ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


شمالي وزیرستان او ډېره اسماعيل خان: په دوو بريدونو کې يو ډاکټر وژل شوی، پوليس افسر ژوبل

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان او ډېره اسماعيل خان ضلعو کې په دوه وسله والو بریدونو کې د څاروو يو ډاکټر وژل شوی او پولیس افسر سخت ژوبل شوی دی، پولیس په نښته کې د يو مطلوب ترهګر کمانډر په ګډون د دوه ترهګرو وژلو دعوه کړې او يو يې په ژوبل حالت کې نیولی دی.

04.05.2023 ډیوه

د اسپیکر خبرداری:که وزیراعظم نااهله کړی شو نو د پارلیمان د غبرګون او نتیجو نه بیا ټولو ته ویره پکار ده

پاکستان کې دانتخاباتو پسر دپارلیمان اؤ عدلیې تر مینځ د راپورته شوؤ اختلافاتو په ترڅ دپاکستان دقامي اسمبلۍ اسپیکر راجه پرویز اشرف خبرداری ورکړی چې که چرې سپریم کورټ وزیراعظم دانتخاباتو په قضیه کې نااهله کړي نو بیا چې به کومې نتیجې اؤ دپارلیمان غبرګون مخې ته راځي،دهغې نه ټولو ته ویره پکار ده. د ډان ټي وي په یو پروګرام کې دخبرو په مهال اسپیکر راجه پرویز اشرف ویلي دي د وزیراعظم نااهله کول به هیواد د هیلو برعکس دیو داسې وضعیت لوري ته دیکه کړي چې هلته بیا هرڅه کیدای شي. دپروګرام کوربه چې کله دقامي اسمبلۍ له اسپیکر پوښتنه وکړه ایا هیواد کې مارشل لاء پځائ کیدای شي نو هغه یې په ځواب کې وویل "مارشل لاء به هم په هغې (صورتحال) قابو ونه مومي،مونږ ته په دغه لوري دتګ نه ډډه پکار ده ځکه چې پر وړاندې یو ډير لویې ګړنګ دی" هغه سپریم کورټ دپارلیمان چارو کې په لاسوهنه تورن کړو اؤ وئ ویل دپارلیمان  دمشر په توګه هغه ته دپارلیمان دتقدس تحفظ ورپغاړه دی چې دا ورته دپاکستان ایین ورکړی دی اؤ خپله ادارې به سپکېدو ته نه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې ملک کې په یوه ورځ دانتخاباتو په معامله د حکومت اؤ اپوزیشن ډلې پاکستان تحریک انصاف خبرې اترې بې نتیجې پائ ته رسیدلي دي اؤ تحریک انصاف ګوند سپریم کورټ کې ددغو خبرو په اړوند خپل رپورټ‌ جمع کړی دی. دتحریک انصاف په رپورټ کې سپیناوی شوی دی چې دپي‌ ټي‌ ایي اؤ حکومتي