر مخ ته د چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودلی چې له امله یې د والي مرستیال او یو بل تن پکې وژل شوي دي. په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر مولوي معزالدین احمدي وویل، چې دا پېښه د مرکز فیض اباد ښار عدالت چوک ته نیژدې شوې ده چې وایي مرستیال ګورنر مولوي نثار احمد احمدي او د هغه ډرایور پکې وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. معزالدین احمدي وي او اې آشنا ته ویلي، په دې برید کې بریدګر هم وژل شوی دی، خو دا چې بریدګر پېژندل شوی که نه او څوک دی په دې اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي. اې پي خبري ایجنسۍ بیا وایي چې په چاودنه کې لس تنه ټپیان شوي دي خو دا یې موټر بم چاودنه ګڼلې او د ځانمرګي برید یې څه نه دي ویلي. تر اوسه د دې برید ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخیستې خو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې پر طالبانو د اکثرو بریدونو ذمه وارۍ داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستې دي. د 2021 کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر اوسه په همدې بدخشان ولایت کې د طالبانو پر لوړ پوړو چارواکو څو بریدونه شوي دي. د تېر 2022م کال د دسمبر پر 26مه د بدخشان د پولیسو له ودانۍ سره نیژدې په یو موټر کې د ایښودل شوو چاودېدنکو توکو په چاودنه د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو د مشر مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان وو. د روان 2023م کال د مارچ پر نهمه د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي داود مزمل په خپل دفتر کې په یوه چاودنه کې له دوو نورو کسانو سره وژل شوی وو. په دې برید کې اوه تنه ټپیان شوي وو. پر داود مزمل باندې د برید ذمه واري داعش ډلې په غاړه اخیستې وه. داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

06.06.2023 ډیوه

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

06.06.2023 ازادي راډیو

ناروې د کډوالو شورا د افغانستان ځینو سیمو کې خپل فعالیت بیا پیل کړ

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) د کندهار په ګډون د افغانستان په ځینو سیمو کې ددغې موسسې د مرستو د رسونې د پروګرامونو د بیا پیلیدو خبر ورکړی دی.

06.06.2023 امریکا غږ

بدخشان لپاره د طالبانو مرستیال والي په ځانمرګي برید کې وژل شوی

بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي نن د سه شنبې په ورځ جون شپږم (جوزا۱۶) یو ځانمرګي بریدګر ددغه ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال موټر مخ ته د چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې،چې له امله یې د والي مرستیال او یو بل تن وژل شوي دي.

06.06.2023 امریکا غږ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازو مجلس نورو غړیو سره د افغانستان څخه د وتلو محرم اسناد شریکوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس استازو مجلس د بهرنیو اړیکو ټولو غړیو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان څخه د امریکا د وتلو په هکله محرم اسناد وګوري.

06.06.2023 امریکا غږ

اسټیټ بینک: د پاکستان حکومت تېر یو کال کې د 14 زره اؤ 900 اربو روپو ریکارډ پورونه اخستي دي

