شاته

رجب طيب اردوان د ترکي د صدر په حېث سوګند پورته کړو

رجب طيب اردوان پرله پسې په درېم ځل د ترکي د صدر په حېث سوګند پورته کړو. د نوموړي د سوګند پورته کولو په دستوره کې د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف سره د 21 هیوادونو مشرانو 13 وزیراعظمانو ګډون وکړو.

اردوان له دې وړاندې په کال 2014م کې او بيا په کال 2018م کې انتخابات ګټلي او صدر جوړ شوی وو.

د 28 مې انتخابات نوموړي ګټلي وو. د صدارتي ټاکنو د نتیجو تر مخه اردوان په صدارتي رایو کې 52 فيصده او د هغه مخالفه کاندید کمال قلیچداراوغلو 48 فيصده راېې ترلاسه کړې وې.

اردوان د صدارتي انتخاباتو ګټلو وروسته خپلو پلویانو ته ویلي وو "زه د خپل هیواد د هر یو غړي مننه کومه چې د دغه ذمه وارۍ لپاره یې په ما باور وکړو چې یو وارې بیا د پینځه کالو لپاره حکومت وکړم".

خو د اردوان مخالفه کمال قلیچداراوغلو د نتیجو وروسته په انتخاباتو کې د ګډوډۍ تور لګولی او ويلي يې وو، "مونږ په نزدیو کلونو کې تر ټولو غېر عادلانه انتخابات تجربه کړل. د ریاست ټول وسايل د یو سیاسي ګوند لپاره کارول شوي او ټول امکانات د یو سړي د پښو لاندې شوي".

اردوان به د سوګند پورته کولو وروسته د کابينې اعلان کوي.

څيړونکي وايي، که د ترکي روانې پاليسۍ دومداره وساتل شوې نو اقتصاد یې د بحران ښکار کېدی شي.

په ترکي کې په وروستيو کې ګراني سېوا شوې او پېسه یې ډېره غورځېدلې وه.

د صدارتي انتخاباتو نه مخکې وړاندوينه شوې وه چې په ترکي کې ګرانۍ او پېسې بې قدره کېدو د اردوان مقبوليت راکم کړی دی، خو نوموړي بيا صدارتي انتخابات ګټلي وو.

ّ[د خبر ځينې معلومات د رايټرز څخه اخستل شوي]

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00