ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په خېبر پښتونخوا کې ولې لا په لویه کې د پي ټي ايي نه مشران نه دي منحرف شوي؟

پرویر خټک او محمود خان په صوبه کې د پي ټي ايي اعلا وزیرانو وو او د دوی د کابېنې د پخوانیو غړو په شمول په وفاقي حکومت کې هم د خېبر پښتونخوا د پي ټي ایي عهدېدارانو په لویه شمېره کې د استعفاګانو څه بیانونه مخې ته نه دي راغلي

27.05.2023 ډیوه

رپورټونه: وایټ هاوس او د ریپبلېکن  پارټۍ مشران حکومت د قرض حد په اړه معاهدې ته نژدې شوي 

وایټ هاوس او ريپبلېکنز کوښښونه کوي چې د جون د لومړۍ نېټې نه مخکې حکومت د قرض حد د 31.4 ټرېلین ډالرو نه زیات کړي. خو که چېرې څه معاهده نه کېږي نو د امریکي حکومت سره به د خپلو خرچو او د مخکې اخیستل شویو قرضونو بېرته ادا کولو دپاره پېسې نه وي او حکومت به دیوالیه ګڼل کېږي

26.05.2023 ډیوه

د ترکیې د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنو کې اردوغان مخکښ کاندید ګڼل کیږي - شنونکي

په ترکیه کې سیاسي شنونکي وايي، په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې ددغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان مخکښ نوماند ګڼل کېږي.

26.05.2023 امریکا غږ

د پاکستان په کمپونو کې مېشت یو شمېر افغانان وايي ثانوي ښوونځي نلري

په پاکستان کې د کډوالو په کمپونو کې اوسېدونکي یو شمېر افغانان وايي ماشومانو ته یې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو زمینه نده برابره.

26.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

26.05.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

26.05.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د امریکا غږ اشنا راډیو د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت، ستونزو او له افغانستان څخه د ډاکټرانو د وتلو په اړه میلمنو سره بحث لرو.

26.05.2023 امریکا غږ

نړيوال بېنک د بلوچستان سېلاب ځپلو ته 213 ميلين ډالر منظور کړي

واشنګټن- د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې د رپوټ له مخې نړيوال بېنک د سېلابونو د پروګرام لاندې د خپلې ادارې له خوا د سېلاب ځپلو خلکو د ژوند ښه کولو د پاره 213 ميلين ډالر منظور کړي چې بنيادي ضرورتونه يې پوره کړل شي او د حفاظت بندوبست يې وکړل شي. بلوچستان د کال 2022 په سېلابونو ډېر زيانېدلی وو. د پاکستان د پاره د ورلډ بنک مشر ناجي بنحسین ويلي “مونږ به د بلوچستان د حکومت سره د اغېزمن شوو خلکو د پاره د نزدې نه کار کوو چې د ژوند تېرولو اسانتياوې ورته جوړې کړو او د اوبه خور د نظام بيرته په ځای کولو سره سره يې د لويو ودانيو حفاظت وکړی شو”. هغه وويل “دا به نه يواځې د ژوند په ژغورلو کې مرسته وکړي بلکې د ابادۍ استعداد به زيات کړي چې څنګه په راتلونکي کې د موسمي تباهۍ او قدرتي افتونو مقابله وکړي. دا پروژه د سيلابونو وروستو د بيا بحالۍ د فراخه پلان برخه ده چې مونږ پرې د چارواکو سره متفق شوي يو”. د نړيوال بېنک د يو بيان تر مخه د سيلابونو په اړه کار کوونکې څانګه به يې د بيا ابادکارۍ د پاره نزدې 35,100 کورنيو ته مرستې ورکوي او وړو کروندګرو ته به د څاروو د پالنې د پاره مالي مرستې ورکوي. د موسم مطابق د ښه فصلونو پيدا کولو په لړ کې به دوی ته په معلوماتو رسولو کې هم لاس وکړي.   مالي مرستې به د بنيادي ودانيو په بيا بحالولو، د اوبو ور رسولو، اوبه خور نظام، سړکونو جوړولو او ټولنو ته اسانتياوې ورکولو کې پکار راشي. د اوبو د پاره د ادارې کارپوه يورو سېدېبي وويل “بلوچستان د خپل جغرافيايي موقيعت، ټولنيز ژوند او موسمي بدلون په اساس په خصوصي توګه قدرتي افتونو ته په ډاګه دی. دا پروژه به اقتصادي زرايع پيدا کړي او خلک به د يو بل سره وتړي. دا به د راتلونکي قدرتي افتونو د ګاللو د پاره اداري ساحه فراخه کړي”. دا پروژه به د بلوچستان په مخصوصه ټولنو کې نزدې 2.7 ميلين خلکو ته ګټه ورسوي او د مخکې د خبرداري ورکولو د نظام په کارولو به د سيلابونو خطرې کمې کړي. د دې ضمانت ورکول به يقيني کول پکار وي چې دې هر څه ته د ښځو لاسرسی وي.

