شاته

عمران خان: پوځي عدالتونه زما لپاره جوړ کړی شوي دي/شهباز شریف:شرخوښو ته به سختې سزاګانې ورکول کیږي

د پاکستان پخوانی وزیراعظم اؤ د حکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان وایي هغه ته داسې ښکاري چې پاکستان کې پوځي عدالتونه هم دده لپاره جوړ کړی شوي دي.

د بیلابیلو مقدمو په لړ کې د زیارت په ورځ اسلام اباد هایکورټ ته د وړاندې کیدو په مهال ښاغلي عمران خان خبریالانو ته ویلي دپوځي عدالتونو دجوړښت مطلب دا دی چې هیواد نه انصاف اؤ جمهوریت ختم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پوځي کمانډرانو د کانفرنس نه وروسته دپوځ د مطبوعاتي څانګې آی اېس پي ار په اعلامیه کې ویلي شوي وؤ ،وخت راغلی دی چې د ریاست اؤ ریاستي ادارو پرضد دسیاسي موخو په اساس دنفرت خورولو اؤ بغاوت دمنصوبې جوړونکو پرضد باید ګیره تنګه کړل شي.

کله چې عمران خان نه دپوځ ددغه اعلامیې په اړه پوښتنه وکړی شوه نو هغه وویل، په نهم مئ چې چا ودانۍ سوځولې دي د هغوي ټولو پرضد ګامونه اخستل په کار دي خو له دې وړاندې باید د دغو پېښو بې پلوه پلټنې وشي.

هغه وویل د پاکستان ایین خپلو وګړو ته د پرامنه احتجاج اجازه ورکړې ده اؤ داسې ممنوعه سیمې نشته چې هلته دې خلک پرامنه احتجاج ونه کړي.

په نهم مئ د عمران خان دنیول کیدو پرضد پاکستان کې دهغه دګوند پلویانو قهرژن احتجاجونه کړي وؤ اؤ ددغو احتجاجونو په مهال پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته اورونه اچول شوي وؤ چې له هغې وروسته حکومت اعلان کړی دغو پېښو کې دککړو کسانو پرضد به پوځي محکمو کې مقدمې چلوي.

عمران خان وایي دنهم مئ له پېښو وروسته دهغه دګوند تر لسو زرو زیات پلویان زندانونو ته اچول شوي اؤ غیرانساني سلوک ورسره روان دی خو حکومت بیا دعمران خان دا تورونه ناسم بولي چې ګنې په جیلونو کې دپي ټي ایي نیول شوؤ ورکرانو سره غیرانساني سلوک کیږي.

عمران خان وویل دده پرضد تر 150 زیاتې مقدمې درج کړل شوي دي چې دقتلونو مقدمې پکې هم دي اؤ ددې هرڅه مطلب دادی چې دی دفشار لاندې راوستل شي اؤ دخپلو سیاسي فعالیتونو نه لاس اخستو ته اړ کړل شي خو هغه وایي چې هیڅکله به د ظلم په وړاندې غلی نه پاتې کیږي اؤ دخپل ولس ترڅنګ به ولاړ وي.

خو بل لوري ته وزیراعظم شهباز شریف د ترکي دولتي خبري شبکې انادولو سره پخپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي چې په نهم مئ ورانکارو د ریاست واکمني چیلنج کړې وه اؤ د ریاست پرضد دسنګینو اقداماتو دمنصوبه بندۍ کوټلي ثبوتونه موجود دي.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې شرخوښو اؤ د قامي تشخص مجروحه کوونکو ته به عبرتناکې سزاګانې ورکول کیږي.

دبشري حقونو سازمانونو په پاکستان کې دعامو وګړو دمقدمو پوځي عدالتونو ته د وړلو په اقدام نیوکې کړي اؤ اندېښنې یې ښودلې چې په پوځي محکمو کې به دعامو وګړو بشري حقوق تر پښو لاندې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00