شاته

پنجاب پوليس د تحریک انصاف د ياسمين راشد د بري کېدو فېصلې چېنلج کولو ويلي

د پاکستان د پنجاب صوبې پوليسو ویلي، "د نهمې مې په پېښو کې لاس لرونکې ډاکټر ياسمين راشد او نور به د قانون منګولو ته راولي". ياسمين راشد د تحریک انصاف ګوند یوه مشره او پنجاب صوبه کې د ياد ګوند په تېر حکومت کې وزیره وه. هغه د نهمې مې په پېښو کې د ککړتيا په تور نيول شوې او پرون عدالت بري کړې وه.

په نهمه مې د تحریک انصاف د مشر عمران خان د نيولو کېدو وروسته د پېښو په تور کې ياسمين راشد د ياد ګوند د نورو ښځينه غړو سره نيول شوې او د لاهور هايکورټ د هغې د خوشي کولو حکم کړی خو بيا نيول شوې وه.

ياسمين راشد د ناروغۍ له امله روغتون ته منتقل کړی شوې او بيا پوليس ته د درېو ورځو په ريمانډ ورکړل شوې خو پرون د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت ياسمين راشد د 23 نورو کسانو سره په قضيو کې بري کړې وه. خو ويل شوي هغه لا خوشې کړی شوې نه ده ځکه نورې مقدمې پرې هم دي.

د ياسمين راشد په خوشي کولو عمران خان ويلي، "د کور کمانډر لاهور په کور کې د اور اچولو او څيزونو ماتولو په قضيه کې هغه بې ګناه وګرځول شوه د دې مطلب دا دی چې د مرکزي پنجاب د مشرې ياسمين راشد او تحریک انصاف ګوند د ګوند په حېث په دغو پېښو کې هيڅ کردار نه وو".

خو د پنجاب پوليسو د عمران خان ټويټ ته په ځواب کې ویلي، "په جناح هاوس [کور کمانډر لاهور په کور] د حملې په قضیه کې په ساينسي بنيادونو پلټنې پرمخ روانې دي او د پوليس ریمانډ په خواست د عدالت لخوا جاري شوی حکم به چېلنج کولی شي".

پوليس ويلي، "عدالتي حکم لومړی پړاو دی پوليس اوس په فرانزک بنيادونو پلټنې کوي د قضيو پلټنې د پوليسو اختيار دی او په قضيه کې د پلټنو بشپړ کېدو نه وړاندې د ککړو کسانو په تړاو حمتي رای ورکول سم تاثر نه دی" .

د پنجاب پوليسو په ټویټ کې اډيو او د ياسمين راشد ويډيوګانې هم خپرې کړي دي.

بل اړخ ته، د تحريک انصاف ګوند صدر او د پنجاب صوبې مخکينی وزيراعلا پروېز الهي چې په لومړي جون د غبن په تور نيول شوی، د يو عدالت څخه د خوشي کېدو وروسته بيا نیول شوی دی.

په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

په 26مه مې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو، د نهمې مې د پېښو وروسته په ټول ملک کې 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي.

رانا ثناالله په بېلابیلو قضيو کې د نیول شوو په تفصيل کې ویلي وو، "د ترهګرۍ په قضيو کې په ټول ملک کې 3946 کسان نيول شوي، په پنجاب کې 2588 کسان او خېبرپښتونخوا کې 1099 کسان نيول شوي دي".

هغه زیاته کړې وه، په نورو قضیو کې 5536 کسان نيول شوي په هغو کې 80 فيصده په ضمانت خوشي شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00