ایتلاف ترمنځ خبرو کې دانتخاباتو په نیټه اتفاق نه دی راغلی ځکه نو سپریم کورټ دې په 14مئ پنجاب صوبه کې انتخابات وکړي. دسپریم کورټ درې کسیز بینچ په څلورم اپریل خپله فیصله کې الیکشن کمیشن ته په 14مئ پنجاب صوبه کې دالیکشن کولو حکم کړی دی اؤ هم یې حکومت ته ویلي دي چې دغو انتخاباتو لپاره دې الیکشن کمیشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي. دپاکستان پارلیمان دسپریم کورټ په حکم الیکشن کمیشن ته د21 اربو روپو ورکولو منظوري نه ده ورکړې اؤ هم حکومت واضحه کړې ده چې په 14مئ پنجاب کې انتخاباتو ته حالات نه دي برابر. حکومت له سپریم کورټ غوښتي چې ګرد هیواد کې باید په یوه ورځ دټاکنو حکم صادر کړي خو دسپریم مشر قاضي ویلي چې که چرې سیاسي ګوندونه خپلو کې مذاکرات وکړي اؤ دانتخاباتو په نېټه متفق شي نو بیا سپریم کورټ څه ګنجایش پیدا کولی شي . هرڅو که دسپریم کورټ په وینا دحکومتي ایتلاف پي ډي یم اؤ پاکستان تحریک انصاف استازو دتېرې اوونۍ راهسې دمذاکراتو درې پړاؤونه وکړل خو په دغه دوران کې پرله پسې دحکومتي ایتلاف مشرانو په سپریم کورټ په مشر قاضي سختې نیوکې هم وکړې چې دعدالت نه یې پنچایت یا جرګه جوړه کړې. حکومتي ایتلافي ګوندونه وایي مذاکرات دسیاسي ګوندونو خپل کار دی اؤ څوک پرې دټوپک په زور خبرې اترې نه شي کولی خو دسپریم کورټ مشر قاضي تېره اوونۍ په یوه اوریدنه کې وویل عدالت چاته دمذاکراتو حکم نه دی کړی بلکې دمعاملې دهواري په غرض یې یوازې یوه مشوره ورکړې ده. سپریم کورټ کې لا دانتخاباتو په اړوند دپرتې قضیې د اوریدنې لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې خو ځینې څیړونکي اندېښنه ښایي چې سپریم کورټ دعدالت دحکم په نه منلو دې قضیه کې وزیراعظم شهباز شریف اؤ حتی دهغه ټوله کابینه دتوهین عدالت په اساس نااهله کولی اؤ داقتدار څخه لرې کولی شي. دپاکستان خارجه وزیر اؤ دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري اوړمه ورځ پارلیمان ته خپله وینا کې ویلي وؤ نوره به ددې خبرې مخه نیول وي چې عدلیه دې دملک د منتخب وزیراعظم تر مرۍ ور ورسیږي.