26.05.2023 ډیوه

پښتین: د مې نهمې د پېښې په تړاو سلګونه کسان نیول شوي خو د خړ کمر پېښې کورنیو ته انصاف نه ورکول کېږي

ډېره اسماعیل خان / واشنګټن ــــ پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزیرستان دته خېل تحصیل کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شویو کسانو یاد تازه کولو د پاره غونډه کړې او ویلي دا ورځ به تر هغه وخته د تورې ورځې په توګه لمانځي چې دوی ته انصاف نه وي ورکړل شوی. د شمالي وزيرستان په خړکمر علاقه څلور کاله وړاندې په (26 مې) په يوه پوځي چيک پوسته ډزې شوې وې چې د پي ټي اېم د مشرانو په وینا د دوی 16 فعالان پکې وژل شوي او 23 نور ژوبل شوي وو، خو د پاکستان پوځ تور پورې کړی وو چې د پي ټي ایم کسانو د دوی پر چیک پوسټ برید کړی وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د وژل شويو کسانو تلین غونډې ته وینا پرمهال ویلي، د مې په نهمه پوځي ځایونو ته زیان اړولو په تور په سلګونو کسان نیول شوي خو د شمالي وزیرستان خړ کمر پېښې څلور کاله پوره شول او په دې پېښه کې تر اوسه وژل شوو کسانو ته انصاف ور نه کړی شو. پښتین تور پورې کړی دغه کسانو ته انصاف ځکه نه ورکړل کیږي چې د ده په وینا "په رڼا ورځ د پاکستان پوځ په پرامنه احتجاج کوونکو ډزې کړې او بې ګناه احتحاج کوونکي یې وژلي دي". پښتین وایي هغه وخت د پاکستان مېډیا او تېر د پاکستان تحریک انصاف حکومت د دوی خلاف منفي  پروپېګنډه  کولې او دوی یې په زندانو کې بندول چې په دا پېښه غلې کړي. هغه وویل د نهم مې په پېښه د پاکستان مطبوعات خبرونه او مرکې خپروي او عدالتونه پکې سوموټو اخلي خو د خړ کمر په پېښه دا عدالتونه او مېډیا بېخي غلي دي. د منظور پښتین په وینا دغه وژل شويو کسانو مبارزه د جنګ پرضد او امن د پاره وه او "د منصوبې سره وژل شوي" چې دا د ډالري جنګ منصوبو په وړاندې خنډ لرې کړي. پښتین تور پورې کړ چې سیمې ته د جنګ نوې منصوبې راوړل کېږي او د ده په وینا مقصد یې دا دی چې "په علاقه کې نوي ځمکني ماینونه ښخ کړي او د عملیاتو پر مهال عام ولس ځورول کیږي ځکه چې خلک مجبور کړي او بیا دا علاقې دوی ته خالي کړي". غونډې ته د وینا پرمهال د قامي پارلیمان غړي علي وزیر ویلي ،وژل شوي کسان "قامي