ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کراچۍ: په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی

پاکستان کې د پوليو مخنیوي پروګرام ويلي، د کراچۍ ښار په ختيځ کې ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس تصديق شوی او دا په کراچۍ کې د روان کال لومړۍ ماحولياتي نمونه ترلاسه شوې ده.

09.06.2023 ډیوه

اوتنبایووا: دولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز ته باید د حل لار ولټول شي

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې میرمن روزا اوتونبایوا، د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له چارواکو سره په کتنه کې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار په مسله خبرې کړي دي.

09.06.2023 امریکا غږ

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه

09.06.2023 ازادي راډیو

پاکستاني طالبانو دوه پولیس افسران او یو ساتونکی وژلي- چارواکي

په پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي د پاکستاني طالبانوپه یو برید کې دوه پولیس افسران او یو د بانک ساتونکی وژل شوي دي.

09.06.2023 امریکا غږ

عمران خان: پوځي عدالتونه زما لپاره جوړ کړی شوي دي/شهباز شریف:شرخوښو ته به سختې سزاګانې ورکول کیږي

د پاکستان پخوانی وزیراعظم اؤ د حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان وایي هغه ته داسې ښکاري چې پاکستان کې پوځي عدالتونه هم دده لپاره جوړ کړی شوي دي. د بیلابیلو مقدمو په لړ کې د زیارت په ورځ اسلام اباد هایکورټ ته د وړاندې کیدو په مهال ښاغلي عمران خان خبریالانو ته ویلي دپوځي عدالتونو دجوړښت مطلب دا دی چې هیواد نه انصاف اؤ جمهوریت ختم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځي کمانډرانو د کانفرنس نه وروسته دپوځ د مطبوعاتي څانګې آی اېس پي ار په اعلامیه کې ویلي شوي وؤ ،وخت راغلی دی چې د ریاست اؤ ریاستي ادارو پرضد دسیاسي موخو په اساس دنفرت خورولو اؤ بغاوت دمنصوبې جوړونکو پرضد باید ګیره تنګه کړل شي. کله چې عمران خان نه دپوځ ددغه اعلامیې په اړه پوښتنه وکړی شوه نو هغه وویل، په نهم مئ چې چا ودانۍ سوځولې دي د هغوي ټولو پرضد ګامونه اخستل په کار دي خو له دې وړاندې باید د دغو پېښو بې پلوه پلټنې وشي. هغه وویل د پاکستان ایین خپلو وګړو ته د پرامنه احتجاج اجازه ورکړې ده اؤ داسې ممنوعه سیمې نشته چې هلته دې خلک پرامنه احتجاج ونه کړي. په نهم مئ د عمران خان دنیول کیدو پرضد پاکستان کې دهغه دګوند پلویانو قهرژن احتجاجونه کړي وؤ اؤ ددغو احتجاجونو په مهال پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته اورونه اچول شوي وؤ چې له هغې وروسته حکومت اعلان کړی دغو پېښو کې دککړو کسانو پرضد به پوځي محکمو کې مقدمې چلوي. عمران خان وایي دنهم مئ له پېښو وروسته دهغه دګوند تر لسو زرو زیات پلویان زندانونو ته اچول شوي اؤ غیرانساني سلوک ورسره روان دی خو حکومت بیا دعمران خان دا تورونه ناسم بولي چې ګنې په جیلونو کې دپي ټي ایي نیول شوؤ ورکرانو سره غیرانساني سلوک کیږي. عمران خان وویل دده پرضد تر 150 زیاتې مقدمې درج کړل شوي دي چې دقتلونو مقدمې پکې هم دي اؤ ددې هرڅه مطلب دادی چې دی دفشار لاندې راوستل شي اؤ دخپلو سیاسي فعالیتونو نه لاس اخستو ته اړ کړل شي خو هغه وایي چې هیڅکله به د ظلم په وړاندې غلی نه پاتې کیږي اؤ دخپل ولس ترڅنګ به ولاړ وي. خو بل لوري ته وزیراعظم شهباز شریف د ترکي دولتي خبري شبکې انادولو سره پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې په نهم مئ ورانکارو د ریاست واکمني چیلنج کړې وه اؤ د ریاست پرضد دسنګینو اقداماتو دمنصوبه بندۍ کوټلي ثبوتونه موجود دي. وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې شرخوښو اؤ د قامي تشخص مجروحه کوونکو ته به عبرتناکې سزاګانې ورکول کیږي. دبشري حقونو سازمانونو په پاکستان کې دعامو وګړو دمقدمو پوځي عدالتونو ته د وړلو په اقدام نیوکې کړي اؤ اندېښنې یې ښودلې چې په پوځي محکمو کې به دعامو وګړو بشري حقوق تر پښو لاندې شي.

