ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پي ټي ایم شمالي وزیرستان کې د خپلو درو ملګرو د نیول کېدو خلاف احتجاجي پرلت پیل کړی

واشنګټن ــــ پښتون ژغورنې غورځنګ په شمالي وزیرستان کې د خپلو هغو درو ملګرو د نیول کېدو په خلاف احتجاجي پرلت پیل کړی چې وایي څلور ورځې مخکې نیول شوي او د هغوی د خوشي کېدو غوښتنه کوي. ځایي انتظامیې تر اوسه د دغو کسانو نیول نه دي تایید کړي. دغه احتجاجي پرلت د جون پر درېیمه د میرعلي ښار د بازار په چوک کې پیل شوی دی او وایي تر هغه به احتجاج کوي چې دغه کسان یې نه وي خوشي شوي او له دې سره سره پر ټولنیزو رسنیو هم د دغو کسانو د خوشي کېدو لپاره د #ReleasePTMActivists په نوم هېشټېګ هم پیل شوی دی. د پي ټي ایم د بنو ضلعې یو مشر ګران وزیر پرلت ته په وینا کې وویل، امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان د پي ټي ایم صدر عید رحمان وزیر د مې پر 30مه او دوه نور غړي زکیم وزیر او جلال وزیر د مې پر 31مه وزیرستان ته د تګ پر مهال پر سیدګي چیک پوسټ نیولي دي: "دوی پوځ په دې تور وړي ول چې ستاسو شناختي کارډونه بلاک دي، دوی دې اول ژر تر ژره خوشي کړي، که خوشي کوي یې نه [ضلعي] انتظامیه ته دې یې وسپاري که هر جرم یې کړی وي موږ ته دې ووایي چې د عدالت لار خپله کړو". د اسلام اباد هایکورټ د 2021م کال په مې کې په خپله یوه فیصله کې ویلي وو چې د پاکستان د شناختي کارډ مرکزي اداره نادرا دا قانوني اجازه نه لري چې د د ملک د کوم شهري شناختي کارډ بلاک کړي. د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې او د پاکستان پوځ تر اوسه د دغو کسانو د نیولو او د پي ټي ایم دعوو ته څه جواب نه دی ویلی. د پي ټي ایم مشر منظور پښتین د خپلو دغو درو ملګرو ممکنه نیول کېدو ته‌ "د عامو خلکو "تښتول "ویلي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې په دې احتجاجي پرلت کې ګډون وکړي.  ښاغلي پښتین هم د شنبې- خالي په ورځ په څو پرله پسې ټویټونو کې د پي ټي ایم د شمالي وزیرستان د درو د نیول کېدو تور په پوځ پورې کړی او وایي دوی په "غیرقانوني بند" کې ساتل شوي: "په مسلسل مزاحمت به موږ له دې استعماري ظلم جبره خلاصېږو، په زور له کرکې او بغاوت پرته به هیڅ تر لاسه نه کړې، په ظلم جبر او تشدد به موږ نه مات شو او نه ختم". تر اوسه معلومه نه ده چې د پي ټي ایم دغه درې فعالان ولې نیول شوي خو عید رحمان وزیر او د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې له خپلو ګڼ‌ شمېر سره تېره اوونۍ د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د خړ کمر د پېښې په یاد غونډې ته روان وو په میرانشا کې یې پر یو چیک پوسټ له پوځیانو سره جنجال شوی وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ په لسګونو غړي تر دې مخکې په پښتونخوا او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او په دې تور مقدمې پرې جوړې شوې دي چې ګواکې دوی د ریاستي ادارو په خلاف خلک پاروي، خو عدالتونو اکثر دوی په ضمانت بیرته خوشي کړي دي. پوځ په دغو مقدمو کې له لاس لرلو انکار کوي. پي ټي ایم چې په 2018م کال کې جوړ شوی د پښتونخوا په ګډون د پاکستان په اکثرو لویو ښارونو کې وخت په وخت سترې جلسې او احتجاجي غونډې کوي او وایي د پښتنو په سیمو کې امن غواړي، دوی په خپلو ویناوو کې د ترهګرۍ ذمه واري هم پر پوځ ور اچوي، خو د پاکستان پوځ د دوی تورونه ردوي او وایي پوځ په سوات او قبایلي ضلعو کې ترهګرو ته ماتې ورکړې ده خو وایي پي ټي ایم خلک د پوځ په ضد را پاروي.