د پاکستان دولتي بینک وایي د هیواد مرکزي حکومت د یو کال په موده کې د14 زره اؤ 900 اربو روپو ریکارډ پورونه اخستي چې دا دهرې ورځې پسر د 41 اربه روپۍ جوړیږي . خو وزیراعظم شهباز شریف ویلي کله چې هغه پروسکال اقتدار ترلاسه کړو نو دتېر حکومت د ناسمو تګلارو له امله هیواد د دیوالیه کیدو پغاړه ولاړ وؤ اؤ بیا پکې داګست په میاشت کې سیلاب وضعیت نور هم خراب کړو ځکه دهغه دحکومت په وړاندې له هري مشکلات وؤ. اسټيټ بینک تېره ورځ پخپل رپورټ کې دهیواد په ذمه د ورپورې کورنیو اؤ بهرنیو پورونو جذیات مخې ته راوړي چې دهغې له مخې تر اپریل کال2022م پورې په پاکستان ټوله قرضه 43705 اربه روپۍ ورپورې وه خو سږکال بیا تر اپریل پورې دا قرضه 58599 اربو روپو ته لوړه شوې ده. د پاکستان په ایکسپریس رسنۍ کې دخپور شوي رپورټ له مخې مرکزي حکومت دیو کال په موده کې د14900 اربو روپو ریکارډ قرضونه اخستي چې دا د هرې ورځې پسر 41 اربه روپۍ جوړیږي. مرکزي بینک ویلي حکومت په یو کال کې په ملک د ورپورې ټولو قرضو 34 فیصده قرضه اخستې ده اؤ یوازې د روان کال داپریل په میاشت کې یې 1476 اربه روپۍ په پور ترلاسه کړي دي. بینک ویلي چې په د اپریل میاشت کې دبهرنیو پورونو نه ترلاسه کیدو له امله 99 فیصدي قرضې دځایي سرچینو نه ترلاسه کړی شوي دي. دا شمیرې ښایي چې په یو کال کې دپاکستان په ذمه ورپورې بهرنیو پورونو کې 7259 اربه (49 فیصدي) اضافې شوې ده اؤ دا 22050 اربو روپو ته رسېدلي‌ دي. بینک وایي همدا شان په یو کلنه موده کې کورني قرضونه 7635 اربه ( 34 فیصد )فیصدي ختلي اؤ کر36549 اربو روپو ته رسیدلي دي. په پاکستان د پورونو د سیوا شوي بار په اړه داسټيټ بینک دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې ټاکل شوې ده روانه میاشت مرکزي حکومت کلیز بجټ پیش کوي خو ددغه بجټ نه وړاندې حکومت نه دی توانېدلی چې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف نه دپور د تړون ورپاتې 1ارب اؤ 10کروړه ډالر ترلاسه کړي. د پاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان حکومت کال2019م کې ایي ایم ایف سره د6 اربو اؤ 50 کروړو ډالرو دپور تړون لاسلیک کړی ؤ خو ددغه پیسو نه اوس هم پاکستان ته نزدې 2 اربه اؤ 70 کروړه ډالر نه دي ورکړل شوي چې د دې پیسو معیاد روانه میاشت ختمېدونکی دی. د آی ایم ایف لخوا پاکستان ته د قسط جاري کولو لپاره د مامورینو په کچه تړون دتېر نومبر دمیاشتې راهسې دځنډ ښکار دی اؤ پاکستان دتېرې فرورۍ دپیل راهسې ایي ایم ایف سره دیو ارب اؤ 10کروړه ډلرو لپاره خبرې اترې کوي خو په دې خبرو کې هیڅ کامیابي نه ده موندل شوې. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اوړمه ورځ دترکي دولتي خبري اژانس "انادولو" سره مرکه کې هیله ښکاره کړې ده چې روانه میاشت کې به پاکستان ایي ایم ایف سره په تړون کولو وتوانیږي. وزیراعظم شهباز شریف ویلي پاکستان د ایي ایم ایف ټول پیشګي یا له وړاندې اېښودل شوي شرطونه پوره کړي دي اؤ "مونږ اوس هم هیله مند یو چې دایي ایم ایف پروګرام به عملي شي" هغه وویل "زمونږ نهمه ارزونه دټولو شرایطو اؤ ضابطو سره سمون خوري اؤ هیله ده چې روانه میاشت به مونږ ځېنې ښه خبرونه ترلاسه کړو" هغه ویلي نن چې دده حکومت په کومو ستونزو کې راګیر دی دا ستونزې دتېرحکومت دناسمو پالیسو اؤ داګست په میاشت کې د راغلي سیلاب اؤ ګرانۍ زېږنده دي. دشهباز شریف په وینا پاکستان اپریل کال2022م کې دیوالیه کیدو ته نزدې و ځکه چې دهغه وخت حکومت ایي ایم ایف سره دشوي تړون نه سرغړونه کړې وه اؤ معیشت دتباهۍ سره مخ ؤ. نوموړي دعوه وکړه چې دده حکومت دپاکستان د ولس اؤ د دوستو هیوادونو په مرسته په غوره توګه دچیلنجونو نه وتلو کې بریالی شوی دی.

06.06.2023 ډیوه

د پاکستان په موجوده وضعیت امریکا وایي پاکستان کې خپلو شرکت دارو سره نیغ په نیغه تماسونو کې ده