09.06.2023 ډیوه

پاکستان اؤ ترکمانستان د"ټاپي" پروژې د عملي کولو تړون لاسلیک کړو

پاکستان اؤ ترکمنستان د سیمې د څلورو هیوادونو ترکمانستان، افغانستان، پاکستان اؤ هند ترمنځ د ګیس د غڅېدونکي پایپ یا نل د پروژې عملي کولو په تړون لاسلیکونه کړي دي. مطبوعات وایي د یوې اندازې له مخې د ټاپي په نوم د1814 کلومیټره د ګیس د پاپپ غځولو پر دې منصوبه شاوخوا 10 اربه ډالره لګښت راځي. ټاکل شوې چې د منصوبې په اساس به په نړۍ کې د قدرتي ګېس څلورمه لویه ذخیره لرونکي هیواد ترکمانستان نه پاکستان او هند ته د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او نيمروز ولايتونو له لارې د کال 33 کيوبک ميټره ګيس انتقاليږي. د پاکستان د دولتي خبري شبکې ای پي پي‌ د رپورټ له مخې دپروژې عملي کولو په تړون لاسلیکونه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې د پاکستاني د پټرولیم د مملکت وزیر مصدق ملک اؤ د ترکمانستان د ګیس د څانګې مشر مکسات باباییف په داسې حال کې کړي چې وزیراعظم شهباز شریف هم په دغه موقعه موجود ؤ. د پروژې عملي کولو په تړون دلاسلیکونو په مهال دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي نړۍ کې دانرژۍ ناورین یو ستر چیلنج دی اؤ پاکستان دانرژۍ دناورین ختمولو په تګلارو کار کوي. هغه ټاپي پروژه دټولې سیمې دپرمختیا لپاره مهمه وبلله اؤ وئ ویل ددې پروژې له امله به سیمې ته دقدرتي ګیس د رسید په شکل کې دپرمختیا موقعې په لاس ورشي. په ټویټر دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف لیکلي دټاپي پروژې دعملي کولو په تړون لاسلیکونه ددې پروژې دتکمیل په لوري یو مهم ګام دی اؤ دا پروژه زمونږ دانرژۍ د ضرورتونو په پوره کولو کې خورا زیات ارزښت لري. شهباز شریف ویلي په برق رفتارۍ سره ددې منصوبې سرته رسول دپاکستان دترجیحاتو څخه ده ټاکل شوې ده دا پروژه به به دوؤ پړاوونو کې سرته رسول کیږي چې دې کې په وړومبي پړاؤ د5 نه نیولی تر 6 اربو ډالر مصرفیږي اؤ په دغه پړاؤ کې به ګیس پرته له کوم خنډ وخار پرېښودل کیږي خو په دویم پړاؤ کې به به دګیس د ودرولو یا جمع کولو لپاره اسټیشنې جوړیږي اؤ په هغې دڅه کم دوو اربو ډالرو دلګښت اندازه لګول شوې ده. تر دې وړاندې په اکتوبر کال 2021م کې په افغانستان کې دطالبانو حکومت هم ترکمنستان سره په ټاپي پروژه زر تر زره په کار پیل کولو سلا شوی ؤ. څېړونکي وايي پاکستان دا وخت ارزاني انرجۍته سخته اړتيا لرى ولي جې د هيواد د قدرتي ګيس زيرمې په تيزۍ سره په کميدو دي. د څېړونکو وينا ده چې د روس نه د ټاپى _ ترکمانستان، افغانستان پاکستان او هند ګيس پایپ لاین نه که ورته ارزان ګيس ترلاسه شي نو دا به ټوله سيمه کي خوشالي راولى خو د دي عملي کولو کې غټي ستونزې دي چې پکي د افغانستان حالات د ټولو غټه ستونزه ګڼل کیږي.