04.06.2023 ډیوه

د افغانستان او پاکستان تاجران وايي، د مال په بدل کې د مال تجارت ته ښه مېکانزم پکار دی

د افغانستان او پاکستان تاجران وايي، د پاکستان لخوا د افغانستان، ايران او روس سره د مال بدله کې د مال تجارت [بارټر تجارت] پېلول ښه پرېکړه ده خو چې د دې دپاره يو غوره مېکانزم يا طريقه کار جوړ شي.

04.06.2023 ډیوه

اېمل ولي د شهباز شريف نه په پښتونخوا کې د ترهګرو د بيا اباد کارۍ د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې

د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف نه په خط کې غوښتنه کړې، مرکزي حکومت دې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرو د بيا اباد کارۍ عدالتي پلټنې وکړي.

04.06.2023 ډیوه

جمهور رئیس بایډن د پور د سقف ډیروالي لایحه لاسلیک کړه

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن شنبه جون ۳ (غبرګولي۱۳) په سپینې ماڼۍ کې د پور د سقف ډیروالي لایحه لاسلیک او په قانون بدله کړله.

04.06.2023 امریکا غږ

ایران د خپل سفارتکار اسدالله اسدي په بدل کې درې یورپي وګړي خوشي کړي دي

واشنګټن ــــ د ایران له خوا د بندیانو په تبادله کې درې یورپي وګړي تر خوشي کېدو یوه ورځ وروسته د شنبې- خالي په ورځ خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. تهران وایي که له یورپیانو څخه بهرنیو امنیتي ادارو کار نه اخیستلای له دوی سره یې د نیولو هیڅ دلیل نه وو. په دغو درو کسانو کې دوه ایراني اصله د اسټریا شهریت لرونکي او یو ډنمارکی شامل دي چې ایران د خپل یوه سفارتکار اسدالله اسدي په بدل کې د جمعې په ورځ خوشي کړي وو. ایرانی سفارتکار په بلجیم کې بندي وو، د بلجیم حکومت ویاند ویلي چې هغه یې د خپل مرستندویه کارکوونکي اولیویر وېنډیکاسټیلي په بدل کې تېره اوونۍ خوشي کړی دی. اسدالله اسدي چې د اسټریا په مرکز ویانا کې مېشت وو په 2021 کال کې د بلجیم یو عدالت په فرانس کې د یوې ناکامې بمي چاودنې په تور 20 کاله بند سزا کړی وو. ایران پر هغه لګېدلي تورونه بې بنیاده بللي وو. خوشي شوي ایران اصله د اسټریا اوسېدونکي یو کامران قادري او بل مسعود مصاحب نومېږي. قادري ایران په 2016م کال کې نیولی او د جاسوسۍ په تور لس کاله سزا کړی وو. کامران قادري تر خوشي کېدو وروسته وي او اې فارسي ته په تازه مرکه کې ویلي، په ایران کې لا هم څه بندیان پاته دي اوس باید د هغوی د خوشي کېدو لپاره هم هڅې وشي: "زه هیله لرم دا سیاستوال چې څنګه دوی په کلونو زما لپاره هڅې وکړې او زه یې ډېره مننه کوم کېدای شي د نورو د خلاسون لپاره هم مرسته وکړي. زما په مقدمه کې چې هر څه پېښ شول هغه پای ته ورسېدل او زه اوس د ژوند یو نوي فصل ته ننوځم". د ډنمارک اوسېدونکی تامس کیمز هم تر خوشي کېدو وروسته د شنبې- خالي په ورځ پایتخت کوپنهاګن ته رسېدلی او هلته یې پر هوایي ډګر خبریالانو ته ویلي، باور نه کوي چې خوشي شوی او خپل هېواد ته ستون شوی دی. هغه په ایران کې د زندان په اړه ویلي: "هیڅ بدني اذیت یا بل څه نه دي شوي، ما ته خواړه، اوبه او نور څه راکړل شوي دي، خو کله چې له تاسو آزادي واخیستل شي نو تاسو یې په اړه فکر کوئ." د بلجیم د بیلګا خبري ایجنسۍ د خبر له مخې بلجیم ته په رسېدو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې هادجا لهبیب د دوی هرکلی کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د شنبې- خالي په ورځ په یو ټویټ کې ویلي، هیله ده د بندیانو خوشي کول به له بلجیم او یورپ سره د ایران په اړیکو کې "یو نوی باب" پرانیزي. ښاغلي عبداللهیان لیکلي: "که له یو شمېر یورپي وګړو بهرنیو امنیتي ادارو کار نه اخیستلای، [له موږ سره] د هغوی د نیولو هیڅ دلیل نه وو". د ایران د سرکاري رسنیو د خبر له مخې د ایران د بشري حقونو یوه اعلی چارواکي کاظم غریب ابادي ویلي دي چې دغه درې کسان د بشردوستۍ په بنیاد خوشي کړل شوي دي، خو رسنۍ وایي عرب هېواد عمان هم د دغو بندیانو په خلاسون کې مرسته کړې ده. د بلجیم حکومتي چارواکو ویلي چې په رسمي توګه تر اوسه لا هم د ایران په زندانونو کې 22 هغه کسان بندیان دي چې د یورپي هېوادونو شهریت لري، خو وایي د اسدالله اسدي په بدل کې به د نورو یورپي وګړو  تبادله ونه شي. ایران په وروستیو کلونو کې لسګونه بهرنیان او غبرګ شهریت لرونکي نیولي دي، چې پر اکثرو یې د جاسوسۍ او له امنیت سره تړلي تورونه لګېدلي دي.

