ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


څېړونکي: د پوځي کمانډرانو د غونډې اعلامیه د پاکستان موجوده سیاسي حالاتو دپاره واضحه پېغام لري

د غونډې په اړه د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ارا په یو بیان کې وویل په پوځي ودانیو حملو کې د ککړو کسانو او د راپارونکو مقدمې شروع شوي دي

08.06.2023 ډیوه

اصف دراني: طالبان هغه وخت په رسمیت پېژنو چې نور ګاونډي هېوادونه یې منلو ته چمتو شي

د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی اصف دراني وايي پاکستان به د طالبانو حکومت هغه وخت په رسمیت وپېژني چې د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه یې هم منلو ته چمتو شي.

08.06.2023 امریکا غږ

د منځنۍ اېشيا وګړي د غټو طاقتونو په خپلمنځي مقابله کې خپلې ګټې لټوي

واشنګټن - څنګه چې د نړۍ درې غټ طاقتونه روس، چين او امريکا په منځنۍ ايشيا کې خپل خپل اثر رسوخ سېوا کول غواړي دغه رنګ د سيمې خلک هم خپلو ګټو ته ګوري او د هغه چا هرکلی به کوي چې ورته ډېر ګټور ښکاري. يوه ازبکه مور مقدس وايي “زما مېړه او وروڼه د کلونو راهسې په روس کې مزدوري کوي او پيسې راليږي. مونږ د چين په جوړ کړو ودانیو کې اوسېږو. بچي مو انګرېزي زده کوي او په امريکا کې د زدکړو خوبونه ويني”.  هغې په تېر ژمي کې د توانايۍ د کمي په حواله ويلي وو کله چې په ميلينونو ازبکان د يخنۍ د لاسه ډېر اغېزمن شول چې دوی د هرې ښې موقعې هرکلی کوي. د توانايۍ کمي شکونه راپورته کړي وو چې تاشکند د روس سره پټه معمله کړې او لا چين ته د قدرتي ګېس صادرولو دا ستونزه جوړه کړې وه. په قازقستان کې د خوراکي توکو او دوايانو کاروباريان دواړو ګاونډي هېوادونو ته د خپلو سوداګانو په ور رسولو خوشاله دي او غواړي نور نه نوره امريکايي سرمايه کاري يې هم په ملک کې وشي. يو تن د دې په اړه وويل “مونږ دا عياشي کولی شو چې بل څه غوره کړو؟ مونږ کولی شو چې روس او چين ته په کاروبار او تجارت کې انکار وکړو؟ د ازبکستان او تاجکستان په پوله اوړېدونکو خلکو وي او ای ته وويل، سره د دې چې په پوره يقين نه دي چې اقتصادي حالات به د اوکراين د يرغل نه وروستو څنګه وي خو چمتو دي روس ته روزګار ته لاړ شي. يو ټرک چلوونکي نور علي وويل “روس ډېر غټ هېواد دی. دا اسان کار نه دی خو کله چې اړين اسناد ولرې او غواړې پیسې وګټې او خپلې کورنۍ ته ښه ژوند ورکړې نو ځکه زه په روس کې د خپل کار پرېښودلو سوچ هم نه کوم”. تاجک تحقيق کوونکې لولي صنم وي او ای ته وويل، د هر چا خپله خپله تجربه او رایې ده خو ډېر خلک دا مني چې د شوروي اتحاد د وخت په رنګ روس اوس هم دوی ته غټ طاقت دی. هغه وايي “څه چې په روسۍ ژبه کې نه وي نو ډېر خلک پرې يقين هم نه کوي ځکه زمونږ يو شريک ياداشت جوړ شوی او روس د مشر ورور او د نه بدلوونکي او اغېز لرونکي په مثال منل کيږي. دا يوه لږه طبقه خلک دي چې جمهوريت مني او په خصوصي توګه د اظهار ازادي مني”. هغه وايي چينايي ژبه په تاجکستان کې ډېر لږ خلک پېژني او ډېر خلک د چين سرمايه په راروان نسل يو مالي بار ګڼي. په کرغستان کې چې د چين سره 1000 کيلوميټره پوله لري خلک د چين خلاف تاثرات لري او دا په احتجاجونو او مقدمو کولو کې ښکاره کوي، خو سيده سايپ ګڼي د هېواد خلک د چين په حقله ميانه روه دي ځکه دوی ګڼي هېواد يې د چينايي مالونو د پاره د وړلو راوړلو دروازه ده. د ازبکستان د چارو کارپوه حسن جون ګانيو چې په جاپان، سينګاپور، سويلي کوريا او مليشيا کې يې سبق ويلی خو کاروبار په امريکا کې کوي ګڼي سيمه يې د اېشيا سره تړلې ده. هغه وايي “مونږ به د غرب سره نوره ورکړه راکړه ولرو، خو ريښتيا دا دي چې دا سيمه تر ډېره ختيځ او سوېل پله ځي او که چېرې روس په ډرامايي توګه بدل شو بنو يا حالات بدلېدلی شي”. خو حسن جون ګڼي امريکا به تل د بدلون او ځان ته د راښکلو رڼا لري. هغه مني امريکا ته د ځان د منلو د پاره په بيلينونو کې سرمايه کارۍ ته حاجت نه شته.

