شاته

ټرمپ وایي د خفیه دستاوېزاتو په قضیه کې ورباندې فرد جرم لګېدلی دی

(رويټرز) - د امریکا پخواني صدر ډونلډ ټرمپ د زیارت/پنجشنبې په ورځ پخپل سوشل مېډیا باندې ولیکل چې د امریکا عدلیې وزارت په هغه باندې فرد جرم لګولی او داسې ښکاري چې دا فرد جرم د حساسو حکومتي دستاوېزاتو سره د لاپروایۍ په قضیه کې ورباندې لګېدلی دی.

ټرمپ په ټروټ سوشل چې د هغه خپل یو پلټفارم دی، ولیکل: "د بایډن کرپټ/فاسده انتظامیه زما وکیلانو ته خبر ورکړی چې په ما باندې فرد جرم لګېدلی دی."

خبري رسنیو ویلي دي چې د خفیه حکومتي دستاوېزاتو سره د لاپروایۍ او د انصاف د عملي کېدو په وړاندې د خلل پیدا کولو په اړوند، ټرمپ باندې په اوو مواردو کې فرد جرم لګول شوی دی.

ډونلډ ټرمپ پخپل سوشل مېډیا لیکلي چې هغه د نهې/سې شنبې په ورځ د فلوریډا ریاست په میامي ښار کې فډرل عدالت ته بلل شوی دی.

د ټرمپ وکیلانو په دې اړه د رویټرز پوښتنې ته څه ځواب نه دی ورکړی.

د ټرمپ د خفیه حکومتي دستاوېزاتو د قضیې پلټنه د جک سمېت په نوم یو سپېشل کونسل کوي، خو د جک سمېت ویاند هم د تازه خبر په اړه رسنیو ته له څه ویلو ډډه کړې ده.

رویټرز خبري ادارې ته سمدستي په ټرمپ باندې د لګول شوو الزامونو په باب معلومات نشته.

د امریکا د تحقیقاتي فډرل ادارې (اېف بي آی) یو اېجنټ تېر کال یو فډرل عدالت ته په یو بیان کې وویل، ممکن داسې دلایل موجود وي چې څو جرمونه ترسره شوي وي، په شمول د عدالت مخې ته خنډ جوړول او د د حساسو دفاعي دستاوېزاتو غیرقانوني ساتنه.

د امریکا عدلیه وزارت په پلټنه بوخت دی چې آیا پس د هغه چې په ۲۰۲۱ کال کې ټرمپ د وایټ هاوس نه ووتلو، د حکومتي خفیه دستاوېزاتو سره یې لاپروایي کړې ده او که نه.

د فلوريډا په پام بیچ کې د ټرمپ مارالاګو نومې بنګله چې حکومتي خفیه دستاوېزات په کې ترلاسه شول
د فلوريډا په پام بیچ کې د ټرمپ مارالاګو نومې بنګله چې حکومتي خفیه دستاوېزات په کې ترلاسه شول

پلټونکو قریب یو کال وړاندې د فلوریډا په پام بیچ ښار کې د ټرمپ د سترې بنګلې څخه چې مارالاګو نومیږي، شاوخوا دیارلس زره (۱۳۰۰۰) دستاوېزات ترلاسه کړل. په هغو کې سل (۱۰۰) داسې و چې د خفیه دستاوېزاتو نښه ورباندې لګول شوې وه. تر هغه وړاندې د ټرمپ یو وکیل دعوه کړې وه چې ټول هغه دستاوېزات کوم چې د خفیه حکومتي دستاوېزاتو نښه ورباندې وه، هغه حکومت ته سپارل شوي دي.

مخکې تر دې، ټرمپ ځان سره د دستاوېزاتو د ساتنې دفاع کړې وه او ویلي یې و چې هغه پخپل صدارت کې دغه دستاوېزات له خفیه توب نه اېستلي وو. مګر د خپلې دغې دعوې دپاره یې کوم شواهد نه و وړاندې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00