04.05.2023 ډیوه

د صحافت د ازادۍ په نړیواله ورځ د بې درکه کسانو کورنیو ویلي پاکستاني رسنۍ په جبر د بې درکیو خبرونه نه خپروي

بلوچستان کې د بې درکه شوؤ  بلوڅانو سازمان د صحافت د خپلواکۍ د نړیوالې ورځي  پر مهال ويلي دي چې د پاکستان رسنۍ د دوي  خبرونه ته ځائ نه ورکوي  خو دخبريالانو سازمان وايي چې دلته نه یوازې حکومتي بلکې شخصي رسنۍ هم کنټرول دي اؤ خپلواکي نه لري. د خبريالانو سازمان  وايي چې حکومت رسنیو ته يوازې د خپلې خوښې د خبرونو د خورولو اجازه ورکوي . پر داسې مهال چې پرون په دریم مئ  دپاکستان په ګډون نړۍ کې د صحافت د خپلواکۍ نړیواله ورځ لمانځل کیده ،د بې درکه شوو خلکو لپاره دغږ پورته کولو د سازمان مرستیال مشر ماما قدير بلوڅ وي او ای ډیوه ته وويل چې دوي له تیرو پنځلسو کالو څخه د کوټې پر عدالت سړک د مطبوعاتو دکلب سره جوخت د بې درکه شوو خلکو  کېمپ پرانستی دی خو د پاکستان رسنۍ د دوي خبرونه نه خپروي "موږ خبري کانفرس کوؤ دا لا هم دوي نه خپروي، په ځانګړي توګه له ورځپاڼو او الېکټرانک مېډيا څخه  مایوس او نا امید يوٍ"   خو په کوټه کې دپاکستان دیو شخصي  ټی وي  خبریال شاه حسین ترین ډيوه ته وویل چې رسنۍ دلته خپلواک نه لري. دهغه په خبره ،نه يوازې حکومتي بلکې شخصي رسنۍ هم ټولې کنټرول دي اؤ  يوازې د حکومت د خوښې خبرونه خورېږي. هغه وایي که څه هم حقيقي خبرونه وي پر هغې باندې سخت بندېز دی "ډیرې ستونزې دي د بې درکه شوو خلکو خبرې په ډاګه په ورځپاڼو او  په ټي وي چېنلو باندې نه شي خپریدلی" د بلوچستان د خبريالانو د سازمان پخوانی مشر اؤ‌څېړونکي خلیل احمد وايي چې د پاکستان په شخصي او حکومتی رسنیو کې د بلوچستان خبرونه يوازې يو فيصد وي هغه هم اکثره دچاودنو د پېښو او یا هم دهدفي وژني وي. ډيوه سره خبرو کې ښاغلي خلیل احمد وویل، په رسنیو کې د بلوچستان د خلکو ستونزو ته هڅ ډول ځای نه ورکول کېږي. "بلوچستان ډیره پراخه سيمه ده، دا نیم پاکستان دی دلته غربت زیات دی دلته بې کاري زیاته ده دلته يو ځل بیا د بلوڅو بېلتون پالو فعاليتونو زیات شوي دي چې له تيری يوې لسیزې څخه دوام لري" دبلوچستان وزیراعلا میر عبدالقدوس بزنجو د صحافت د خپلواکی د نړیوالې ورځې  پر مهال پخپل بیان کې ویلي چې رسنۍ خلکو لارښوونه کوي، په خلکو کې پوهه پیدا کوي ،دعامه ولس په مساواتو کې ډیر مهم رول لوبوي. نوموړي پخپل بیان کې د تشدد په بېلا بېلابېلو پېښو کې وژل شوؤ خبریالانو ته پېرزوینې وړاندې کړې دي. څېړونکي وايي ځنې رسنۍ دحکومت ، سياسي ګوندونو يا دمقتدره  قوتونو بې ځایه پلویتوب يا  ملاتړ هم  کوي چې ځینې وخت د دوي لپاره بیا ډیرې ستونزې پیدا شي. دا په داسې حال کې ده چې دصحافت دنړیوالې ورځې په اړوند پخپل رپورټ کې دصحافیانو دحقونو غیر دولتي سازمان فريډم نېټ ورک خپل رپورټ کې ویلي چې په پاکستان کې د ازاد صحافت په ضد فعالیتونو کې هرکال اضافه لیدل کېږي. فريډم نېټ ورک وايي چې په تیرو يوولسو مياشتو کې په پاکستان کې  خبريالانو ته د دړکو ورکولو او د بریدونه ۱۴۰ پېښې ثبت شوې دي.

04.05.2023 ډیوه

د ای این پي ټول ګوندیز کانفرنس کې د ترهګرۍ پرضد په پراخه کچه پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودل شوی