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي امریکا پاکستان کې خپلو شراکت دارو سره نیغ په نیغه تماسونو کې اوسي اؤ دا چې ټولې خبرې په ډاګیز ډول مخې ته نه راوړل کیږي. دا خبرې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټيل د پاکستان د سیاسي وضعیت په اړه د مطبوعاتي خبرو په مهال د یوې پوښتنې ځواب کې کړې دي. د امریکایي ویاند نه پوښتنه وشوه، په داسې حال کې چې د پاکستان دننه پوځي عدالتونو کې په عامو وګړو د مقدمو چلولو خبرې روانې دي، خبریالان لادرکه کیږي، د 80 کالو د عمر پخواني چارواکي نیول کیږي، امریکا د بشري حقونو په دې سرغړونو ولې غلې ده؟ مرستیال ویاند ویدانت پټیل یې په ځواب کې وویل "په داسې چارو چې د امریکا لپاره مهمې دي، اؤ د سیمې په سلامتۍ اؤ ثبات کې ارزښت لري، مونږ دخپلو پاکستاني شراکت دارو سره نیغ په نیغه خبرې کوؤ". د هغه په وینا "څنګه چې مې مخکې وویل، پرته له کوم شک څخه مونږ یو خوشحاله اؤ با ثباته پاکستان لیدل غواړو چې دا د امریکې اؤ پاکستان د اړیکو په ګټه تمامیږي اؤ کله چې مونږ د نیغ په نیغه تماسونو خبره کوؤ نو زمونږ د سفارتي تماسونو ټولې خبرې په ډاګیز ډول مخې ته نه شي راوړل کیدای". دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې په نهم مې د پخواني وزیراعظم عمران خان د نیول کیدو پرضد د تحریک انصاف ګوند پلویانو قهرژن احتجاجونه کړي وؤ اؤ د دغو احتجاجونو په مهال پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته اورونه لګول شوي وؤ چې له هغې راپدیخوا ملک کې د پي‌ ټي آی دمشرانو اؤ فعالینو د نیولو اؤ د هغوي پرضد د عملیاتو لړۍ دوامداره ده. د پاکستان حکومت اعلان کړی چې دنهم مئ پېښو کې دککړو سویلین یا ملکي وګړو پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کیږي. د ایمنسټي انټرنیشنل په څېر دبشري حقونو سازمانونو په عامو وګړو پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول د بشري حقونو خلاف ورزي بللې ده خو امریکا په دې لړ کې دریځ لري چې ټولې چارې باید دقانون په چوکاټ کې دننه ترسره شي اؤ دا چې امریکا په پاکستان کې د کوم یوازیني فرد یا ګوند ملاتړ نه کوي. کله چې دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نه پوښتنه وشوه، ایا دا ممکن ده چې امریکا کې بندي پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي دي پاکستان کې امریکایي سي ایي ای سره دمرستې په تور دبندي ډاکټر شکیل اپریدي په بدل کې خوشې کړل شي؟ په جواب کې یې ویدانت پټيل وویل په دې معامله کې هم ځواب قانون نافذ کوونکي چاروکي ورکولی شي اؤ دا چې دی په مفروضو خبره نه شي کولی.   (د وي او ای اردو په مننه)

06.06.2023 ډیوه

جنوبي وزیرستان: وسله والو سره په نښته کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی دی

افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې وسله والو سره په نښته کې د پاکستاني پوځ یو عسکر وژل شوی دی. د ګل یا دوشنبې په ورځ پوځ پخپل بیان کې ویلي دا پېښه د جنوبي وزیرستان په لدها سیمه کې رامنځته شوې ده. پوځ وایي امنیتي ځواکونو ته معلومه شوې وه چې په لدها کې ترهګرو خپله ځاله جوړه کړې ده اؤ دغلته پټ شوي دي اؤ چې کله ځواکونو د هغوي پرضد سیمه کې عملیات وکړل نو په دغه مهال ترهګرو سره نښته کې د محمد صابر په نوم یو پوځي ووژل شو. پوځ پخپل بیان کې نه ده روښانه کړې چې دغه نښته کې ترهګرو ته هم څه مرګ ژوبله اوښتې ده که نه؟ تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې په شمالي وزیرستان کې هم ترهګرو سره نښته کې پوځ د خپلو دوؤ عسکرو د وژل کیدو اؤ دوؤ نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی ؤ. د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي آر پخپل بیان کې دعوه کړې وه چې شمالي وزیرستان کې ترهګرو سره نښټه کې یې دوه وسله وال هم وژلي دي. همدا شان د خالي یا شنبې په ورځ دبره دیر براول سیمه کې د یو امنیتي چیک پوسټ ترڅنګ دپوځ ګاډی ترهګرو په چاودیدونکو موادو الوځولی ؤ چې پکې یو پوځي عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ. په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان او داعش خراسان په غاړه اخستې ده. د پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلېکټ اېنډ سکیورټي اسټډیز په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې د تېر کال د وړومبیو پینځو میاشتو په پرتله دروان کال وړومبیو پینځو میاشتو کې د پاکستان دننه ترهګرو بریدونو کې 77 فیصدي، وژنو کې 39 فیصدي اؤ ژوبلو کې 33 فیصدي اضافه شوې ده. رپورټ وایي د تېرې مې میاشت کې د پاکستان دننه 40 ترهګریزو بریدونو کې48 کسان وژل شوي او 102 نور ژوبل شوي دي. د رپورټ شمیرې ښایي چې د تېرې مې میاشت کې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې تر ټولو زیاتې ترهګرۍ ځپلي چې دغلته 18 بریدونو کې 18 کسان وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي. د رپورټ له مخې د پاکستان دننه د مې میاشت کې ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې وژل شوو او ژوبل شوو کسانو کې تر ترنیمایي زیات امنیتي عسکر او نور عام وګړي دي.

