ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګرو ملتونو متقي ته د پاکستان او چین د وزیرانو سره د ملاقات لپاره پاکستان ته د تګ اجازه ورکړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوې کمیټې دوشنبه مې ۱ (غوایي۱۱) د طالبانو د بهرینو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته اجازه ورکړې چې راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او د دې هیواد او چین د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.

02.05.2023 امریکا غږ

امریکا د ترکیې ادعا نه تائیدوي چې په سوریه کې یې د داعش مسر وژلی

سره لدې چې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان تیره ورځ وویل چې استخباراتي ځواکونو یې په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې مشر وژلی خو متحده ایالاتو د ترکیې دا دعا نده تائید کړې.

02.05.2023 امریکا غږ

طالبانو د حسن عباس کتاب رد کړ او هغه یې یو "استخباراتي مامور" وبللو

واشنګټن  - د طالبانو حکومت، په واشنګټن کې د ملي دفاع پوهنتون د یو استاذ حسن عباس نوي کتاب ته تند غبرګون ښودلی او هغه یې یو "استخباراتي مامور" بللی دی. حسن عباس "د طالبانو بیا راتګ" په نوم یو کتاب لیکلی چې د روانې مې میاشتې په ۲۳مه نېټه به بازار ته وړاندې شي. بازار ته د راوتلو نه مخکې، د کتاب په اړه تود بحث روان دی او ښاغلي عباس د وي او اې سره په مرکه کې د کتاب د ځینو برخو یادونه وکړه. د حسن عباس وینا ده چې د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي د هند سره د سفارتکاري تعلقاتو جوړولو نه وړاندې په دې اړه د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه سره کتلي و او د پاکستان د مشورت نه بغیر، هند نشوی کولی چې خپل سفارتکاران بېرته کابل ته ولېږي. ښاغلي حسن عباس د افغان طالبانو په منځ کې د پاکستان د پوځي مشرانو د اثررسوخ په هکله هم غږېدلی او ویلي یې دي چې د امیرخان متقي په شمول، د طالبانو زیات شمېر وزیران به د جنرل باجوه سره په منظمه توګه ملاقاتونه کول. په داسې حال کې چې په سوشل مېډیا او ځینو رسنیو باندې د حسن عباس د نوي کتاب په اهمو ټکیو بحثونه کیږي، طالبانو د ګل/دوشنبې په ورځ یو بیان خپور کړ او هغه کې یې د طالبانو د حکومت او مشرانو په اړه د ښاغلي عباس خبرې "بې اساسه او له واقعیتونو څخه لېرې تورونه" وبلل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل بیان کې ویلي دي: " زموږ په باور د حسن عباس په نامه کس د کوم استخباراتي ارګان ګمارل شوی اجیر دی چې  کوښښ يې کړی په خپله ناکامه هڅه سره دریاب ناپاکه کړي." مجاهد زیاته کړې چې دوی به د خپلې "آزادۍ او خپلواکۍ" د ساتلو دپاره قرباني ورکړي او "په هېڅ قیمت" به خپل استقلال "د هېڅ کوم هېواد او استخباراتي جال په لومو کې نه ښکېل کوي." د طالبانو په بیان کې د حسن عباس د کتاب کومه خاصه برخه رد کړی شوې نده بلکې په عمومي توګه یې هغه رد کړی او بې اساسه یې بللی دی. حسن عباس د وي او اې افغان سروس له خبریالې، شهناز نفیس سره په ځانګړې مرکه کې، د خپل کتاب د یوې برخې یادونه وکړه چې په هغه کې د طالبانو په دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد باندې د پاکستان اثر رسوخ یاد کړی شوی دی. ښاغلي عباس په مرکه کې وویل: "کله چې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د پاکستان په ضد بیانونه ورکړل، نو ما د یو پاکستاني جګپوړي چارواکي نه پوښتنه وکړه چې هغه [ملا یعقوب] خو وایي چې که پاکستان بیا حمله وکړه، ځواب به ورته ووایي؟ نو لوړپوړي چارواکي وخندل او راته یې وویل چې: د ملا یعقوب کورنۍ په کراچۍ کې ژوند کوي، هغه ته مونږ چارټر هوایي جهاز ورکوو چې ولاړ شي او خپله کورنۍ وګوري، او هغه ته پته ده چې بېرته به کراچۍ ته راځي." پخوا هم ویل کېدل چې د طالبانو د ځیني مشرانو کورنۍ لا هم په پاکستان کې دي. د طالبانو په بیان کې دې ټکي ته کومه اشاره نده شوې. ذبیح الله مجاهد پخپل بیان کې دعوه کړې ده چې: "زموږ هیوادوال د اسلامي امارت مشران له نیږدې پيژني او کلک باور پرې لري." مګر د ناقدینو وینا ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله آخندزاده تر اوسه پخپله د طالبانو یو شمېر جګپوړو چارواکو او حتی ځينو وزیرانو هم ندی لیدلی. ملا هبت الله آخندزاده تر اوسه رسنیو کې ندی راڅرګند شوی، د بهرنیو استازو او بهرنیو دیني عالمانو سره یې د ملاقات نه انکار کړی، او چې یو ځل په جماعت لمانځه کې هم راڅرګند شو، مخ یې له خلکو ګرځولی و او چا ونه لید.