د عوامي نیشنل ګوند په بلنه دچهارشنبې یا شورو په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې ترسره شوي ټول ګوندیز کانفرنس کې دپاکستان دننه دترهګرۍ په سیوا شوؤ پېښو اندېښنه ښودل شوې خو د ترهه ګرۍ په ضد په لویه کچه پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودل شوی دی. کانفرنس کې په دې خبره ټینګار شوی چې باید سیاسي فیصلې دعدالتونو پرځای پارلیمان کښې وکړی شي. د عوامي نیشنل ګوند لخوا رابلل شوې دې ټول ګوندیز کانفرنس کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند نه علاوه نزدې ټولو سیاسي ګوندونو برخه درلوده . کانفرنس کښې دترهه ګرۍ پرضد جوړې شوې قامي تګلارې ا نیشنل ایکشن پلان باندې دعمل نه کوونکو پرضد د کاروایۍ غوښتنه شوې ده. دکانفرنس اعلامیه کې ویل شوي چې تیرو وختونو کښې  د اسټبلشمنټ اؤ حکمرانانو دغلطو فیصلو اؤ تګلارو له وجې ترهګري سېوا شوې ده اؤ ترهګرو ډلو سره دمذاکراتو په نتیجه کې په هیواد کښې یو ځل بیا دترهګرۍ فعالیتونه پیل شوي دي. په مرکز کې د واکمن مسلم لیګ (نون) ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې صدر امير مقام د ټول ګونديز کانفرنس په مهال ډيوه سره خبرو کې وویل، دده ګوند د انټليجنس په بنياد دترهګرۍ ضد عملياتو په حق کې دی خو د لويو پوځي عملیاتو مخالفت کوي. نوموړي زياته کړه داسې عمليات نه غواړي څنګه چې په تېرو وختونو کې شوي وؤ اؤ ټولې ضلعې ترهګرۍ ځپلې ضلعې د خلکو نه خالي کړل شوې وې. پاکستان کښې دا ګنګوسې روانې دي چې پوځ یو ځل بیا خیبر پښتونخوا کښې په لویه کچه پوځي عملیات کولی شي خو ناقدین وایي پاکستان خپله دا تور لګوي چې دلاقانو ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان مشران په افغانستان کښې ناست دي نو بیا به دا عملیات د چا خلاف کیږي؟ دعوامي نیشنل ګوند مرکزي مرستیال صدر امير حيدر خان هوتي وویل چې ترهګري يوازې په ټوپک نه ختمېږي او پاکستان کي نن سياسي تقسیم تر دې رسېدلی چې د دهشت ګردۍ خلاف مشترکه بیانيه نشته.  ښاغلي هوتي وویل دترهګرۍ پرضد ګډه بيانيه او ګډ دریځ ضروری دی او له دې ورستو دې د ترهګرۍ ضد نېشنل ایکش پلان باندې عمل وشي. حېدر خان هوتي د سرشمېرنې په عمل کې په روڼتيا هم ټينګار وکړو او ډېوه سره ځانګړو خبرو کې یې وويل چې بايد ټول خلک وشمارلی شي. هغه وویل،هر څوک چې په هر ځای کې اباد دی او اوسېږي باید چې هغه له شمېرې پاتې نه شي. "داسې خلک چې د ضرورت په بنياد بل چرته اوسي او مستقل رهایش یې د بل ځای وي او په عارضي توګه بل ځاى اوسي او شماره یې نه کېږي نو پکار ده چې وشمېرل شي. دا تاثر دې لاړ نه شي چې ګنې د يوې مخصوص صوبې تعداد زيات ښودل کیږي او د نورو  صوبو شمېر قصداً عمداً کم ښودل کیږي" دې ټول ګوندیز کانفرنس کښې دا غوښتنه هم شوې ده چې په زوره بې درکه کړل شوې تنان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي اؤ د خلکو په زوره بې درکه کولو غیر قانوني اؤ غیر انساني عمل دې ودرول شي. د عوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې مشر اېمل ولي خان ډيوه سره خبرو کې وویل هغه په جمهوري عمل باور لري خو دا نه غواړي چې د سياست ستنه دې د يوې مخصوصې ډلې لپاره اخوا ټيټه کړی شي. دهغه وینا وه د خپل قام استازيتوب کوي او په پنجاب پسې تلل نه غواړي. دټول ګوندیز کانفرنس اعلامیه کې پاکستان کې د روانې سیاسي بې ثباتې په ترڅ کې ویل شوې دي چې د موجوده سیاسي، عدالتي اؤ اقتصادي بحران له وجې غیر ېقیني صورتحال جوړ شوی دی اؤ د سیاسي فیصلو ځاې سیاسي ګوندونه اؤ پارلیمان دی، که سیاسي فیصلې عدالتونو کښې کیږي‌نو عدالتي بحران به بیا جوړیږي.