06.06.2023 ډیوه

ټانک کې وسله والو دوه سرکاري سکولونه سوځولي دي

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې د هلکانو دوه سرکاري سکولونه نامالومو کسانو سوځولي دي. دسیمې پولیس او انتظامیې وي او اې ډیوه ته دا پېښه تایید کړه او وئ یې ویل د هلکانو یو مډل او بل پرایمري سکول د ټانک ضلعې په کوټ کټ سیمه کې سوځول شوي دي. د پېښو ذمه واري د دې رپورټ تر خپرېدو چا نه ده منلې. په کوټ کټ سیمه کې د مئ په 19مه د دوو کسانو څخه د جاسوسۍ په تور سرونه غوڅ کړی شوي وو او د هغوي دمړو ترڅنګ غورځول شوي کاغذ کې ګواښ شوی وؤ چې نور داسې کسان په هدف دي چې امنیتي ادارو او پوځ ته جاسوسي کوي. کوټ کټ د ټانک ښار نه نیزدې 10 کلومیټره لرې شمال ختیز ته پرته په سلګونو کورونو مشتمله سیمه ده او وروستي راپورټونه وایي تر دغې پېښې وروسته خلکو خپل کورونه پریښي دي. د ټانک ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او وقار احمد ډيوه ته وویل کوټ کټ سیمه کې د شپې ناوخته نامالوم کسان راغلي او د سکولولو ودانیو ته یې اورونه لګولي دي. هغه وویل د سکولونو سوځولو په دغه پيښه کې دکومې مرګ ژوبلې اطلاعات نه دي ترلاسه شوي خو د سکولونو ودانیو کې کلاس رومونه سوځیدلي ندي. د هغه وینا وه مقدمه یې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې یې پېل کړي دي. ډی پي د خلکو د کورونو پریښولو په اړه وویل د خلکو د امنیت د پاره پولیس او نورې امنیتي ادارې موجود دي باید ولس په وخت امنیتي ادارو ته خبر ورکوي پولیس به د ورانکارو پرضد کاروایی کوي . په ټانک ضلعه کې امنیتي ځواکونو د مئ په 20مه د وسله والو پرضد عملیات کړي وؤ او د دوو عسکرو په تاوان یې د دریوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه. له دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې د خېبرپښتونخوا په قبايلي او بندوبستي سيمو کې د تندلارو لخوا په سوونو سکولونه په بمونو الوځول شوي دي. په بمونو سره د سکولونو الوځولو وروستې پېښه د مئ په 22 د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې رامنڅته شوې وه چې دغلته وسله والو د جینکو دوه سرکاري سکولونه الوځولي وو. هغه وخت د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتین ددغې پېښې غندنه کړې وه او ویلي یې وؤ د سکولونه په وېجاړېدو نه وزیراعظم او نه هم بل کوم سیاسي مشر افسوس وکړو. د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم په شمالي وزیرستان کې د نجونو پر دوو سکولونو بمي حملې غندلې وې او دا یې یو "غیرانساني عمل" بللی و، دا په په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اقتدار ته له رسېدو وروسته طالبانو د جینکو په تعلیم بندیز لګولی دی. په خېبرپښتونخوا کې ورګډو شوو قبایلي ضلعو کې د کال 2020م نه وړاندې بیلابیلو وختونو کې نزدې 1500 سکولونه د بدامنۍ ښکار شوي زياتره پکې په بمونو الوځول شوي وو او په زرګونو ماشومان د سکولونو نه محرومه کړی شوي وو. د چارواکو په وينا په يادو سکولونو کې زيات بيرته جوړ کړی شوي او فعال کړی شوي دي. د امریکې نړيوالې مرستندویه ادارې [يو اېس اېډ] تېر کال د نومبر په میاشت کې ويلي وو، په خېبرپښتونخوا کې يې د ترهګرۍ او قدرتي افتونو څخه اغېزمن شوي 229 سکولونه جوړ کړي او 1000 نه زيات يې بحال کړي دي.

06.06.2023 ډیوه

ایران تر ۷ کالونو وروسته په سعودي کې خپل سفارت بیا پرانیزی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه جون ۵ (غبرګولي۱۵) ویلي چې په همدې روانې اوونۍ کې په سعودي عربستان کې خپل دپلوماتیک ماموریت بیا پرانیزي.