04.06.2023 ډیوه

د داعش ۵۰غړي او د جهادیانو د کورنیو ۱۶۸ غړي د سوریې څخه عراق ته ولیږدول شول

په عراق کې چارواکي وایي شنبه جون ۳ (غبرګولي ۱۳) د اسلامي دولت یا داعش ډلې پنځوس غړي او د جهادیانو د کورنیو ۱۶۸ غړي د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو لخوا دویته وسپارل شول.

04.06.2023 امریکا غږ

قرغزستان کې نړیواله غونډه: په افغانستان کې دې د بشري حقونو درناوی او ټولشموله حکومت جوړ شي

واشنګټن ــــ په قرغزستان کې د منځنۍ اېشیا او یورپي اتحاد د مشرانو ګډه غونډه شوې چې په افغانستان کې یې د یو ټولشموله حکومت پر جوړېدو او په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته د درناوي پر اړتیا ټینګار کړی دی. دا په قرغزستان کې د یورپي اتحاد او د منځنۍ اېشیا د مشرانو دویمه ګډه غونډه وه، لومړۍ غونډه د قزاقستان په مرکز استانه کې د تېر 2022م کال په اکتوبر کې شوې وه. د قرغزستان په تفریحي ښار چولپون اتا کې د جون پر دویمه په دې سرمشریزه غونډه کې د یورپي کونسل مشر چارلس میشل او د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشرانو او د ترکمنستان د صدر استازي ګډون کړی وو. ددې غونډې په ګډه اعلامیه کې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې مخ په خرابېدونکي حالت باندې اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دې چې دوی ژمن دي چې دا هیواد بیرته د خونديتوب، امن، ارامۍ او سوکالۍ په لور د پرمختګ په حال کې وویني: "دوی په ټینګار سره د یو ټولشموله او استازي حکومت جوړېدل مهم وبلل چې د ټولو استازي پکې برخه ولري او هم یې د ښځو، نجونو او د قومي ډلو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو بنیادي ازادۍ او د بشري حقونو وده او درناوی د ارزښت وړ وبلل". د یورپي کونسل مشر چارلس میشل غونډې ته په وینا کې د منځنۍ اېشیا هېوادونو د مشرانو اندېښنې پر ځای بللې دي چې په افغانستان کې یې د امنیتي خطرونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده. ښاغلي میشل د افغانو نجونو پر اعلی تعلیم او د ښځو پر کار هم ټینګار کړی دی: "تاسو په منځنۍ اېشیا کې له افغانستانه له امنیتي خطرونو سره مخ یئ او موږ هم دغه اندېښنه لرو. موږ د حالاتو پر ځانګړې څارنه ستاسې د هېوادونو ستاینه کوو. دا موږ ټولو ته مهمه ده چې یو ارام او پرامنه افغانستان ولرو چې ټولشموله حکومت پکې وي او بشري حقونه باوري کړي". طالبانو په رسمي توګه د دې غونډې د ګډونوالو اندېښنو ته څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې په وار وار ویلي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ ګاونډي په خلاف نه کارول کېږي. د غونډې ګډونوالو له افغانانو سره په سختو شرایطو کې د نړیوالو قوانینو او پېژندل شویو معیارونو په بنیاد د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هڅو ستاینه کړې او پر نړیوالې ټولنې یې ږغ کړی چې له افغانانو سره بشري مرستې زیاتې کړي. په غونډه کې د ملګرو ملتونو هڅو ته هم اشاره