09.06.2023 ډیوه

سرچېنې: ټرمپ بیا له جنايي تورونو سره مخامخ شوی، خو هغه وايي بې ګناه دی

د امریکا د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د فدرال د منصفه هیئت له لوري د حکومت د محرمو اسنادو په ساتلو او د عدالت په وړاندې د خنډ په جوړولو تورن شوی دی.

09.06.2023 امریکا غږ

ټرمپ وایي د خفیه دستاوېزاتو په قضیه کې ورباندې فرد جرم لګېدلی دی

(رويټرز)   - د امریکا پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ پخپل سوشل مېډیا باندې ولیکل چې د امریکا عدلیې وزارت په هغه باندې فرد جرم لګولی او داسې ښکاري چې دا فرد جرم د حساسو حکومتي دستاوېزاتو سره د لاپروایۍ په قضیه کې ورباندې لګېدلی دی. ټرمپ په ټروټ سوشل چې د هغه خپل یو پلټفارم دی، ولیکل: "د بایډن کرپټ/فاسده انتظامیه زما وکیلانو ته خبر ورکړی چې په ما باندې فرد جرم لګېدلی دی." خبري رسنیو ویلي دي چې د خفیه حکومتي دستاوېزاتو سره د لاپروایۍ او د انصاف د عملي کېدو په وړاندې د خلل پیدا کولو په اړوند، ټرمپ باندې په اوو مواردو کې فرد جرم لګول شوی دی. ډونلډ ټرمپ پخپل سوشل مېډیا لیکلي چې هغه د نهې/سې شنبې په ورځ د فلوریډا ریاست په میامي ښار کې فډرل عدالت ته بلل شوی دی. د ټرمپ وکیلانو په دې اړه د رویټرز پوښتنې ته څه ځواب نه دی ورکړی. د ټرمپ د خفیه حکومتي دستاوېزاتو د قضیې پلټنه د جک سمېت په نوم یو سپېشل کونسل کوي، خو د جک سمېت ویاند هم د تازه خبر په اړه رسنیو ته له څه ویلو ډډه کړې ده. رویټرز خبري ادارې ته سمدستي په ټرمپ باندې د لګول شوو الزامونو په باب معلومات نشته. د امریکا د تحقیقاتي فډرل ادارې (اېف بي آی) یو اېجنټ تېر کال یو فډرل عدالت ته په یو بیان کې وویل، ممکن داسې دلایل موجود وي چې څو جرمونه ترسره شوي وي، په شمول د عدالت مخې ته خنډ جوړول او د د حساسو دفاعي دستاوېزاتو غیرقانوني ساتنه. د امریکا عدلیه وزارت په پلټنه بوخت دی چې آیا پس د هغه چې په ۲۰۲۱ کال کې ټرمپ د وایټ هاوس نه ووتلو، د حکومتي خفیه دستاوېزاتو سره یې لاپروایي کړې ده او که نه. پلټونکو قریب یو کال وړاندې د فلوریډا په پام بیچ ښار کې د ټرمپ د سترې بنګلې څخه چې مارالاګو نومیږي، شاوخوا دیارلس زره (۱۳۰۰۰) دستاوېزات ترلاسه کړل. په هغو کې سل (۱۰۰) داسې و چې د خفیه دستاوېزاتو نښه ورباندې لګول شوې وه. تر هغه وړاندې د ټرمپ یو وکیل دعوه کړې وه چې ټول هغه دستاوېزات کوم چې د خفیه حکومتي دستاوېزاتو نښه ورباندې وه، هغه حکومت ته سپارل شوي دي. مخکې تر دې، ټرمپ ځان سره د دستاوېزاتو د ساتنې دفاع کړې وه او ویلي یې و چې هغه پخپل صدارت کې دغه دستاوېزات له خفیه توب نه اېستلي وو. مګر د خپلې دغې دعوې دپاره یې کوم شواهد نه و وړاندې کړي.