06.06.2023 امریکا غږ

د ټرمپ مرستیال ځان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړ

د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس دوشنبه جون ۵ (غبرګولي۱۵) د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره د خپلې کاندیدۍ اسناد د انتخاباتو فدرالي کمیسیون ته وسپارل.

06.06.2023 امریکا غږ

ماسکو اقتصادي فورم ته د "غیردوستانه" خبریالانو په ورتګ بندیز ولګولو

واشنګټن  - ماسکو وایي هغه خبریالان چې د روس په نظر کې د "غیردوستانه ملکونو" څخه دي، هغوی به سږکال په سېنټ پېټرزبورګ ښار کې کېدونکي نړېوال اقتصادي فورم ته د ورتګ اجازت ونلري. دا د روس د خبرونو د کورېج دپاره د مغربي ملکونو د خبریالانو کار ته خنډ اچولو کې د کرملېن تازه ګام بلل کیږي. اقتصادي فورم چې د 1997 کال راهیسي د روس په کوربه توب هر کال جوړیږي، د سویټزرلېنډ په ډاوس ښار کې د کلني نړېوال اقتصادي فورم په شان دی. صدر ولاډیمیر پوټین دا فورم، چې د روس یو له شانداره دستورو څخه دی، نړېوالو سرمایه کارانو ته د خپل ملک د اقتصاد ښودلو دپاره استعمالوي. سږکال به د روس اقتصادي فورم د جون له 14 تر 17 نېټې پورې روان وي. د روئټرز خبري اداره وایي چې مغربي خبریالان هېڅ کله هم په داسې ټولیزه طریقه د یاد فورم نه منعه کړی شوي نه دي. مګر دا بندیز – چې د خالي/شنبې په ورځ اعلان شوی – په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د روس او مغربي ملکونو ترمنځ بې مثاله تناوونه راپېښ شوي. په دې لړ کې مغربي ملکونو په اوکراین کې د روان جنګ په وجه، په روس باندې پراخې پابندۍ لګولي دي. د کرملېن ویاند دیمتري پېسکوف د خالي/شنبې په ورځ د ټاس سرکاري خبري ادارې ته وویل: "دا فیصله وشوه چې اېس پي آی اي اېف ته دا ځل د غېردوستانه ملکونو مېډیا ادارو ته اجازت نامې ورنکړی شي." اېس پي آی اي اېف د روس د اقتصادي فورم مخفف نوم دی. د کرملېن له نظره "غېردوستانه ملکونه" هغه ملکونه دي چې په اوکراین کې د جګړې له امله یې په روس باندې بندیزونه لګولي دي. پېسکوف همدا راز زیاته کړه: "اېس پي آی اي اېف ته دلچسپي درلودل همیش ډېره غوره خبره ده، ټول خبریالان به په هغه ځای کې سره کار کوي. ځینو مغربي خبریالانو ته د وړاندې نه اجازت نامې ورکړی شوې وې چې د سږکال فورم نه رپوټونه جوړ کړي. په ماسکو کې د روئټرز ادارې ته د زیارت/پنجشنبې په ورځ د اجازت نامې تصدیق ورسېدو، لاکن یوه ورځ وروستو ورته آګاهي ورکړی شوه چې د هغې ادارې د خبریالانو اجازت نامې لغوه شوې دي. له هغه وخته چې روس په اوکراین باندې تېر کال حمله وکړه، تر اوسه خارجي خبریالان ډلې ډلې د خپل تحفظ د ېرې د روس نه بهر ته ځي. هغه جرنلسټان چې ویې غوښتل پاته شي، هغوی د سېوا کېدونکو خطرو سره مخ دي، په شمول د غیرقانوني ګرفتارۍ. امریکایي خبریال اېوان ګېرشکوویچ، کوم چې د والسټریټ جرنل دپاره کار کوي، د څه باندې دوه میاشتو راهیسي په روس کې حراست کې دی او ورباندې د جاسوسۍ تورونه لګېدلي دي، مګر هغه او د امریکا حکومت دا تورونه ردوي.

05.06.2023 ډیوه

د امریکا او چین د دفاع وزیرانو یو بل د تایوان د کړکیچ په زیاتولو تورن کړي

د چین او امریکا پوځي مشرانو په سنګاپور کې د یوې غونډې په ترڅ کې د یو بل په تګلارو نیوکې کړي او دواړو لوریو د تایوان په تنګي کې د ناکراریو پړه پر یوه بل اچولې ده.

05.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

05.06.2023 امریکا غږ

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)

05.06.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more