شهیدان" دي او  دوی ته انصاف ترلاسه  کېدو د پاره به خپله مبارزه دوام داره ساتي. یو ځایي مشر ملک عطاء الله ویلي د کورنۍ یې درې کسان په دې پېښه کې وژل شوي، خو وایي تراوسه دوی ته دا مالومه نه شوه چې په څه جرم وژل شوي دي. هغه ویلي دوی په علاقه کې احتجاجي پرلت پیل کړی وو چې پکې یې د امنیت غوښتنه کوله. په 2019 کې د پي ټي اېم د مشرانو او قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزیر په مشرۍ په خړ کمر کې احتجاجي مظاهره کېدله او په دغه مهال چې دا مظاهره چيان په پوځي چيک پوسته ورغلي هلته بيا د ډزو پېښه شوې وه. پوځ او پي ټي اېم په يو بل د ډزو کولو تورونه لګولي، پوځ ويلي وو د محسن داوړ او علي وزير په مشرۍ احتجاج کوونکي د مشکوک ترهګر د خلاصولو دپاره په چيک پوسته ورختلي او بیا د پوځ لخوا د مخنيوي په وخت دوی په پوسته ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې پينځه پوځي سرتيري ژوبل شوي وو. پوځ ویلي وو د پوځ په ځوابي ډزو کې بيا درې کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو. پوځ دا هم ويلي وو چې په دغه موقع یې علي وزير سره د اته نورو کسانو نيولی وو او محسن داوړ بيا وروسته په خپله ځان پوليس ته حواله کړی وو. خو وروسته د شمالي وزيرستان انتظاميې د خړکمر په پېښه کې د 15 کسانو د وژل کېدو او 23 ټپي کېده تاييد کړي او د خېبرپښتونخوا حکومت بیا د مړو او ژوبلو دپاره امدادي پېسې اعلان کړې وې. پوځ د پېښې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د علي وزير او محسن داوړ پرضد درج کړې وه او هغوی پکې بيا جېل ته لېږل شوي وو. خو د بنو د ترهګرۍ د عدالت د اېبټ اباد څانګې بيا په 14م اکتوبر 2020 په علي وزير او محسن داوړ د خړکمر د پېښې او وروسته بيا په يو پوځي ګاډي د چاودنې جوړې مقدمې خارج کړې وې. د دغه پیښې وروسته پي ټي ایم په ملکي او نړیواله کڅه احتجاجي مظاهرې کړې چې پکې د انصاف غوښتنې شوې وې. منظور پښتین وایي د دوی د غوښتنو د منلو پر ځای د دوی خلاف د ملک په ګوټ ګوټ کې مقدمې درج شوې او د دوی پلویان زندانونو کې بندیان کړی شول.

26.05.2023 ډیوه

د ایران د مقاومت ملي شورا: په ترهګرۍ د تورن ایراني ډپلوماټ خوشي کول 'شرمناکه معامله' ده