09.06.2023 ډیوه

صوابۍ: نافرمانه زوی په کورنۍ شخړه کې خپل مور، پلار اؤ خپله مېرمن وژلې ده

پولیس وایي د خېبرپښتونخوا د صوابۍ ضلعې په ټوپۍ سیمه کې یو تن خپل مور، پلار اؤ مېرمنه د کورني تاوتریخوالي په بنیاد وژلي دي اؤ پولیسو دغه تن نیولی دی. د زیارت -پنجشنبې په ورځ د صوابۍ د ضلعي پولیسو د ویاند له لوري مطبوعاتو ته په جاري شوي بیان کې ویل شوي دا پېښه تېره ورځ د ټوپۍ په سټوپه موړ کې رامنځته شوې ده. پولیس وایي دغلته د شاه روم په نوم تن د کورني تاؤ تریخوالي په مهال پخپل مور اؤ‌ پلار ناتاره ډزې کړي اؤ هغوی یې وژلي دي. د پولیسو د بیان له مخې تر پېښې وروسته یاد تن خپله ښځه ځان سره په موټر سایکل له کوره ویستلې وه اؤ هغه یې هم وروسته په نوښار سیمه کې وژلې ده. پولیس وایي له دې وژنو وروسته ملزم شاه روم غوښتل چې اسلام اباد ته وتښتي خو وایي پولیسو د موبایل نه د هغه لوکیشن معلومولو اؤ د سخت محنت نه وروسته یې د صوابۍ د انبار په انټرچینچ ونیولو. پولیس وایي د یاد تن په ضد یې د خپل مور پلار اؤ میرمنې د وژنې مقدمه درج کړې ده اؤ د پېښې نورې پلټنې یې پیل کړې دي. تر دې وړاندې سږکال د فرورۍ په میاشت کې هم د خېبر پښتونخوا په کوز دیر جندول مایار سیمه کې د ټولنېزو رسنیو ایپ ټیک ټاک نه په منعې کولو یو اتلس کلن زلمي پخپل مور او پلار ډزې کړي چې له امله یې دهغه پلار وژل شوی اؤ مور سخته ژوبل شوې وه. د خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په دې وروستیو کې داسې ګڼ شمیر پېښې رامخې ته شوي چې زوي رالګیدلی اؤ خپل مور،پلار یا دکورنۍ نور غړي یې وژلي دي. د ټولنیزو چارو څېړونکي زیاتره وخت ددې پېښو علتونه د مور پلار لخوا د اولاد تربیت اؤ‌ ناستې ولاړې ته نه پاملرنه یادوي.

09.06.2023 ډیوه

بایډن او سوناک د صفا انرجۍ او مصنوعي ذهانت په برخو کې د امریکا او برطانیې لوظنامه امضا کړله

