شاته

اېمل ولي د شهباز شريف نه په پښتونخوا کې د ترهګرو د بيا اباد کارۍ د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې

د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف نه په یو خط کې غوښتنه کړې چې مرکزي حکومت دې د دوی په صوبه کې "د ترهګرو د بيا ابادکارۍ" عدالتي پلټنې وکړي.

باچا خان مرکز مطبوعاتو سره په شریک کړي خبر کې ويلي، اېمل ولي خان په خط کې غوښتنه کړې، پښتونخوا کې دې د ترهګرو د بيا ممکنه اباد کارۍ د عمل د پلټنو دپاره د لوړې کچې کميټي جوړه کړی شي او په دغه عمل کې لاس لرونکي ټول کردارونه او معاهدې دې ولس ته ښکاره کړی شي.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر غوښتي، د پېښور هايکورټ د چيف جسټس په مشرۍ دې د ټول عمل عدالتي پلټنې وشي. هغه زياته کړې د پښتونخوا ولس يو ځل بیا د ترهګرو په رحم وکرم پرېښودی شوی دی.

اېمل ولي خان د اپرېل په وروستيو کې د پېښور هايکورټ ته دغه ډول خواست کړی وو او په ياد خواست په 30 مې اورېدنه شوې وه.

د نوموړي وکيل حضر حیات وي او اې ډیوه ته وويل، په اورېدنه کې عدالت اېمل ولي خان ته ويلي وو، عوامي نېشنل ګوند د مرکزي حکومت برخه ده ځکه مرکزي حکومت ته دې د پلټنو ووايي او که مرکزي حکومت پلټنې نه کوي او خواست یې ردوي نو بيا دې دوی عدالت ته راشي.

د اورېدنې وروسته د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي وو، وسله والو سره د پخواني [تحریک انصاف] حکومت مفاهمت کړی وو.

هغه تور پورې کړی وه چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف صوبایي حکومت او د ايي اېس ايي پخواني مشر جنرل فېض حمید د پښتنو خاوره یو وارې بیا د اور لوبې ته ټېله کړې ده.

هغه ويلي وو د طالبانو ابادکاري شوې او د هغې د لاسه حالات خراب شوي دي هره ورځ وژل کيږي او د طالبانو سره د مفاهمت وروسته د پېښور د پولیس مرکز په شمول یو شمېر لوی حملې شوي دي.

اېمل ولي دعوه کړې وه په بونېر، سوات او نورو ضلعو کې وسله وال ازاد ګرځي.

پېښور هايکورټ ته په کړي خواست کې اېملي ولي، پخوانی وزيراعظم عمران خان، د پاکستان صدر عارف علوي، د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] پخوانی مشر فېض حميد، د خېبرپښتونخوا پخوانی وزيراعلا محمود خان او د صوبې پخوانی وياند او د وزيراعلا مشير بېرسټر سېف، مرکزي او صوبايي حکومت فريق جوړ کړي وو.

هغه وخت بېرسټر سېف د اېمل ولي د خواست په غبرګون کې وي او اې ډيوه ته ویلي وو د مذاکراتو په نتيجه کې يو کس هم نه دی اباد کړی شوی او که د چا سره ثبوت وي نو را وړاندې دې کړي، هغه په صوبه کې د وسله والو د اباد کارۍ خبره دروغ بللې وه.

اېمل ولي تور لګولی وو چې په خېبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف مخکیني ګورنر او وزیرانو د سرکاري خزانې نه قلنګ ورکړی وو.

تېر کال د اګست په مياشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان منلې وه چې وزيرانو ته او د اسمبلۍ غړو ته یې دړکې ورکول کيږي.

د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ چې د عمران خان په حکومت کې مذاکرات پېل شوي خو تېر کال د نومبر په میاشت کې بيا ټي ټي پي ډز بندي ختمه کړې او بریدونه یې پېل کړي وو. د خېبرپښتونخوا د تېر حکومت وياند بېرسټر سېف په دغو مذاکراتو کې شامل وو.

له دې دغې وړاندې هم سياستوالو تور لګولو چې د تحريک طالبان پاکستان وسله وال د يوې معاهدې لاندې راوستل شوي وو.

خو سېف ويلي وو "د ټي ټي پي سره هيڅ پټه معاهده نه ده شوې او نه ورته د ټوپک سره د راتګ ويل شوي او نه ورته د کومې علاقې ورکولو کومه خبره شوې ده".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00