د ایران یوې جلاوطنه مخالفې سیاسي ډلې، نن جمعه د مې ۲۶ (غبرګولي ۵مه) د بلجیم حکومت په دې تورن کړ چې د تهران لخوا د یرغمل شوي مرستندویه کارکونکي اولیور ونډکاسټیل د ازادیدو په بدل کې یې هغه ایراني ډپلوماټ چې د بلجیم د یوې محکمې له خوا د ترهګرۍ په تور محکوم شوی و، خوشې کړی دی. په پاریس کې د ایران د مقاومت ملي شورا په یوې اعلامیې کې ویلي:"د ترهګرو خوشې کول... ترهګرۍ او یرغمل نیولو ته شرمناکه باج ورکول دي. دا به په ایران کې واکمن مذهبي فاشیزم لا د خپلو جنایتونو دوام ته وهڅوي." په بهر کې میشت دغه سیاسې ډلې وروسته تر هغه د بلجیم حکومت ایران ته په باج ورکولو تورن کړ چې د دواړو هېوادونو د عمان په منځګړیتوب خپل دوه زندانیان تبادله کړل. د عمان لخوا د منځګړیتوب تر اعلان وروسته، بلجیمي او ایراني چارواکو دواړو د اولیور ونډکاسټیل او ایراني ډپلوماټ اسدالله اسدي د خوشي کېدو پخلۍ وکړ. د بلجیم صدراعظم الکساند دی کرو، نن جمعه ددې خبرې پخلۍ وکړ چې، ددغه هېواد مرستندویه کارکونکی اولیور ونډکاسټیل چې په تهران کې ۴۵۵ورځې بندي وو، خوشې شوې او تمه کیږي نن مازدیګر هېواد ته راستون شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین عبداللهیان هم پر خپل ټویټر پاڼۍ د ایراني ډپلوماټ اسدالله اسدي د خوشي کېدو پخلۍ کړی او لیکلي یې دي چې، اسدي به ډیر ژر ایران ته راستون شي. په ورته وخت کې د عمان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه هېواد، د ایران او بلجیم ترمنځ د بندي اتباعو مسله یې د منځګړیتوب له لارې حل کړې ده.‌ بلجیمي چارواکې له مودو راهیسې د ونډکاسټیل د خوشی کېدو غوښتنه کړې وه.‌ ۴۲ کلن ونډکاسټیل د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ میاشت کې د ایران امنیتي ځواکونو لخوا د جاسوسي په تور ونیول شو. ایراني او بلجیمي چارواکې له ډیرې مودې د خپلو دغو اتباعو د خوشې کیدو په اړه په خبرو اترو لګیا وو. اسدالله اسدي د اتریش په پلازمیه، ویانا کې د ایران سفارت دریم سکرټر و.‌ نوموړی په ۲۰۱۸م کال د بلجیم په یوې محکمې کې د پاریس څخه بهر د 'ایران د مقاومت ملي شورا' د په لاریون کې د بمي برید د پلان په تور زنداني شو. د بلجیم د مرستندویه کارکونکي اولیور ونډکاسټیل تر خوشی کېدو وروسته لا هم په لسګونه لویدیځ پاسپورت لرونکي په ایران کې بندیان دي. د بشري حقونو ډلې وايي چې دغه نیولی شوي کسان بې ګناه دي او د ایران حکومت لخوا د یرغمل نیولو د قصدي پالیسۍ د یوې برخې په توګه چې د بهرنیو حکومتونو څخه امتیازات ترلاسه کړي، نیول کیږي. خو تهران ټینګار کوي چې د ټولو نیول شويو بهرنی اتباعو قضیې د مناسبې قضايي بهیر له لارې څیړل کیږي. په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالان وايي، ښايي‌ د ایران په جیلونو کې نور بهرني‌ اتباع هم وي چې دوی ورڅخه خبر نلري.‌ له هغې ډلې څخه ایراني الاصله امریکايي سوداګر سیامک نمازي دی چې د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې له نیول کېدو راهیسې په ایران کې بندي دی. د هغه پلار محمد باقر نمازي، چې د یونیسف پخوانی کارکوونکی و، د ۲۰۱۶ کال په فبرورۍ کې هغه مهال د ایران د امنیتي ځواکونو لخواونیول شو، چې ایران ته د خپل زوی د خلاصون لپاره تللی و. دوی دواړه د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر میاشت کې د جاسوسۍ په تور په ۱۰ کاله بند محکوم شول. باقر له ۲۰۱۸ کال راهیسې په کور کې نظر بند وو، په ۲۰۲۰ کال کې یې سزا کمه شوه او بالاخره د اکتوبر په میاشت کې د درملنې لپاره له هیواده د وتلو اجازه ورکړل شوه. ددوې برسیره، یو شمېر نو ایرانيان چې دوه ګونې تابعیت لري، په دغه هېواد کې بندیان دي. د بیلګې په توګه، مراد طاهباز او عمار شرقي چې دواړه ایراني الاصله امریکايي اتباع دي.‌ کامران قادري و مسعود مصاحب چې د اتریش هېواد تابعیت لري. ایراني الاصله جرمنۍ، ناهید تقوي، مهران روف چې د بریتانیا او احمد رضا جلالي چې سویډن تابعیت لري.‌ د امریکا متحده ایالات او اروپايي هیوادونه د ایران پر اسلامي جمهوریت تور لګوي چې د دوه ګوني تابعیت لرونکي او بهرني اتباع په توقیف او یرغمال کولو سره په نورو هیوادونو کې له خپلو بندیانو سره د تبادلې لپاره لاره هواروي. په ۲۰۱۵ کال کې د اټمي تړون پر مهال، ایران د دوه ګوني تابعیت لرونکي پنځه بهرني بندیان په امریکا کې له ایراني بندیانو سره تبادله کړل.