02.05.2023 ډیوه

ملګري ملتونه وايي د طالبانو استازی آینده اونۍ کې د چین او پاکستان خارجه وزیرانو سره لیدلی شي

واشنګټن  (روئټرز) -   ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا سېکوریټي کونسل یوې کمیټې د ګل/دوشنبې په ورځ په دې اتفاق وکړ چې د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي ته اجازت ورکړي چې راتلونکې اونۍ د افغانستان نه پاکستان ته سفر وکړي او هلته کې د پاکستان او چین له خارجه وزیرانو سره وګوري. دا خبره سفارتکارانو کړې ده. د ملګرو ملتونو د سېکوریټي کونسل د مخکینۍ فیصلې په بنیاد، د طالبانو په خارجه وزیر امیر خان متقي باندې د سفر بندیز لګول شوی او همدا راز فیصله کې ویل شوي چې د هغه اثاثې دې هم د کنګل کېدو هدف وګرځي. مګر په ملګرو ملتونو کې د پاکستان مېشن د دغه نړېوال تنظیم امنیت شورا ته چې پنځلس غړي لري، یو خط استولی او په هغه کې یې مطالبه کړې چې متقي ته دې د مې میاشتې له شپږمې تر نهمې (۶-۹) نېټې پورې "د پاکستان او چین د خارجه وزیرانو سره د ملاقات دپاره" د سفر استثنایي اجازت ورکړي. د پاکستان سفارتکارانو دا نه دي ویلي چې په دې ملاقاتونو کې به خارجه وزیران په څه باندې خبرې کوي، اما دا یې ویلي چې د متقي د سفر ټوله خرچه به پاکستان ورکوي. د چین او پاکستان چارواکو پخوا ویلي دي چې هغوی د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان ته د سي پېک په منصوبه کې د شاملېدو هرکلی کوي. افغانستان د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د تجارت او ټرانزیټ په اهمه لار پروت دی او د بلینونو ډالرو په ارزښت د منرالونو قدرتي ذخیرې لري. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې چې امریکایان او نور خارجي قواوې ووتلې، په افغانستان قبضه ولګوله. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا/سېکوریټي کونسل کمیټې تېره میاشت امیرخان متقي ته اجازت ورکړ چې ازبکستان ته سفر وکړي. هلته کې د افغانستان د ګاونډیو ملکونو او د روس او چین خارجه وزیرانو غونډه جوړه کړې وه او د امن، سولې، او استحکام په اړه یې خبرې کولې. بل اړخ ته د ملګرو ملتونو سېکرېټري جنرل انټونیو ګوتېرش د ګل/دوشنبې په ورځ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په هکله یوه غونډه جوړه کړه چې د نهې/سې شنبې په ورځ به هم جاري وي. دې غونډه کې د افغانستان دپاره د مختلفو ملکونو ځانګړي استازي هم شامل دي. ملګري ملتونه وایي، په دې ناسته کې په دې بحث کیږي چې د طالبانو سره به نړېواله ټولنه څه قسمه رویه کوي. د دوحې ناسته د بندو دروازو تر شا روانه ده او هلته د طالبانو استازي نشته دي. په غونډه کې د چین، فرانس، جرمني، هند، پاکستان، انډونېشیا، ایران، جاپان، قزاقستان، قرغېزستان، ناروې، قطر، روس، سعودي عرب، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، متحده عرب اماراتو، برطانیې، امریکا، ازبکستان، یورپي اتحاد او د اسلامي همکاریو د تنظیم استازي ګډون لري.