04.05.2023 ډیوه

دریمه سیالۍ کې په ماتې ورکولو پاکستان نیوزیلېنډ نه د یو ورځنیو کرکټ لوبو لړۍ وګټله

پاکستان دکرکټ دپینځوؤ یو ورځنېو لوبو دلړۍ دریمه سیالۍ کې هم نیوزیلینډ ته ماتې ورکړې اؤ دغه لړۍ یې ترې ګټلې ده. دچهارشنبې په ورځ دکراچۍ په نیشنل اسټیډیم کې  ترسره شوې دغه سیالۍ کې دنیوزیلینډ لوبډلې په ټاکلو50 اوورنو کې  261 منډې جوړې کړې اؤ ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. دنیوزیلینډ ټام بلنډل 65، کول میک کونکي 64، کپتان ټام لیتھم 45، ول ینګ 33، ډیرل مچل 21 او مارک چیپ مین 13 منډې جوړې کړې. دپاکستان له لوري شاهین شاہ اپریدي، نسیم شاہ او محمد وسیم دنیوزیلینډ 2، 2 اؤ ااغا سلمان  1 لوبغاړی وسوځولو. دپاکستان لوبډله دنیوزیلنډ په بلنه وړومبی بیټنګ ته وتلې وه اؤ په ټاکلو50 اوورونو کې یې دشپږو لوبغاړو په تاوان  287 منډې جوړې کړې. دپاکستان له لوري امام الحق 90، کپتان بابر اعظم 54، محمد رضوان 32، ااغا سلمان 31، عبدالله شفیق او فخر زمان 19، 19 ،شاداب خان 21 او محمد نواز 11منډې جوړې کړې. دنیوزیلینډ میټ هینري  دپاکستان 3، ایډم ملن نے 2 او کول میک کونکي یو لوبغاړی وسوځولو د یو ورځنېو لوبو دا لړۍ پاکستان دنیوزیلنډ څخه 12 کاله وروسته ګټلې ده، په وروستي ځل کال 2011م کې پاکستان دنیوزيلینډ نه د یو ورځنېو لوبو لړۍ ګټلې وه.

04.05.2023 ډیوه

امریکا د روسیې د یو سایبري 'مجرم' په سر ۱۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وازرت اعلان وکړ چې د هغو معلوماتو په بدل کې به ۱۰ میلیون ډالر انعام ورکوي، چې د روسیې د یو سایبري «مجرم» نیولو او محکومیت ته لار پرانیزي. وزارت همدغه راز د یوې «منظمې جنايي ډلې» د کلیدي مشرانو په اړه د معلوماتو په بدل کې هم جایزه اعلان کړې.