26.05.2023 امریکا غږ

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

26.05.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ملخان 1.2 ميلين ميټرک ټنه غنم تباه کولی شي

واشنګټن- د افغانستان په شمال او شمال ختيځ کې د ملخانو سيلونو د خلکو ولاړ فصلونه او مېوې دومره زيامنې کړي چې د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت اداره وايي دا به په ياد هېواد کې د خوراک لوی کمی پيدا کړي. دا وخت د افغانستان اته ولايتونه بدخشان، بادغېس، بغلان، بلخ، کندوز، سمنګان، سرِپل او تخار سخت ځپل شوي او تازه خبرونه وايي د دې اثر په هرات او غور ولايتونو کې هم ليدل کيږي. مراکشي ملخان په اقتصادي توګه د نړۍ په کچه بوټو او فصلونو ته د ټولو زيات زيان رسوونکي حشرات لا چينجي ګڼل کيږي. د ملګرو ملتونو اداره وايي که چېرې دا ملخان په پوره زور همدغه رنګ پاتې شي د ملک د 700,000 نه تر 1.2 ميلين ميټرک ټنه غنم به تباه کړي چې د هېواد د ټول پيداوار څلورمه برخه جوړيږي. که د مالي زيان جاج يې واخستل شي دا به د ننني نرخ په اساس د 280 ميلین ډالر نه تر 480 ميلين ډالر پورې ورسېږي. په بغلان کې د نجيب الله په رنګ کروندګر چې د خپل فصل تباهي يې په سترګو وليده وايي “مراکشي ملخانو زما درې سوه جريبه لا شپېته هېکټره د غنمو ولاړ فصل تباه کړو. دې ملخانو 31,000 جريبه ورشو هم تباه کړه چې د لسو کلو شاملات دي”. د افغانستان شمال او شمال ختيځ سيمې د مراکشي ملخانو د پاره د بچو پيدا کولو او په جوپو جوپو الوتلو ته ماحول جوړوي ځکه وچکالي، د څاروو زيات څرول، د ملخانو د مخنيوي د بندوبست نشتوالي او دې کال په مارچ او اپرېل کې پوره بارانونو چې نزدې 100 ملي ميټر پورې ريکارډ شوي ملخانو ته بهترين حالات پيدا کړي. په موسم پورې هم ده خو د افغانستان په دې سيمو کې مراکشي ملخان اکثر د می او جون په مياشتو کې هګۍ اچوي چې دا به را روان کال په مارچ کې د هګيو نه راوځي او په دغه چار چاپېره ځايونو کې راټوکيدلي واښه به د خپل خوراک په کار راولي. نجيب الله وايي د تېر په نسبت دا کال د ملخانو بچي له خلاصو هګیو راووتل او وايي “د ملخانو هګۍ د مارچ د نيميايۍ نه د اپريل د نيمې پورې بچي کيږي او د جون د نيميايۍ پورې ختم شي. خوږو وروڼو مونږ په تاسو غږ کوو چې لطف وکړئ زمونږ مدد وکړئ او چې هر څنګه کېدلی شي د دې حل راوباسي”.   نجيب وايي که د مراکشي ملخانو ابادي همدغه رنګ بې علاجه پرېښودل شوه دا به راروان کال يو په دوه زياته شي چې دا به په افغانستان او خواوشا کې د زراعت او خوراک لوی کمی جوړ کړي. د افغانستان د پاره د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې نماينده رچرډ ټرېنچرډ وايي “مراکشي ملخان په اقتصادي توګه د نړۍ تر ټولو اغېزمن چينجي منل کيږي. دا ملخ د 150 نه زياتې ونې بوټي او د پینځوس نه زيات د فصلونو قسمونه خوري”. د افغانستان د ملخانو د مخنيوي ډېر قوي نظام وو خو په تېر دوه کاله کې ډېر خراب شو ځکه د دوايانو سپلايي په ټول هېواد کې لږه وه. د کرونګرو سره سېوا د روايتي طريقو د استعمال نه بله لار نه وه چې ملخان د پلاسټيک په څادرو کې ونيسي او د اثر کمولو په خاطر يې بيا په ځمکه کې ښخ کړي.  په متاثره سيمو کې يادې ادارې په زرګونو خلک په دياړۍ د ملخانو د بچو د وژلو د پاره نيولي چې د غټېدو نه مخکې يې ختم کړي. رچرډ ټرېنچرډ وايي “مونږ وکړی شول خلک وهڅوو او د پينځو ځايي او يوې نړيوالې غير سرکاري ادارې مننه کوم چې په ښه توګه يې د اوزارو استعمال وکړو چې په دې علاقه کې د پېړيو پېړيو راهسې روان دود دی”. رچرډ وايي ادارې ته د مالي مرستو حاحت دی چې په کيميايي طريقه د دې مخنيوی وشي او سروې پکار ده چې د ملخانو د بچو اچولو او ځايونو معلومات راجمع کړي. یادونه:- دا رپوټ له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوی او د کاپي کولو حقوق یې د ملګرو ملتونو دي.