واشنګټن  - د امریکا صدر جو بایډن او د برطانیې وزیراعظم ریشي سوناک د زیارت/پنجشنبې په ورځ په دې اتفاق وکړ چې د دغو دوو ملکونو ترمنځ نږدې اقتصادي تعلقات لا هم مضبوطه کړي. هغوی ژمنه وکړه چې د صفا انرجۍ د رواج کولو او د کمیافته منرالونو د سپلائی لارې پیاوړې کړي. جو بایډن او ریشي سوناک د ملاقات وروستو، په وایټ هاوس کې خبریالانو سره په یو مشترک خبري کنفرنس کې خبرې وکړې او بایډن وویل چې دوی "د اوکراین د خلکو دپاره خپل خلل ناپذیر ملاتړ" په باب هم بحث کړی دی.  د دې ترڅنګ، بایډن او د برطانیې وزیراعظم د اټلانټیک ډېکلېرېشن په نوم یوه اعلامیه هم جاري کړله. ښاغلي سوناک وویل چې دا اعلامیه، د مصنوعي ذهانت، موسمي بدلون، او د آینده سازو ټېکنالوجیو د تحفظ غوندې موضوعاتو باندې ړومبی دغه قسمه اقتصادي شراکت دی. سوناک وویل: "زه پوهېږم، کله چې برطانیه د یورپي اتحاد نه ووتله، نو خلک حیرانه شوي چې برطانیه به څه قسم شراکت دار وي. زه به وایم، زمونږ کارونو ته وګورئ بیا قضاوت وکړئ. مونږ خپلو اقدارو ته د تل په شان ژمن یو، یو اتحادي ته د تل په شان د اعتماد وړ یو." د امریکا صدر بایډن د دوو ملکونو ترمنځ د اقتصادي تعلقاتو پیاوړتیا وستایله او هغه یې "د قوت یوه عظیمه ذریعه" وبلله. بایډن پخپلو خبرو کې وویل: "مونږ په دې بحث وکړ چې څنګه کولی شو خپل شراکت داري ته په نوې بڼه کې دوام ورکړو ترڅو یقین حاصل شي چې زمونږ ملکونه د یوې تېزې بدلېدونکې نړۍ مخکښان پاته شي." سوناک او بایډن د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبرو کې خپل، تر ډېره حده په دې خبرې وکړې چې څنګه د مصنوعي ذهانت او نورو نویو ټېکنالوجيو تحفظ یقیني کړي. سوناک خبریالانو ته وویل چې برطانیه به څو میاشتې پس په دې موضوع باندې د ړومبني کنفرنس کوربه وي. په دې کنفرنس کې به په دې خبرې وشي چې د مصنوعي ذهانت خطرې، د نړېوالې هماهنګې د لارې په څه طریق کمې کړی شي. ریشي سوناک د صدر بایډن نه دا غوښتنه هم وکړه چې د برطانیې د دفاع وزیر بېن والاس د امیدوارۍ ملاتړ وکړي چې هغه وکړی شي د نېټو آینده سېکرېټري جنرل وټاکل شي.

09.06.2023 ډیوه

چین امریکا ته نژدې په کیوبا کې استخباراتي مرکز جوړوي- امریکايي رسنۍ

امریکایي رسنۍ وايي چین او کیوبا یوې موافقې ته رسېدلي، چې بیجینګ له متحدو ایالتونو څخه ۱۶۰ کیلیو میتره لېرې په کیوبا کې دننه د خبرو او «مکالمو اورېدنې الکترونیکي» مرکز جوړوي.

09.06.2023 امریکا غږ

د امریکا له نظره، د داعش اړوندې ډلې خپل منځونو کې وسایل شریکوي او خپل قابلیتونه سېوا کوي