01.05.2023 ډیوه

امریکا د ترکیې د هغې دعوې تصدیق نه کوي چې وایي د داعش مشر یې وژلی دی

واشنګټن  - امریکا تر دې دمه د ترکیې د هغې دعوې د تصدیق نه ډډه کړې چې وایي ترکي ځواکونو د شام په شمال کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې مشر وژلی دی. د ترکیې صدر رجب طیب اردوان دا دعوه د اتوار/یکشنبې په ورځ د خپل ملک د سرکاري تي وي، ټي آر ټي سره په مرکه کې وکړه او ویې ویل چې د داعش مشر ابو الحسین الحسیني القریشي د خالي/شنبې په ورځ، "په شام کې د ترکیې د قامي استخباراتي تنظیم د یو عملیات په لړ کې له منځه یووړل شو." د ترکیې رسنیو د هغه هېواد د امنیتي ذرائعو له قوله خبر ورکړ چې دغه عملیات د شام په شمالي ښارګوټي جندیرس کې ترسره شوي دي. جندیرس د هغو یاغي ډلو په لاس کې دی چې ترکیه یې ملاتړ کوي. ترکي رسنیو ویلي چې د داعش مشر له څه مودې راهېسي د ترکيې د څار لاندې و. یو امریکایي چارواکي، چې غوښتل نوم یې پټ وساتلی شي، وي او اې ته وویل چې تر اوسه واشنګټن هېڅ داسې څه نه دي لیدلي چې وښایي د داعش ډلې مشر دې په حقیقت کې وژلی شوی وي. دغه چارواکي وي او اې ته وویل: "مونږ نه شو کولی چې دا تصدیق کړو. تر دې ورهاخوا، مونږ سره داسې معلومات نشته چې دغه [د ترکیې] دعوې سره اړخ ولګوي." د داعش د اوسني مشر ابو الحسین په اړه، د هغه د کنیه یا لقب نه بغیر څه ډېر معلومات چا سره نشته دی. د هغه نوم اول ځل تېر د نوامبر میاشتې کې یاد شو، کله چې د داعش ترهګرې ډلې هغه په یو پیغام کې خپل نوی قائد معرفي کړ او اعلان یې وکړ چې د ډلې مخکېنی مشر ابوالحسن الهاشمي القریشي وژل شوی دی. امریکایي چارواکو وي او اې ته وویل چې ابوالحسین د مخکیني مشر سره فرق لري او هغه دا چې د داعش ډلې د بنسټ اېښودونکو څخه نه دی پاته شوی بلکې د نوي کهول مشرانو د ډلې دی چې د دغې ترهګرې ډلې تګلاره جوړوي. د تېر یو کال په ترڅ کې چې امریکا او د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو یو لړ عام رپوټونه خپاره کړي دي، دا څرګندوي چې د ابوالحسین غوندې د داعش مشران کوښښ کوي چې ځانونه ډېر مشهوره ونه ساتي او د داعش ضد عملیاتو نه ځانونه وساتي. د ۲۰۲۲ کال د اوایلو نه راپدیخوا تر اوسه د داعش ډلې لږترلږه دیارلس (۱۳) جګپوړي غړي یا وژلی شوي او یا نیولی شوي دي. همدا تېره میاشت د امریکا پوځي ځواکونو وویل چې د شام په شمال کې امریکایي عسکرو یوه حمله وکړه او د داعش ډلې یو اهم غړی عبدالهادي محمود الحاجي علي یې ووژلو. هغه په یورپ کې د حملو د منصوبه بندیو ذمه وار بلل کېدلو. ترکیې په داسې حال کې د داعش د مشر د وژلو دعوه کړې چې صدر رجب طیب اردوان د همدې میاشتې په انتخاباتو کې د بیا ټاکل کېدو کوښښ کوي.