26.05.2023 ډیوه

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د دیرش دقیقو په دې خپرونه کې په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت او له افغانستان څخه د ډاکټرانو د وتلو په اړه د میلمه سره بحث لرو. د خپرونې په دویمه برخه کې افغانستان ته د بشري مرستو او د بشري مرسته رسوونکو میرمنو پر کار د طالبانو د بندیز په اړه د میلمنې سره بحث لرو.

26.05.2023 امریکا غږ

خارجه وزارت: پاکستان په کوم بلاک کې نه دی شامل، چین سره سټرېټيجک همکاري او امریکا سره زړه دوستي لري

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، دغه ګنګوسې ردوي چې پاکستان ګنې په يو يا بل بلاک کې شامل شوی دی. د نړيوالو اړيکو د چارو کار پوهان وايي تراوسه کوم نړيوال اعلانيه بلاک نه دی جوړ شوی خو د بلاکونو يا ډلو جوړېدو خبرې کيږي او که بلاکونه جوړیږي پاکستان ته به کومې يا بلې خوا ته تلل ډېر ګران وي.

26.05.2023 ډیوه

پاکستان: په زرعي او صنعتي څانګو کې کمې ودې، اقتصادي او سیاسي بحران سوداګر اندېښمن کړي دي

اسلام اباد / مردان/ واشنګټن ــــ د خبري ادارې رويټرز د خبر له مخې د پاکستان پپلک اکاوڼټس کمېټۍ په يو بیان کې ویل شوي چې د ملک په زرعي او صنعتي څانګو کې د کمې ودې له کبله د هېواد ترقي متاثره کېدی شي. په پاکستان کې روانې اقتصادي او سیاسي بې باورۍ سوداګر او اقتصادپوهان اندېښمن کړي او وایي په ملک کې له وړاندې د ګرانۍ او زیاتو ټيکسونو له کبله کاروبار په تاوان کې روان دی او که سیاسي بې ثباتي او اقتصادي بحران جاري وي دا به کاروبارونه نور تاواني کړي او بې روزګاري به زیاته کړي. د پښتونخوا په مردان کې یو کاروبار کوونکی عبدالعزیز خان وایي، د اقتصادي ستونځو او ګرانۍ له کبله یې کارخانې بندې شوې دي او د خپل کاروبار په هکله سخت اندېښمن دي: "د ټیکس دا اوسنۍ کچه خو تر ټولو لوړه ده، که تر دې هم زیاته شي نو د تاجر خو هسې هم ماته ده، خلک د سریلنکا مثال ورکوي زما په خیال موږ به د ایتوپیا نه هم ښکته لاړ شو". د اقتصادي بدحالۍ او د پورونو د ادایګيانو په توله کې د ګډوډي سره مخ پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ای ایم ایف سره د ځنډ ښکار د کال 2019م د 6.5 اربه ډالرو د قرض پروګرام د بيا بحالۍ هڅې هم کوي. د پاکستان مرکزي بېنک