08.06.2023 ډیوه

بلینکن: د داعش خلاف جګړه نه ده ختمه شوې، باید افغانستان یې پټن ځای جوړ نه شي

واشنګټن ــــ د امریکا خارجه وزير اینټني بلینکن د زیات – پنجشې په ورځ ویلي د اسلامک سټېټ یا داعش ډلې په  ضد جګړه لا نه ده ختمه شوې او وايي د داعش راپورته کېدونکي خطر ته ویښ اوسیدل غواړي او دا خبره باوري کول پکار دي چې افغانستان د ترهګرو پټنځای جوړ نه شي.  خارجه وزیر بلینکن دا خبرې په داسې مهال کړي دي چې داعش ډلې د نهې-  سې شنبې په ورځ د افغانستان په یو شمالي ولایت بدخشان کې د طالبانو مرستیال والي نثار احمد احمدي په یو ځانمرګه برید کې له خپل یو ډرایور سره وژلی دی. بلینکن دا خبرې په سعودي عرب ریاض کې د داعش په ضد د اتیاوو هېوادونو نړیوال اتحاد ګلوبل کولېشن د خارجه وزیرانو غونډې ته کړي دي.  بلېنکن وویل  “چې افغانستان او د افریقا ساحل  کې د داعش سره تړلې ډلې د خطرې په توګه موجود دي”،  نوموړي غونډې ته ویلي چې د داعش خلاف اتحاد په عراق او شام کې په علاقايي توګه داعش ته ماتې ورکړې، مشرانیې ورله ددغه ځایه زغلولي او په لویه کچه د بریدونو مخه یې نیولې ده.  خو اینټني بلېنکن په مکمله توګه د داعش د ختمولو لپاره نور اړخونه هم روښانه کړي دي. هغه په دې مهال په عراق او شام کې د وسلوالو بهرتي کولو، د ډلې د پاره د پېسو راټولو او د جرمونو د محاسبې د باوري کولو لپاره د 600 میلینه ډالره مرستې هم اعلان کړې. بلینکن وویل په خاصا توګه هغه هېوادونه چې وګړي یې عراق او شام کې د وسلوالو سره  یو ځای شوي وو او دا وخت په زندانونو کې بند دي چې پکې ماشومان هم شامل دي، باید خپلو هېوادونو ته انتقال کړی شي خو دا خطره یې هم په ګوته کړی که چېرې دغه وسلوال پرېښودل کېږي هم نو ورته باید پام وشي هسې نه بېرته د وسلوالو سره یو ځای نه شي.  د سعودي عرب خارجه وزیر شهزاده فیصل بن فرحان غونډې ته خپله وېنا کې وویل چې د ځینو وړو هېوادونو په شمول یو شمېر ملکونو د خپلو وګړو د واپسۍ عمل پېل کړی دی. خو د سعودي خارجه وزیر اندېښنه وښودله چې ځینو شتمنو هېوادونو تر اوسه د خپلو خلکو بوتللو عمل نه دی پېل کړی خو ددغه هېوادونو نومونه یې نه دي اخستې. نوموړي زیاته کړه  د اتحاد د برخه والو په حېث دا عمل د قبلولو وړ نه دی باید دوي هم خپلې ذمه واری پوره کړي.

08.06.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

08.06.2023 امریکا غږ

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې طالبان په پنجشیرکې په جنګي جنایتونو تورنوي. پدې برسیره په بدخشان کې د خونړۍ چاودنې وروستي جزییات هم درسره شریکوو. د افغانستان لپاره د پاکستان د نوي ځانګړي استازي سره د امريکا غږ ځانګړې مرکه لرو چې د ګڼ شمیر مسایلو تر څنګ یې د کډوالو پر نیول کیدو هم خبرې کړې دي. په هند کې د افغانو پوځي‌محصلینو ستونزې هم راوسپړو چې وایي د طالبانو په واکمنۍ کې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي هیواد ته ستانه شي.