04.05.2023 امریکا غږ

په افغانستان کې د خوږې موسیقۍ ځای د طالبانو ترانو نیولی

واشنګټن – د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون په سټوډیو ګانو کې چې د نسلونو راهیسې د ښځینه او نارینه سندرغاړو ښکلې سندرې خپرېدې اوس د تېرو دوو کالو راهیسې پرې بندیز لګېدلی. په دغه هېواد کې د طالبانو توندلاری رژیم په ملي رسنیو باندې موسیقي نه خپروي،‌ ځکه له اسلام څخه د هغوی په تعریف کې ناروا ګڼل کېږي. طالبان د موسیقۍ پر ځای له موزیک پرته خپلې ترانې خپروي. دا ترانې یواځې د سړیو په غږ کې دي، د طالبانو د مشرانو ستاینه پکې کېږي، د دوی په اصطلاح جهاد پکې یادېږي او افغانستان د بهرنیو اشغالګرو قبرستان یادوي. ډیري طالبان دا ترانې په خپلو ټیلیفونونو او خپلو موټرو کې اوري او په همدې خپل وخت تېروي. افغان څېړونکی وحید فقیري وايي،‌ "څنګه چې طالبان مذهبي خلک دي،‌ دوی له خپلو ترانو څخه د ساعت تیرۍ لپاره هم کار اخلي.‌ ځوان طالبان پرې د خپلو غږونو ننداره کوي.‌ داسې ترانې هم لري چې ژوند ته پرې خوند ورکوي." د علي لطیفي په نامه په کابل کې یو ازاد خبریال امریکا غږ ته وویل،‌" طالبان یې په راډیوګانو خپروي او که تاسو موټر کې یاست نو تاسو ورته غوږ نیسئ.‌ یو ډول اورېدونکي له ځانه سره ساتي." هغه زیاتوي، کله چې طالبان یې اوري نو حتی په خپلو وړو نوکیا ټلیفونونو یې هم اوري.‌ په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، ددغې ډلې ترانو ډیجېټل نړۍ ته هم لاره موندلې چې اوس یې نړیوال اورېدونکي هم اوري. ټولنیزې رسنۍ که کله د طالبانو رسمي اکاونټونه او ډلې بندې هم کړي،‌ خو ددغې ډلې ځینې خواخوږو بیا دا کار روان ساتلی.   د موسیقۍ قتل عام: په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طآلبانو له چټک راتګ سره، د هنرمندانو،‌ سندرغاړو او خبریالانو لویې ډلې له افغانستانه وتلي. د ارټېسټیک فریډم انېشېټیو په نامه یو تنظیم چې له خطر سره مخ هنرمندانو ته په کډوالۍ او بې ځای کېدو کۍ وړیا مرسته کوي وايي، ‌په تېرو شلو میاشتو کې کابو ۳۰۰۰ هنرمندان او سندرغاړي له افغانستان څخه وتلي دي.‌ په افغانستان کې د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ تړل شوی او ټول ښونکي او زده کونکي یې په ۲۰۲۱ کال کې اروپا ته وویستل شول. د افغانستان د موسیقۍ د ملي‌ انسټیټیوټ مشر احمد سرمست امریکا غږ ته وویل، "مونږ په افغانستان کې د موسیقۍ د بډایه میراث د ختمېدو شاهدان یو." که څه هم اکثره مشهور هنرمندان له افغانستان څخه وتلي‌ دي خو هغه چې لا په افغانستان کې پاتې دي موسیقي یې پریښي او نورو کارونو ته یې مخه کړې.‌ سرمسټ وویل،‌ چې د هغه انسټیټوټ او نور هنرمندان کوښښ‌ کوي چې له هېواد څخه د باندې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د کنسرټونو په ترسره کولو سره افغاني موسیقۍ ژوندۍ وساتي.‌ څېړونکي وايي،‌ د اکثرو افغانانو لپاره چې دوامداره جګړو،‌ غریبۍ او ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو ځپلي دي، موسیقي د روحي او دماغي ارامتیا لپاره یوه ښه وسیله ده. سرمست خبرداری ورکړ چې د طالبانو لخوا د موسیقۍ ضد سیاستونه به افغانان په رواني لحاظ په یو ناروغ ولس باندې بدل کړي ځکه د هغه په وینا د طالبانو ترانې تاوتریخوالی هڅوي. امریکا غږ د طالبانو یو ویاند ته د موسیقۍ په اړه د طالبانو د سیاستونو په هکله د هغوی د نظر پوښتنه وکړه خو کوم ځواب یې ترلاسه نه کړ.‌

04.05.2023 ډیوه

مسکو: د روسیې د جمهوري ریاست په ماڼۍ برید شوی

روسیې اوکراین تورن کړی دی چې په کرملین کې یې د ولسمشر ولادمیرپوتین په استوګنې د بې پیلوټه الوتکو [ډرونونو] برید کړی دی. کیف دا تور رد کړی دی.

