شاته

ایران تر ۷ کالونو وروسته په سعودي کې خپل سفارت بیا پرانیزی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه جون ۵ (غبرګولي۱۵) ویلي چې په همدې روانې اوونۍ کې په سعودي عربستان کې خپل دپلوماتیک ماموریت بیا پرانیزي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني دولتي مطبوعاتو ته ویلي چې په ریاض کې دایران سفارت، د جدې په ښار کې لویه قونسلګري او د اسلامي همکارۍ په سازمان کې د دې هیواد د دایمي استازي دفتر به په رسمي توګه د سه شنبې او چارشنبې په ورځو بیا پرانیستل شي.

تهران او ریاضد د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د چین په منځګړتوب د دیپلوماتیکي اړیکو په بیا پیل کولو موافقه وکړله چې په سیمې کې یوه ستره کامیابي بلل کیږي.

واشنګټن پدې هلو ځلو کې د چین نقش وستایه.

ښاغلي کنعاني دا هم وویل چې په ریاض کې سفارت او په جدې کې قونسلګرۍ وار د مخه سعودي عربستان ته د ایراني حاجیانو سره د مرستې کولو لپاره فعالیت پیل کړی.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې له ایران سره دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د سعودي پر سفارت او قونسلګرۍ او په مشهد کې پر یوه بله قونسلګرۍ د اعتراض کوونکو له خوا بریدونه وشول.

د سعودي عربستان پر دپلوماټیکو دفترونو برید وروسته له هغه وشو چې ریاض په ۲۰۱۶ کال کې یو مشهور شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر اعدام کړ.

وروسته له هغې چې د ایران او سعودي عربستان دپلوماتیکې اړیکې پرې شوې، په منځني ختیځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شو، په تېره بیا وروسته له هغه چې امریکا د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون څخه په یو اړخیز ډول ووتل.

د ۲۰۲۱ کال په اپریل میاشت کې عراق د سعودي عربستان او ایران د چارواکو تر منځ د یو لړ غونډو کوربه و، خو دا خبرې اترې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې وځنډیدې.

سعودي عربستان چې ډیری وګړي یې سنیان دي د ایران اسلامي جمهوریت سره چې ډیری وګړي یې شیعه ګان دي داسې مهال دیپلوماتیکي اړیکې پیل کوي چې د تهران او غربي هیوادونو تر منځ د ایران د جنجالي اتومي پروګرام پر سر اړیکې خرابې شوي.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې ایران منلې وه یورانیم به په لوړه کچه نه غني کوي او خپل اتومي پروګرام به محدودي او په بدل کې به یې پدې هیواد ټول اقتصادي بندیزونه لیرې کیږي.

خو دا موافقه په ۲۰۱۸ کال کې وروسته تر هغه له منځه ولاړه چې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په یو اړخیزه توګه ترې خپل هیواد وایست او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

امریکا او لویدیځو هېوادونو په ایران باندې د هغه هېواد د اتومي پروګرام له کبله کلک اقتصادي بندیزونه لګولي او د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون د بیا احیا کولو لپاره تر دې دمه خبرو هم کومه نتیجه نه ده ورکړې.

خو د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ د مۍ په میاشت کې په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه ووت او وویل چې په تړون کې د ایران ګټه ډېره ده.