08.06.2023 امریکا غږ

په کوټه ښار کې د چارواکو تر سخته څارنه لاندې پوليو کيمپېن تر سره کېږي

کوټه / واشنګټن ــــ په کوټه  کې د پوليو کيمپېن د روغتيا چارواکو په  سخته  څارنه  يا مانيټرنګ کې  ترسره کېږي، چې هدف  يې نه  يواځې  ماشومانو  ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکو ورکول دي، بلکې  په  کمپېن کې شته ستونځې هم ختمول دي. د کوټې په  نوي کلي سيمه کې  يو روغتيايي چارواکی يا ډي ايچ  سي ايس او  نذیر مردانزی وايي، د پوليو کيمپېن څارنه  د وېکسين کار په  ګټه  تمامېږي. ښاغلی نذیر وایي‌ په کار کې له  پوليو کارکوونکو سره هم مرسته  کېږي، چې کله  څوک نه غواړي خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي: "زموږ مانيټرنګ يا څار د مرستې په  توګه  وي. موږ د پوليو ټيمونو هغه  ستونځې ختموو چې دوی ورسره په کار کولو کې مخامخ  کېږي. د دې له برکته اوس د پوليو کار ښه  شوی او هيڅ  داسي ماشوم نه وي چې له  پوليو څاڅکو پاتي شي". نذیر مردانزی زياتوي چې ځينې وخت  ميندې خپلو ماشومانو ته  قطرې  نه  ورکوي او يا هم  خپل ماشومان په کورونو کې پټ کړي. وايي له څارنې وروسته هيڅ  ماشوم داسې نه  وي چې له  قطرو پاته شوی وي: "د څارنې يا مانيټرنګ ګټه  دا وي، چې خلک د وېکسين په ارزښت  پوه شي او هغه څوک چې انکاري وي خپل ماشومان وېکسين کوي. موږ د ټولو ماشومانو ريکارډ ساتو او بيا له وېکسين وروسته يې ګورو، ځکه نو له  څاڅکو د پاته ماشوم  چانس کم  وي". د سيمې اوسېدونکی محمد عارف وايي په هر پوليو کمپېن کې خپلو ماشومانو ته  څاڅکي ورکوي. هغه په دې خبر دی چې پوليو يوه خطرناکه  ناروغي ده او پوليو شوی ماشوم د ټول عمر لپاره د مور پلار د اوږو بار وي: "زما پینځه ماشومان دي او دوو ته په هر کمپېن کې قطرې ورکول کېږي. زه  تر خپل لاس ماشومانو ته  څاڅکي ورکوم، له دې سره سره نورو کورونو ته هم  ورسره ځم، چې پوليو کارکوونکي قطرې ورکړي او خپل ماشومان له ګوزڼ  ناروغۍ خوندي وساتي". په  بلوچستان کې د پوليو کار په  دوو برخو وېشل شوی دی او پینځه  ضلعې کوټه، چمن، پښين، کلاعبدالله او مستونګ په کوټه بلاک کې شاملې ضلعې دي،  دلته پخوا هم د پوليو مثبت کېسونه رپوټ  شوي وو، ځکه  نو امکان شته چې بیا پکې مثبت کېسونه  رپوټ شي.

08.06.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

08.06.2023 امریکا غږ

د عمران خان د ازادۍ ضمانت لس نورې ورځې وغځول شو  

د پاکستان د پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان مدافع وکیلانو ویلي دي چې د ښاغلي خان د ضمانت موده د جون تر ۱۹مې پورې غځول شوې ده. 

08.06.2023 امریکا غږ

د امریکې پخوانی نایب صدر به په اینده صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ دپاره ډانلډ ټرمپ سره مقابله کوي

د وی او ای خبریال سټیو هرمن د امریکې په تازه سیاسي صورتحال خپل رپورټ کې وايي چې د نایب صدر په حېث مایک پېنس څلور کاله د ډانلډ ټرمپ د صدارت په سيوري کې تېر کړي دي او د پېدایش یا زېږون په څلور شپېتمه کلیزه پېنس په خپل پخواني مشر نېِغ په نیغه تنقید وکړو

08.06.2023 ډیوه

رپوټ: د پاکستان لاهور د نړۍ تر ټولو او پېښور د سيمې فضايي خچن ښار دی

د هوا د خچن والي جاج اخيستونکې نړيوالې ادارې ویلي، د پاکستان د پنجاب صوبې سر ښار لاهور د فضايي الودګۍ په اساس د دنيا لومړی او د خېبر پښتونخوا سر ښار پېښور د سيمې د هېوادونو په کچه په څلورم نمبر خچن ښار دی.