04.05.2023 امریکا غږ

روس ادعا کړې چې اوکراین په کرملن کې پر پوتین د برید لپاره ډرونونه استولي وو

واشنګټن – کرملن د شورو یا چهارشنبې په ورځ ادعا کړې چې اوکراین د روس د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د استوګنې ځای ته د شپې دوه ډرونونه استولي و خو امنیتي ځواکونو له منځه وړي‌ او د روس رهبر پکې نه دې ژوبل شوی. د روس دغه ادعا دمګړۍ نه شي تایید کېدای او یو اوکرایني چارواکي ویلي، چې د کیېف حکومت په کرملن باندې د برید لپاره د ادعا شويو ډرونونو سره کوم تړاو نه لري. ماسکو په یو بیان کې ویلي، د وېشتل شویو ډرونونو ځینې ټوټې په کرملن کې پر ځمکه غورځېدلي خو مرګ ژوبله پکې نشته.‌ کرملن ويلي، "دا ډول اقدامات چې د ترهګر برید په توګه پلان شوي وو په ولسمشر باندې د برید یوه هڅه وه چې د غبرګون حق به ورسره وي.‌" بیان زیاتوي، "د پوځ او ځانګړو ځواکونو پر وخت اقداماتو کې ډرونونه ویجاړ شوي." د کرملن ویاند ډیمټري پېسکوف ویلي، "پوتین د پېښې پر وخت په کرملن کې نه و." د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن وویل، چې دی د کرملن راپورونه نشي تاییدولی. "زه به د کرملن لخوا د هر څه په راوتلو باندې باور ونشم کړای." د اوکراین د ولسمشر سلاکار مېکایلو پودولېک رویټرز خبري ادارې ته په لیږل شویو تبصرو کې ویلي، داسې ادعاوې چې ددغه برید تر شا کیېف و او دا چې روس په کرایمیا کې د ادعاو له مخې د اوکراین تخریب کونکي نیولي، څرګندوي چې ماسکو په راتلونکو ورځو کې د اوکراین پرضد د پراخو ترهګریزو بریدونو پلان لري.‌ هغه زیاته کړه، "له شک پرته چې اوکراین په کرملن باندې د دغو ډرون بریدونو سره کوم تړاو نه لري.‌ مونږ په کرملن ځکه برید نه کوو چې تر هر څه لومړۍ خو له دې سره هېڅ کومه پوځي دنده نشي ترسره کېدای."   روسي چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې د یو شمېر ډرون بریدونو راپورونه ورکړي چې اکثره یې د اوکراین پولې ته څېرمه د روس په خاوره باندې وو او یو یې د ماسکو جنوب ته هم و. د روس پلازمېنه د اوکراین د پولې په ۴۵۰ کیلومټرۍ کې ده. اوکراین نېغ په نېغه ددغو بریدونو مسولیت نه دی منلی خو کله کله یې ادعا کړې چې دا اوکراین ته د استول شویو توغندیو او ډرونونو څخه دي چې بېرته روس ته ګرځېدلي دي. زېلینسکي په فېنلېنډ کې دی: د اوکراین رهبر د شورو یا چهارشنبې په ورځ فېنلېنډ ته رسېدلی چې د پنځو نارډېک هېوادونو له مشرانو سره په یوې سرمشریزه کې ګډون وکړي.‌ زېلینسکي د سویډن، ناروې، ډنمارک، ایسلېنډ او فېنلېنډ له مشرانو سره د فېنلېنډ د ولسمشر په رسمي استوګنځي کې ګوري. فنلېنډ ته د زېلینسکي سفر څو اونۍ وروسته له دې کېږي چې دغه هېواد له ناټو سره یوځای شو. هیلسینکي له ناټو سره د یوځای کېدو وړاندیز د تېر کال په فیبرورۍ کې کړی و.