واشنګټن   - د امریکا چارواکي چې د داعش ډلې په فعالیتونو باندې د نظر ساتلو ذمه واري په غاړه لري، وایي چې دوی داسې د اندېښنې وړ نښې نښانې ګوري چې د غټو نقصانونو سره سره، د داعش ترهګرې ډلې مرکزي مشرتابه اوس لګیا دی په نړېواله کچه د داعش په اړونده ډلو باندې خپل واک اختیار مضبوطه کوي. په خصوص، امریکا د داعش د هغو اډانو په اړه فکرمندي څرګندوي چې هغې ډلې د مختلفو ولایتونو په نوم او په تېرو څو کلونو کې یې نهه (۹) سیمه ییز مرکزونه/شعبې جوړ کړي چې په دې طریقې سره د داعش ډلې اثر رسوخ او په نړېواله کچه قابلیتونه سېوا کړي. د امریکا خارجه وزارت د زیارت/پنجشنبې په ورځ د هغې خطرې په باب خبرې وکړي چې د داعش د دغو سیمه ییزو شعبو له اړخه پېښیږي. یاد وزارت همدا شان په عراق او د افریقا په ساحل سیمه کې د داعش د شعبو مشران د خاصو نړېوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړل. د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن چې د سعودي په پایتخت ریاض کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې، د داعش ضد نړېوال اتحاد د کار په هکله وویل: "مونږ دې ته خپله توجه ساتلې ده چې د چندو ټولولو او د مختلفو ملکونو ترمنځ د پېسو لېن دېن په برخو کې د داعش قابلیت له منځه یوسو. زمونږ د ټول پرمختګ باوجود هم لا تر اوسه کار ندی ختم شوی." د امریکا خارجه وزارت د زیارت/پنجشنبي په ورځ یو بیان هم جاري کړ او هغه کې یې یادونه وکړه چې د داعش ترهګرې ډلې لا هم له نړېوال مالیاتي نظام سره خپل لېن دېنونه ساتلي دي او د داعش مرکزي مشرتابه د عملیاتي هدایاتو او مالیاتي وسایلو د موندلو په برخو کې، د داعش اړوندو سیمه ییزو شعبو یا ولایتونو په فعالیت باور ساتي، یعنې دا ذمه وارۍ یې په هغو تقسیمې کړي دي. د امریکا له اړخه چې تازه د تروریستانو په لېستونو کې شامل کړی شوي، په خاص ډول د داعش د عراق ولایت پخوانی امیر عبدالله مکی مصلح الرفیعي او په ساحل سیمه کې د الفرقان شعبې مشر ابوبکر بن محمد بن علی المینوکی نومونه راغلي دي. د داعش د سیمه ییزو شعبو په اړه فکرمندۍ د تېر څه باندې یو کال راهېسي په زیاتېدو دي. ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال په جولائی کې رپوټ ورکړ چې د داعش دغه شعبې، په بهر ملکونو کې د عملیاتو د قابلیت په بیا راژوندي کولو کې ډېر اهم کردار ادا کولی شي. د ملګرو ملتونو په هغه رپوټ کې د الفرقان شعبې یادونه شوې چې  د افریقا د چاد هېواد د خلیج په خوا کې موجود دی. دا شعبه په نایجریا، د نایجریا په شاخوا سیمو او مغربي ساحل کې د داعش ډلې فعالیتونه څاري. ملګري ملتونه وایي چې دا د داعش"یوه تر ټولو مضبوطه او په بهترینه طریقه بنا شوې سیمه ییزه شبکه ده." په رپوټ کې همدا راز خبرداری ورکړی شوی چې په افغانستان کې د الصدیق شعبه او په صومالي کې د الکرار شعبه هم د داعش په وسعت افزائي کې اهم کردارونه لوبولي دي. د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د شریکو استخباراتي معلوماتو په بنیاد، د داعش ځیني نورې شعبې، مثال په ترکيه، لیبیا، یمن، او د مصر په سینا جزیره نما کې، له ستونزو سره مخ دي او ځیني برخو کې خو هېڅ فعالیت هم نلري. که څه هم د داعش ډلې یو شمېر مشران ووژل شول، په شمول د هغو دیارلسو تنانو چې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسي وژل شوي یا ګرفتاره کړی شوي، مګر داسې ښکاري چې د داعش ترهګره ډله په دې تېر وخت کې لا پسې غوړېدلې ده. د امریکا د دفاع وزارت د استخباراتو ادارې یو جګپوړي مامور او څېړونکي آنند ارون وویل چې د داعش سیمه ییزې شعبې د داعش مرکزي مشرتابه ته جوابده دي او له دې وجې، ګڼ شمېر دغه سیمه ییزو ډلو په تېزۍ سره خپل قابلیت کې اضافه راوستې ده. آنند ارون د شورو/چهارشنبې په ورځ یو فورم ته چې د امریکا جورج واشنګټن یونیورسېټۍ د تندلارېتوب د څېړنې پروګرام هغه جوړ کړی و، وویل: "هغوی (د داعش سیمه ییزې شعبې) خپل وسایل شریکوي. هغوی تاکتیکونه، تکنیکونه، او طریقه عمل خپل منځونو کې شریکوي. هغوی هدایات د یو بل سره شریکوي. مونږ ګورو چې په افریقا کې د داعش ډلې د ځایي او سیمه ییزو حملو قابلیت سېوا کیږي."