08.06.2023 ډیوه

د پاکستان اقتصادي سروې: روان مالي کال کې اقتصادي وده د ټاکلي هدف پینځه فيصده پر ځای 0.29 فيصده وه

واشنګټن ــــ د پاکستان مرکزي حکومت د کال 2022-23 اقتصادي سروې جاري کړې ده چې په بنیاد یې په روان مالي کال کې د مجموعي ترقۍ هدف د پینځه فيصده ټاکل شوي هدف په مقابل کې يواځې 0.29 فيصده پاتې شوې ده. اسلام اباد کې د زيارت- پنجشنبې په ورځ خبري غونډې ته د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار وويل چې د اقتصادي سروې موضوع برآمدات، برابري، ايمپاورمنټ، ماحوليات او انرجي ده. د کال 2022-23  اقتصادي سروې څخه ښکاره شوې چې په مالي کال 2022 23 کې د اقتصاد په يوه څانګه کې هم وده نه ده شوې. د خزانې مرکزي وزير ددې سبب ويجاړوونکی سېلاب، سياسي عدم استحکام او د روس يوکراېن جنګ ښودلی دی. د سروې رپورټ ترمخه په سږ کال کې وده د ټاکل شوي 3.9 فيصده هدف پر ځای 1.55 فيصده شوې ده. همدا ډول د صنعتونو په څانګه کې هم د 5.9 فيصده هدف په پر ځاى 2.94 وده ترلاسه کړی شوې ده. سروې رپوټ وايي په لويو فصلونو کې هم 2.49 فيصده وده شوې ده. په دې څانګه کې د ودې هدف 3.5 ايښودل شوی وو. د سروې رپورټ تر مخه د لايو سټاک یا مالدارۍ په څانګه کې د ترقۍ 3.78 شرح تر لاسه کړی شوې ده، خو دا هدف 3.7 فيصده ټاکل شوی وو. د فشزيز یا ماهي ګیرۍ په څانګه کې 1.44 وده شوې ده، دا هدف 6.1 فيصده مقرر کړی شوی وو. د مالي کال 2022 23 د مالي سروې تر مخه د ځنګلونو په څانګه کې د 4.4 ودې برعکس 3.93 وده تر لاسه کړی شوې ده. د ګېس اوبو او بجلۍ په څانګه د ترقۍ لوړه کچه تر لاسه شوې ده او په دې څانګه کې د 6.03 وده شوې ده، هدف 3.4 وو. دا شان د تعميراتو په څانګه کې له منفي 5.53 فيصده کچې سره وده رېکارډ کړی شوې ده، هدف 4 فيصده وو. د رپورټ ترمخه په ريل اسټېټ کې 3.72 فيصده وده شوې ده. هدف 3.8 فيصده وو. د انفارمېش او کميونيکېش په څانګه کې د 6.82 فيصده حساب سره وده شوې. ددې څانګې د ترقۍ هدف 6 فيصده ټاکل شوی وه. د تعلیم په څانګه کې 10.44 فيصده شرح وده شوې ده او هدف یې 4.9 فيصده وو. د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار وویل، که اوسنی حکومت په واک کې نه وای راغلی نو نن به دا هېواد چرته ولاړ وو او هغه داسې چې حکومت کې د راتګ وړاندې په اخري درو میاشتو کې په غېرملکي زر مبادلې کې شپږ زره او د 400 اربه ډالره کمی شوی وو. نوموړي وويل د اقتصاد په لاندې تلل ودرېدلي دي او اوس هڅه کوي چې اقتصاد د پرمختګ په لوري روان کړي. ډار وايي کال 2018 کې مالي خساره 5.8 فيصده وه او تېر کال د حکومت اخستو په مهال 7.9 فيصده ته رسېدلې وه. ده وويل کال 2017 کې د سرکاري قرض کچه د مجموعي قامي آمدن 63.7 فيصده وو چې اوس 73 فيصده ته ختلی دی، وایي دا لويه اضافه ده. اقتصادي سروې يو کلنی دستاوېز وي چې حکومت یې هر کال د بجټ څخه يوه ورځ مخکې وړاندې کوي. دا د هېواد د معاشي صورتحال احاطه کوي او د هغې خدوخال په کې وړاندي کېږي. د پاکستان مرکزى حکومت به سبا د جمعې په ورځ د مالي کال 2023-24 بجټ وړاندې کوي او دا په داسې حال کې ده چې هېواد د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د اي اېم اېف څخه د مرستو تر لاسه کولو هڅې کوي.