04.05.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

03.05.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

03.05.2023 امریکا غږ

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ بایډن: ژورنالیزم جرم نه، د ټولنې اساس دی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن چهارشنبه مۍ درېیمه «غوايي۱۳» د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ وویل چې خبریالي جرم نه، بلکې د ټولنې اساس دی.  بایډن په یوې اعلامیې کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د کارونو ستاینه کړې ده چې شجاعانه د حقیقت په لټه دي. نوموړي همدغه راز د هغو کسانو سره د حساب او کتاب ژمنه هم کړې چې په خبره یې د رسنیو د «غلې کولو» هلې ځلې کوي.   هغه د مطبوعاتو او بیان ازادي د دموکراسۍ ستنه او د شفاف او باور وړ حکومت لپاره لازمي بللې ده. په اعلامیې کې یې ویل شوي چې مطبوعات «زموږ حکومت او ټولنې ته اجازه ورکوي چې په ځان نقد وکړي او ځان اصلاح کړي.»  تر دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په نړۍ کې په خبریالانو او رسنیو باندې بریدونه وغندل او ویې ویل چې د مطبوعاتو ازادي تر برید لاندې ده.  خو ولسمشر بایډن وویل چې د هېڅ خبریال ژوند باید د حقیقت موندنې له کبله له خطر سره مخامخ نه وي. نوموړي د والسټریټ ژورنال د امریکايي خبریال ایوان ګرېشکویچ نوم یاد کړ چې روسیې د جاسوسۍ په تور نیولی او بندي کړی دی.    بایډن وویل: «د نړۍ په یو شمېر برخو کې استبداديانو او ملګرو یې د سانسور، غچ اخیستنې، د دعوو د ثبت کولو، ګواښونو، ځورونې، د غلطو معلوماتو د خپرولو، توقیف کولو، بریدونو او ځپلو له لارې د ازادو رسنیو ځپل روان ساتلي.»  هغه زیاته کړه له دې سره سره بیا هم زړور خبریالانو خپلې دندې روانې ساتلي او غلي شوي او ډارېدلي نه دي چې په خبره یې متحده ایالتونه یې تر څنګ ولاړ دي. ولسمشر بایډن وویل چې متحده ایالتونه به دغو خبریالانو ته نورې منابعې برابرې کړې او د ډیجیټلي او فزیکي امنیت په اړه د روزنې له لارې د هغوی حمایت وکړي.  بایډن وویل چې په نړۍ کې له خپلو شریکانو سره کار کوي چې له خبریالانو سره په حقوقي برخې کې د مرستو یو صندوق جوړ کړي چې خبریالانو ته ځانګړی شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې متحده ایالتونه به د هغو نړیوالو پروګرامونو مالي مرسته کوي چې په نړۍ کې د مستقلو او ازادو رسنیو ننګه کوي.

03.05.2023 امریکا غږ

ایران د هرمز په تنګي کې بل سمندري جهاز ونیولو

هغه تصویران چې د امریکې سمندري پوځ یا نیوي شایع کړي ښښي ایراني جنګي بېړو ټېنکر په زور د ایران بندر عباس د ساحل سره نژدې ایراني سمندري اوبو په لوري بېرته بوتلو

03.05.2023 ډیوه

د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې ځانګړې خپرونه

پر رسنیو باندې د طالبانو لخوا لګول شویو محدودیتونو ته کتنه، د رسنیو لپاره د کاري چاپیریال تنګیدل، د خبریالانو ناڅرګند وضعیت او له هیواده وتل، دولتي سانسور او د رسنیو ځان سانسورونه، د رسنیو او خبریالانو اقتصادي ستونزې، د خبریالانو ځورونه، ځانګړي رپوټونه، مرکې او تحلیلونه، د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځ په مناسبت د می په دریمه نیټه د سپوږمکۍ له له لارې د امریکا غږ په تلویزیوني، دیجیټلي او راډیویي خپرونو له لارې

03.05.2023 امریکا غږ

ملګري‌ ملتونه: تیر کال د نړۍ ۲۵۸ میلیون خلکو بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لرله

د ملګرو ملتونو تازه رپوټ چې نن چهارشنبې د مې درېمه ( غوايي ۱۳) خپور شو ، ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په ۵۸ هېوادونو کې ۲۵۸ میلیونه خلکو د جګړې، اقتصادي کړکیچ او اقلیمي ناورینونو له امله بیړنيو خوراکي مرستو ته اړتیا لرله.

03.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more