تېره جمعه ویلي وو چې په روان مالي کال 2022-23 کې به د هېواد د خالص کورني پیداوار د ودې کچه هم د تېر کال په مقابل کې کمه وي. د اقتصادي چارو ماهرين وايي دا وخت د پاکستان او اقتصادي سقوط تر منځ د پیسو نړیواله اداره ای ایم ایف ولاړه ده. د اقتصادي چارو څېړنکار ډاکټر ساجد امين وي او اې ډيوه سره خبرو کې وايي، ددې بد اثر به په عامو خلکو کېږي: "ویل کېږي د اقتصاد د ودې کچه به هم سږ کال کېدی شي منفي وي مطلب دا چې د تېر کال په نسبت به د اقتصاد حجم کم وي. دغه شان زموږ وده کمېږي او ابادۍ کې اضافه کېږي او دې سره د خلکو د ژوند معيار هم په لاندې ځي". د پاکستان د مرکزي بېنک سره د بهرنۍ زرِمبادلې په ذخيره کې د 20 کروړه ډالرو د کمي وروسته 4.19 اربه ډالره پاتې شوې ده او دغه راز په هېواد کې د ګرانۍ کچه رېکارډ 36 فيصده ته رسېدلې ده او روپۍ د ډالر په مقابله د تاريخ ټيټې کچې ته را کښته شوې ده. پاکستان دا وخت خپلې ټولې هيلې د نړیوالې مالياتي ادارې ای ایم ایف د 6.5 اربه ډالرو د پروګرام له بحالۍ سره تړلې دي خو ددې هېواد د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د زيارت- پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې که پاکستان لپاره د ای ایم ایف پروګرام بحالېږي که نه خو هېواد به په اقتصادي توګه دېواليه نه شي او نه به حکومت د پروګرام د بحالۍ لپاره د پیسو د نړیوالې ادارې په وینا نور اضافي ګامونه پورته کړي. د مالي چارو څېړونکی شهريار بټ وايي، پاکستان چې د راتلونکي مالي کال کوم بجټ جوړوي هغه يو مشکل پړاو ښکاري، ولې چې د ده په وینا ای ایم ایف سره په لوظنامه کې د ځنډ له کبله حکومت نه پوهېږي چې د روپۍ نرخ د ډالر په مقابله کې په کوم ځای وساتي: "دا هم ویل کېږي چې راتونکي بجټ به د 7000 اربه روپیو د خسارې بجټ وي او ددې سره به پاکستان ته د 7.2 ټريلين روپیو قرضې هم واپس کول وي. دا هرڅه به د حکومت لپاره لوی چېلنج وي". د پاکستان د پبلک اکاونټس کمېټۍ ویلي چي په سږني مالي کال کې د صنعت څانګه کې د ودې کچه منفي رېکارډ کړی شوې ده او د 5.9 هدف په مقابل کې منفي 2.94 فيصد پاتې او همدا ډول د زراعت په څانګه کې د ودې کچه د 3.9 فيصده ټاکلي هدف پر ځای 1.55 فيصده پاتې شوې ده.

26.05.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more