شاته

کریم بنزیما له ریال مادریډ سره مخه ښه کوي او سعودي ته ځي 

د نړۍ او اسپانیا د فوټبال د مشهور ټیم ریال ماډریډ بریدګر کریم بنزیما د یوې طلایي دورې وروسته د لوبو د روان فصل په پای کې له دې ټیم سره مخه ښه کوي.

د سعودي عربستان الاخباریه دولتي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د الاتحاد ټیم د فرانسې د ملي ټیم او د ریال مادریډ مشهور لوبغاړي بنزیما سره د دوه کلن تړون په اړه هوکړې ته رسېدلی دی.

الاخباریه ویلي چې له بنزیما سره د دغه تړون د نهايي کولو لپاره د اتحاد د ټیم رئیس او مرستیال مادریډ ته تللي وو.

تراوسه پورې په دې اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي، خو بنزیما مخکې ویلي وو چې "هر څه چې تاسو په انټرنیټ کې لولي شاید ریښتیا نه وي".

سعودي عربستان د فوټبال د نړۍ د غوره لوبغاړو د جذبولو په لټه کې دی او تر دې وړاندې د نړۍ او پرتګال مشهور فوټبالر کریسټیانو رونالډو د سعودي عربستان النصره لوبډلې سره یوځای شوی و، چې د رپوټونو له مخې اوس غواړي بیرته اروپایي لوبډلو سره یوځای شي.

د اسپانیا دې لوبډلې په یوه بیان کې ویلي چې "ریال ماډریډ او زموږ کپتان کریم بنزیما زموږ د کلب د لوبغاړي په توګه د یوې غیر معمولي او نه هیریدونکي دورې په پای ته رسولو موافقه کړې ده".

ریال ماډریډ ویلي دي چې د دې لوبډلې یو له غوره ستورو په توګه د بنزیما د ریکارډ ستاینه کوي.

د ریال مادریډ د لوبډلې روزونکي کارلو انچلوټي پرون وویل چې هغه په ریال ماډریډ کې د بنزیما د راتلونکي په اړه هیڅ شک نه لري او په ډاګه یې کړه چې دا لوبغاړی لا هم له مادریډ سره یو بل یو کلن تړون لري.

کریم بنزیما په ۲۰۰۹ کې ریال مادریډ سره یوځای شو او د خپلې لوبډلې لپاره یې د اتلولۍ ۲۴ جامونه وګټل، چې د چمپینز لیګ پنځه کپونه، د لا لیګا څلور او د کوپا ډیل ری درې کپونه په کې شامل دي.

کریم تر کریسټیانو رونالډو وروسته د ریال مادریډ په ګټه تر ټولو ډیر ګولونه وهلي دي. رونالډو د ریال ماډریډ لپاره ۴۵۰ ګولونه او بینزیما ۳۵۳ ګولونه کړي دي.