شاته

د چین دفاع وزیر: له امریکا سره شخړه به یو "نه زغمونکی ناورین" وي 

د چین د دفاع وزیر لی شانګفو د یکشنبې په ورځ جون څلورمه (غبرګولي ۱۴) وویل چې له امریکا سره شخړه به یو "نه زغمونکی ناورین" وي، او هیواد یې د مقابلې پر ځای د خبرو اترو هڅه کوي.

لي شانګفو د «شانګري لا ډيالوګ» په نامه د اسيا سترې امنيتي سرمشريزې ته د وینا په ترڅ کې پداسې حال کې چې د چین د خلکو د ازادۍ د پوځ د جنرال يونيفورم یې په تن و، وويل، نړۍ د چين او امريکا د ګډ پرمختګ لپاره ډېره ستره ده.

هغه د مارچ په میاشت کې کله چې د چین د ملي دفاع وزیر په توګه وټاکل شو ویلي وو چې، "چین او متحده ایالات مختلف سیسټمونه لري او په ډیرو نورو لارو چارو کې سره مختلف دي."

خو زیاته یې کړه چې، «په هرصورت، دا باید د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو علایقو د پراختیا او همکارۍ د زیاتولو لپاره د دواړو خواو مخه ونه نیسي.» هغه همداشان ویلي وو چې «د چین او متحده ایالاتو ترمنځ سخته شخړه یا ټکر به د نړۍ لپاره د نه زغملو وړ ناورین وي."

دا پداسې حال کې دي چې د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لویډ اسټن تیره ورځ جون درېیمه (غبرګولي ۱۳) په سنګاپور کې دغې غونډې ته په وینا کې وویل چې د چین سره د خبرو اترو بیا پیل کول "اړین" دي چې د "غلط فهمۍ" مخنیوی وشي چې کیدای شي د دواړو زبر ځواکونو ترمینځ د شخړې لامل شي.

متحدو ایالتونو د چین دفاع وزیر لي شانګفو ته بلنه ورکړې وه چې په سینګاپور کې د دفاعي سرمشریزې په څنډه کې له خپل امریکایي سیال سره وګوري، خو پنټاګون وویل چې بیجینګ دا بلنه رد کړه.

د چین د پلاوي یو غړي د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د چین پر دفاع وزیر د امریکا د بندیزونو لرې کول له امریکا سره د خبرو لپاره د چین لومړی شرط دی.

لوید اسټن په دې وروستیو کې ویلي، متحده ایالات په دې باور دي چې له چین سره د مستقیم تماس کرښه رامینځته کول په ځانګړې توګه د امریکا او چین د پوځي او دفاعي مشرانو ترمنځ خورا مهم دي.

د واشنګټن او بېجينګ ترمنځ اړيکې په وروستيو کلونو کې د بېلابېلو مسايلو پر سر خرابې شوې دي.

دوه اړخیزه سوداګریزه شخړه، د چین د شین ژیانګ په سیمه کې د لږکیو په ځانګړې توګه د اویغور مسلمانانو له حقونو څخه سرغړونه، په هانګ کانګ کې د چین د سختو قوانینو پلي کول، د تایوان په اړه د چین دریځ او له تایوان څخه د امریکا ملاتړ او د چین په جنوبي اوبو کې شخړې چې د سیمې یو شمېر هېوادونه یې د مالکیت ادعا کوي، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ د اړیکو د خړپړتیا له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي.

د جین د دفاع وزیر په خپله وینا کې ډیر محتاط و، که څه هم هغه په متحده ایالاتو باندې کنایتآ نیوکې وکړې او "یو شمیر هیوادونه" یې د وسلو د سیالۍ په شدت او په قصدي ډول د نورو په کورنیو چارو کې په مداخلې کولو تورن کړل.

هغه وویل، «اوس د سړې جګړې ذهنیت بیا راژوندی شوی دی، چې امنیتي خطرونه یې زیات کړي دي." ښاغلي لي زیاته کړه، "متقابل احترام باید په ځورونې او تسلط غالب شي."

لی، چې په ۲۰۱۸ کال کې پرې متحده ایالاتو له روسیې څخه د وسلو پیرودلو له امله بندیز لګولی و، د جمعې په ورځ په یوه میلمستیا کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن سره روغبړ وکړ، خو د متحده ایالاتو د تکراري غوښتنو سره سره یې د امریکایي سیال سره په مسایلو خبرې ندي کړي.