شاته

بایډن او سوناک د صفا انرجۍ او مصنوعي ذهانت په برخو کې د امریکا او برطانیې لوظنامه امضا کړله

واشنګټن - د امریکا صدر جو بایډن او د برطانیې وزیراعظم ریشي سوناک د زیارت/پنجشنبې په ورځ په دې اتفاق وکړ چې د دغو دوو ملکونو ترمنځ نږدې اقتصادي تعلقات لا هم مضبوطه کړي. هغوی ژمنه وکړه چې د صفا انرجۍ د رواج کولو او د کمیافته منرالونو د سپلائی لارې پیاوړې کړي.

جو بایډن او ریشي سوناک د ملاقات وروستو، په وایټ هاوس کې خبریالانو سره په یو مشترک خبري کنفرنس کې خبرې وکړې او بایډن وویل چې دوی "د اوکراین د خلکو دپاره خپل خلل ناپذیر ملاتړ" په باب هم بحث کړی دی.

د دې ترڅنګ، بایډن او د برطانیې وزیراعظم د اټلانټیک ډېکلېرېشن په نوم یوه اعلامیه هم جاري کړله. ښاغلي سوناک وویل چې دا اعلامیه، د مصنوعي ذهانت، موسمي بدلون، او د آینده سازو ټېکنالوجیو د تحفظ غوندې موضوعاتو باندې ړومبی دغه قسمه اقتصادي شراکت دی.

سوناک وویل: "زه پوهېږم، کله چې برطانیه د یورپي اتحاد نه ووتله، نو خلک حیرانه شوي چې برطانیه به څه قسم شراکت دار وي. زه به وایم، زمونږ کارونو ته وګورئ بیا قضاوت وکړئ. مونږ خپلو اقدارو ته د تل په شان ژمن یو، یو اتحادي ته د تل په شان د اعتماد وړ یو."

د امریکا صدر بایډن د دوو ملکونو ترمنځ د اقتصادي تعلقاتو پیاوړتیا وستایله او هغه یې "د قوت یوه عظیمه ذریعه" وبلله. بایډن پخپلو خبرو کې وویل: "مونږ په دې بحث وکړ چې څنګه کولی شو خپل شراکت داري ته په نوې بڼه کې دوام ورکړو ترڅو یقین حاصل شي چې زمونږ ملکونه د یوې تېزې بدلېدونکې نړۍ مخکښان پاته شي."

سوناک او بایډن د زیارت/پنجشنبې په ورځ خبرو کې خپل، تر ډېره حده په دې خبرې وکړې چې څنګه د مصنوعي ذهانت او نورو نویو ټېکنالوجيو تحفظ یقیني کړي. سوناک خبریالانو ته وویل چې برطانیه به څو میاشتې پس په دې موضوع باندې د ړومبني کنفرنس کوربه وي. په دې کنفرنس کې به په دې خبرې وشي چې د مصنوعي ذهانت خطرې، د نړېوالې هماهنګې د لارې په څه طریق کمې کړی شي.

ریشي سوناک د صدر بایډن نه دا غوښتنه هم وکړه چې د برطانیې د دفاع وزیر بېن والاس د امیدوارۍ ملاتړ وکړي چې هغه وکړی شي د نېټو آینده سېکرېټري جنرل وټاکل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00