09.06.2023 ډیوه

د سوریې یو وګړي فرانسه کې د چاقو په 'برید کې څلور ماشومان او دوه غټان ژوبل' کړي

په فرانسه کې چارواکي وایي یو سړي د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (جوزا۱۸) په دغه هېواد کې څلور کوچنیان او دوه غټان په چاقو وهلي دي. د دغه هېواد د ولسمشر ایمانویل مکرون وايي دې پېښې فرانسه لړزولې ده. د پېښې څارنوالې لاین بونیت-متیس وویل چې څلور واړه کوچنیان ډېر ژوبل شوي او ژوند یې په خطر کې دی. دغې څارنوالې وویل، چې په ژوبل شویو کوچنیانو کې یې یو د ۲۲ میاشتو دی، دوه نور یې دوه کلن او یو بل یې درې کلن دي. پېښه د فرانسې په جنوب ختیځ ښار «انسي» کې شوې ده. پولیسو مشکوک بریدګر، چې د سوریې دی، نیولی دی. د فرانسې صدراعظمې الیزابېت بورني وویل، چې دغه کس په سویدن کې یې پناه اخیستې ده. ولسمشر ایمانویل مکرون په خپل ټویټر کې په فرانسوې ژبې کې لیکلي دي چې «ملت لویه ضربه لیدلې [شوک دی]» او دا «یو مطلق بزدلانه برید» و. په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې ویدیو خپره شوې ده، چې ظاهرآ یو کس،‌ چې تورې عیني یې په سترګو دي او سر یې په ابي څادر کې پټ دی، چاقو په لاس لیدل کېږي او خلک د مرستې لپاره چېغې وهي. یوه ښځه هڅه کوي، چې د ماشومانو د لوبې پارک ته نژدې، د دغه بریدګر مخه ونیسي، خو نشي کولای او بریدګر ځان ټېټوي او د چاقو څو ګوزارونه کوي. دوه غټان، چې ژوبل شوي دي، ګرځندویان وو. یو یې د بریتانیا دی او د بل هویت لا ښودل شوی نه دی. څارنوالې بونېت-متېس وویل چې یو بل کس د بریدګر د نیولو په مهال د پولیسو په ډزو کې ژوبل شوی دی. په سیمه کې یوې امریکایي سیلانۍ ایلینور وینسټ، چې لیکواله ده، وویل: «کله مې چې د پولیسو د موټرو غږونه واورېدل او پولیس مې ولیدل چې منډې یې وهلې، پوهه شوم چې کومه بده پېښه ده. زه شاکه شوې یم، دا یو پارک دی چې خلک په کې خپل ماشومان د لوبو لپاره راولي.» نوموړې زیاته کړه: «د یوې مور په توګه چې خپل ماشوم یې له لاسه ورکړی دی، پوهېږم چې د دغو ماشومانو په میندو څه تېرېږي. دا له باور لېرې وحشت دی.» د فرانسې په ملي اسمبلۍ غړیو د دغه برید په اړه یوه دقیقه خاموش ودرېدل. د فرانسې مقاماتو لا د دغه برید د انګیزې په اړه معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم دا برید ترهګریز عمل یاد کړی دی.

08.06.2023 امریکا غږ

سعودي: د امریکا او چین سره زمونږ اړیکې د یو یا بل په ضد ندي  

سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) وویل چې له متحده ایالاتو او چین سره یې اړیکې "د یو یا بل په ضد " نه دي. دا پداسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ټینګار وکړ چې له متحدینو څخه د یو اړخ د غوره کولو غوښتنه نه ده شوې. 

08.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

08.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more