وشوه چې وایي پر سختو حالاتو برسېره یې په افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکړی دی. د غونډې ګډونوالو د افغانستان په اړه د یورپي اتحاد او منځنۍ اېشیا هېوادونو د ځانګړو استازو د څلورمې غونډې نتیجې مهمې وګڼلې، چې د تېرې مې میاشتې پر 24 او 25 د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې جوړه شوې وه. د هغې غونډې په پای کې هم د یورپي اتحاد، ملګرو ملتونو، نړیوال بېنک او منځنۍ اېشیا د هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي وو چې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار لګول شوي بندیزونه لرې کړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

03.06.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

03.06.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

03.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی نیکولاس کې، د نړیوالې ټولنې او افغانانو نه غواړي چې په افغانستان کې او د افغانستان نه بهر د طالبانو د مخالفینو ملاتړ وکړي چی د طالبانو یو پیاوړی بدیل پیدا شي. د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو. تاسې کولای شئ خپلې پوښتنې او نظر دلته ولیکئ چې د خپرونې له میلمنو سره یې شریک کړو.

03.06.2023 امریکا غږ

اردوغان د لوړې مراسمو کې: ټولو هیوادوالو ته په 'بې طرفۍ' خدمت کوم 

رجب طیب اردوغان چې د شنبې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۳) د ترکیې د ولسمشر په توګه د دریم ځل لپاره لوړه وکړه، وویل چې دی به د خپل هیواد ټولو خلکو ته به په «بې پرې توګه» خدمت وکړي.

03.06.2023 امریکا غږ

رجب طيب اردوان د ترکي د صدر په حېث سوګند پورته کړو

رجب طيب اردوان پرله پسې په درېم ځل د ترکي د صدر په حېث سوګند پورته کړو. د نوموړي د سوګند پورته کولو په دستوره کې د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف سره د 21 هیوادونو مشرانو 13 وزیراعظمانو ګډون وکړو.

03.06.2023 ډیوه

د ایران او طالبانو لانجې

د مثلث په پروګرام کې د ایران او طالبانو تر منځ د اوبو پر سر د ناندریو په دوام او د سرحدي شخړو په اړه بحث شوی.

03.06.2023 ازادي راډیو

د اشنا د شنبې خبري خپرونه

د اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې؛ د افغانستان په وضعیت په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې ګډه غونډه او په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار او د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي غوښتنه شوې. ددې موضوع سریبره د نړۍ او سیمې نور مهم خبرونه هم ځای کړای شوي دي.

03.06.2023 امریکا غږ

اوکراین د اندونیزیا د سولې پلان "عجیب" وباله او رد یې کړ 

د اوکراین د دفاع وزیر د شنبې په ورځ جون دریمه (غبرګولي ۱۳) له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپل اندونیزیايي سیال وړاندیز "عجیب" وباله او رد یې کړ.

03.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more