01.05.2023 ډیوه

ملګرو ملتونو له سودان څخه د ۸۰۰ زرو کسانو د تېښتې خبرداری ورکړی

د سودان په مرکز خرطوم کې په داسې حال کې د دوشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۱) د تازه نښتو راپورونه خپاره شوي چې ددغه هېواد دوو سیالو پوځي ډلو یوه ورځ وړاندې ژمنه وکړه چې د ۷۲ ساعتونو دپاره د اوربند موده غځوي.  

01.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

01.05.2023 امریکا غږ

افغانستان کرکټ بورډ دوه نوي هندي ‌روزونکي وګمارل 

د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه مۍ لومړۍ (غوايي۱۱) اعلان وکړ چې د افغانستان د ملي لوبډلې او داخلي لوبغاړو د صحي روزنې لپاره یې دوه نوي هندي‌ روزونکي مندیپ سینګ او راجېش چوهان ګمارلي‌ دي. 

01.05.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د بشري حقونو د څار ادارې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د غونډې له ګډون کوونکو څخه غوښتي چې افغانستان کې د بشري حقونو په مسایلو پورې اړوند بحث کې خپل دریځ قوي وساتي. تاسو دغه غونډه څنګه ارزوئ؟

01.05.2023 امریکا غږ

امریکا: په افغانستان کې د دیني ازادیو وضعیت خراب دی 

په نړۍ کې د مذاهبو د ازادۍ په چارو کې د متحدو ایالتونو کمېسیون په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۲ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ادیانو او مذاهبو د ازادۍ وضعیت په دوامداره ډول خراب شوی. 

01.05.2023 امریکا غږ

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

په قطر کې نن او سبا د افغانستان د وضعیت د ارزولو دپاره نړیواله غونډه راسپړو. بل پلو سودان ته طبي لمړنۍ نړیوالې مرستې ورسېدې. ددې هیواد جګړې د زرګونو ملکي خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کړی چې پکې خوارځواکه سوډاني ماشومان هم شامل دي. افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ۱۷سلنه زیاتوالی څیړو خو دغه هیواد ته بیا د افغانستان صادرات ډېر نه دي. علت یې څه دی؟ دا به په رپوټ کی وګورئ.

01.05.2023 امریکا غږ

امريکايي رپورټ: تېرکال په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ حالات نور خراب شوي وو

د یو اېس سي ايي ار اېف رپورټ ته د پاکستان رد عمل لا مخې ته نه دی راغلي خو پاکستاني حکومتونه عموماً دا خبره ردوي چې په ملک کې يې د اقلیتونو مذهبي ازادۍ چقول کېږي

01.05.2023 ډیوه

امریکا کې د موندل شويو ډیناسورانو اسکلیټ په شپږ میلیون ډالرو وپلورل شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د مونټانا او وایومنګ په ایالتونو کې د موندل شویو دریو ډیناسورانو له هډوکو جوړ اسکلیټ په سویس کې په ۶.۱ میلیون ډالرو وپلورل شو.

01.05.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

01.05.2023 امریکا غږ

اوزبیکستان په ټولپوښتنې کې د ولسمشر د واک او کاري مودې زیاتول تائید کړل 

په اوزبیکستان کې په قاطع اکثریت سره د ولسمشر شوکت میرضیایوف د واک د غځولو لپاره د اساسي قانون تعدیل تائید شو. 

01.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more