شاته

ناروې د کډوالو شورا د افغانستان ځینو سیمو کې خپل فعالیت بیا پیل کړ

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) د کندهار په ګډون د افغانستان په ځینو سیمو کې ددغې موسسې د مرستو د رسونې د پروګرامونو د بیا پیلیدو خبر ورکړی دی.

ددغې شورا عمومي منشي یان اګیلنډ د دوشنبې د ورځې ناوخته جون پنځم( جوزا۱۵) د خپل ټویټر په پاڼه په کندهار او ځینو نورو برخو کې د ناروې د کډوالو د شورا د موسسې د فعالیتونو بیا پیلدل تائید کړي دي.

یان اګیلنډ لیکلي:" زه خوشاله یم، چې دا تائیدوم، چې مونږ په دې وتوانیدو، چې د بشري چارو خپل عملیات په کندهار کې او د افغانستان په یو شمیر نورو ساحو کې بیرته له سره پیلوو. د بشري مرستو زمونږ ټول ښځینه او نارینه کارکوونکي د ښځو او نارنیه وو او همدارنګه نجونو او هلکانو لپاره کارکوي."

د ناروې د کډوالو شورا د بې ځایه شوو کورنیو د ساتنې په برخه کې کارکوي او د خوړو د مصونیت، زده کړو، سرپناه، حقوقي مرستو، له تاوتریخوالي څخه د حفاظت، څښلو پاکو اوبو د برابرولو او د روغتیا په برخه کې کارکوي.

د تیر ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې د طالبانو له خوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار د بندیز ووروسته د ناروې د کډوالو شورا د یو شمیر نورو نړیوالو غیرحکومتي موسسو سره یوځای د طالبانو د حکومت ددغې پریکړې سره د مخالفت په خاطر افغانستان کې خپل پروګرامونه وځنډول.

یان اګیلنډ د مې ۲۴ (غوايي ۳) په ټويټر کې لیکلي چې په مرستندویه موسسو کې د افغان ښځو پر کار تر پنځو میاشتو بندیز وروسته، نوموړي په کندهار کې د طالب مشرانو څخه اړو افغانانو ته د بشري مرستې د رسولو په موخه،‌ د ناروې د کډوالو په شورا کې د ښځينه کارکوونکو د کار د بیا پیل لپاره دمهال ويش غوښتنه کړې ده.

ښاغلي اګیلنډ زياته کړې وه: " په کندهار کې د طالبانو مشرانو ويلي هغه لارښوونې چې ښځو ته اجازه ورکوي چې کار ته راستانه شي او د نجونو زده کړې بېرته پيل کړي، نږدې بشپړ شوي دي. موږ پدې برخه کې د ژر تر ژره پرمختګ غوښتونکې یوو، ځکه چې وخت په تېرېدو دی، لګښتونه او بودیجه راټېټه شوې او د خلکو کړاوونه مخ په زیاتېدو دي."

طالبانو تراوسه د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي دغو څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی. خو د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې پر افغانستان ددغه ډلې په بیا واکمنیدو وروسته پر ښځو سخت بنديزونه لګولي دي.

په تیر ډسمبر کې طالبانو په غیردولتي ادارو کې او د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیزونه ولګول. په ورته وخت کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو پر کار کولو بندیز یوه "کورنۍ" مسله بللې ده.

تیره اوونۍ، په جاپان کې د نړۍ د اوو بډایه هېوادونو (جي-۷) مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د ښځو په اړه د دغې ډلې له پرېکړو سره مخالفت څرګند کړی دی.

په اعلامیې کې راغلي دي"موږ د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په اړه د طالبانو له سیستماتیک سرغړونو سره خپل سخت مخالفت څرګندوو او دنه منلو وړ پرېکړو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې په سمدستي توګه د پرېکړو د بېرته اخیستلو غږ کوو."