08.06.2023 ډیوه

روسیې د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې ته ویلي د کاخوفکا بند اوکراین نړولی 

روسیې د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالي محکمې کې اوکراین تورن کړ چې د کاخوفکا بند یې په توپونو ویشتلی او ویجاړ کړی دی. روسیې ادعا کړې چې کیف د نیو-نازیانو له خوا رهبري کیږي – دا هغه ادعا ده چې مسکو یې پر اوکراین د خپل برید د توجیه کولو لپاره کاروي.

08.06.2023 امریکا غږ

سياسي کارپوهان: پاکستان کې طاقتوره اسټېبلشمنټ تل د خپلو ګټو دپاره ډلې جوړې کړې او بيا ماتې کړې

پاکستان کې په تېرو دوه لسيزو کې دوه سیاسي ګوندونو مسلم ليګ ق او تحريک انصاف په مرکز او صوبو کې حکومتونه کړي خو بيا د مسلم ليګ ق قامي څوکۍ راکمې شوي څو سيټونه ورسره پاتې شوي او د سياسي چارو کار پوهان وايي ښکاري تحریک انصاف ګوند اوس د مسلم ليګ ق په لوري روان دی.

08.06.2023 ډیوه

د بدخشان په چاودنه کې د طالبانو د مخکیني پولیس مشر په ګډون 15 تنه وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

واشنګټن ـــ د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د طالبانو د مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې ده، چې په نتیجه کې یې د طالبانو د مخکیني پولیس مشر په ګډون لږ تر لږه 15 کسان وژل شوي‌ دي او شاوخوا 50 تنه ټپیان شوي دي. د سه شنبې- نهې په ورځ یو ځانمرګي بریدګر د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د والي د مرستیال نثار احمد احمدي د موټر مخ ته د چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودلی وو چې له امله یې د والي مرستیال او د هغه ډرایور پکې پکې وژل شوي وو او د فیض اباد ښار په جومات کې یې فاتحه روانه وه. طلوع نیوز وایي د بدخشان ولایتي روغتون سرچینو ورته ویلي چې 15 مړي او 50 ټپیان وروړل شوي‌دي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لومړنیو معلوماتو په بنیاد وایي په نننۍ چاودنه کې 11 تنه وژل شوي او تر 30 زیات ټپیان شوي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر معزالدین احمدي مخکې وي او اې ته یې ویلي وو چې دغه چاودنه نن د پنجشنبې- زیارت په ماسپښین په «نبوي مسجد» کې د مولوي نثار احمد احمدي په فاتحه کې شوې ده، چې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو مخکینی د پولیسو مشر مولوي صفی الله صمیم پکې وژل شوی دی. رپوټونه وایي د فاتحې په مراسمو کې د طالبانو ځینې چارواکي او عام خلک هم شامل وو او ځینې ناتایید شوي رپوټونه وایي چې د طالبانو نور چارواکي هم په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان شوي دي خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي نور معلومات به وروسته خپاره کړي. د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د بدخشان په فیض اباد ښار کې نننۍ چاودنه په "کلکو ټکو" غندلې ده. د کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دې چاودنه کې ګڼ شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي" دي: "حامد کرزی دغه پیښه یو تروریستي او د ټولو انساني او اسلامي موازینو خلاف عمل بولي او د لوی خدای له درباره د دغې غمجنې پېښې قربانیانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي". د دې چاودنې ذمه واري سمدستي کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو د نهې- سه شنبې په ورځ د بدخشان د مرستیالي والي پر موټر د ځانمرګي برید ذمه واري داعش خراسان ډلې منلې وه. د 2021 کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر اوسه په همدې بدخشان ولایت کې د طالبانو پر لوړ پوړو چارواکو څو بریدونه شوي دي. د تېر 2022م کال د دسمبر پر 26مه د بدخشان د پولیسو له ودانۍ سره نیژدې په یو موټر کې د ایښودل شوو چاودېدنکو توکو په چاودنه د دغه ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو د مشر مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان وو. د روان 2023م کال د مارچ پر نهمه د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي داود مزمل په خپل دفتر کې په یوه چاودنه کې له دوو نورو کسانو سره وژل شوی وو. په دې برید کې اوه تنه ټپیان شوي وو. پر داود مزمل باندې د برید ذمه واري داعش ډلې په غاړه اخیستې وه. داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ هم پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

08.06.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more